شاعر تراب تګابي

Description
السلام عليکم…
دحماسي ادب غيورومينوالو!
دلته ده ملنګ ۥتراب ملنګه شاعري په مختلفو هندسي فرمونوکې ليدلى،لوستلى اودانقلابي نعتخوانانو په جادوګرو اوازونوکې اوريدلى شى
شاعردولس ددردونو حقيقي ژباړونکى

دۥتراب ياران ۥتراب ځنې پيدادي
خوۥتراب هم له ۥترابه پيداشوى
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 2 weeks, 5 days ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 1 month ago

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 8 months ago

6 days, 18 hours ago
6 days, 18 hours ago
6 days, 18 hours ago

په هغه ځمکه سترګې اوښکې کوي
له کومې ځمکې چې تا کډه کړې

درد وير او ساندو خاموش کړى يمه
څو ومه ورځ ده خندا کډه کړې

درسره ټولې خوشحالۍ تللې دي
درسره ټولې ښکلا کډه کړې

ترابي تورو تيارو وخوړمه
راځنې سپينې رڼا کډه کړې
١٤٠٣/١١/٢٧

2 months, 4 weeks ago
3 months, 2 weeks ago
د اور لمبو باندې سېزلي ښه …

د اور لمبو باندې سېزلي ښه یو
د تن په وینو لمبېدلي ښه یو

موږ د حسان بن ثابت لاروي
لکه منصور په دار ختلي ښه یو

توبه غلامې زندګۍ نه توبه
د ازادۍ غشو خوړلي ښه یو

که حقیقت اورې موږ وغږوه
کنه خاموشه ښه یو غلي ښه یو

تراب وا ته دې یې ژوندی زړګیه
موږ په تا مړه ښه یو وژلي ښه يو
1403/8/19
https://t.me/shiraz_turab_tagabi

10 months ago

درب تقدير دی پکې پړڅوک دی اومړ څوک دی
داجرم چاکړی, وېښتو پورې ککړ څوک دی

ته په دې نه پوهېږې تاته دا معلومه نده
کارونه څوک کوي ولس مخې ته خړڅوک دی
شېراز ترابي

10 months, 1 week ago

عزت غواړي, همت غواړي, تقوا غواړي پټکی
غيرت غواړي, سنت غواړي, حيا غواړي پټکی

تړل يې د دولت او تر بنت خبره نده
در دونو د امت باندې ژړا غواړي پټکی

په هر لادين انسان او هر ټټو باندې شرمېږي
حافظ غواړي عالم غواړي ملا غواړي پټکی

بې ننګه بې ضميره بې احساسه دې ترې تېر شي
دا ننګ غواړي, غورځنګ غواړي غزا غواړي پټکی

ساتل غواړي پالل غواړي بيلل غواړي د سر
عمر غواړي, منصور غواړي وفا غواړي پټکی

رهبر غواړي, سرور غواړي, سردار ته په سر کېږي
محمود غواړي خوشحال او احمدشاه غواړي پټکی

که تاهم د غني او شاشجاع معامله وکړه
ترابه!! بيا له تاڅخه پناه غواړي پټکی
1445/10/2
1403/1/23

10 months, 1 week ago
راشه راشه ما سينه تړلې نه …

راشه راشه ما سينه تړلې نه ده.
لا مې مينه په کينه تړلې نه ده.

د امت په مظلومانو به بهېږي
ما داو ښکو سرچينه تړلې نه ده.

ما د غرب په لېبرالي ځنځيرو باندې
مجاهده عقيده تړلې نه ده.

پرون بياپه دوکانونو ګر ځېدله
تا تر اوسه لا هغه تړلې نه ده.

مدرسه حاکمه شوې ده هېواد کې
خو ساقي لا ميکده تړلې نه ده.

هر سړی مې په شعرو باندې کوی شي
ما د نقد دروازه تړلې نه ده.

ته عسکر د استشهاد نه يې ترابه!!
په تندي دې کلمه تړلې نه ده.
1445/10/2
1403/1/23
https://t.me/shiraz_turab_tagabi

We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 2 weeks, 5 days ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 1 month ago

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 8 months ago