دارالـفـقـهاء د مسائلو چینل

Description
ــــــــــــــــــــــــ
مـحـتـرمـو مـسـلـمانانـو پـه دی چـیـنـل كي دمـذهـب حـنـفـی او مـسـلک دیـوبـندی پـر حـسـاس بـانـدی هـر اړخـیـزه مـسـائـل نـشـریـږی نـو زمـوږ سـره مـلـگـری سـی خـپـل دپـښـتـنـو جـواب تـرلاسـه کـی
https://t.me/DarulFaqhadmsaeluhynal
We recommend to visit

القناة الرسمية والموثقة لـ أخبار وزارة التربية العراقية.
أخبار حصرية كل مايخص وزارة التربية العراقية.
تابع جديدنا لمشاهدة احدث الاخبار.
سيتم نقل احدث الاخبار العاجلة.
رابط مشاركة القناة :
https://t.me/DX_75

Last updated 1 year, 8 months ago

القناة الرسمية لابن بابل
الحساب الرسمي الموثق على فيسبوك: https://www.facebook.com/Ibnbabeledu?mibextid=ZbWKwL

الحساب الرسمي الموثق على يوتيوب :https://youtube.com/@iraqed4?si=dTWdGI7dno-qOtip

بوت القناة ( @MARTAZA79BOT

Last updated 6 months, 2 weeks ago

Last updated 2 months, 2 weeks ago

3 months ago

دباکري د رضاعي لور نکاح د دباکري د ميړه سره دباکري ترطلاق وروسته
الاستفتاء :مو لوي صاحب محترم السلام علیکم ورحمت الله وبرکا ته وبعد وزینبو ته  فاطمې چې باکره   (  پيغله  چې  مېړه يې   نه دی کړی  ) شيدي  ورکړي  اوس دغه مذ کوره فاطمه  ښځه دزینبو  رضاعي مور‌ ده  وروسته دغه باکري   فاطمې  دمحمد سره نکاح وکړه اوس دمحمد او فاطمې ترمينځ چې  طلاق واقع شي يا مړه شي نو دمحمد مذکور  اوزینبو  ترمينځ هم حرمت سته  که  څنګه ؟ ستاسو محترم دجواب په هیله والسلام
بینوا تؤجروا
الافتاء باسم ملهم الصواب ومنه التوفيق
الحمد لله رب العلمين ؛ والصلوة والسلام  علی رسول خير خلقه محمد  وآله واصحابه اجمعين .
محترم مستفتي صاحب :ياد صورت کې چې کله زينبو دذکر شوي فاطمې شيدي ورودلي فاطمه دزينبو رضاعي مور شوه نو پوښتل شوي صورت کې دمحمد او زينبو نکاح کول دوه صورتونه لري :
اول صورت دادی : که محمد‌ مذکور دفاطمې مذکورې سره دنکاح کولو وروسته دخول هم کړی وي نو بيا دمحمد او زينبو تر مينځ نکاح نه ده روا ځکه په پورته صورت کې په مور چې فاطمه ده دخول شوی دی نو رضاعي لور سره يې چې زينبو ده نکاح نه ده روا .
دوهم صورت دادی : که محمد‌ مذکور دفاطمې مذکورې سره دنکاح عقد ترسره کړي وي خو دخول يې نه وي کړی نو بيا دمحمد او زينبو تر مينځ نکاح روا ده ځکه په پورته صورت کې په مور چې فاطمه ده دخول نه دی شوی نو د رضاعي لور سره يې چې زينبو نکاح روا ده .والله اعلم بالصواب

لَوْ أَرْضَعَتْ الْبِكْرُ صَبِيًّا صَارَتْ أُمًّا لِلصَّبِيِّ وَتَثْبُتُ جَمِيعُ أَحْكَامِ الرَّضَاعِ بَيْنَهُمَا حَتَّى لَوْ تَزَوَّجَتْ الْبِكْرُ رَجُلًا ثُمَّ طَلَّقَهَا قَبْلَ الدُّخُولِ بِهَا كَانَ لِهَذَا الزَّوْجِ أَنْ يَتَزَوَّجَ الصَّبِيَّةَ، وَإِنْ طَلَّقَهَا بَعْدَ الدُّخُولِ بِهَا لَا يَكُونُ لَهُ أَنْ يَتَزَوَّجَهَا لِأَنَّهَا صَارَتْ مِنْ الرَّبَائِبِ الَّتِي دَخَلَ بِأُمِّهَا [البحر الرائق شرح كنز الدقائق ومنحة الخالق وتكملة الطوري، ٢٤٥/٣] كتاب الرضاع  ,المحرمات بسبب الرضاع

بِكْرٌ لَمْ تَتَزَوَّجْ لَوْ نَزَلَ لَهَا لَبَنٌ فَأَرْضَعَتْ صَبِيًّا صَارَتْ أُمًّا لِلصَّبِيِّ وَتَثْبُتُ جَمِيعُ أَحْكَامِ الرَّضَاعِ بَيْنَهُمَا حَتَّى لَوْ تَزَوَّجَتْ الْبِكْرُ رَجُلًا ثُمَّ طَلَّقَهَا قَبْلَ الدُّخُولِ بِهَا لِهَذَا الزَّوْجِ أَنْ يَتَزَوَّجَ الصَّبِيَّةَ وَإِنْ طَلَّقَهَا بَعْدَ الدُّخُولِ لَا يَكُونُ لَهُ أَنْ يَتَزَوَّجَهَا كَذَا فِي خِزَانَةِ الْمُفْتِينَ
، الفتاوى الهندية، ٣٤٤/١] کتاب الرضاع

[حَتَّى لَوْ طَلَّقَهَا قَبْلَ الدُّخُولِ لَهُ التَّزَوُّجُ بِرَضِيعَتِهَا لِأَنَّ اللَّبَنَ لَيْسَ مِنْهُ قُهُسْتَانِيٌّ ط؛ أَمَّا لَوْ طَلَّقَهَا بَعْدَ الدُّخُولِ فَلَيْسَ لَهُ التَّزَوُّجُ بِالرَّضِيعَةِ لِأَنَّهَا صَارَتْ مِنْ الرَّبَائِبِ الَّتِي دَخَلَ بِأُمِّهَا بَحْرٌ عَنْ الْخَانِيَّةِ .الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار)، ٢١٨/٣] كتاب النكاح، باب الرضاع .

حررها حقير الناس عبدالوارث (سعيد) غفرله
نېټه ۱۴۴۶/٨/۱۰ هق
واټساف نمبر ۰۷۰۱۶۳۶۰۲۸

3 months, 1 week ago

قضايي مجلس کې درواکمن کس ناسته
الاستفتاء  : څه وا يې ددين مبين علماء په دې مسله کې  چې کله محکمې کې يو جانب واکمن کس وي لکه  نظامي محکمه کې  چې ديو عام شخص سره  يا پرعام شخص دنظامي کس دعوه وي يا يو عالم ديو چا سره دعوه وي نو  محکمه کې يې قاضي صاحب خپل بغل ته پر ښه ځای کښينه وي اوبل جانب هلته ليري ناست وي آيا داسي کول څرنګه دي؟  بینوا تؤجروا
الافتاء باسم ملهم الصواب ومنه التوفيق
الحمد لله رب العلمين ؛ والصلوة والسلام  علی رسول خير خلقه محمد  وآله واصحابه اجمعين .
محترم مستفتي صاحب : کتابو ليکلي چې کله دوخت دسلطان اوبل کس سره دعوه شي قاضي صاحب به د دواړه  يو ځای  کښېنه وي چی ددواړو تر مينځ محکمه کې فرق را نه شي   نو بناء مناسب داده چې   دهر دواړو طرفينو تر مينځ بايد فرق نه وي چې هر څوک وي  ځکه بيا چې يو طرف قاضي صاحب ته نږدي پر ښه ځای ورسره ناست وي نو دجانب مقابل يې نور د محکمې څخه نا اميد کيږي چې نور مې دلته ږغ نه اوريدل کيږي  او نور به دا محکمه پريږ دي  چې دېته بيا خاص کار نظامي محاکمو کې پاملرنه په کار ده مطلب محکمه نه بايد‌دچا څخه متأثره شي اونه هم دچا بې احترامي وکړي . والله اعلم بالصواب

رَجُلٌ خَاصَمَ السُّلْطَانَ إلَى الْقَاضِي فَجَلَسَ السُّلْطَانُ مَعَ الْقَاضِي فِي مَجْلِسِهِ، وَالْخَصْمُ عَلَى الْأَرْضِ قَالَ: يَنْبَغِي لِلْقَاضِي أَنْ يَقُومَ مِنْ مَكَانِهِ وَيُجْلِسَ خَصْمَ السُّلْطَانِ فِيهِ وَيَقْعُدَ عَلَى الْأَرْضِ، ثُمَّ يَقْضِيَ بَيْنَهُمَا  الفتاوى الهندية، ٣١٩/٣] کتاب آداب القاضي ،الباب السابع في جلوس القاضي ومکان جلوسه .

وفي «النوازل» : رجل خاصم السلطان إلى القاضي، فجلس السلطان مع القاضي في مجلسه، والخصم على الأرض ينبغي للقاضي أن يقوم من مكانه، ويجلس خصم السلطان فيه، ويقعد على الأرض، ثم يقضي بينهما حتى لا يكون مفضلاً أحد الخصمين على الآخر[ المحيط البرهاني في الفقه النعماني، ٤٧/٨]
کتاب آداب القاضي ،الباب السابع في جلوس القاضي ومکان جلوسه

حررها حقير الناس عبدالوارث (سعيد) غفرله
نېټه ۱۴۴۶/۸/۴ هق
واټساف نمبر ۰۷۰۱۶۳۶۰۲۸

3 months, 1 week ago

🌟د کتاب په اړه

📙 د کتاب نوم : معارف الفتاوی
مٶلف الکتاب : مولوی مخلص الحسنې
📚 عدد الٳجزاء : 7
📕 نشرونکي اداره : دارالفقهاء د مسائلو څانگه
📅 د نشر نیټه ــ 4 ــ شعبان - 1446 هـ ق

د کتاب خصوصيات او ځانګړتیاوی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1) 1300 مختلف فیها مسائل درلو دل
(2) انلاین :  قرآن مجید زده کړه درلودل
(3) د زكات حساب كولو سيستم درلو دل
(4) د Apk په بڼه شریکول
(5)  بیله انټرنټه او اعلاناتو
(6) د ليکنو فونټو او رنگونه په خپل خوښه ټاکل
(7) د افغانستان د (10) لسو ولایتونو لکه ؛ هلمند ؛ قندهار ؛ هرات  ؛ نیمروز ؛ فراه ؛  ارزوگان  ؛ زابل ؛ غزنې ؛ میدان وردگ  ؛ کابل ؛ لپاره دائمي تقسیم الاوقات درلو دل
یادونه : محترمو مسلمانانو موږ قصد او ارا ده لرو چی په راتلونکی وخت کی به موږ کال په کال و مذکوره رسالی ته هغه مسائل ور اضافه کوو کوم چی مسلمانان وړونه یه زموږ د مجلس څخه طلبه وی ستاسو څخه د دعاگانو غوښتونکی يو چی الله جل جلاله زموږ دغه خدمت د مسلمانانو د پاره جاری ولری

زمـوږ د نـور کـتابو او کاریالـونو د لپاره
زموږ د ټلګرام دچینل سره يوځاي سي!👇👇👇👇
https://t.me/+g98FbnPRrs04YjM1

5 months, 4 weeks ago

?????
د نوی زیادت سره

5 months, 4 weeks ago
6 months ago

دصغیر ولي یا وصی قاتل ته عفوه کولای سي که نه

استفتاء داسي وه چی یو څوک په ترافيکي حادثه کی وفات شي ورثه یی یوه ښځه دوه صغار اولادونه پاته شي بیا دوه صورتونه اول ولي یې وي لکه جد دغه جد و هغه موټروان ته چی خطأ هغه څوک یی په موټر قتل کړی وو ابراء وکړي دوهم صورت چی دغه مور و صغارو ته وصي شي په محکمه کی وصایت خط جوړ کړي بیا دغه مور و موټروان ته ابراء وکړی اوس دغه ابراء په حق دصغارو کې صحیح ده که یا؟ بینو توجروا جرکم علی الله
الافتاء باسم ملهم الصواب ومنه التوفیق
الحمد لاهله والصلوة علی أهلهامحترم مستفتي صاحب! دغه دمقتول دیة ترکه(میراث) دی لکه نور دمقتول پاته مالونه او پر طریقه دمیراث دټولو هغه ورثوو حق دی کوم چې میراث کې ددغه مقتول حق لري او پر هغه دمیراث پرطریقه به تقسیمیږي نو بناء هغه غټان (بالغان) ورثه چې کوم خپلې حصې ددية ورته معاف کړي خو صحیح ده، لیکن دصغارو حق نه ولي ورته معاف کولای سي نه هم وصي ځکه لکه نورو اموالو یا حقوقو دعفوي صلاحیت چې نلري ددغه دیة دعفوي صلاحیت(ولایة) هم نلري .
یادونه: ډېر ځایونه داسي موضوعاتو کې دصغارو ولي یا وصي یانور قریبان دقاتل سره په لږ څه صلحې هم کوي او بیا دواړه جانبه یایو طرف محکمې ته تائد لپاره ځي نو داسي صلح دوه صورته لري:
اول: که چیري قاتل دمقتول دوژنې څخه منکر وو دصغارو وصي یې اثبات نه سو کولای نو دغه صورت کې دصغارو ترحصو چې کوم دیة کې ورته رسیدلې په کمو حصو وصي دقاتل سره صلح کولای سي
دوهم که چیري قاتل په قتل اقرار کړي اویاهم دغه قتل په شهادة ثابت سي اوقاضي حکم هم په دغه شهادة وکړي بیا یې دصغارو د هغه برخو چې دیة کې ور رسیدي تر هغه په کمه اندازه صلح نه ده روا .
دپام وړ خبره داهم ده! چې ددغه صغارو لپاره که تاسو دصغارو مور وصیه جوړه وی نو یې باید دصغارو نېکه(ولي) دغه مور وصیه کړي خپل دطرفه دصغارو لپاره او دقاضي له طرفه ددغه صغارو مور وصيه نه سي جوړیدای ځکه نېکه چې موجود وي هغه یې اقرب (نږي ترین) ولي دی ولایة خاصه لري نو قاضي ولایة عام لري چې خاص ولي وي دقاضي ولایة عامه نسته . والله اعلم بالصواب .
رَجُلٌ قَتَلَ رَجُلًا خَطَأً، فَالدِّيَةُ بَيْنَ جَمِيعِ الْوَرَثَةِ
...لِأَنَّ الدِّيَةَ مَالٌ هُوَ بَدَلُ نَفْسِهِ فَيَكُونُ تَرْكُهُ لَهُ بَعْدَ مَوْتِهِ كَسَائِرِ أَمْوَالِهِ،، المبسوط للسرخسي، ١٦٤/٢٦]كتاب الديات، بَابُ الْعَفْوِ فِي الْخَطَأِ وَغَيْرِ ذَلِكَ]

[ وَإِذا قتل الرجل الرجل خطأ فديته بَين جَمِيع الْوَرَثَة على فَرَائض الله تَعَالَى، الأصل المعروف بالمبسوط للشيباني، ٥٢٢/٤]كتاب الديات، بَابُ الْعَفْوِ فِي الْخَطَأِ

إذَا قَتَلَ قَرِيبَ الصَّبِيِّ فَلِأَبِيهِ وَوَصِيِّهِ مَا يَكُونُ لِأَبِي الْمَعْتُوهِ وَوَصِيِّهِ فَلِأَبِيهِ الْقَوَدُ وَالصُّلْحُ لَا الْعَفْوُ وَلِلْوَصِيِّ الصُّلْحُ فَقَطْ، وَلَيْسَ لِلْأَخِ وَنَحْوِهِ شَيْءٌ مِنْ ذَلِكَ إذْ لَا وِلَايَةَ لَهُ عَلَيْهِ كَمَا قَرَرْنَاهُ.... [تَتِمَّةٌ] أَفْتَى الْحَانُوتِيُّ بِصِحَّةِ صُلْحِ وَصِيِّ الصَّغِيرِ عَلَى أَقَلَّ مِنْ قَدْرِ الدِّيَةِ إذَا كَانَ الْقَاتِلُ مُنْكِرًا وَلَمْ يَقْدِرْ الْوَصِيُّ عَلَى إثْبَاتِ الْقَتْلِ قِيَاسًا عَلَى الْمَالِ لِمَا فِي الْعِمَادِيَّةِ مِنْ أَنَّ الْوَصِيَّ إذَا صَالَحَ عَنْ حَقِّ الْمَيِّتِ أَوْ عَنْ حَقِّ الصَّغِيرِ عَلَى رَجُلٍ، فَإِنْ كَانَ مُقِرًّا بِالْمَالِ أَوْ عَلَيْهِ بَيِّنَةٌ أَوْ قُضِيَ عَلَيْهِ بِهِ لَا يَجُوزُ الصُّلْحُ عَلَى أَقَلَّ مِنْ الْحَقِّ، وَإِنْ لَمْ يَكُنْ كَذَلِكَ يَجُوزُ اهـ.، الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار)، ٥٣٩/٦]كتاب الجنايات، فصل فيما يوجب القود وما لايوجبه

قره عين الأخيار لتكملة رد المحتار علي الدر المختار، ١٠٤/٧] غیر موافق للمطبوع مکتبة الاسلامیه

وَالْحَاصِلُ أَنَّهُ إذَا وُجِدَتْ الْوِلَايَةُ الْخَاصَّةُ فِي شَيْءٍ لَا تَأْثِيرَ لِلْوِلَايَةِ الْعَامَّةِ وَلَا عَمَلَ لِصَاحِبِهَا، وَأَنَّ تَصَرُّفَ الْوَلِيِّ الْعَامِّ عِنْدَ وُجُودِ الْوَلِيِّ الْخَاصِّ غَيْرُ نَافِذٍ. درر الحكام في شرح مجلة الأحكام، ٥٨/١]
وَحَاصِلُهُ: أَنَّهُ لَا وِلَايَةَ لِلْجَدِّ مَعَ وَصِيِّ الْأَبِ، وَلَا لِلْوَالِي وَالْقَاضِي مَعَ الْجَدِّ أَوْ وَصِيِّهِ وَبَعْدَ الْجَدِّ أَوْ وَصِيِّهِ لَا تَرْتِيبَ ، الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار)، ١٧٤/٦]

۱۴۴۵/۱۲/۵ هق

حررهاحقيرالناس عبدالوارث سعيدالحنفي الحسني غفرله الباري

۰۷۰۴۹۷۶۱۲۲دواټساف نمبر

8 months, 2 weeks ago

دپلار لپاره خپل لور په بخښه ورکول یعني مهر ورهبه کول
الاستفتاء څه وائې ددین مبین علماء په دغه مسأله کې یو څه خلګ داسي وي علماء یانور خلګ چې خپله صغیره لور دخپل مرشد یااستاذ یابل ګران دوست زوی ته په بخښه ورکوي مهر نه معلومه وي ځکه وایې ما په بخښه درکړي ده ایادپلار لپاره شرعا دا حق سته چې خپله صغیره لور بغیر مهر په بخښه ورکړي که نه؟ دبینوا تؤجروا
الافتاء باسم ملهم الصواب ومنه التوفیق
الحمد لاهله والصلوة علی أهلهامحترم مستفتي صاحب!یاد دود او دستور زموږ هېواد کې ځيني ځایونه سته چې ځیني خواص خلګ لکه علماء هم دا عمل کوي، البته دا صغیره حره ازاده انسانه ده څه مال خو نه دی چې دپلار ملک دی چې دی څنګه تصرف وغواړي هغه وکړي زموږ ټولنه کې ځیني سخت ظلمونه رواج دي چې دښځې سره کول کیږي، لکه دبالغه ښځي بغیر رضا ورکول دښځو میراث نه ورکول اونور...رابه سم اړوند موضوع ته نو په یاده موضوع کې دپلار دشفقة اومهربانی له وجه شریعت دومره اجازه پلار ته کړي ده چې خپله صغیره لور په نکاح ورکړي نکاح یې صحیح ده ځکه چې دپلار پوهه او مهرباني وي سم ځای سمه کورنی کې یې ورکړي وي، او دا چې پلار خپلې لور مهر وبخښي بې له اجازې دلورشرعا دا حق نلري که یې لور بالغه وي او که صغیره وي ځکه شرعا دمهر دلور حق دی او ددې خپل ملک دی نو ولي نه سي کولای چې ملک یې چاته وبخښي .والله اعلم بالصواب.

وَلَيْسَ لِلْأَبِ أَنْ يَهَبَ مَهْرَ ابْنَتِهِ عِنْدَ عَامَّةِ الْعُلَمَاءِ.......وَلَنَا أَنَّ الْمَهْرَ مِلْكُ الْمَرْأَةِ وَحَقُّهَا؛ لِأَنَّهُ بَدَلُ بُضْعِهَا، وَبُضْعُهَا حَقُّهَا وَمِلْكُهَا، وَالدَّلِيلُ عَلَيْهِ قَوْلُهُ عَزَّ وَجَلَّ: {وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً} [النساء: 4] أَضَافَ الْمَهْرَ إلَيْهَا فَدَلَّ أَنَّ الْمَهْرَ حَقُّهَا وَمِلْكُهَا، وَقَوْلُهُ عَزَّ وَجَلَّ: {فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا} [النساء: 4] وقَوْله تَعَالَى: مِنْهُ أَيْ: مِنْ الصَّدَاقِ؛ لِأَنَّهُ هُوَ الْمُكَنَّى السَّابِقُ أَبَاحَ لِلْأَزْوَاجِ التَّنَاوُلَ مِنْ مُهُورِ النِّسَاءِ إذَا طَابَتْ أَنْفُسُهُنَّ بِذَلِكَ، وَلِذَا عَلَّقَ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى الْإِبَاحَةَ بِطِيبِ أَنْفُسِهِنَّ، فَدَلَّ ذَلِكَ كُلُّهُ عَلَى أَنَّ مَهْرَهَا مِلْكُهَا وَحَقُّهَا، وَلَيْسَ لِأَحَدٍ أَنْ يَهَبَ مِلْكَ الْإِنْسَانِ بِغَيْرِ إذْنِهِ؛ وَلِهَذَا لَا يَمْلِكُ الْوَلِيُّ هِبَةَ غَيْرِهِ مِنْ أَمْوَالِهَا فَكَذَا الْمَهْرُ.، بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع، ٢٩٠/٢]کتاب النکاح، فصل بیان ما یجب المهر

وَلَيْسَ لِلْأَبِ أَنْ يَهَبَ مَهْرَ ابْنَتِهِ عِنْدَ عَامَّةِ الْعُلَمَاءِ، كَذَا فِي الْبَدَائِعِ.الفتاوى الهندية، ٣١٦/١]كتاب النكاح، الباب السابع في المهر، الفصل العاشر في هبة المهر

۱۴۴۶/۲/۲۸هق
حررهاحقيرالناس عبدالوارث سعيدالحنفي الحسني غفرله الباري

۰۷۰۱۶۳۶۰۲۸دواټساف نمبر

8 months, 2 weeks ago

?د کتاب په اړه

? د کتاب نوم : معارف الفتاوی
مٶلف الکتاب : مولوی مخلص الحسنې
? عدد الٳجزاء : 7
? نشرونکې اداره : دارالفقهاء د مسائلو څانگه
? د نشر نیټه 28 رجب المرجب - 1445 هـ ق

د کتاب خصوصيات او ځانګړتیاوی
(1) 1000 مختلف فیها مسائل درلو دل
(2) انلاین : المجالس الفقهية الحسنية درلو دل
(3) انلاین :  قرآن مجید زده کړه درلودل
(4) د Apk په بڼه شریکول
(5)  بیله انټرنټه او اعلاناتو
(6) د ليکنو فونټو او رنگونه په خپل خوښه ټاکل

یادونه : محترمو مسلمانانو موږ قصد او ارا ده لرو چی په راتلونکی وخت کی به موږ کال په کال و مذکوره رسالی ته هغه مسائل ور اضافه کوو کوم چی مسلمانان وړونه یه زموږ د مجلس څخه طلبه وی ستاسو څخه د دعاگانو غوښتونکی يو چی الله جل جلاله زموږ دغه خدمت د مسلمانانو د پاره جاری ولری

?اړیکه
که مو د کتاب د کاریال په هکله کوم انتقاد مشوره او نظر درلود موږ سره په لاندې آدرس اړیکه ونيسئ !
@alhsaniabomhmob

زمـوږ د نـور کـتابو او کاریالـونو د لپاره
زموږ د ټلګرام دچینل سره يوځاي سي!????
https://t.me/+g98FbnPRrs04YjM1

8 months, 2 weeks ago

يوكس پر بل کس دعوه وکړي چې ستا په امر مې ستادین اداء کړی
الاستفتاء:يو کس دعوه کړېده، چې تا راته وويل، چې فلان ته دومره روپۍ ورکړه، ما ورکړې، اوس ماته مذکور مبلغ راکړه،
نو د مدعي دعوی په مدعی عليه صحیح ده او که نه؟جواب که مع الحواله وي، ډېره ښه به وي.
جزاکم الله خيرا.
بینوا تؤجروا
الافتاء باسم ملهم الصواب ومنه التوفیق
الحمد لاهله والصلوة علی أهلهامحترم مستفتي صاحب! د دررالحکام عبارت ته په کتلو چې هلته یې  دوې ضابطي بیان کړي چې  څوک خصم جوړیږي هلته تفصیل کې یو جزئیه څخه  څرګندیږي، چې   په یاد صورت کې دمدعي دعوی پر آمر (مدعي علیه) باندي صحیح کیږي. نو که مدعی علیه دغه درې امور ومني: اول چې هو دفلان شخص پر ما دین وو. دوهم:  ومدعي ته امر کول ومني. دریم: داهم ومني چې مدعي دائن ته زمادین اداء کړی  دی،  نو به مدعی بها مبلغ  دمدعی علیه آمر څخه واخستل سي مدعي ته به تسلیم سي.
او که مدعی علیه ددغه دریو امورودټولو څخه منکر وو اویاهم یو یا دوو څخه منکروو  هغه به مدعي ثابت کړي. والله اعلم بالصواب.
فِي الْخَصْمِ ضَابِطَانِ: الضَّابِطُ الْأَوَّلُ - إذَا ادَّعَى أَحَدٌ شَيْئًا وَكَانَ يَتَرَتَّبُ عَلَى إقْرَارِهِ حُكْمٌ إذَا أَقَرَّ يَكُونُ بِإِنْكَارِهِ خَصْمًا فِي الدَّعْوَى وَإِقَامَةِ الْبَيِّنَةِ فِي بَعْضِ الْأَحْوَالِ......
مَسَائِلُ مُتَفَرِّعَةٌ عَلَى الضَّابِطِ الْأَوَّلِ:.......
الْمَسْأَلَةُ الْخَامِسَةُ - إذَا ادَّعَى الْمُدَّعِي عَلَى آخَرَ قَائِلًا: قَدْ أَدَّيْت كَذَا دِينَارًا بِأَمْرِك إلَى فُلَانٍ الْغَائِبِ فَأَعْطِنِي ذَلِكَ الْمَبْلَغَ وَأَنْكَرَ الْمُدَّعَى عَلَيْهِ بِأَنَّهُ مَدِينٌ لِذَلِكَ الشَّخْصِ وَأَنْكَرَ أَمْرَهُ لِلْمُدَّعِي وَأَنْكَرَ أَدَاءَ الْمُدَّعِي الْمَبْلَغَ فَإِذَا أَثْبَتَ الْمُدَّعِي هَذِهِ الْأُمُورَ الثَّلَاثَةَ يَأْخُذُ الْمُدَّعَى بِهِ.
درر الحكام في شرح مجلة الأحكام، ٢٢٩/٤] تشریح المادة (۱۶۳۴)

۱۴۴۶/۲/۲۴هق
حررهاحقيرالناس عبدالوارث سعيدالحنفي الحسني غفرله الباري

۰۷۰۱۶۳۶۰۲۸دواټساف نمبر

1 year, 1 month ago

که مسافر خارج کې وي اوعیال یې افغانستان کې وي د سرسایې دقیمة حکم
استفتاء.....که يو مسافر سړي په سعودي کي وي کورني يي په افغانستان کي وي اوس به داسړی دخپل عيال سرسايه دکوم ملک په پيسو یعني قیمة پري کوي؟ بینوا تؤجروا
الافتاء باسم ملهم الصواب ومنه التوفیق
الحمد لاهله والصلوة علی اهلهامحترم مستفتي صاحب! چې کله یوشخص خارج کې وي او اولادونه یې داخل کې وي ، اویاهم دغه شخص داخل دهېواد کې وي چې سرسایه داولادونو اداء کوي خو اولادونه یې هم داخل دهېواد کې وي، لیکن بل داسي ځای(ولایت، ولسوالی) کې وي چې کوم جنس سره سرسایه ورکوي قیمة فرق کوي نودلته چې اوس دغه شخص غواړي خپل د صغیرانو اولادونو سرسایه اداء کړي نو په یاده مسأله کې اختلاف سته چې داولادونو دځای قیمة معتبر دی او که ددغه شخص(مُخرِج، مؤدِی) چې دلائل یې کتابو کې ذکر دي خو مفتی به راجح قول دامام محمد (رحمه الله تعالی) دی، چې کوم ښار کې چې دغه کس چې سرسایه اداء کوي دهغه داوسیدو دځای قیمة معتبر دی دده داولادونو دوطن(ښار) داوسیدو دځای قیمة ته اعتبار نسته ځکه هغه اولادونه دده تابع دي
خلص داچې کوم کس سرسایه اداکوي که کوم بل هېواد کې وي، دهغه هېواد قیمة معتبر دی او که کوم بل ولایت کې وي نو دهغه ولایت قیمة ته اعتبارسته . والله اعلم بالصواب
وَالْمُعْتَبَر.....فِي الْفِطْرَةِ مَكَانُ الْمُؤَدِّي عِنْدَ مُحَمَّدٍ، وَهُوَ الْأَصَحُّ..... (قَوْلُهُ: مَكَانَ الْمُؤَدِّي) أَيْ لَا مَكَانَ الرَّأْسِ الَّذِي يُؤَدِّي عَنْهُ (قَوْلُهُ: وَهُوَ الْأَصَحُّ) بَلْ صَرَّحَ فِي النِّهَايَةِ وَالْعِنَايَةِ بِأَنَّهُ ظَاهِرُ الرِّوَايَةِ كَمَا فِي الشُّرُنْبُلَالِيَّةِ وَهُوَ الْمَذْهَبُ كَمَا فِي الْبَحْرِ فَكَانَ أَوْلَى مِمَّا فِي الْفَتْحِ مِنْ تَصْحِيحِ قَوْلِهِمَا بِاعْتِبَارِ مَكَانِ الْمُؤَدَّى عَنْهُ.......الْأَفْضَلُ أَنْ يُؤَدِّيَ عَنْ عَبِيدِهِ وَأَوْلَادِهِ ..... حَيْثُ هُوَ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى وَهُوَ قَوْلُ مُحَمَّدٍ وَمِثْلُهُ قَوْلُ أَبِي حَنِيفَةَ وَهُوَ الصَّحِيح الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار)، ٣٥٦/٢]كتاب الزكاة، باب مصرف الزكاة والعشر، فروع في مصرف الزكاة

المعتبر ...في الفطرة مكان المؤدي عند محمد وهو الأصح لأن رؤسهم تبع لرأسه در ..، حاشية الطحطاوي على مراقي الفلاح شرح نور الإيضاح، صفحة ٧٢٢]كتاب الزكاة، باب المصرف

فَالْمُعْتَبَرُ مَكَانُ الْمِلْكِ لَا الْمَالِكِ بِخِلَافِ صَدَقَةِ الْفِطْرِ حَيْثُ يُعْتَبَرُ عَنْهُ مُحَمَّدٌ مَكَانَ الْمُؤَدِّي وَهُوَ الْأَصَحُّ خِلَافًا لِأَبِي يُوسُفَ مجمع الأنهر في شرح ملتقى الأبحر، ٢٢٥/١] كتاب الزكاة، باب في بيان احكام المصرف

فتاوي دارالعلوم زكريا ج4 ص453

فتاوی عبادالرحمن ج۴ص۶۲ کتاب الزکاة، باب في صدقة الفطر
فتاوی قاسمیه ج۱۱ص۶۱۶ کتاب الصوم، باب صدقة الفطر

تاریخ ۱۴۴۵/۹/۲۱ هق

حررهاحقيرالناس عبدالوارث سعيدالحنفي الحسني عفی عنه

We recommend to visit

القناة الرسمية والموثقة لـ أخبار وزارة التربية العراقية.
أخبار حصرية كل مايخص وزارة التربية العراقية.
تابع جديدنا لمشاهدة احدث الاخبار.
سيتم نقل احدث الاخبار العاجلة.
رابط مشاركة القناة :
https://t.me/DX_75

Last updated 1 year, 8 months ago

القناة الرسمية لابن بابل
الحساب الرسمي الموثق على فيسبوك: https://www.facebook.com/Ibnbabeledu?mibextid=ZbWKwL

الحساب الرسمي الموثق على يوتيوب :https://youtube.com/@iraqed4?si=dTWdGI7dno-qOtip

بوت القناة ( @MARTAZA79BOT

Last updated 6 months, 2 weeks ago

Last updated 2 months, 2 weeks ago