( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
ورځ او نېټه: ۱۴۴۶/۴/۳ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_په منځني ختیځ کې د کړکېچونو له ډېرېدو سره، د افغانستان پر فضا الوتنې زیاتې شوي.
۲_هندي شرکتونه غواړي د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.
۳_تېره میاشت له ایران څخه نږدې ۲۴۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي.
۴_هندي کان کېندونکي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګه اچونه کوي.
۵_د افغان سرې میاشتې مشر مولوي شهاب الدین دلاور له قزاقي چارواکو سره لیدلي.
- [ ] سیمه:
۱_د ایران په شمال کې د داعش درې غړي نیول شوي.
۲_بهرنيو چارو وزارت: پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفانو د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا د اندېښنې وړ ده.
۳_پر اسرائیلو بريد کوونکي د سپاه پاسداران قومندان ته مډال ورکړل شو.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_اسرائيلو په غزه کې تر دې دمه ۸۱۴ جوماتونه او ۱۹ هديرې بمبارد او ويجاړې کړي.
۲_اسرائيلو لبنان کې د حماس غورځنګ يو مشر او کورنۍ یې شهيدان کړي.
۳_ايمانويل مکرون: فرانسه نور اسرائيلو ته هېڅ ډول وسلې نه ورکوي.
۴_حزب الله: تېرو څو ورځو کې مو له ۱۵۰ ډېرو اسرائيلي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.
https://hindukushpa.com/%d8%af-%d9%86%d9%86-%d9%88%d8%b1%da%81%db%90-%d8%af-%d9%85%d9%87%d9%85%d9%88-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%ba%d9%88%d8%b1%da%86%d8%a7%da%bc-20/
پر اسرائیلو بريد کوونکي د سپاه پاسداران قومندان ته مډال ورکړل شو
د ايران مذهبي مشر علي خامنه ای د سپاه پاسداران انقلاب د هوايي ځواک مشر جنرال حاجي زاده ته، په اسرائیلو د بريالي بريد او توغنديو توغولو له امله د «فتحې» په نوم لوړ دولتي مډال ورکړ.
https://hindukushpa.com/%d9%be%d8%b1-%d8%a7%d8%b3%d8%b1%d8%a7%d8%a6%db%8c%d9%84%d9%88-%d8%a8%d8%b1%d9%8a%d8%af-%da%a9%d9%88%d9%88%d9%86%da%a9%d9%8a-%d8%af-%d8%b3%d9%be%d8%a7%d9%87-%d9%be%d8%a7%d8%b3%d8%af%d8%a7%d8%b1%d8%a7/
د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ جګړه شوې
سرچينې وايي چې د کندهار د ښورابک ولسوالۍ اړوند په نوشکي او ګزنلي پوله د افغان ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ د پوستو جوړولو پر سر جګړه شوې او د جګړې د پراخېدو احتمال هم شته.
د سرچينو په وينا افغان ځواکونه د کندهار له ښورابک ولسوالۍ څخه بیا د زابل تر شملزو ولسوالۍ پورې د ډیورنډ پر فرضي کرښه پوستې جوړوي، خو پاکستاني ځواکونو یې مزاحمت کړی او جګړه پېښه شوې.
د ایران په شمال کې د داعش درې غړي نیول شوي
تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی چې د ایران په شمال کې د داعش درې غړي نیول شوي او د هغو تروریستي عملیاتو ګواښ چې دوی یې د ترسره کولو پلان درلود، هم له منځه وړل شوی دی.
د داعش درې غړي د ایران په شمال کې د «مازندران» ولایت په «نوشهر» ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
د نوشهر د پولیسو مشر تسنیم خبري اژانس ته ویلي چې، دې ډلې پلان درلود چې د نوشهر بندري ښار په یوه بوخت سیاحتي کمپلکس کې ترهګریز عملیات ترسره کړي.
د يادونې ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې د سيمې په هېوادونو په ځانګړې توګه په پاکستان او ايران کې د داعش د خراسان څانګې د فعاليتونو کچه لوړه شوې ده.
https://hindukushpa.com/%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%87-%d8%b4%d9%85%d8%a7%d9%84-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d8%af%d8%b1%db%90-%d8%ba%da%93%d9%8a-%d9%86%db%8c%d9%88%d9%84-%d8%b4%d9%88/
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago