( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 weeks, 1 day ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 month ago
خوندوره دیکلومه
خبره به دمات زړه له ازاره نه کیده
دسوي زړګې چیغه له پرهاره نه کیده
غزل/محترم خبیب ملا
غژ/ هیوادمل افغان
غزل.
دلته د درد او دخفگان خبره پټه ښه ده
دلته دیار او د جانان خبره پټه ښه ده
دي تابه وې ورسره گوره له زړگي محبت
یاربه وُچت شې تراسمان خبره پټه ښه ده
هرچاته خپله اندازه قدر او وخت ورکړه
ډیرشُو خراب په جارقربان خبره پټه ښه ده
دلته رباب دمیني مه غږوه جار دي شمه
دلته لاشته دي عاشقان خبره پټه ښه ده
لکه چي تاهم له رقیب سره دی لاس یوکړی
زما راځي داسې گومان خبره پټه ښه ده
ته چې شهیدشوي سوله راغله له هغې ورځينه
ژوند مو دی ټول په امتحان خبره پټه ښه ده
خُبیب ملا دي هم دژوند له ښاره تللی بوله
دا دي دخپل غُرور توان خبره پټه ښه ده
خُبیب ملا
ټپې
ستا دبلتون خبره وشوَ
دسترگو توره په زړگې وُدردیدمه
دابه دخدای داسې رضا وه
زه خومئین گوره له زړه درباندي ومه
دسترگو توره حال دې راکړه
دزړه ټکوره لیونی درپسي یمه
څلور فصلو دکال تیر شول
نصیب مې نه شول ستادسترگو دیدونه
ستا په ښایست به کتاب لیکم
دتور سترگو به دي ذکر په کي کړمه
دا خو دپاکي مینه راز ده
خُبیب ملا چي په دیدن پسي دي مرمه
خُبیب ملا
زړگیه صبر دي په خدای شه
جانان په لویو خلکو ځان حسابه وينه
😪
غزل
له اوښکه مې لویدلی له بڼو ده
نازولی یارمې ورک له څوکالو ده
زه یې یاد سره پالمه لا تر ؤسه
دشهید لالي تصویرپه ځړیدو ده
هڅه کړمه چي دي هیرکړمه یارکه
درد دزړه مي لاهم نور په زیاتیدو ده
خوږ دیدن دي زه له پاکه ربه غواړم
په زړگې مې لوی ارمان ستا دلیدو ده
سترگي تورې کړي اوزلفو ته څنډورکړي
دا ادا دي په قسم دځوریدو ده
چی نه زنگ کړي نه میسج کړي کبرجنه
ستاپه زړه هم اراده دهیریدو ده
دحلاتو جبر داسي کړمه خُبیبه
بس له ژوندهمې نور زړه په توریدوده
خبیب ملا
دومره دردمنِ ټپې مه کړه
یارمې تازه مرور شوی مړبه شمه
ستا له نمجونو سترګو ځارشم
غم دي په غره شه زه خوتاسپنګیری کړمه
**ژوند لکه دمصر دیوسف غوندي
کَړی انتظار مې دیعقوب پشان
خبیب ملا**
کیسه به ورانه له زړکې وه چابه نه منله
ځه مونګه مینه الهاهې وه چابه نه منله
غره او راغه کي موهم ژونددملنګۍ کولو
زمونږ عجیبه پاچاهې وه چابه نه منله
شپه شبګیره ورځ ددوښمن په انتظاراوکمین
زمونږ بیا داسي زندګې وه چابه نه منله
دبست چوکۍ منصب غم به نه وو
دحق کي لاري پیروې وه چابه نه منله
زه چې درتلمه تر دیاره دچینار سوري ته
زما خو هلته عشوقې وه چابه نه منله
میني باور اوملګرتیابه هلته بیل خوند کاوو
مینه مو هم انقلابې وه چابه نه منله
خُبیبه هرڅه موکول دي رب رضاپه خاطر
بس د سرونو قربانې وه چابه نه منله
خُبیب ملا
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 weeks, 1 day ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 month ago