( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 месяца, 2 недели назад
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 недели, 3 дня назад
د صلاة التسبیح (تسبیح لمونځ) فضیلت ، وخت او د ادا کولو طریقه یې !
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته وايي : اې تره تاته داسې ډالۍ او تحفه در نه کړم چې الله جل جلاله ورسره ټول ګناهونه ( واړه ، غټ ، ښکاره ، پټ ، مخکیني ، اوسني ، قصدا شوي وي او که خطأ ) معاف کوي ؟ هغه څلور رکعته د صلاة التسبیح دي .
په څلور واړه رکعتونو کې به دریمه کلمه : (سبحان الله والحمدلله و لا اله الا الله والله اکبر ) درې سوه (۳۰۰) وارې په لاندیني ترتیب سره ویل کیږي .
د تسبیح لمونځ طریقه :
چي نیت وتړې تر ثنا یعنې سبحنک اللهم … وروسته به پورتنۍ ذکرشوې دریمه کلمه پنځلس وارې (۱۵ ) ووايې،
تر اعوذ بالله ، بسم الله ، الحمدلله او سورت ویلو وروسته به لس(۱۰) وارې ،
په رکوع کي تر سبحان ربي العظیم وروسته لس (۱۰)وارې،
بیا په ولاړه د ربنا لک الحمد نه وروست لس(۱۰) وارې ووايې .
او په اوله سجده کې د سبحان ربي الاعلی نه وروسته لس(۱۰) وارې،
چي کله د اولې سجدې نه راپورته شې او کينې نو لس (۱۰ ) وارې ، بیا
بیا په دوهمه سجده کې هم تر سبحان ربي الاعلی وروسته لس (۱۰) وارې ووایې .
په دې ترتیب سره په یو رکعت کې پورتنۍ کلمه پنځه اویا (۷۵ ) وارې کیږي
له دې څخه وروسته به پاتې څلور واړه رکعتونه په همدې ترتیب سره پوره کړې .
دغه طریقه امام ترمذي رحمه الله د عبدالله ابن مبارک رحمه الله څخه نقل کړې ده
یادونه : د مکروه وختونو نه پرته هروخت یې ادا کول جایز دي خو بهتره دا ده چې د غرمې لمر زایله کېدو نه وروسته ادا شي ( سنن ابي داود ، صلاة التسبیح )
دا لمونځ زرور وکړی او په دوعا کي مو یاد ساتي ...
کاپی
د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.
امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.
حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟
صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي
د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.
عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.
ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :
1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.
2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.
3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.
(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)
نوټ: دوستانـــو مخکی یی شیر کړی
که هرڅوک په دغه شپه عبادت اودورځی روژه ونیسی نو تاسی به هم الله ج پوره پوره اجرونه درکړی
کاپي
د نجار حیرانوونکې کیسه!
په يوه ښار کې د حکیم په نامه یو نجار وو، نوموړي ډېره ښايسته ښځه درلوده، یوه ورځ باچا د همدې نجار کور مخې ته تېرېده چې، د نجار په ښځه یې سترګې ولګېدې او پرې مین شو.
پادشاه نجار ته بهانه وکتله او د هغه د اعدام حکم يې وکړ.
باچا وویل:
-سبا نجاري اعدام کړئ!
کله چې نجار خبر شو، د ډېر خوف او ډار له کبله د شپې خوب نه ورتلو.
د نجار ښځې وویل:
د هرې شپې غوندې ويده شه!
رب دې یو دی شریک نلري او د رحمت دروازې یې ډېرې دي.
د ښځې خبرو لږ څه کراري ور په نصيب کړه او سترګې يې درندې شوې ویده شو.
کله چې سهار شو د پادشاه د عسکرو د پښو آواز د نجار تر غوږونو شو، نجار ډېر غمجن شو او په نا امیدۍ او ویره يې خپلې ښځې ته وکتل او ورته یې وویل:
-ډېر پښيمانه شوم دا چې ستا به خبرو مې اعتماد وکړ!
په ډېر ډار سره یې دروازه خلاصه کړه او عسکرو ځنځیر لرې کړ.
دوو عسکرو په ډېر تعجب سره نجار ته وويل:
-پادشاه نن شپه مړ شو!!!
مونږ راغلي یو چې، ته پادشاه ته تابوت جوړ کړې!!!
نجار ددې خبر سره ډېر خوښ شو، او د عذر په څهره یې خپلې ښځې ته وکتل، ښځه یې موسکۍ شوه او ورته یې وويل:
-د هرې شپې په څېر ویده شه! " خدای يو دی او د رحمت دروازې یې ډېرې دي"
د کیسې مطلب:
ډېر فکر انسان ډېر ستړی کوي.
حال دا چې د هر کار پايله او تدبیر د الله"ج" په اراده کې دی!!!
په هر حالت کې خپل اميد له لاسه مه ور کوئ، د الله"ج" د رحمت انتظار کوه.
ژوند څه دی؟
پیل یې په ژړا سره وشي، ټول وخت یې له ستونزو کړاونو سره تېر شي، که خوښي هم پکې راشي پای یې په غم سره وي، کومه شېبه چې تېره شي بیا به هېڅکله هم هغه شېبه راستنه نه شي، او آخر دې هم د تورو خاورو لاندې کړي!
Hi ☃️ Snowman! Join my team on Ice and receive 10 Ice coins when you sign-up using my referral code: https://ice.io/@javidkhosti2021
Ice
Ice: The Decentralized Future
Mine the newest digital currency for free using your phone without any consumed resources or battery. Download our app today!
که وخت نۀ لرې بیا یې هم ؤلوله!!!
په 1898م کال الماني امپراتور دوهم ګلیوم دمشق ته سفر وکړ، د دمشق ټول وګړې یې هرکلي ته راووتل، د کلا په خوله کې د ګلیوم د مېرمنې سترګې په تک سپین خره ولګېدې، خوښ یې شو، د دمشق له والي مصطفی عاصم نه یې غوښتنه وکړه چې دا خر دوی ته د یو یادګار په توګه ډالۍ کړي.
والي د خره په څښتن پسې خلک واستول، خر د ( أبو ﺍﻟﺨﻴﺮ ﺗﻠﻠﻮ )، په نامه د یو تن و، ورته یې وویل خر دې امپراتورې ته ډالۍ کړه، هغه بخښنه وغوښته، والي په غوسه شو او ابوالخیر ته یې د پیسو وړاندیز وکړ، خو هغه په خپله خبره ټینګ ولاړ و، والي ته یې وویل: "ښاغليه، زه شپږ زبردست اسونه لرم، که دې خوښه وي، ټول به ورډالۍ کړم، خو خر نه
ورکوم"
والي حیران شو او د دې خبرې علت یې وپوښته، ابوالخیر ورته په موسکا وویل:
”محترمه که یې خر خپل هیواد ته یووړ نو ټول مطبوعات به د خره خبر راواخلي، پوښتنه به کوي چې دا خر د کوم ځای دی؟
خلک به ورته وایي : ” د شام دی “. او “شامي خر ” به د مجلس نقل شي، د ملنډو به شو، خلک به وایي، المانۍ امپراتورې په دمشق کې له خرو پرته نور څه ونه موندل؟ له همدې امله یې نه خرڅوم او نه یې ډالۍکوم “ .
والي خبره امپراتورې ته وکړه، دوی ډېر وخندل، ځواب یې خوښ شو او امپراتور ابوالخیر ته د دې ځواب په مقابل کې یو مډال ورکړ.
ډېر هېواد پال خلک شته چې د خپل هیواد نوم او نښان ساتي، او ډېر خره شته چې خپل هېوادونه پلوري.
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 месяца, 2 недели назад
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 недели, 3 дня назад