@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((د بوكس او كاراتي ورزش څه حکم لري؟))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پوښتنه که د کراټي په باره ماته معلومات راکړئ چې د اسلام له نظره څه حکم لري ، په دغه لوبه او مسابقاتو کې د يو بل وهل وي چې کله د مرگ سبب هم کيږي؟
ځواب:د بوكس او كراتي د ورزش ، لوبي او مسابقات په اړه د اسلامي فقه نړیوالې ټولني مجمع فقه الاسلامي داسي حکم کړى دى:
د کراټې ورزش او مسابقات چې اوس مهال زمونږ په هيوادونو کې رواج لري ، دغه ورزش په اسلامي شريعت کي حرام دی ځکه چې ددې بنسټ او آساس مغلوب طرف ته ضرر او اذيت رسول دي ، هغه ضرر چې د هغه بدن ته رسيږي لکه د ړندېدو ، تلف او سخت ضرر ، د اندامونو ما تیدل او حتى د مرګ سبب کيږي چې و هوونکي ته هیڅ مسئولیت متوجه نه وي او حال دا چې ټول طرفدار كتونكي او مدد كوونكي يې سيل کوي او ورباندې خوشحاليږي.
د تمرین اصلي مقصد د بدن روغتیا ته ګټه رسول دي نه ځان او بل ته ضرر رسول.
دا عمل په اسلام كي حرام دى لقوله سبحانه وتعالى : [وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ
إِلَى التَّهْلُكَةِ] (البقره : ۱۹۵)
او فرمايي : وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا
او رسول الله ﷺ فرمايلي: « لا ضَرَرَ ولا ضِرَار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوره دودونه مخ۲۰۷
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((دتوبې فضائل او فوائد))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په قرآن کریم او احادیثو مبارکه ؤ کې دتوبې دیر زیات فضیلتونه راغلي دي خو زه به درته صرف یو څو فضیلتونه بیان کڔم
په توبې سره دانسان مخکینی ټول ګناهونه معاف کیږی:الله رب العزت فرمایی:
( وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ)[الشوری۲۵]
”الله هغه ذات دی چې قبلوي توبه دخپلو بندګانو او ګناهونه ورته معاف کوی“
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:دګناه نه توبه کوونکی داسې دی لکه دسره یې چې ګناه نوي کړي.رواه ابن ماجه
((دتوبې مختصر(۴)فوائد))
(۱)-په ریښتنی توبې سره دانسان ټول ګناهونه معاف کیږی.رواه ابن ماجه.
(۲)-توبه کوونکې سره الله جل جلاله محبت کوی.[سورة الحجر ۵۹]
(۳)-په توبې سره الله جل جلاله دیر خوشحالیږی.رواه بخاری ومسلم.
(۴)-توبه دانسان دفلاح او کامیابۍ ذریعه ده.[النور آیت۳۱]
(۵)-انسان ته ښکلې ژوند د دنیا نعمتونه نصیبه کیږی.[هود آیت۳]
(۶)-دانسان زره دګناه دخیري نه صفا کیږي.رواه الترمذی.
((بار بار توبه ویستونکې مُصِر ندی))
پاتې شوه دا خبره چې الله رب العزت فرمائي
:(وَلَمْ یُصِرُّ عَلَی مَا فَعَلُوْ یَعْلَمُوْنَ)
[ال عمران۱۳۵] الله جل جلاله دانسانانو ګناهونه بخښي خو چې دوی په خپلو ګناهونو باندې اِصرار(تینګوالي)نکوي
(یعنی بار بار یې نه کوي).
دعلامه آلوسي رحمه الله تحقیق ددې آیت په تفسیر کې علامه آلوسي رحمه الله په خپل تفسیر (روح المعاني)کې لیکلي چې اِصرار دیته وایي:(په یو قبیح (او دګناه په)کار سڔې همیش والې کوي خو استغفار هم نه وایي او توبه هم نه اوباسي،نودیته اِصرار ویلي شي.
او که چیرته دیوی ګناه کولو نه پس یې استغفار وویل،په زره کې په تیره ګناه پښیمانه شو او آئنده کې یې دا پخه اراده وکره چې بیا به یې نه کوم نو الله جل جلاله به ورته دا ګناه معاف کڔی،اوس که بیا ورنه دا ګناه اوشوه او بیا یې هم همدغه شان توبه اوویسته نو الله جل جلاله به دوبار ورته ګناه معاف کڔي اګر چې دورځی اویا(۷۰) پیرې ګناه وکڔي او توبه اوباسي.او همدا دحدیث مطلب دی چې(هغه کس همیش والې په ګناه ندې کڔې چې بخښنه یې غوښتې وي اګر چې دورځې اویا(۷۰) پیرې یې دا ګناه کري وي او بیا توبه یي ورنه ویستي وي.
((دملا علي قاري رحمه الله تحقیق))
هم په مرقاة شرح دمشکوة کې فرمائي:
څوک چې دګناه نه روسته استغفار ووایي (په اخلاص توبه اوباسي)نو دا سڔی اِصرار کونکې ندې.
وعید.البته که یو سرې تَش په خُله استغفار وایي او په زره کې په تیره ګناه پښیمانه نه وي او آئنده یي دا اراده هم نه وي چې ګنی بیا به یې نه کوم او تش دخُولې توبه اوباسي او بار بار ګناه کوي نو د داسې کس باره کې سخت وعیدونه هم راغلی دي- نبی علیه السلام فرمایي:(کوم سرې چې په خُولی خو دګناه نه استغفار غواري حالانکه په ګناه باندې قائم وي،دپریښودلو اراده یې هم نه وي خو دي دخپل رب پورې خندا کوونکې دی.اصلاحی مُدلل تقریرونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډول او زینت سنت (۴)آخره برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۸)-نارینه به په لاسونو،خپو باندی دنکریزو استعمال څخه ځان ساتي:
((ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ته یو (مخنث)راوستل شو چې خپي او لاسونه یی په نکریزو باندی رنګ کڔی وو،نبی علیه السلام پوښتنه وکره چي ولی داسی کوي؟ ورته وویل شو چې دادزنانو سره ځان مشابه کوي نبی علیه السلام هغه لره بقیع ته وشڔلو))[ابوداود]
البته ددوائی او علاج لپاره استعمال جائز دی[فتح الباري/۳۶۷/۱۰/]
(۱۹)-خوشبوی استعمالول:
((انس رضی الله عنه فرمائی: چې رسول الله صلی علیه واله وسلم فرمایلی دی چې ماته ستاسو په دنیا کې زنانه او خوشبوی محبوب کڔی شوی دی))[احمد صححه فی صحیح الجامع/۳۱۲۴/]
(۲۰)-نارینه به بی رنګه خوشبویوي استعمالوي او زنانه به داسی رنګ استعمالوي چې خوشبو نه لري:
((دعمران بن حصین رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې بهتره خوشبوی دنارینو هغه ده،چې دهغې بوی ښکاره وی او رنګ یی پټ وی او بهتره خوشبوی دزنانو لپاره هغه ده چې دهغې رنګ ښکاره وی او خوشبو پټه وی))[الترمذی وصححه الالبانی فی صحیح الجامع /۲۰۶۵/]
(۲۱)-که څوک تاته خوشبوی هدیه کڔی نو هغه نه واپس کول:
((نبی علیه السلام به خوشبوی نه رد کوله،نه واپس کوله))[البخاری/۵۹۲۹/]
الله جل جلاله دی مونږ ته په دې سنتونو دعمل کولو توفیق راکڔی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۲)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((دتوبې تعریف دتوبی حکم.))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((دتوبې تعریف))
اوس توبه څه ته وایي؟نو توبه لغت کې «رجوع»راګرځیدل او واپس کیدلو ته وایي، یعنی دګناهونونه ګرځیدل او منع کیدل.
دقران و سنت په اصطلاح کې توبه دیته وایي چې انسان په ژبه استغفار ووایي په تیرو ګناهونو باندی پښیمانه شي،او په آینده کې ددی ګناه د نه کولو پخه اراده وکڔي.
(۱)-دعلامه قرطبی رحمه الله تحقیق:علامه قرطبی رحمه په خپل تفسیر{تفسیر قرطبی} کې د آیت
{{ إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوءَ بِجَهَالَةٍ }}[النساء۱۷]په تفسیر کې لیکي:چې کله څلور شرائط موجود شي نو الله جل جلاله د هغه انسان توبه قبلوي:
(۱)-په زره کې په تیره ګناه پښیمانه کیدل. (۲)-ګناه فی الحال پریښودل.(۳)-او دا پخه اراده چې بیا به یي نه کوي(۴)-او دا ګناه پریښودل به دالله نه دحیاء په وجه وي،دبل څه غرض په وجه به نه وي،
بعضو علماو ورسره دا هم زیاتي کرې چې په ژبه باندې به استغفار هم وایي.
(۲)دعلامه تقی عثمانی دامت برکاتهم العالیة تحقیق :علامه محمد تقی په تکمله دفتح الملهم کې دتوبې تعریف داسې کوي: دګناه پریښودل،په کڔئ ګناه پښیمانه کیدل،دبیا نه کولو پخه اراده کول،چې په ظلم دچانه څه شي اخیستل شوي وي هغه ورته واپس کول،یاٰ ورنه د هغې معافي غوښتل،او کوم فرائض او واجبات یې چې ضائع کڔی وي هغه اداء کول.
{{دتوبې حکم}}
دامام قرطبی رحمه الله وینا:دهر انسان دپاره دګناهونونه توبه ویستل ضروري ده بلکه علامه قرطبی رحمه الله خو تر دی لیکلی دي چې(اَیمه ؤ په دي باندې اتفاق کڔې چې په مومنانو باندې (دګناهونو نه) توبه ویستل فرض دي او دلیل یې دقرآن مجید دا آیتِ مبارکه پیش کڔې چی الله رب العزت فرمایي:
(وَتُوبُوا إِلَى اللهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْـمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ )[النور۳۱]او تاسو ټول الله ته توبه وباسۍ،اې مؤمنانو،دپاره د دې چې تاسو کامیاب شی.
امام نووي رحمه الله وینا:امام نووي رحمه الله په خپل کتاب (ریاض الصالحین) کې دا خبره واضح کڔې چی دهرې ګناه نه توبه ویستل فرض دی.اصلاحی مُدلل تقریرونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(ډول او زینت سنت(۳)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱)-په ښي لاس ګوتمه په لاس کول:
((نبی علیه السلام به په ښي لاس ګوتمه په لاس کوله))[مختصر الشمائل/۷۹/صححه الالبانی فی صحیح الجامع/۴۹۰۰/بحواله شاملة]
(۱۲)-په ګڅ (چپ)لاس ګوتمه په لاس کول:
((نبی علیه السلام به په ګڅ لاس ګوتمه په لاس کوله))[مسلم ابو داود صحیح الجامع/۴۸۹۹/]
(۱۳)-دګوتمي غمی دلاس داخل طرف ته راوستل:
((نبی علیه السلام به دګوتمي غمې د لاس داخل طرف ته کولو))[مسلم]
(۱۴)-په منځنی او شهادت ګوته کې ګوتمه نه استعمالول:
((علی رضی الله عنه فرمائي چې زه رسول الله صلی الله علیه واله وسلم منع کړی یم ددی څخه چې په مینځنی او دشهادت ګوته کی ګوتمه استعمال کړم))[مسلم/۲۰۷۸/]
(۱۵)-رانجه استعمالول:
(۱۶)-خاص کر(اثمد)رانجه استعمالول:
((بیشکه بهترین رانجه اثمد دی چې نظر تیزوی او ویښتان راټو کوي))[ابوداود /۳۸۷۸/صححه الالباني في صحیح مختصر الشمائل/۴۴/]
(۱۷)-رانجه تاق عدد استعمالول:
((نبی علیه السلام به چې کله رانجه استعمالول نو هغه به یی تاق عدد استعمالول))[احمد صححه الالبانی فی صحیحة /۱۲۶۰/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(ډول او زینت سنت(۱)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-ویښتان غټول:
((عائشة رضی الله عنها فرمائی:درسول الله صلی الله علیه واله وسلم ویښتان دغوږونو څخه لاندی او د اوګو څخه بره وو))[الترمذی /۱۷۵۵/صححه الالباني في صحیح المشکاة /۴۴۶۰/]
(۲)-دخپلو ویښتانو اکرام کول:
((ابوهریره رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی چې کله تاسو کې دیو تن لپاره ویښتان وی دهغی اکرام او عزت وکڔي))[ابوداود /۴۱۶۳/صححه الالبانی فی صحیحه/۵۰۰/وصحیح الجامع/۷۷۰/]
(۳)-ویښتان غوڔول،ڔمنزول چې سر ګډوډ او ببر پاتی نه شی:
((رسول الله صلی الله علیه واله وسلم یو سڔی ولیدو چې دهغې سر ډیر ببر وو،نبی علیه السلام وفرمائل:ایا دی داسی څه نه موندل چې داخپل ویښتان پری ساکن کڔی،)) (ښکته کڔي)[ابوداود/۴۰۶۲/ صححه الالبانی فی الصحیحة/۴۹۳/وصحیح الجامع/۱۳۳۳/]
(۴)-ویښتان په مینځ اڔول:
((عبدالله بن عباس فرمائی:چې بیا به رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ویښتان په منځ اڔول))[البخاری]
(۵)-دویښتانو په ږمنزولو کې په ښي طرف شروع کول:
((عائشة رضی الله عنها فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ښی طرف خوښول څومره چې به دهغه طاقت کیدلو په صفائی کی،په پیزار پښو کولو کې،او په سر ږمنزولو کې،او په ټول کارونو کی))[متفق علیه صححه الالبانی علی صحیح ابن حبان]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۹)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمسلمان درسوا کولو ، شرمولو او بد نامولو ا نجام
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په قرآن او حديث كی ډير زيات صريح نصوص ذكر شوي چې مؤمن بنده الله تعالى ته ډير محترم او د عزت وړ دی. دې باره کی صرف يو حديث واورئ:
رسول الله صلى الله عليه وسلم كعبي ته وکتل نو وې فرمايل(اي بيت الله ته څومره لوی شان لري؟ ستا څومره لوی عزت دی؟ خو د الله تعالی په نزد یو مؤمن ستا نه ډیر عزت لري ستایي يو شى حرام کړی (چې هغه بې عزتي ده)، خو د مؤمن نه ئي درى شيان حرام اومنع کړي،د هغه وينه یي حرامه كړي، د هغه مال ئي حرام کړى او په هغه باندي بدګماني كول یي حرامه كړي.)[أخرجه البيهقي في شعب الايمان وأورده الألباني في السلسلةالصحيحه، رقم: ١٠٣٤٢٠]
الغرض د الله تعالى په نزد د مؤمن د ويني او عزت ډير لوي حرمت، شان او قدر دی، نود ده د بي عزتي، بدنامي، شرمولو او رسوائي نه ځان ساتل فرض دي، مخکي ذکر شو که چيري دي د کوم مسلمان نه څه عیب او ګناه ولیده نو په هغه به پرده را اچوي، الله تعالى پدي باندي تاته په دنيا او آخرت كښي ډيره ښكلي بدله درکوي، پدي سره به ستا عيبونه او ګناهونه پټ كري .
خو که څوک پرده اچول څه بلکي د مسلمان د رسوا کولو او عیبونو را ښکاره کولو کوشش کوي، د خلکو په عيبونو پسي ګرځي، غواړي چې يو مؤمن وشرميږي، رسوا او بدنام شيء نو دا به یا په خپل مقصد کی کامياب شي يا نه خو دا خبره يقيني ده چې دا کس به خپله په دنيا او آخرت كی شرميږي او رسوا کيږي به بيا د داسي کس د شرمولو، رسوا کولو او د ده نه د انتقام ذمه واري الله تعالى اخستلی، هغه به خلكو ته دده ګناهونه، عیبونه، نقصانات او نيمګړتياوي را ښکاره کړي. دا هسي زما او د بل ملا خبره نه ده دا نبوي فرمان او وعده ده!! نو پدې خاطر اي مسلمان وروره او خوري په مونږ او تاسي لازم دي چې د دي ناکاره صفت نه به په کلکه ځان وساتو!!.
ښه په کلکه خبره ځکه کوو چې دا صفت هسي په آسانی باندي د انسان نه نه وځي دا يو نشه ده، دا يو عادت دی، پدي کښي يوه مزه پرته ده خلک پدي باندي خپل مجلسونه ګرم ساتي، ډير خلک پردي عيب بيانولو ته د خير خواهي او نصيحت جامه وراغوندي، په ظاهره داسي ښکاره کوي چې ګنې زه په ده خفه کيږم.
څرنګه چې دا يو ډير ناکاره صفت دی نو پدې خاطر دي باره کي به لږ ډير وضاحت وکړو . روايت كي راحي:(د مسلمانانو غيبتونه مه کوئ او مه د هغوی د عيبونو تالاش او معلومولو کوشش کوی څوک چې د مسلمانانو په عيبونو پسي ولګيږي، د هغوی جاسوسي کوي، د هغوی عیبونه را سپري، نو الله تعالى به د ده په عيبونو پسي ولګيږي، او الله تعالى چې د چا د عيبونو د را ښکاره کولو اراده وکړي نو د ده عيبونه به خلکو ته را ښکاره کړي رسوا به یي کړي او وبه یي شرموي اګر که دا کس د خپل کور په منځ خپله کوته او یا بل پټ ځای کي دا د شرم او عيب کار ولي نه وي کړی.)[رواه أحمد وأبوداود]
پدي سره بدګماني، بي اعتمادي، بي محبتي پيدا کيږي، بلکي د دي په وجه د ټولي معاشري خپل خپلوانو، ښځي او خاوند استاذ او شاګرد، حاکم او رعیت، امیر او مأمور، دوستانو او ملګرو خپل منځي تعلقاتو ته سخت زیان او تاوان رسيږي همدغه وجه ده چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي:(که ته د خلکو په عيبونو پسي ولګيږي نو خلک به په فساد کي واچوي يا به یي فساد اچولو ته ور نزدې کړي)[رواه أبوداود]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماء الله الحسنى جلد۳مخ۷۵
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(دزنانو دلباس سنت)(۲)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵)-پنځم شرط:
دا لباس به خوشبویه نه وي
((ابو موسی الاشعری رضی الله عنه فرمائی :چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمائی:هر هغه زنانه چې عطر (خوشبو) استعمال کڔي او په یو قوم ورتیریږي چې دهغې خوشبوومومي نو دغه بدکاره ده)) [النسائی/۲۸۳/۲ابو داود/۴۱۷۳/]
(۶)-شپږم شرط:
دنارینه دلباس سره مشابه نه وی،ځکه په هغی لعنت دی لکه چې مخکی حدیث کې ذکر شوی وو،
(۷)-اووم شرط:
دکافرو زنانو سره به مشابه نه وي ځکه دکافرو سره مشابه لباس منع دی،
((عبدالله بن عمرو رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم په ما باندی تک سور لباس چې په عصفر باندی رنګ شوی لباس ولیده نو دی وفرمائل:دادکافرانو لباس دی داته ما اغونده))[مسلم۲۱۷۷]
(۸)-اتم شرط:
دابه دعلاقی او درواج څخه وتلی نه وی چې هغی ته ثوب شهرت ویل کیږی او دهغی نه منع مخکې ذکر ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۸)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلَّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع: داسلام ددین اجمالی خویونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((موضوع) خندا نکول
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۵)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی