( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 2 weeks ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 4 days ago
**النبوی خپرن دویه اداری لخواوړاندی کیږی
//نوی جالبه اوښکلی ترانه//
کسر
پاس پر څنګل دیو جناب ویده دی
شبنم په غیږ کی د ګلاب ویده دی
لاس کې ګلونه انتظار يې کـــــــړى
مين پر څنډه د درياب ويـــــده دى
ترنم /عصمت اللّه مظلوم یار
{شاعر/ نبیـــــــل شبــــــــاب**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat388
درود شريف!
له هر خوا، له هره لوري درودونه
محمده! په تا اوري درودونه
د جمعې د مبارکي شپې انوار دي
در رسيږي لکه ستوري درودونه
ستا امت درسره کړې دا سودا ده
په نېکيو پر تا پلوري درودونه
ډک له فيض، له برکته، له رحمته
تا ته ورته ښکلي توري درودونه
خوشبويي نبيل شباب محسوسومه
چې زما په خوله کې ښوري درودونه
نبيل شباب
غزل!
لکه سيورى داسې سم درپسې سوى
هر ازار مې په قسم درپسې سوى
زما د زړه د هرې څړيکې شاته ته يې
زما د زړه اسم اعظم درپسې سوى
وايه ژونده! دا دې کومې کانې وکړې؟
هر وجود برهم، برهم درپسې سوى
ته لا ځوان يې د يار غمه زوروره
زوړ ارمان مې په ملا خم درپسې سوى
په رنګ روغ په زړه رنځور نبيل شبابه!
د کوم ښکلي څاښت او دم درپسې سوى
نبيل شباب
:**الاسٌلامْي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کيژي
(قدرمنو ستاسو د صحت او عافيت په هېله.
ملګرو يوځل موبيا د ستړې ژوند په سلسله کې درته ښکلی ترنم چمتو کړی. هيله ده چي
دخوښى وړمو وګرزي)
کـسـر:
ستړى مزل دى درسره به يم تر څو ژونده!
وايه! تر کومه به دې وړمه پر اوږو ژونده!
منم پر سترګو، چې خبره د تقدير وه، ښه نو!
ايا لايق نه وم د بيا ځلي ليدو ژونده!؟
ترنم/مــعـروفـي صاحب
شاعر/محترم نبيل شباب#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟**https://t.me/slamikanal313
غزل!!!
يم له خپل ژونده بې زاره.
انتظاره انتظاره!
لږ مې پرېږده پر قراره.
انتظاره انتظاره!
د خپل کور پر دروازه مې
يو مات زړه دى رسم کړى
له يار ورکه نه سي لاره.
انتظاره انتظاره!
مينه هسي تېروتل دي
بېلتون هسي يو عذاب دى
له اظهاره تر اقراره.
انتظاره انتظاره!
زړه او عقل سره بېل دي
يو د بل په لاره نه ځي
وايه وکړم کومه چاره.
انتظاره انتظاره!
څه له درد ډکې صحنې دي
په نبيل شباب تيرېږي
له ماښامه تر سهاره
انتظاره انتظاره!
نبيل شباب
نوۍ ترنم
کسر
يا راليږلي که پخپله راتلي
ووايه غمه ماله څه له راتلي
ترنم سيد منصور آغا شهاب
....شاعر... نبيل شباب
غزل!
پاس پر څنګل د يو جناب ويده دى
شبنم په غېږ کې د ګلاب ويده دى
لاس کې ګلونه انتظار يې کړى
مين پر څنډه د درياب ويده دى
ستا د تصوير کاته ګناه وي شايد
زړه کې مې بل رنګه عذاب ويده دى
د چا پيغام دومره ځنډيږي ولي؟
سړى په طمعه د جواب ويده دى
شمعې وجود دې ويلې ويلې کړ خو
طالب سر ايښى پر کتاب ويده دى
ياده! لږ تم سه نور يې مه تنګوه
نبيل ويده دى او شباب ويده دى
نبيل شباب
نوي ترنم
(خفه کيږي ولي)
کسر
زړه درديږي ولي؟ وايه څه شوي دي
نه صبريږي ولي؟ وايه څه شوي دي
ګډ ترنم
۔ ـ ـ سيدمنصورآغاشهاب
مولوي عبدالواسع صميم
شاعر نبيل شباب
https://t.me/mansooraghashaab
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 2 weeks ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 4 days ago