( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع تکبر(۳)برخه دتکبر اسباب او د تکبر علامات
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
امام ما وردي رحمه الله ذكر كړي چي د تكبر دیر اسباب دي خو غټ سبب په کې دادی چي انسان ته کله قوت (حکومت يا بله کومه غته چوکی)پیدا شی، حکم يې په هر چا چليږي ، او دده سره په مرتبه کي برابر خلقو سره يې مجلس کم وي ( یعنی دده مرتبه په نورو باندې اوچته وي نو په داسی کس کی هم تکبر پيدا کيږي)نضرة نعیم في مكارم اخلاق الرسول الكريم.
امام غزالي رحمه الله ذكر كړي چي کله په انسان کي عُجب راشي( يعنى خپل ځان ته غاوره وي ، خود بيني او غرور په کې پيدا شي) نو ددي په وجه هم په انسان کی تکبر پیدا کيږي. همدارنگی دریا او حسد په وجه هم په انسان کی تکبر پیدا کیږی.
علامه ابن حجر رحمه الله ذکر کړي چي کله د انسان عقيده دا وي چې زه د نورو نه په علم،عمل،نسب،جمال، مرتبي، قوت او پیرویانو په اعتبار سره زيات يم نو په داسي کس کی هم تکبر پیدا کیری.
د تکبر علامات
اګر چی تکبر په انسان کي يو صفت نفسي (د زره صفت) دی خو بيا هم ددي ظاهري دیر علامات دي، يو څو په کې دادي:
(۱)کله چې بل کس دده سره خبرې کوي:نو دا ورنه د تکبر به وجه مخ اړوي او هغه ته هيغ توجه نه کوي.دا د متكبرينو صفت دی.
(۲)-په تکبر باندې تلل او په تللو کې ځان وچت ګنل.
په قرآن کريم کي ددې دواړو نه منع راغلي ده،حضرت لقمان چې کله خپل ځوي ته نصیحت کولو نو دا يې هم ورته فرمايلي وو{ وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ} لقمان-۱۸ترجمه :او د خلقو نه خپل مخ مه اروه، او په زمکه باندي په غرور( تکبر )سره مه ځه.بیشکه الله تعالی هر مغرور فخر کوونکی نه خوښوي.
(۳)-په مجلس کې په کمزورو خلقو باندي خپل ځان وچت ګنل،یا کمزوری خلق د مجلس نه شرل په قرآن کریم کی ددینه هم منع را غلی.
(۵)-غریبانانو او کمزورو خلقو ته دومره سپک کتل چی په هغوی باندی سلام هم نه اچوي،او د هغوی سره مصافحه هم نه کوي.
(۶)-خپله کیناستل او د تکبر په وجه نور خلق ځانته ودرول،یا دمجلس نه د تللو په وخت د تکبر په وجه د مجلس واله ؤ نه ده ته د ودریدو مطالبه کول.په احاديثو کې د دينه منع راغلی
البته که مجلس ته د چا والدین راشی، یا عادل بادشاه یا عالم ،او یا بل مشر (سپین گیری)کس راشي او دا ورته د تعظیم به وجه ودريږي نو دا خیر دی.
(۷)-په خپله د دودی مینځ(یعنی بهتره حصه خوړل) او د تکبر په وجه نورو خلقوته، سوزیدلي دودی پریخودل یا په خپله ښه دودی خوړل او نوکرانو ته بی کاره خوراک ورکول.
(۸)-د تکبر په وجه باندی په تکیه وهلو حالت کي دودی خوړل.
خو که د تکبر نه بغیر په تکیه وهلو په حالت کی دودی خوړله نو په دې کي د علماؤ اختلاف دی د بعضو به نزد باندی بغیر د عذر نه دا مکروه ده او که غذر و نو بیا جائز ده.
او بعضي علماء بغيره دتكبر نه په تکیه وهلو حالت کی خوراک کول مطلق جائز گنی
(۱۰)-دتكبر په وجه پینڅي د خنگرو نه ښکته سائل.
په " الموسوعة الفقهية " كي د تكبر دا علامات پوره تفصیل سره ذکر شوي.
د تکبر اقسام
علامه ابن حجر رحمه الله په " الزواجر كي ذكر كړي چي د تكير دري قسمونه دي:
اول:په الله تعالى باندي تكبر كول (یعنی یو کس خپل ځان د الله تعالی بنده نه گنی) داد تکبر په ټولو اقسامو کې بدترین قسم دی.
دویم:په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندي تكبر كول، یعنی« تكبر ، جهالت او عناد په وجه باندي د نبي عليه السلام تابعداري نه کول،
دریم په بندګانو باندي تکبر کول چي خپل ځان وچت گنی او نورو ته سپک گوري دهغوى خبري ته غاړه نه ږدی.
ددي دريم قسم گناه اگر چې د اولني دوه قسمونو نه کمه ده خو بیا هم دا کبیره گناه ده.فایدی لپاره دا خبره هم یاد ساته
په عامو خلقو باندې تکبر کول په الله باندې د تکبر کولو سبب ګرځي
څوک چې په عامو خلقو باندي تکبر کوي نو دا په الله باندي د تكبر كولو سبب گرځي لکه ابلیس چې کله په حضرت آدم عليه السلام باندي تكبر او حسد اوکړو او وي ويل چي :{أنا خير منه}زه خودده نه دیر بهتریم.
نو ددي په وجه ده بیا په الله باندي هم تکبر وکړو.د الله حكم يي هم ونه منل او همیشه د پاره هلاک شو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه (۱۴) جلد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع تکبر(۲)برخه دتکبر نقصانونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دآخرت کاميابي د تکبر نه ځان ساتونکو او متقيانو د پاره ده.
{تِلْكَ الدَّارُ الْآَخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْـمُتَّقِينَ}القصص-۸۳
دا دآخرت کور مونږ د هغه خلقو د پاره مقرروو کوم چې په زمکه کې د لويي (تكبر) او فساد اراده نه لري، او ښه انجام د متقيانو د پاره دی.
فائده.ددې آيت نه معلومه شوه چې کوم خلق په دنيا کي تكبر نه کوي،د ګناهونو او فساد خورولو نه ځان ساتي، او دالله نه ويريږي نو د داسي خلقو د پاره الله تعالى د آخرت کامیابی،نِعمتونه او ښه انجام مقرر کړی.
او څوک چی په دنیا کی تکبر ، ظلم او فساد کوي نو د هغوی د پاره په آخرت کې هیڅ حصه نشته.
(۲)-متکبر د علومِ قرآني او کاملې پوهې نه محرومه وي.
الله تعالى فرمايي:{ سَأَصْرِفُ عَنْ آَيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ}الأعراف-۱۴۶
ترجمه:زه به د خپلو آیتونو نه هغه خلق واروم څوک چی په زمکه کي په ناحقه تکبر کوي.
(۳)-تکبر سره په عقل کې کمې راځي.
محمد بن حسين بن علي رحمه الله كوم چې د حضرت علي رضی الله عنه په اولاد کې دی ،فرمايي:(د هر چا زړه ته چې لږ يا ډیر تکبر داخل شي نو خامخا په همدومره مقدار به دده په عقل کې هم کمي راځی).تفسير ابن كثير ج ۱ ص ۳۰۹
پس معلومه شوه .چې په چا کې تکبر وي نو الله تعالی د هغه نه د حق قبلولو استعداد هم اخلي، او په دې سره په عقل کې کمې هم راځي.
(۴)-تکبر د ټولو مفاسدو جرړه ده.
په حقيقت کې د ټولو مفاسدو جرړه تکبر دی،تر دې چې د کفر او شرک جرړه هم تکبر دی، په دنيا کې چې څوک هم کافر شوی نود تکبر په وجه کافر شوی، ورنه حق خو هیڅ کله پټ نه وي.
ابو طالب ته ښه معلومه وه چې اسلام حق مذهب دی ،نبي عليه السلام ورته د مرګ په وخت هم کلیمه پیش کړه خو بيا يې هم صرف ددي په وجه ایمان را نه وړو چې بیا به زما قوم وايي" چې ابو طالب د جهنم نه اُیرید.او دا په حقیقت کې ده په خپل قوم باندې ځان او چت ګنلو،نو د همدي لويي او شرم دوجې يې ایمان را نه وړو.
همدارنګه اهل کتابو ته هم ښه معلومه وه چې نبي عليه السلام د الله تعالى برحق پیغمبر دی لیکن د تکبر په وجه یې ایمان نه راوړو.
(۵)-د تکبر په وجه د انسان نه فضائل ختميږي او رزائل په کې پيدا کيږي.
امام ما وردي رحمه الله فرمايي چې د تکبر او غرور په وجه د انسان نه فضائل ( ټول ښه صفتونه ختميږي) او رزائل (خراب صفتونه) په کې پيدا کيږي ، بيا داسې کس د چا نصیحت ته هم غوږ نه ږدي او نه د چا ادب قبلوي، ځکه دا خپل ځان ډير او چت ګنی.أدب الدليا والدين جلد۱ص۲۳۶
(۶)-الله جل جلاله متكبرين نه خوښوي.
په قرآن مجيد کي ذكر دي {إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْـمُسْتَكْبِرِينَ}النحل-۲۳
بیشکه الله تعالى متكبرين نه خوښوي
(۷)-الله متکبر کس ذلیله کوي.
په یوه موقع باندي رسول الله صلى الله عليه وسلم او فرمایل:(مَنْ تَوَاضَعَ رَفَعَهُ اللهُ.وَمَنْ تَكَبَّرَ وَضَعَهُ اللهُ).لابن أبي الدنيا ج ۱ ص ۱۰۱
څوک چې عاجزي وکړي نو الله تعالى به دده مرتبه اوچته کړي ،او څوک چې تکبر وكړي نو الله تعالی به دده مرتبه ښکته کړي.(يعنى ذليل به يې کړي)
(۸)-متکبر هم نورو خلقو ته سپک ښکاري.
د متكبر مثال:علماؤ د پوهې د پاره ډیر زبردست مثال ورکړی چې د متکبر مثال د هغه چا په شان دی چې هغه د غر په سر باندي ولاړ وي نو ده ته لکه څرنګې چې د غرنه لاندي خلق واړه واړه ښکاري نو همدغه شان دې لاندي خلقو ته هم دا پاس کس وړوکې ښكاري
(۹)-تکبر کول د مالدار او غریب دواړو د پاره ناجائز دی خو فقير چې د فقر با وجود تکبر کوي نو دده د پاره سختي سزاګاني ذكر شوي
د مسلم شریف حدیث دی، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:(دری کسان دي چې الله تعالی به د قیامت په ورځ نه له هغوی سره خبرې وکړي، نه به هغوی پاک کړي، نه به هغوی ته د رحمت په نظر وګوري، او د هغوی لپاره به دردناک عذاب وي: زناکار بودا، دروغجن بادشاه، او متکبر فقیر)
(۱۰)-{فکر وکره}د تکبر په وجه انسان د الله تعالى د غضب مستحق ګرځي ، د الله د رحمت نه لري کيږي،د عبادت توفيق ورنه سلب کيږي،د قرآن کریم په آیتونو باندې ورته پوهه نه نصيبه کيږي، د حق نه انكار كوي او د الله د عذاب مستحق جوړيږي.
د تکبر په وجه د انسان په عقل کې کمې راځي ، د عمر بركت يي ختميږي ، سينه يې تنګيږي ، د متکبر سره د خلقو بغض او نفرت پیدا کیږي او خلق دده د ملګرتيا نه ځان لرې ساتي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه (۱۴) جلد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع تکبر(۱)برخه دتکبر تعریف او حکم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تکبر په لغت کي اوچت والي ته وايي.
او په اصطلاح کي تكبر ديته وايي چی انسان خپل ځان په نور و باندي اوچت ګنی د حق نه انکار کوي، او نور خلق ورته سپک ښکاری.نضرة النعیم
نبي عليه السلام،د تکبر تعریف داسي کړی.{الكبر بطر الحق وغمط النَّاس} صحیح مسلم
تکبر د حق نه انکار کول او خلقو ته سپک کتل دي.
نوټ:تکبر ښائسته جامو اغوستلو، یا ښائسته څپلو استعمالولو ، يا قيمتي موتر کې ګرځيدلو ته نه وايي، بلکه تکبر د زړه بيماري ده چي انسان د حق نه انکار کوي او نور خلق ورته سپک ښکاري.
(د تکبر حکم)
امام ذهبي رحمه الله په " الكبائر " کی د قرآن کریم په ډیرو آیتونو او صحیح احادیثو سره دا ثابته کړی چی تکبر گناه کبیره ده.فتاوی محمودیة
همدارنګه علامه ابن حجر هم په" الزواجر " کی تکبر مستقله ګناه کبیره شمار کری
بلکه دټولو علماؤ په دې باندي اتفاق دی چې تکبر ګناه كبيره ده ،او ددي سختي
سزاګانی ذکر شوي.الموسوعة الفقهیة الکوتیة
لهذا تكبر حرام دی،
بلکه علامه ابن قیم تکبر د کفر په اقسامو کې داخل کړی، هغه په دې خبره باندی مستقل فصل قائم کری :
فضل أركان الكفر أربعة الكبر وَالْحَسَدُ والعَضَبُ وَالشَّهْوَة
فصل دی په بیان ددي کي چي د كفر أركان څلور دي، تكبر ، حسد ، غضب او شهوت.الفوائد جلد۱ص۱۵۷
أكثر علماء فرمايي چې د کفر د پاره سبب هم تکبر دی ،ځکه کافرانو خو نبي عليه السلام د خپلو زامنو په شان پیژندو چی دا بر حق رسول دی.
{ الَّذِينَ آَتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَـمُونَ} البقرة (۱۴۶)
خو چي بيا يي هم ايمان نه راوړو نو ددې سبب تكبر ؤ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه (۱۴) جلد
له دغه کانل سره ملګرې شۍ ډیرښایسته نشرات کوې
?☺️?
دجمعي شپه ده درود شریف درسره ووایاست❤️?
???
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دبل په نسب کی طعن بیانول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بل په نسب کی طعن بيانول یوه کبیره ګناه ده او لوی جرم دی، بلکه اکثر په بهتان باندی مشتمل وی، او د الله په وړاندی دا بد ترین جرم دی.
الله جل جلاله فرمایی :( وَالَّذِينَ يُؤْذُوْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا)(الاحزاب: (٥٨).
او کوم خلک چه مومنانو سړو او مومنانو ښځو ته په غير د څه قصور نه ضرر رسوی، دوی بهتان تړی او دَ ښکاره ګناه بوج اوچتوی.
(۱)-په نسب کښي طعن بيانول د جاهليت د کارونو نه دی:
د ابو مالک الاشعرى رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمایی : رسول الله ﷺ به فرمایل : څلور کارونه زما په امت کی د جاهلیت د کارونو نه دی هغی لره نه پریدی، د خپل پلار په کارنامو فخر کول د بل په نسب کی طعن او عیب بیانول، په ستورو باندی د باران طلب کول او په مرے باندی ویر کونکی.
(اخرج مسلم،وابن ماجة:).
(۲)-د بل په نسب کښے طعن بيانول كفر دی:
د بل په نسب کی طعن بیانول دومره لویه ګناه ده چه ديته كفر ويل شوی دی او شریعت کی کله ډیری لوی ګناه ته هم کفر ویل کیږی.
د ابو هريرة رضى الله عنه نه روايت دى هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی : دوه کارونه زما په امت کی دی هغه کفر دی، یو د چا په نسب کی طعن بيانول او بل په مړی باندی ویر کول.
(رواه مسلم (۶۷)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژیے عبادتونه او گناهونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سر ويښتانو ځنې برخې اوږده پریښودل او ځنې خریل يا كمول حرام دی
ځکه چې ددې څخه منع شوي ده « انْ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ « نَهَى عَنْ الْقَزَعِ» "
ابن عمر روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم له قزع څخه منع کړې قزح داسې چې د سر يوه برخه وخريلي او بله پريږدي نو داسې كول مكروه د سنتو خلاف دي مګر که د کافرانو او فاسقانو سره د تشبهه په نيت وي حرام دي.
قال الشيخ ابن عثيمين رحمه الله : " والقزع مكروه : لأن النبي صلى الله عليه وسلم رأى غلاماً حلق بعض شعره وترك بعضه ، فنهاهم عن ذلك .
وقال : (احلقوا كله أو اتركه كله إلا إذا كان فيه تشبه بالكفار فهو محرم
، لأن التشبه بالكفار محرم ؛ قال النبي ﷺ : ( من تشبه بقوم فهو منهم )
" انتهى .
ابن عثيمين رحمه الله وايي : قزح مكروه دى ځكه نبي صلى الله عليه وسلم يو ماشوم وليد چې ځني ويښتان يي خريلي او ځنې پريښي وو نو د هغه څخه منع کړ او ویې فرمايل : يا ټول وخريه او یا ټول پریږده . مگر که په دې د کفارو سره تشبه او مشابهت وي حرام دی ځکه د کفارو سره مشابهت حرام دی ، نبی صلى الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې کوم قوم سره مشابهت کوي نو هغه د هغوی څخه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago