غزلیز ماښام دهنري سره

Description
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُه
خوږو او زړه ته راتیرو ملګرو دلته به کله ناکله زه خپل ګوډ مات شعرونه او غزلې درته وړاندې کوم.
په دې هیله چې ملتیا مو وکړی.
او په نشرولو کې یې راسره مرسته وکړی
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

1 month, 2 weeks ago

دکابل دفتحی په ورځ لیکل سوی زما یوشعردمحترم قاری صاحب حیدری په ښائسته اوازکی

1 month, 3 weeks ago
تاريخ: ۲۵ فوریه ۲۰۲۵

تاريخ: ۲۵ فوریه ۲۰۲۵
موضوع: نوی غزل

ښکلادی دغزل په دایره کی نه ځائیږی
دالوی سمندرونه په کوزه کی نه ځائیږی

الفاظ دومره جامع نسته چی تاپکی انځورکړم
ستاحسن دادب په فلسفه کی نه ځائیږی
داټوله کائنات ستادجمال سندری وایی
زماپشان دیومطرب نغمه کی نه ځائیږی

په هره کرشمه کی ستارنګونه په ګډادی
داهرڅه زمادخیال په آینه کی نه ځائیږی
ستامینه که له ځان سره جنون په غیږکی راوړی
ددی جنون مستی په زولانه کی نه ځائیږی
بیان ستاداوصافوته کامله ژبه نسته
ادراک دی دهیڅ عقل په پیاله کی نه ځائیږی
په زړه کی هنری خوشحالی ستا دلقا ساتم
دغم بتان په دی سپینه کعبه کی نه ځائیږی

3 months ago

تاريخ: ۱۷ ژانویه ۲۰۲۵

داځینی ښکلی دی لاسونه له سنګارواخلی
هسی نه زمادشوخ یاغی نظرازارواخلی

پردوواودرومی راخوره ښکاری دنورلمنه
خدای زده چی نوربه څوپه غیږکی داسهارواخلی

ډیرمی اوس هم ماهیت نه پیژنی نه یی منی
ډیربه می ځان سره دامړاوَی شره هارواخلی

خصمانان ځکه ملګری دبړبوکیوکوی
چی دباطن سپینه هنداره می غبارواخلی

وخت به راځی داچی په کاڼودنفرت می ولی
داصاحبان به می ګلونه له دستارواخلی

هنری دامسته نغمه به غځونی وکړی
فضابه وږم زموږدکلی له سِتارواخلی

4 months ago

تاريخ: ۱۵ دسامبر ۲۰۲۴

درځی پرسردنفرتونوبه قدم واړه وو
دغم سندره به دعشق په ترنم واړه وو

ډیوی دامن ته به وګورودمینی کتاب
نظربه څوورځی ښکلاته دصنم واړه وو

دیوان تری تللی دی محفل دښاپیریوجوړدی

دخیال جونګړه به په خواکی دحرم واړه وو

دوخت غوښتنه ده اوجبردحالاتو هم دی
مسلک دتوری به ملګروپه قلم واړه وو

یاغی مزاج ته به لګام دعطوفت واچوو
جذباتی خوی اوخصلتونه به په زغم واړه وو
هنری )یوپربل به وکاندوطواف دمینی
بیابه دژوندګیلاس پرسرلکه زم زم واړه وو

6 months, 3 weeks ago
تاريخ: ۱۸ سپتامبر ۲۰۲۴

تاريخ: ۱۸ سپتامبر ۲۰۲۴
موضوع: مناجات

ددی دعامووکړه اجابت پروردګاره
سیده موکه پرلار دشریعت پروردګاره

چی هرکلام موستا دسپین کلامه رنګ راواخلی
پرژبه موڅرګندکړه حقیقت پروردګاره

خلیل غوندی توکل داورپه غیږکی رانصیب کړه
له هرباطل موکړی بغاوت پروردګاره

موږستاپرځمکه ستا دپاک نظام حاکمیت غواړو
پرټوله نړی راکړی سلطنت پروردګاره

ولاړپرککریوستاددین دحافظانو
اوچت وساتی چت دامارت پروردګاره

تازه دفرعونیت داستبداده راوتلی
دبل شره مووساتی ملت پروردګاره

هغوی چی سامری غوندی جالونه غوړوی لا
ماړه یی کړی په خاورودذلت پروردګاره

خالقه هنری دسوال لاسونه کچکول کړی
ورډک یی کړه دنوره درحمت پروردګاره

---
استفادهكردن در ميان گذاشته شد https://www.writediary.com/getapp

11 months, 3 weeks ago

په لــــمرخاته اوپه زوال کی ســړی تاپیـــداکړی
هم په ماضی اوهم په حال کی سړی تاپیداکړی

په کرشــــمودکائنـاتوکـی دی ورک ســی ســـړی
په دی نغمـــه نغمـــه جـمال کی سړی تاپیـداکی

دمطــــرب وجــدکی دی ښــکاری بلاکیـفه میــنه
دســـرینـدی په سُـــراوتال کی سړی تاپیــداکړی

ښـــــکلوتــه تالـــــپه ورکـــړی دښــــکلا دزم زم
دښائســتوپه خــط اوخـال کی سـړی تاپیداکړی

دنازکاته ته ئی داټــول وجــودغــزل غــزل سی
په تــوروستـرګودغـــــزال کی سـړی تاپیداکړی

د(هـــــنری) چاپیــریال ټــوله ستا دمخ هنـداره
په هــرزره اوهــرمثقال کـی ســړی تاپیـداکــړی

1 year, 1 month ago

?**پاسنی لیست به 1 ساعته نه حذفوي مدیرانو

که غواړي د یهودا،نو په حال
خوشحاله شې لاندي چينل
ته داخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــل شه ?**https://t.me/muslimhack786

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago