( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 3 weeks ago
مقدس هجوم!
څه مقدس هجوم دی ، زَما پر ماته سینه
روح او هم زړۀ مي لولي ، دستا خوږ نام طیبه
زړۀ مې مهجور ستا د یاد ، نغمي راواخلي وايي
فیض شي جاري په سرعت اوري شېبه په شېبه
عشق ؤي تر حد د جنون ، وِرد په خلوة د زړه کې
خپور شي سرور په نظر ، د خپل مرشد همېشه
چې خاموشي جوړه شي ، کله چې شپه سي پخه
احساس شي ذوق دمينې ، سر چې شي خم پرسجده
باطن یي شي مصفی پرې شي نازل کيفيات
حیرت انګیز انګړ وي ، د انواراتو سايه
د ژوند په خوند پوه شومه ، او هم په راز د مينې
منصوري څومره ښه وي ، د تصوف زمانه
سید منصوري
بې له ذکره تېروه، مه يو ساعت
که سختي وي که تکليف او که راحت
چې څوک نه وي د الله له وېري ژاړه
ځان دي ساته له ريا او له سُمعت
که جنت او هوسايي غواړې ځان تريخ کړه
دوزخ پټ دی په خوندونو او شهوت
يوه لحظه هم عصيان مکړه د رب ځکه
پرېښودل د ګناهو افضل هجرت
که څه هم نيمه خورما وي خو ځان خلاص کړه
پرې له اوره، له عذاب، له هلاکت
اوس دي وخت دی ځان مشغول په عبادت کړه
بيا به نه وي دا ځواني او دا طاقت
تل څاروانه تواضع او خاکساري کړه
تکبر ده بدبختي او خجالت
عکرمه څاروان
نعت شريف ، صلوات الله عليه وسلم
شاتو نه خوږه ده او نیازبینه ده
هرڅه نه شیرینه دا ستا مینه ده
سترګې دې د نور په رنجو تورې دې
ځکه خو دې لاره تکه سپینه ده
ځار د جهادي یون سرلښکر نبي ص
توی دې د حق لار کې د تن وینه ده
ستا د اوچت شان انځور یې ولیدو
بدر کې لار ورکه له لعینه ده
ته د رحمت سیوری د بشر پر سر
ستا په قدمو دنیا حسینه ده
سیفه! د روضې جنتي وږم دی
ټوله مدینه پرې ګلورینه
سیف صديق
مناجات
ربه! بخښنه راته وکړه ګنهګار یمه زه
پر خپلو بدو کړنو ډېر ډېر توبه ګار يمه زه
یمه پښیمانه دواړې لپې مې کږې نيولي
شونډې سپېرې، غاړه کږه ډېر شرمسار یمه زه
عاجز بنده یم دوکه کړی یم شیطان له وختو
خو تا ويلي چې غفور يمه غفار يمه زه
په سپين لباس کې يم ولاړ د تور غلاف مخې ته
په سپين عمل مې تور بدل کړه طلبګار يمه زه
چې ته له تېرو شي را تېر زما رحیمه خدایه!
ځکه ولاړ دي د رحمت پر ستر دربار یمه زه
بل در مې نشته ايوبي قاسم پر کومه لاړ شم
د دنیاګۍ په کږلېچونو کې حصار یمه زه
محمدقاسم آیوبي
غزل
که مې و نه بښې بیا یې هم تـر تا وړم
ټیټې سترګې د امید ستا تر درګاه وړم
زه چې پــاتــــه یـم له دومره لویې ډلې
دا خپل شته د ابوذر غوندې په شا وړم
چې یوه ډله ښاریان یې د شـــور نه دي
دومره پېټی زه په ګوښي ځان تنها وړم
څـو درســونه د "رحمت دارالایتام" کې
څو شعرونه په خالص نیت له دنیا وړم
زه د څه وړ وم؟ خو دوی په دې مقام کړم
انصـاري اسـتـاد د هـــر شــاګـــرد بـلا وړم
انعام الحق انصاري
خوږ ارمان
پـــه لمن کــې دې ایــږدمــه ګـلان یو یو
پـرهـــرونـــه دې ګــنـــډمــه قــربـان یو یو
تــه پــر مــخ ځـه بې پـروا له درست جهانـه
زه دې پــښو تــه ټــیــټــوم دښـمــنـان یو یو
پــر تا نـنــګ و سـتـا د پـت عـزت دفاع وه
درتــه دود شـــول نـازولــي ځـــوانـان یو یو
ســتــړي نــه دي لا سـاتلـو تـه دې ژمــن دي
تــه یې شــمـاره درځـــاریــږي یــاران یو یو
د مــغــرورې نــــړۍ زور درتـــه اوبـــه شــو
تـــا زره زره کـــړل مـســت ښـامـاران یو یو
د یعقوب شجاع ســرشـــار افــغــانسـتــانـه!
کړو رښتیا به دې هر خوب او ارمان یو یو
یعقوب شجاع
صدقه ردِّ بلا ده
صدقه د رب رضا ده
صدقه د بد مرګ دفعَ
صدقه خير د عقبا ده
صدقه ده پانګونه
صدقه بخشش بښنه
صدقه تکبير، تسبيح ده
صدقه حمد د مولا ده
صدقه صلحه کول دي
صدقه لار سمول دي
صدقه له بدو منعه
صدقه په ښو وينا ده
صدقه خيرِ أبد ده
صدقه تګ د مسجد ده
صدقه د مسلم مرسته
صدقه تهليل ثنا ده
صدقه نجات له اور ده
صدقه کومک د ورور ده
صدقه فلاح څاروانه
صدقه د ګور رڼا ده
عکرمه څاروان
صلی اللّٰه عليه واله وسلم
رحمت را اوري عجب معمور دی
دا ستا حضور دی
تــیارې پــه کـډه، د لمر ظهور دی
دا ستا حضور دی
ستورو نماځنه او کهانت و
کینه د اوښ وه او جهالت و
وران د ابلیس کور، محوی غرور دی
دا ستا حضور دی
هبل، اساف، لات و منات وو
یغوث، یعوق، په ملا رامات وو
تیم او سواع ړنګ، ستا د مخ نور دی
دا ستا حضور دی
څرک د سبا شو په تورو شپو کې
شمس را څرګند شو په ترګمو کې
سپېدې نڅېږي، عجب سرور دی
دا ستا حضور دی
ستا تر وصاله په سره انګار
بدري دې شمه سوی په نار
د مېنې راز دی د عشق دستور دی
دا ستا حضور دی
حماس بدري
په بلالي آذان یې ویښ کړه، کوو یون، ویده دی
د خواهشاتو رمې تیتې دي او شپون ویده دی
د حي علی الفلاح پر لورې بې څاروانه لښکر
تر خپل منزله رسوه په سباوون ویده دی
د توحید سپین بیرغ به ښکل کړي د اقصٰی منارې
هغه تیر برم به مو بیا خدای کړي را ستون ویده دی
نور د آسونو له سومانو سپرغۍ نه الوزي
د قرطبې فاتح شهید دی په سکون ویده دی
چې تېره توره د عزمت یې در نه پڅه نه شي
صلاح الدین تر خاورو لاندې کړ ژوندون ویده دی
جابره واخله قلم ولیکه وحشت د نړۍ
چې د امت دا مړ ضمیر وکړي پاڅون ویده دی
عبدالحنان جابر
غزل:
لکه آذان لکه جومات لکه محراب دی کتاب!
د جهل تورو تورتمونو ته، افتاب دی کتاب!
سینه یې ډکه له نغمو ده، کړي په وجد سړی!
هم یې له غېږې وږمې خېږي او ګلاب دی کتاب!
د ګړۍ ستنه ده، په ټک-ټک ویښوي غافلان!
د وخت ارزښت در پیژني، کره حساب دی کتاب!
څوک چې غوټي پکې وهي، بې برخې نه پاتیږي!
چې له ګوهرو مالامال دی، ها دریاب دی کتاب!
نه څه سراب، نه اضطراب، نه اذیت شته په کې!
د ژوند قانون، د ژوند منهج، د ژوند نصاب دی کتاب!
حافظ سجاده مخ ته ځه،د تیارو غم مه کوه!
لارښود په تورو-تورو شپو لکه مهتاب دی کتاب!
حافظ سجاد
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 3 weeks ago