النوری د شعرو څانګه

Description
السلام علیکم ورحمت الله ملګرو چینل ته شه راغلاست دلته به تاسی ته د شاعر نوری او شاعر ایوبی د قلم لیکل سوی شعرونه او غزالونه نشره وه راسره پاتی سی مننه ستاسی ددعاء په هیله نوری جانان او ایوبی جانان

زموږ د واتساپ رابطه0770973217
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago

3 months, 2 weeks ago

هلو

7 months ago

??????

10 months ago
10 months ago

ساقی پیاله می ډکوه که نوی ځم در څخه
خمار می مخ را ویښه وه که نه وی ځم در څخه

زه سیلانی د جمال نه یم لمبی مه سپه موه
وزر می ژر ټــکوروه که نه وی ځــــم در څخه

ماته ازل ستا په کوڅو کی لیونتوب لیکلی
زولنی مه ایساره وه که نه وی ځم در څخه

زخمونه ستا د نامه ذکر ته پاللی ښه دی
طبیبان مه را خبروه که نه وی ځم در څخه

زه ستا د مینی په تور کله چا نیولی نه وم
رقیبان مه پلمه کوه که نه وی ځم در څخه

پښتنه مینه می له سواله سره نه جوړیږی
غرور می مه را ماته وه که نه وی ځم در څخه

د ژوند سیلاب تږو مزلونو ته را وړی یمه
مرګیه ځان تیاره وه که نه وی ځم در څخه

زه دی دوصل په خوبونو زنګیدلی ښه یم
دا شپه می مه سبا کوه که نه وی ځم در څخه

نن ایــــــــوبی د ر قیبانو په سیالی راغـلی
داځل می مه ازار وه که نه وی ځم در څخه

#شاعر خادم ایوبی

10 months ago

خدای دی تل لری داسی ګولونه بس جوړه
مـــشی له نظره زما د زړه ســــره اشـــــنا

هو داسی سره ګران یاران یو تر بل قــربان یاران
خوند کړی همیشه داسی دوی سره جوړه داسی

څنګه به خزان شی دوی داسی سره ګران دی دوی
خدایه ته یی وســاتی داسی مــــهربان دی دوی

داسی همیشه به ځـو بس جوړه جوړه به ځو
سوزی به رقیب غماز بس تر ګل ښایسته به ځو

مینه به له زړه کوه مینه به تــــل ښـــه کوه
داسی حقیقی مینـــه تل به همــــیشه کــوه

ګران عبدالاحد مسباح بل فیــــــض الله فیظانی
بس چی دوی جوړه ګرځی خوند کړی همیشه ګرځی

تر ګلاب نازک جانان په اخلاقو سم دی ګران
میر ویس میرزایی جانان رب دی تل لری جانان

داسی سره ګران یاران هر چاته بس تیر له زان
چا سی دوی لیدلی دی ارمان یی بس کــړی دی

ګران عبدالاحد مسباح تر ګلاب نازک یاره
مشی له نظر قـــــربان له ملګرو ســـــره تـــل

میر ویس میرزایی جانان سم لکه ریدی ریحان
بل ملګری دی اشنا فیض الله فظانی دی

تاسی بس کوی اشنا داسی ملګری اشنا
د الله رضا په نیت بس کوی ملګرتیا تی

ستاسی ملګرتیا چی ده په رنګ بس د الماسو
د هـــــر چا له وس نــــــده داسی ملګری اشنا

سر په زنګانه یـــــمه خادم ایوبی جانان
دوی ته زه لیکمه شعر بس په وینه همـــیشه

تاسو سره زما دعا ګرانه تل بـه وی جــــــوړه
زما پر تا نظر دی هو ګرځی سره ګــران یاران

10 months ago

درد می له سینی نه بهر چیرته ځی
سـتا د تورو ســترګو اثر چیرته ځی

زه په خپل اختــیار درته راغلی یم
نور له دی زنـــــــدانه خبر چیرته ځی

مــــینی ته ولاړ دی جلا دان د وخت
ښکلی به پر لور د ګـــــــودر چیرته ځی

شیـــــخه رشـــــــتیا وایمه معذر یمه
ډله د شیــــــطان کی کوثر چیرته دی

خـــــــــــدایه دا سزا د کومی ورځی ده
شپو له پاسه شپی دی سهرچیرته ځی

زه خو یی ګریوان مخی ته نه وینم
خــــدایه دا د اوښکو لښکر چیرته ځی

ژوند لـــ ــه حدیثو سره پی یــلی دی
دلـــته له ســـــــاحیله خطر چیرته ځی

څــــــــــوبه "ایوبی"له لاری وګرځی
ســــــــتا په نوم لیکلی سفر چیرته ځی

#شاعر خادم ایوبی

10 months ago

زړونه مو خوشحال دی وه قربان دی سم
ګران نقیب الله ریحانه ځار دی ســـــم

یخ شمال لګیږی هر خوا جوړه خوشحالی ده
وا وا وا نن پر شنډو خوشـــحالی ده

نقیب الله ریحانه زما د زړګی ګـــل یی ته
نن دی شو پوره ارمان له مودو دی زړه کی وه

ټول دی جمع سوی دا ښادی می د ورورجان
وا وا وا ســـــم ګــــلاب یی زما اشـــــنا

ستا دا خوشحالی زړګو وه یاره شیرینه ده
هر چاته چی ګورمه خوله یی له خندا نه شنه

وه نقیب الله ریحانه ستا دغه ارمــــان
وا وا وا ښــــه پــه زوق دی کړو پـــــــوره

ستا په خوشحالی باندی محمد الـلـه ډیر خوشحاله
سل واره تبریک دی ســه ګرانه وروره دا ښادی

رب دی درته نیکه مبارک کړی زما اشــنا
وا وا وا ســـــــــتا کوژده ده وه اشــــــنا

شاعر خادم ایوبی خپل قلم به څرخه وم
داسی ښه زوانانو ته خپل شعرونه ډالی کړم

موږ هم ورته وایو له زړه تله تبریــکی
وا وا وا مـــــــبارک دی شه کــــــــوژدهکــــــــوژده

#شاعر خادم ایوبی

10 months ago

نصیب د تورو شپو می ددی ښـار لیدلی دی
دا رنګ می په تندی کی درویبار لیـــــدلی دی

په کومه ژبه وستا یم د تورو زلفو څــــوکی
د خیال په خزانو کی می ښا مار لیــدلی دی

ملګرو د خوبونو تعبیرونه به می څـــــــه وی
په صف کی د یارانو می اغیار لـــــیدلی دی

تر څو په پلوونو پټــــــــــوی د رقیب سیوری
جانانه مـــــــا یی پل پر دغه لار لیــــــدلی د ی

لا زما د ستونی ولی د هوس ترانی غـــــواړی
شهباز می ستا په کلی کی سنګسار لیـــدلی دی

له هـــــــــوډه به وانه وړمه خادمه مــروره
ما ستا په جنتونو کی انګار لـــــــیدلی دی

پر لاس د ایوبی دی ولی ستړی کړل فـــــــالونه
پر پاڼه د ازل می قیسمت خوار لیــــــــدلی دی

#شاعر خادم ایوبی

10 months ago

یو ته نه یی پر هر چا می شک پیدا سو
پر دونـیا او ما فیها می شک پیدا ســو

غل خونه یی چی په نیمه شپه کی رالی
د جانان خیاله پر تا می شک پیدا سو

کرۍ شپه شمع بلیږی په تنګ ګرځی
پر لمبه او پر بورا می شک پیدا سو

هر کُلنګ سو د فرهاد په نامه پورته
پر مجنون او پر لیلا می شک پیدا سو

دجلا دپر باڼو اوښکه را ښکاره سوه
پر ازل او انتها می شک پیدا سو

د ابلیس پر ګوتو ستړی تسپی اوړی
پر قیسمت او پر قضا می شک پیدا سو

شیخ په لو ږیره د حق ناری وهــــلی
د منصور پر مدعا می شک پیدا سو

نـــــــن جــهان د ایوبی سره ژړلــــه
پر هر قول او رشتیا می شک پیدا سو

#شاعر خادم ایوبی

10 months ago
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago