😜مسخرې او ټوکې😂

Description
د ټوکو مشهور او غټ چینل
ادبی ټوکې
محلی ټوکې
ښاري ټوکې
کوچیانۍ ټوکې
تبادله👇
@JAheb313
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

2 months ago

یو چرسې
سگریټی وھلی وو
خپب کور کې ډوډی وخوړه
دکورنۍ والاو ته ویل
ولاکه یو لا پیسې ورکی
🤣*😁#تاسو_واوریدل 😉***

2 months ago

د زمرى واده وو موږک هم ورته روان وو
چا ورته وويل ته خو موږګ يى
ته د زمرى په واده کى څه کوى؟
موږک ورته وویل
زه هم له واده مخکى زمرى وم
😁*😂*🙈

متهالانو مخ ته دې د چین دیوال وی🙈😁#تاسو_واوریدل😉**

2 months ago

بې ادبي دې معاف وی نو🙈**

یوه زده کوونکي په ټولگي کې
ښځینه ښوونکې ته وویل
تا چې په اداره کې جرابې ویستلي
ما دې پښې ولیدلې🤓
استادې ورته وویل!
بې حیاء! بې آدبه!
ووځه له صنف څخه
یوه هفته دې صنف کې ونه وینم☹️

بل ورته وویل!
تا چې نلکه کې مخ او لاس مینځل
ما ستا څنگلې ولیدلې🫣😁
هغه ته یې هم وویل
ووځه او دوه هفتې دې
صنف کې ونه وینم.😖

دریم زده کوونکی خپله روان شو....🚶
او غوښتل یې بیرون ووځي
استادې ورته وویل!
ته چېرته روان یې؟
زده کوونکی ورته وویل:
استادې!
ما دې داسي ځای ولیده🙈
چې باید نور تعلیم ته د پای ټکی کیږدم.🤧🙈😂
کور ته روان یم.*😤*

#تاسو_واوریدل😉

4 months, 1 week ago

الحرم اسټوډيو واړندې کوي*
1️⃣نوي خوندور ډيکلمه*

وطن دریاب طالب او باز دي

?️?️?️?️?️?️

ویــــونڪی
محترم زینت الله حيدري
______
شاعر محترم
نظامي جانان

ترتيب ګړي الحرم اسټوديو

تلګرام چینل
https://t.me/haidari11

4 months, 1 week ago

د خپلو تړمو اوښکو شمار مي چاته نه دی کړی
مينه مي کړې، خو اظهار مي چاته نه دی کړی

4 months, 1 week ago

له یعقوب څخه یوازې یوسف ورک وو
له ما ورک دي بنیامین او یوسف دواړه ?

4 months, 2 weeks ago
😜مسخرې او ټوکې😂
4 months, 2 weeks ago
😜مسخرې او ټوکې😂
4 months, 2 weeks ago

القاعدې تنظیم جزیرة العرب څانګې په یوه تازه اعلامیه کې "رد العدوان "په نوم د روانو عملیاتو مبارکي ټول امت مسلمه ته وړاندې کړې ده. په اعلامیه کې د نصیري رژیم (د بشار الاسد حکومت)جنایتونه د صهیونیستي رژیم له جنایتونو سره تشبیه شوي دي. او دواړه یې داسلام او مسلمانانو پر وړاندې ستر خطر بللي دي.
همدارنګه په اعلامیه کې د مجاهدینو تر منځ د اتحاد بر اهمیت ټینګار شوی او یادونه شوې چې د اسلامی امت بریالیتوب په وحدت او یووالي کې دی. دوی د مسلمانانو د ګډ دښمن پر وړاندې د یووالي ضرورت ته اشاره کړې ده.
دغه اعلامیه د القاعدې د اوږد مهاله پالیسۍ څرګندونه کوي چی د اسلامي امت په منځ کې د یووالي او د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د مقاومت موضوع ته لومړیتوب ورکوي.

4 months, 3 weeks ago

غمجني مصرۍ

**یم لالهانده سرګردانه
قسمت زما راباندې څه لوبي کوینه

ژوندونه تاته هم ښه پړ یم
ارام مې نکړئ بس ستومان دې تیرومه

په ورکو لارو باندې ورک یم
مانه ورک شوی دي د ژوند واړه خوندونه

د هیلو باغ مې سمسور نه شو
خوار مې قسمت شو خزان وکړل پرې وارونه

بخته راویښ شه خدای لپاره
شـپـه پـه ژړا ورځ پــه دردونو تیرومه

د بیلتانه سختي شیبي دې
له وطــن لــري د هـجـران ژونـدون کومه

غمجن حالات غمجن وختونه
په زړه مې اوري د غمونو بارانونه

د هیلو باغ یې را خزان کړو
زاغانو وکړه پري بي رحمه ګذارونه

له وطن لري مسافر یم
راته یادیږي د وطن خواږه وختونه

په زړګي مات لکه هنداره
د زړه پـه کــور کــې ارمانونه قتلومه

مــاتـــه د زړګـــي مــې آینه شــوله
سخته مې د ژوند هره شیبه شوله
تــه بـه یـې منـي او کـه یې نه مني
د حقـمل شـاعر کیسه اوږده شوله

فاني دنیا بي وفا خلک
بي وفا راکړله په زړه باندې داغونه

د ژوند انځور مې شو بدرنګه
د خوار قسمت سره جوړه په لاره ځمه

چې له وطنه مسافر شي
ورتــه یــادیــږي د وطــن خواږه یادونه

د مسافرو مل شی خدای
پـــردي وطــن کـــې تکــلیـفــونه تیروینه

نه مې سکون نه مې ارام شته
طبـیب مـې نـشـته چـې مې وکړی علاجونه

د بې وفا جانان د لاسه
سینه کـې مــات زره زره زړه ګرځومه

د خیال دنیا مې پسې ورانه
ورپسې ورک مې شول له سترګو نه خوبونه

بې اوره سوځم نه رغیږم
پــه مــا راغــلـي د غـمـونـو طـوفانونه

د زړګي درد لیکي ټپو کې
حـقـمـل شـاعر د غزل توري ټولوینه

دا مې د ستړئ ژوند داستان دی
جلال الدین چې پري لیکلي څو بیتونه

✍?جلال الدین حقمل0793948066 واټساپ**

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago