✹✿سًٍتًٍاًٍ جًٍنًٍوًٍنًٍ✿✹

Description
شعر مې دزړه وضاحت دی
مینه مې زنـــــده ګې ده

السلام علیکم
ټولوته په مینه مینه ښه راغلاست وایم

ستا دتورو سترگو، لیونی شاعر توحیدیار بغلانی

له صحرایې سترګو دې زر ځله قربان
صحرایې سترګې دي دومره زما خوښې

https://t.me/+p3ycv3MVCgQ2NTVl
دتل پاتې په هیلهS❤T
Advertising
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

11 months, 2 weeks ago

رنځور ﺯړګي

تورى سترګى تورى که
تور رانجه پي پورى که
تا مي ﺯړ‌ګى وړى دى
سپين مخ دي رادورى که

تانه صدقه شمه
ګله نظرانه شمه
تاته سپىلنى غوندى
دود شم او ايره شمه

سترګى خمارى لرى
تورى عقابى لرى
تورى دي اوږده ﺯلفان
حسن جنتى لرى

ستا په دام کى ګير يمه
ستا په عشق اسير يمه
نشته هىڅ خلاصون ترينه
تړلي په ځنځير يمه

مات لکه رنځور ﺯړګي
تاپسي مجبور ﺯړګي
وه جانانه ومنه
ولويدى مغرور ﺯړګي

عشق کي ناکام ښه يم
ستا په نوم بدنام ښه يم
ﺯړه ته مي سکون راشي
تا سره ارام ښه يم

توحيديار بغلاني به نن
سم شي ليونى به نن
ستا دبيلتانه په اور
سوﺯي مي ﺯړګي به نن

توحيديار بغلاني
?S••T?

11 months, 2 weeks ago

ماشوم ﺯړه?
.....................

ﺯړه مي درد کوي جانانه
ﺯړه مي مات ورپسى ژاړي
هاغه تللى يار نه غواړي
ملاقات ورپسى ژاړى

په دي ټولې دنيا ګې
ستا په مينه شوم لوګې
دنګ نښتر درپسى ړنګ شوم
شوم په ﺯړه سورى سورى
ستا راکړى هاغه ﺯړه
بيا سوغات ورپسى ژاړى

داسمان په ستورو ته
راته ښکارى لکه ﺯړه
تر سهار چې ورته ګورم
سترګې نم کړم پرى اوبه
تصور کې شم ډير ستړى
خيالات ورپسى ژاړى

چي شپه توره تياره شې
ستا يادونه را په ﺯړه شې
ماشوم ﺯړه راته په غيږ کې
په سلګو سلګو ويده شې
په دعا کې چي رانغاړم
مناجات ورپسى ژاړى

ﺯړه مي نلرى قرار
رانه غواړى تللى يار
دظالم بيلتون دلاسه
ﺯکه شومه خوار او ﺯار
شبخونۍ سترګې غواړى
التفات ورپسى ژاړى

توحيديار بغلانى ﺯړه کې
ستا تصوير ساتم سينه کې
درځار شم ﺯما ﺯړګيه
ګرﺯوم دي په ليمه کې
کتابونه پاڼې پاڼې
روايات ورپسى ژاړى

توحيديار بغلانى
اخ ﺯړه?S••T?مي?
....................................
https://chat.whatsapp.com/HJQIn3NPo90ArF00mf2Bka

WhatsApp.com

💝زړه(S~T)مـی💝

WhatsApp Group Invite

ماشوم ﺯړه***?***
11 months, 2 weeks ago

**ـ1402/9/24
نوی ترنم

درپسی مات یم

کسر
د بیلتانه دردو خوړلی یمه
درپسی مات یم رالویدلی یمه
دخپل ارمان جنازه بار پر اوږو
ترهدیری زه هم ورغلی یمه

ترنم کونکی
حافظ مجروح بلخی
شاعرتوحیدیاربغلانی**#د_ترنم_خپرنځي_لخوا_وړاندي_کيږيhttps://t.me/Taranumpublisher13

11 months, 2 weeks ago
✹✿سًٍتًٍاًٍ جًٍنًٍوًٍنًٍ✿✹
11 months, 2 weeks ago

ورک لالی

دچناره سیوري ته ناست یمه ژړیږم تنها
دهاغه ورک لالی یادونه دې زوریږم تنها

لیونی نه یم خو خویونه لیونی کړم اشنا
په توره شپه کې ستا تصویر سره خندیږم تنها

لکه دورک ارمان په ورکو ورکو لارو ګورم
دقدم خاوره دې رانــجه او دردیږم تنها

دبیلتانه دردو خوړلی مات زړګی ګرزوم
له ډيره درده نیمه شپه کې هم پاڅيږم تنها

لکه دورک یوسف، یعقوب درپسی ړوند به شمه
تش دې خیالو سره تاویږم را تاویږم تنها

توحیدیار بغلانی هیلی، هیلی خاوری
دژوندون ستنې مې کږې درپسی لویږم تنها

توحیدیار بغلانی
تلګرام شخصی رابطه? https://t.me/SataBssssss

Telegram

💖زڔه(S••T)مـی💖

ته زما بیله دنیا یی***👈***S***💖*** ستا بدنصیبه بغلانی***😭***

ورک لالی
11 months, 2 weeks ago

دعاشق زړه تل سوزې
ــــــــــــــــــــــ

ستا دسپین مخ حکایت، الله کڔی په قران
جبرائل په تا میئن او میئن په تا سبحان

په ازل کې لم یزل له آدم او له هوا نه
ټول موجود ستا له وجوده دا واڔه کل جهان

گلابونه ستا دحسن گواهې کڔې پیغمبره
دی شاهد او دی مشهود غاټولان او بوراگان

ستا دهجر داغ مې پروت دی، په زڔه باندې زخمې یم
په کباب کباب سینه کې پرهرونه ږدم قربان

دعاشق زڔه درپسی تل سوزیږی په انگاره
لکه وچ سپیلنۍ پورته! دود کړې تر اسمان

توحیدیار بغلانی لیکم دقلم په خوږه ژبه
ستا دنوم توري جانانه دزږګې په کور ودان

توحیدیار بغلانی
تلګرام شصی رابطه ? https://t.me/SataBssssss

Telegram

💖زڔه(S••T)مـی💖

ته زما بیله دنیا یی***👈***S***💖*** ستا بدنصیبه بغلانی***😭***

دعاشق زړه تل سوزې
11 months, 2 weeks ago

په حُسن کامل یې!
ــــــــــــــــــــ

ته حسین یې ته جمیل یې ښکلاوي ټول درته حیرانه
ته په هرڅه کې تکمیل یې ښکلاوي ټول درته حیرانه

څوارلسمۍ سپوږمۍ پټ کڔ خپل مخ په تور حجاب کې
ته په حُسن ڪې کامِل یې ښکلاوي ټول درته حیرانه

داصحابو په مابین کې لکه لمر غوندې پڔقیږی
سپین سبا سره تمثیل یې ښکلاوي ټول درته حیرانه

رب دې کڔی صفتونه په قران عظیم الشان کې
په طهٰ یاسین شامِل یې ښکلاوي ټول درته حیرانه

تور زلفان دې خوشبوداره خمارۍ سترگی هم ستا دې
ته رامبیل یې او چامبیل یې ښکلاوي ټول درته حیرانه

توحیدیار بغلانی دې لمن نیسم په محشر ڪې
خپل امت ته تمائل یې ښکلاوي ټول درته حیرانه

توحیدیار بغلانی
تلګرام شخصی رابطه? https://t.me/SataBssssss

Telegram

💖زڔه(S••T)مـی💖

ته زما بیله دنیا یی***👈***S***💖*** ستا بدنصیبه بغلانی***😭***

په حُسن کامل یې!
11 months, 2 weeks ago

ﺯما مينه ﺯما جانان
...........................

پر يو چامې درود وايه پر يو چامي سلامونه
ﺯما ﺯړه ته چي نږدى دي پر اقا مي سلامونه

ﺯما ﺯړه دي ﺯما ځان دي! ﺯما مينه ﺯما جانان دي
ښکلاګانې تري شرميږي هم په دا مي سلامونه

هم بي مثله بي نظير! ﺯخمې ﺯړه ته نيسم پير
چې بي مثله بي مثاله دې ښکلا مي سلامونه

چې ﺯړه دهر انسان دي ﺯمونږ نبي اخر ﺯمان دي
مقتدا ده انبياء پر پيشوا مي سلامونه

ستا په عشق عاشقان سوﺯوي ټوله خپل ځان
ته معشوق دلايﺯال په بيا بيا مي سلامونه

توحيديار بغلانى تانه صدقه دي شم جانانه
ته مي ﺯړه ته سکون يې هم په تا مي سلامونه

توحيديار بغلانى?
......................

11 months, 2 weeks ago

يوچاته لاپه تمه?
___

يو چاته لا په تمه تر سهاره پورى
تصوير دي ښکلومه تر سهاره پورى

يو ﺯه يم او بل شمعه مړې مړې اوښکې تويه و
له ﺯړه ويني څه څومه تر سهاره پورى

مجنون نه يم خو ولي داسې لالهانده
ګريوان څيري ګرﺯومه تر سهاره پورى

چې نه دي وينم غم مې لا پسى ﺯياتيږي
په ﺯړه سل خبرې ږدمه تر سهاره پورى

شپه لکه يو کال شي ستا په بيلتانه کي
ستا يادونه غږومه تر سهاره پورى

توحيديار بغلانى دي له اوښکو سره ياره
هم ستوري حسابمه تر سهاره پورى

توحيديار بغلانى
اخ ﺯړه?S••T?مي
تلګرام شخصی رابطه? https://t.me/SataBssssss
.................................

Telegram

💖زڔه(S••T)مـی💖

ته زما بیله دنیا یی***👈***S***💖*** ستا بدنصیبه بغلانی***😭***

يوچاته لاپه تمه***?***
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی