Last updated 1 Woche, 2 Tage her
Last updated 4 Monate her
غزل
ګــــــــيډى ګٌــلونه به در وړم اخترکې
دا ځــــــــــلې خامـخا در زم اخترکې
مٌرجـــــــانې دا ځل درنه پټ نه تښتم
يو څــــــو شپې تاسره کوم اخترکې
هـــغه وخت نه ده چې وتى به نشم
په ټــــول بازار دې ګرزوم اخترکې
حق خو دې مخکې هم وو نه يم منکر
خـــــو زه کمين ته به وتم اخترکې
آزاره ولى مې نــه وخت خراب وو
چې يـو ساعت به پټ درتلم اخترکې
زه خوخاص ستا دزړه ټوټه وم قربان
نور خو به هر چا زه ويشتم اخترکې
وحــــــدت الله ابوحمزه أوس دا ده
تــــيار يم هر څه دې منم اخترکې
وحدت الله ابوحمزه
غزل
سنـګه د اغزو په منځ کې ګل رسي
داسې به ارمان زما تر منزل رسي
تل خو به په ستونزو کې راګير نه وي
ســـــتا دا ليونى به تر يو حل رسي
دومره هـــــم په ما باندې ويريږه مه!
خپله نيــــټه هر چا ته اجل رسي
تل مې که په غيـږه کې هم ٶساتې
بيابه هم قسمت راته آ خپل رسي
زه که درتلى نشم اى د زړه سره
ياد خو به مـې تاته مسلسل رسي
خير که دا ځل وار راته الهام راکړو
تا لره پيـــــغام به زما غزل رسي
تا پـــــــورې وحــدت الله ابوحمزه
خامـــخا به دى هم په يو چل رسي
وحدت الله ابوحمزه
غـــزل دخیال ائینی نن می دســــــتاپه یادوډیری صفحی واړولی سیلاب سیلاب غموپه ژوندمی تیاری واړولی هادرڼاځـلانده ستـــوروچه تــــری کډی وکړی اوس مـــوپـــرکلـــی تـرږمیــــوډیــری واړولی هغه زیباهایوسف مخی طالب ورک شویودم په انتــظاری کی ئی ماډیــری مودی…
العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
نوی کمپوزغمجن نظم
هیله ده چي خوښ موشي
هغه مستي هغه ځواني ختمه شوه
لاړله لاړه نــــــور بيخي ختمه شوه
اواز/حافظ حميم ملنګ بدري
شاعر/وحدت الله ابوحمزه
دشاعر عبدالرحمن ابوحمزه يادته ډالۍ
دګــــــريوان شـوې کليوالې أوښکې أوښکې
دواړو ستــرګو نه مې لاړې أوښکې أوښکې
د پاګل ســـــــړي په څير اخ أوس زما هم
وي بـــــــــــڼوٌ بانـدې ولاړې أوښکې أوښکې
اى شاعر عبـــــــــــــــدالرحمن ابوحمزه اشنا
ستا هجران خو رانه غواړې أوښکې أوښکې
شي ترې ډکې کاسې هيڅ بيا نه تم کيږي
رودينيل په څـــــــير مثالې أوښکې أوښکې
اخ له ستـــــرګو دشليدلي ګريوان کور ته
په سپين مخ جوړ وي لارې أوښکې أوښکې
زما وحـــــــــــــــــدت الله ابـوحمزه له درده
عٌقابي سترګې شوې دواړې أوښکې أوښکې
وحدت الله ابوحمزه
الجلال خپرندويه اداري لخواوړاندي کيږي
رمضان
کسر
دايمان بيخ او ريښه ده
دکناه وو خــــــاتمه ده
ترانه ويونکي
بهـــــــــــيرهاشمي
رحـــــــــــــــــماني
کلام وحدت الله ابوحمزه
العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
رمضان
کسر
دايمان بيخ او ريښه ده
دکناه وو خــــــاتمه ده
ترانه ويونکي
بهـــــــــــيرهاشمي
رحـــــــــــــــــماني
کلام وحدت الله ابوحمزه
Last updated 1 Woche, 2 Tage her
Last updated 4 Monate her