رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
........ هــیواده........
شاعر زینت الله حیدري
ګلاب دې جوړومه او ریحان دې جوړم
لږ صبر په ریښتیا افغانستان دې جوړوم
دښمن به دې هم راشي سلامي به درته وکړی
وطنه زه رهبر د ټول جهان دې جوړوم
د نورو هلې ځلې وې چې ته یې ورانولې
خو زه په هلو ځلو ګلستان دې جوړوم
ستا اوښکې پاکومه او خوشحال به دې ساتمه
وعده پوره کومه چې خندان دې جوړوم
د جنګ په تود سنګر کې خو پرون درته معلوم شوم
د فڪر په سنګر ڪې نن بچیان دې جوړوم
شاعر زینت الله سره په یوه لاره روان یوو
مونږ ستړي نه یوو ګرانه هر زمان دې جوړوم
ـــــــ ســــکون د خلکو زړو کې ـــــــ
بعضې مړه شي په بيلتون د خـلکو زړو کې
بعضې مړه وو لا پرون دخلکو زړوکې
څوک د زړو امپراتوري لري په لاس کې
ډير په مرګ کوي ژوندون د خلکو زړو کې
ډېرو جوړه وي د ډيرو د زړو خونه
بس ژوندون يې وي سکون د خلکو زړو کې
ډير د زړو غوښې په تيغ د بدو پرې کړي
ډير بيا وکري جنون د خلکو زړو کې
ډير د ډيرو له وجود شي متاثره
ډير بيا را ولي بدلون د خلکو زړو کې
نفاق ختم نفاق مړ زینت الله کړه
راوړه راوړه پیوستون د خلـکو زړو کې
شاعر زينت الله حيدري
@haidari11
""""زړه وتــــلی ده"""""
شاعر:~ زينت الله حيدري
يو ځوان ټوپک په لاس په لمر خاته وتلی ده
دچا ورپسې سترګې دچـا زړه وتلـی ده
ګلاب يې له جماله مخ په پاڼو پټولو
له پاک ښکلي بشر يې شرمېده وتلی ده
شغلې يې دبشر وې چې سپوږمۍ يې کړه حيرانه
افتاب يې هم په سوچ کې د کاته وتلی ده
سپين مخ، نري برېتونه، تورې سڼې په اوږو
تصوير يې ماپه زړه کې رسماوه وتلی ده
ټوپک يې ورسره چڼټه تړلې ډېر په مڼډه
طالب مې په يو پاکه اراده وتلی ده
شاعر زینت الله دقلم کرښې هم پرې وياړي
طالب غازي لالی مې له کاله وتلی ده
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
نعت خوانان ملګرو شخصي ته واټساپ ته راسۍ
هرڅوک چي غواړي خپل نعت ترانه په ښه کیفیت او نه قیمت جوړ کړي رادیسی
0798091976
. .. عمل او پل .. .
بعضې په خوله غږيږي ښه غږيږي
خو په عمل کې هسې نه غږيږي
ساړه ساړه به عملونه کوي
خو بیا په ژبه ډیر تاوده غيږیږي
درته به داسې کليمې کاروي
ته وا چې سل په سل له زړه غږيږي
په هر ککړ عمل به ځي په وړاندې
خو له خپل فعل نه به نه غږيږي
خپله به سل رنګه فتنو کې غرق وي
خو ستا په يوه کاږه ويښته غږيږي
ته والله وګوره نن دې نقطې ته
چې انسانيت نه خونخواره غږيږي
زينت الله ډير غداران وينمه
چې راته تل خواږه خواږه غږيږي
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago