( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago
د داعش خپله ښيرا (مباهله) او په خپله اثر يې پر دوى؛ دا يو داسي واقعیت دى چي خپله داعش خوارج هم تري انکار نه شي کولاى
کله چي په 2014 ميلادي کال کي داعش ډلې په عراق کي سر را پورته کړ او د عراق د موصل په شمول يې ګڼ لوى ښارونه تر خپلې ولکې لاندي راوستل؛ هماغه وو چي د رسنیو د سر ټکي وګرځيد او په نړۍ کي يې د وحشت يو نوى باب پرانيست او د نړيوالو توجه يې هم ځانته په خورا سخت دریځۍ را جلبه کړل.
د اسلامي، بشري او انساني اصولو پر خلاف يې په عراق او سوريه (شام) کي داسي ظلمونه وکړل، چي د نړۍ په سطحه يې د وحشتونو ريکارډ مات او وه نړۍ ته يې د اسلام په تعریف کښي د اسلام په تندي تور داغ پريښود
دا چې د نړۍ اسلامي خوځښتونو او په نړۍ کې اسلامي جهاتو د داعش ورته کړنې د اسلام خلاف او د اصولو په ټکر کې ولیدلې نو يې دوی د خوارجو له اصله وبلل او هماغه وو؛ چي په 2015 ميلادي کال کې د داعش ډلې وياند (ابو محمد العدناني) په يو ويډيويي اصدار کې را څرګند شو
نوموړي په ډيره تونده او قهر اميزه لهجه وه خپل صف (داعش) ته داسي وویل (په اصل کې ښيرا وکړل)
چي : (اي الله رب العزته..! که چيري موږ داعش يا د دوى په اصطلاح دولة الاسلام، پر ناحقه، ظالم، جابر او د خوارجو ټولګى يو، نو پاکه ربه موږ هلاک کړه، زموږ د فتوحاتو لړۍ ودروه، زموږ فتحه شوي ښارونه زموږ له لاسه واخله، زموږ رهبران نيست او نابود کړه، موږ له دي سترې فتحه سوې اراضي بي برخې کړه، موږ په موصل، رمادي، الحسکه او تدمر ښارونه کې ناکام کړه).
د نوموړي د دي ښيرا (مباهلې یا بد دوعا) د ويل کيدو لږ وروسته د داعش د زوال لړۍ شروع سوه، په سوریه کي يې ګڼ ښارونه له لاسه ورکړل، په عراق کي يې د فلوجې او رمادي په شمول ښارونه ورځ تر بلي له لاسه وتل، په اسلامي نړۍ کي يي د مسلمانانو نفرت ځانته واخيست، نړيوال جهادي تنظیمونو يې پر وړاندي قيام او مبارزه شروع کړه، هماغه وو چي د دوى تر ټولو محکم او لوى سنګر موصل ښار يې هم کلابند سو او له څو مياشتو وروسته يي همدا وروستى مورچل هم له لاسه ووت
د جنګ د وزير ابوعمر الشيشاني د وژل کيدو سره يې د رهبري د هلاکت لړۍ هم شروع سوه، همدا وه چي نوموړي ابو محمد العدناني هم خپل ژوند پکښي له لاسه ورکړ، او خود خوانده خلافت يي ورځ تر بلي په رالويدو شروع وکړه او بلاخره د ابوبکر البغدادي په وژل کيدو سره د عدناني ښيرا (مباهلې) واقعي، فزیکي او قبولي بڼه غوره کړه.
المرصاد دې بیا زنده باد وي، د خوارجو په اړه یې قوي معلومات نشر کړي.
ابو محمد مدني یو تاجکستانی وګړی دی او ادعا کوي چې په مدینه منوره کې یې زده کړې کړې دي. د نوموړي اصلیت نور معلوم نه دی، خو دا چې د تکفیر او پر مسلمانانو د ارتداد ټاپو لګولو کې ډېر جراتمند و، نو د دري ژبو خراساني خوارجو لپاره یې د شیخ حیثیت غوره کړی و، د ده په نوم یې ټلګرام چېنلونه جوړ کړي وو او شپه ورځ به یې د نوموړي بیانونه کښته پورته کول.
خو مدني هغه وخت ”لندني“ شو کله چې یې د مسکو پر یوه هال باندې د داعشیانو وروستی برید فتنه او د تاجیکانو پر ضد منظمه دسیسه وبلله او په رد کې یې څه باندې دري څلوېښت دقیقې غږیزه وینا خپره کړه. مدني په خپله غږیزه وینا کې د مسکو برید په دې دلیل د اسلام د مبین دین د اصولو خلاف بللی چې غیرحربيان ښځې، ماشومان او سپين ږیري پکې وژل شوي دي.
ابو محمد مدني په خپله وینا کې ډېر تمرکز پر دې کړی چې تاجیکان بې اتفاقه دي او څوک چې یې څنګه وغواړي هماغسې یې استعمالولای شي. نوموړی تکرارا وايي چې تاجیکستاني وګړي د قوي حکومت او یووالي د نه شتون له امله هرڅوک استفاده کوي او د سترو قوتونو د لوبې وسائل ګرځېدلي دي.
د دې غږیزې وینا تر خپرېدو وروسته زیاترو داعشي خوارجو ابو محمد مدني تکفیر کړ او د روسیې ملاتړی یې وباله، یو شمېر نورو یې بیا په دې ځان ډاډه کاوه چې ممکن دا خبرې نوموړي د اکراه په حالت کې کړې وي او امکان لري چې بېرته له خپلو خبرو رجوع وکړي (لکه یو شمېر نورو د داعشي فکر مبلغینو چې کړې ده).
د مدني د خبرو دوې ورځې لا نه وې تیرې شوې چې د خراساني خوارجو رسمي خپرندويې ادارې العزائم د ”موتوا بغیظکم: رد بر سخنان جاهلانه ابو محمد لندنی“ تر عنوان لاندې په دري ژبه ۴۱ پاڼې رساله او ورپسې غږیږه وینا خپره کړه. په رساله کې خوارجو د غیرحربي ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو د وژلو د جواز ثابتولو لپاره تر وروستي حده کوښښ کړی او ابو محمد مدني یې پکې د روسیې د زرخرید غلام، جاهل، د ملحدینو د اقوالو د مفسر، جاسوس او نورو لقبونو په ټاپو نازولی دی. د رسالې لیکوال یو ځای پر دې ټینګار کړی چې د غیرحربي ښځو وژل روا دي. خو وروسته بیا وايي داسې هیڅ ثبوت نشته چې د مسکو بریدګرو دې ښځې وژلې وي.
دا لومړی ځل نه دی چې د خراساني خوارجو د ملاتړو او جنګیالیو ترمنځ د ځینو مسائلو پر سر د یو بل د تکفیرولو تر حده اختلافات راپورته کیږي. څه موده وړاندې العزائم د ”زموږ عقیده او منهج“ تر عنوان لاندې یوه رساله تر هغه وروسته خپره کړه چې یو شمېر پلویانو یې په ښکاره امام ابو حنیفه رحمه الله تعالی تکفیر کړ. همداراز د تېر ۲۰۲۳ز کال په جون میاشت کې یو شمېر داعشیانو وویل چې د خراساني خوارجو د قضاء څانګې په امر د دوی ځینې ملګري د عقیدوي مسائلو پر سر د اختلاف له امله لومړی بندیان او وروسته وژل شوي دي
د مسکو یوه داعشي بریدګر د جنسي ځورونې په جرم شپږ کاله بند تېر کړی
د مارچ د ۲۲تمې په ماښام د روسیې په پلازمېنه مسکو ښار کې د کروکوس هال په نوم تالار کې د موسیقي کنسرت ته پر راټولو شویو خلکو څلورو تاجکستاني اتباعو برید وکړ او سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. څو ساعته وروسته د داعشي خوارجو رسمي مطبوعاتي اژانس د برید پړه پر غاړه واخیسته.
مطبوعاتي داعشیان په دې ډېره خوښي ښکاره کوي چې برید د عیاشۍ او فحاشۍ پر یوه مرکز شوی دی. خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د بریدګرو له جملې پخپله یوه کس د فحاشۍ په جرم شپږ کاله زندان تېر کړی دی.
فریدون شمس الدین:
د کروکوس هال برید څلورو تاجکستانیانو وکړ، چې یو هم پکې فریدون شمس الدین دی. فریدون د تاجکستان د حصار ښار د لویوبه کلي اوسېدونکی دی، دیني تعلیم نه لري، واده یې کړی او اته میاشتنی ماشوم لري.
د فریدون د تره ښځې تاجکستاني رسنیو ته ویلي چې نوموړی شپږ میاشتې وړاندې روسیې ته تللی و. روسیې ته تر تګ مخکې یې د حصار ښار په یوه نانوايي کې کار کاوه.
د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې د فریدون د کلیوالو او خپلوانو له قوله لیکلي چې نوموړی په ۲۰۱۴ز کال کې د مکتب په اووم صنف کې و، خو په همدې کال د یوه شپږ کلن ماشوم د جنسي ځورونې په جرم ونیول شو او د شپږ کاله بند حکم ورباندې وشو. د بند د مودې تر پوره کولو وروسته په ۲۰۲۰ز کال کې راخوشی شو او په ۲۰۲۲ز کال کې یې واده وکړ.
د اسیا پلس په نوم یوې بلې تاجکستاني رسنۍ د نوموړي د یوه خپلوان له قوله لیکلي چې فریدون ډېر مذهبي نه و، نه یې روژه نیوله او نه یې هم لمونځ کاوه.
نتیجه:
داعشي خوارج خپل ټول جنګیالي د تقدس تر کچې رسوي او خلکو ته دا تاثر ورکوي چې د ځمکې پر مخ تر ټولو پاک او متقيان خلک همدوی دي، حال دا چې د زیاترو ماضي یې د فریدون په څېر له جرمونو او له دینه له لیریوالي ډکه وي. د داسې تاریکې سابقې درلودونکي کسان د دیني پوهې د نشتوالي له امله ډېر ژر د داعشيانو په دام کې راګرځي او د خوارجو له همېشني عادت سره سم، همدا کس چې دوه درې کاله وړاندې د خپل اوسني دریځ له مخې پخپله کافر و له ځان پرته په نړۍ کې بل مسلمان نه ویني.
داعش که د امریکا او روس د پخوانۍ دښمنۍ دوام/تسلسل؟
امریکا او روس له ډیره وخته یو او بل ته په کمین کې دي، دا حالت یو اړخه نه دی پاتې شوی او نه پاتې کیږي، کله د یوه تله درنده وي کله د بل.
کلونه کیږي چې دا جریان روان دی، کفر دی یو او بل سره خوري.
څو ورځې وړاندې امریکایي حکومت د روسیې اړوند ځینې خبرې کړې وې، ویل کیږي چې روسیې سره یې د لوی برید په اړه چې په روسیه کې به د روسیې په مخالفت ترسره کیږي معلومات شریک کړي ول. داسې هم ویل شوي چې دا برید به داعش خراسان څانګه کوي.
څه چې امریکا پلان نیولی وو هماغه تطبیق شو.
دلته زه د خپل ذهن خبره تاسو ته کوم؛ امریکا ورته د خراسان څانګې خبره کړې وه نو امریکا غوښتل دا ورته په اثبات ورسوي چې رښتیا هم خراسان څانګه شته، نو د پاکستان په مرسته یې د داعشي خوارجو په ملتیا په کندهار کې په مظلومو افغانانو وحشیانه حمله وکړه، کله چې دا خبره ثابته شوه چې داعش خراسان څانګه شته، فعالیت یې شتون لري نو سمدلاسه امریکا خپل دوهم پلان په کار واچوه او په مسکو کې یې ورته برید ترسره کړ، برید هم داسې چې د کنسرت محفل ته بریدګر د قوي اسلحو سره ننوځي، بیا له برید وروسته له صحنې تښتي؛ نو دا کوم وړوکی کار نه دی، نه هم د داعش غوندې وړې ډلې یې بغیر د چا له مرستې کولی شي، ضروري ده چې کوم لوی لاس به یې ترشا وي (په اصل کې دا د روس او امریکا پخوانۍ دښمني ده چې پالي یې) بیا د داعشي خوارجو یو بریدګر د روسي ځواکونو له لورې نیول کیږي، هغه په ځینو مبهمو خبرو ګویا کیږي وایي چې ماته فلان پاپ/راهب روپۍ راکړې وې چې دا برید باید وکړم او د هغه له لورې تشویق شوم.
دا هغه څه دي چې د کفري حربې استعمال څرګندوي چې څنګه کفر د یو او بل په مقابل کې د اسلام په جامه کې خپل غلامان استعمالوي ترڅو نه پرې الزام راشي او نه هم د دښمنۍ ښکارندویه وشي. فاعتبروا یاأولی الابصار
زمونږ په دې ټوله کیسه کې څه نشته، مونږ خالي دومره وایو چې اللهم اشغل الظالمین باالظالمین
عجیبه لا دا ده چې په دواړو بریدونو کې له تاجکستاني وګړو کار اخیستل کیږي، شاید دا روسیې ته د څو طرفه ضربې رسولو د پلان مهمه برخه وه.
زه هغو ته وایم چې په دې برید نازیږي؛ ستاسي دواعشو بنیاد امریکا/اسرائیلو ایښی ترڅو چې یې په ګټه یاست درته خوشحالي به کوي خو کله چې یې هم ضرورت درنه پوره شو لکه د بغدادي به مو په خپل لاس وژني.
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago