(⓵)کــتــابــی خـبــری(⓵)

Description
👈🏾داسلامی نشراتوسرچینه👉🏾
👈🏾نبـــــوی احــادیـث👉🏾
👈🏾د اولیــــاء کیســی👉🏾
👈🏾دلمــانځـه احـــکام👉🏾
👈🏾غــوره مســــــــائل👉🏾
👈🏾غــــــوره ویـــناوی👉🏾
👈🏾غــــــوره بیــانــات👉🏾
👈🏾غـــــــــوره قصـص👉🏾
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 1 day ago

7 months, 2 weeks ago

( دمو او پلار دآزاري ګناه څه ده لاندي يي وګورئ )

رسوالله صلي الله عليه وسلم ويلي دي : دجنت بوی دپنځه سوه کاله مسافه څخه لري تر سږمو کيږي مګر دري کسان ددي خوش بوی څخه بي نصيببه دي
(۱) هغه څوک چي پخپل عمل سره پر نورو خلګو منت اچوي
(۲) دمور اوپلار آزاري دی
(۳) هغه څوک دی چي هميشه شراب څښي

او همدارنګه (نبي عليه السلام ) وويل تر ټولو ګناهونو لوي ګناهونه درته ونه ښيم ؟ صحابه ؤ وويل هو راويي ښوه ؛
( نبي عليه السلام ) وويل هغه دري ګناهونه دي
(۱) دالله تعالي سره شریک نيول
(۲) دمور او پلار آزار کول
(۳) د درواغو شاهدي آداء کول

او همدارنګه ( نبي عليه السلام ) وايي دالله تعالی رضا دمور او پلار په رضا کي ده : او دالله تعالی غضب دمور او پلار په غضب کي دی :

او همدارنګه ( نبي عليه السلام ) وايي : چي دالله تعالی خوښه وي ګناهونه دخلګو وآخرت ته څنډه وي مګر دمور او پلار وآزاري ته دمور او پلار په ژوند کي عذاب ورکوي !!

قَال: يُرَاحُ رِيحُ الْجَنَّةِ مِنْ مَسِيرَةِ خَمْسِمِائَةِ عَامٍ، وَلاَ يَجِدُ رِيحَهَا مَنَّانٌ بِعَمَلِهِ، وَلاَ عَاقٌّ، وَلاَ مُدْمِنُ خَمْرٍ
وَمَا رُوِيَ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي بَكْرَةَ عَنْ أَبِيهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَال: قَال رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ؟ قُلْنَا: بَلَى يَا رَسُول اللَّهِ. قَال: ثَلاَثًا. الإِْشْرَاكُ بِاللَّهِ، وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ، وَكَانَ مُتَّكِئًا فَجَلَسَ، فَقَال: أَلاَ وَقَوْل الزُّورِ وَشَهَادَةُ الزُّورِ. أَلاَ وَقَوْل الزُّورِ وَشَهَادَةُ الزُّورِ. فَمَا زَال يَقُولُهَا حَتَّى قُلْتُ: لاَ يَسْكُتُ.
وَقَال صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: رِضَى اللَّهِ فِي رِضَى الْوَالِدَيْنِ، وَسَخَطُ اللَّهِ فِي سَخَطِ الْوَالِدَيْنِ.
وَقَوْلُهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: كُل الذُّنُوبِ يُؤَخِّرُ اللَّهُ مِنْهَا مَا شَاءَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ إِلاَّ عُقُوقَ الْوَالِدَيْنِ،

الموسوعة الفقهيه الکويتية
( د الباء ؛ په حرف کي ؛ برالوالدين ؛ عنوان وګورئ

7 months, 2 weeks ago

#_دجال_څوک_دی؟

دجال زموږ او ستاسي په لهجه (خردجال)د ادم علیه السلام له اولاد څخه دی په خټه یهودي دی سور رنګی ځوان/لنډه ونه/ګوړګوتي ویښتان/پلن او اوږد تندی/ پلن غټ ورمیږ/په ښۍ سترګه ړوند دی/ او پر تندي یې کفر لیکل سوی وي د دې دپاره چې هر یو مسلمان لوستونکی او نه لوستونکی به یې لوستلی سي او همداسې هغه به شنډ وي یعنې اولاد به یې نه کیږي په اړه یې امام بخاري رحمة الله علیه له عبدالله ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت را نقل کړی فرمایي:چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په داسي حال کې چې زه بیده وم خوب مې ولید چې له کعبي څخه طواف کوم ناڅاپه مې یو سور غټ سړی په نظر راغی ګوړګوتي ویښتان یې وو ښۍ سترګه یې ړنده وه سترګه یې د راپورته سوي انګور په څیر وه ماپوښتنه وکړه چې دغه څوک دی؟ هغو ځواب کوونکو وویل چې دغه دجال دی،هغه ته ډیر ورته په خلګو کې د قطن زوی دی!

#_نوټ_:
دلته به تاسي ته هرومرو پوښتنې پیدا سي چې دجال ته ولي مسیح دجال وایي او څه وخت به راوځي؟

#_دلومړۍ_پوښتنې_جواب_دادی:
دجال ته مسیح دجال ځکه وایې: چې سترګه یې مسخ سوې او دجال ځکه ورته وایي چې هغه به باطل دحق په نوم او شکل کې خلکو ته وړاندې کوي یعنې دجل عربي لفظ دی او معنا یې په ظاهره یو شی او په باطن کې بل شي ته وایې. په دې اړه پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي :چې د دجال له اور څخه مه بیریږئ هغه دوکه کوونکی دی حق یې په درواغو او باطل سره پټ کړی دی که دهغه اور مو ولید نو پوه سه چې په تحقیق سره هغه سړې/خوږې او پاکې اوبه دي.

د #_دوهمي_پوښتنې_جواب_دادی:
دجال به هغه وخت راوځي کله چې لمونځ پریښودل سي په امانت کې خیانت وسي په شریعت حکم کول کمزوری سي ظلم او تیری فخر وګرځیږي واکمنان بدکرداره بدسلوکه خلک سي قاریان فاسقان سي زنا او بدکاري عامه سي سود کول عام سي خپلولي له منځه ولاړه سي سندرغاړي او نڅا کوونکې ښځې را څرګندې سي شراب چیښل درواغ ویل او رشوت اخیستل پیل سي د وینو تویدل بې پرواسي دین په دنیا خرڅ سي ښځه له میړه سره یو ځای سوداګرې پیل کړي نارینه له ښځو سره او ښځې له نارینو سره یو شانته والی غوره کړي زړونه له مروت او میړاني څخه خالي سي معروف منکر او منکر معروف سي او... نو هلته به دجال راووځي او په نړۍ کې به فتني خپري کړي دهغه له فتنو څخه به یو دا هم وي چې یوه کوچي ته به ووایې چې که زه ستا مور او پلار را ژوندي کړم نو بیا ته ما په خدایې سره مني؟ نو هغه به ورته ووایې چې هو،نو شیطان به دهغه دمور او پلار په شکل کې ورته راپورته سي او ورته وبه وایې :چې آی ګرانه زویه دهغه تابعداري وکړه هغه ستا رب دی. نااعوذوب الله

او د دجال له فتنو څخه بله داده:
چې اسمان ته به امر وکړي چې اورښت وکړه نو هغه به اورښت وکړي ځمکې ته به امر وکړي چې زرغونول وکړه هغه به زرغونول وکړي !

#_نوټ_:
نو ګرانو وروڼو او خويندو که هر څوک هره جمعه سورة الکهف تلاوت کړي نو له هغې فتنې څخه به په امن کې وي چې ددغې او بلې جمعې تر منځ راځي او که ددجال فتنه هم په کې وي،الله تعالی به یې ترې وساتي ځکه د الله ج رحم ډېر پراخ دی او هيڅکله له مؤمن مسلمان سره نه ښايي چې اميد له لاسه ورکړي

اللهم انی اعوذبک من فتنة المسیح الدجال

7 months, 3 weeks ago

څوک چې دا څلور کلیمې ووايي، نو له څلورو شیانو څخه به په امن کې شي:
1⃣: چا چې مَا شَاءَ اللَّهُ لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ کلیمه وویله، نو هغه به له بد نظر څخه په امن کې شي.
2⃣: چا چې حَسْبُنَا اللَّهُ وَ نِعْمَ الْوَکیلُ کلیمه وویله، نو هغه به د شیطان له چال څخه په امن کې شي.
3⃣: چا چې أُفَوِّضُ أَمْرِيْ إِلَى اللَّهِ کلیمه وویله، نو هغه به د خلکو له فریب او دوکې څخه په امن کې شي.
4⃣: چا چې لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِيْنَ کلیمه وویله، نو هغه به له غم څخه په امن کې شي.
?: تفسیر قرطبی: ۴۰۷/۱۰

8 months ago

هغه څه چي رسول الله – صلى الله عليه وسلم- پناه ور څخه غوښتې ده.
1. له پور څخه. (بخاری6368)
2. له بد ملګري څخه. (طبرانی کبیر 810)
3. له بی وسۍ څخه. (مسلم 2722)
4. د جهنم له اور څخه. (بخاری6368)
5. د قبر له عذابه څخه. (ترمذی 3503)
6. له بدي پایلې څخه. (بخاری 6616)
7. له بې زړتوب څخه. (مسلم 2722)
8. له بخل څخه.(مسلم2722)
9. له غم څخه. (ترمذي ۳۵۰۳)
10. د مالدارۍ له شر څخه. (مسلم: ۲۶۹۷)
11. د فقر له شر څخه. (مسلم: ۲۶۹۷)
12. له ډېر سپين ږیرتوب څخه. (بخاري: ۶۳۶۸)
13. د جهنم له عذاب څخه. (بخاري: ۶۳۶۸)
14. د قبر له عذاب څخه. (بخاري: ۶۳۶۸)
15. د شیطان لعین څخه. (بخاري: ۶۱۱۵)
16. د محتاجۍ له امتحان څخه. (بخاري: ۶۳۶۸)
17. د دجال له فتنې څخه.(بخاري:۶۳۶۸)
18. د ژوند او مرګ له فتنې څخه.(بخاري: ۶۳۶۷)
19. د نعمت له زوال څخه. (مسلم: ۲۷۳۹)
20. د الله تعالی د ناخوښۍ له ټولو کارونو څخه. (مسلم: ۲۷۳۹)
الله دې مونږ او تاسو هم له پورته شیانو څخه پخپل فضل وساتي.

8 months ago
8 months, 2 weeks ago

منتخي دعـاګاني

زموږچنل کی جواین شئ او نور ملګری مو هم ورته را وبلئ
???????
https://t.me/dinikittabona
???????

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 1 day ago