ثناخوان ملنګ

Description
سبحان الله وبحمده
سبحان الله عظیــم
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago

3 months, 4 weeks ago
4 months ago

زما دعشق کیښتې تر داسې حده تللې
اوس وتلې ده یو بلې جزیرې ته

رنځ دزړه ته مې علاج خپله یو درد دی
ستا دعشق بلا مې بیا تللې سینې ته

ستا دحسن زور خو هرچاته معلوم دی
خو زې وړی یم لایقې زمانې ته

تورو سترګو ته دې ټول عالم محتاج دی
تورې سترګې دي سبق ورکوي شپې ته

ستا نظر دمنصور زخم ته علاج وو
ماهم وغواړه دسپین مخ وکعبې ته

ثناخوان که هرڅو ښکلو ته ځان مړ کړم
ژوندی کیږم ستا دمخ ونندارې ته

ثناخوان ملنګ

4 months ago

نور دې نشم یادولی بخښه غواړم
یم ډیر زیات ارام نیولی بخښه غواړم

ته دې ځان ته بل جانان ګوره جانانه
مینه نشم درکولی بخښه غواړم

زما څه مه پوښته چې څه رنګه دي حال دی
جواب نسم درکولی بخښه غواړم

که ته سل ځلې مسکی شې راته ګله
خو زه نشم درکتلی بخښه غواړم

که په مثل دیعقوب مې انتظار شې
زه یوسف نشم درتللی بخښه غواړم

ثناخوان ستا ارمانجن یم ای تور سترګیه
یم ناچار نشم درتللی بخښه غواړم

ثناخوان ملنګ

6 months, 3 weeks ago

عشق دیار دمخ اثر دی نه جادو دی نه منتر دی
صرف الله ترېنه خبر دی نه جادو دی نه منتر دی

درست عالم ترېنه خبر دی دسکوت په اور ایره یم
لا تازه دزړه پرهر دی نه جادو دی نه منتر دی

چي ښکلاته یې عاجزه همه واړه مخلوقات شول
چي ترې کم سپوږمۍ او لمر دی نه جادو دی نه منتر دی

زړه، بلال او منصور ګوره عشق تر کومه حده یوړل
دا دداسي عشق ګودر دی نه جادو دی نه منتر دی

که دیار نورانیت ګورې دا دنیا دجانان نور دی
آن له دېنه هم بهتر دی نه جادو دی نه منتر دی

ثناخوان ترېنه قربان شم غم دي خپله نیم وصال دی
بلها ډک له لوی هنر دی نه جادو دی نه منتر دی

6 months, 3 weeks ago

خدای خو دي تا زما په شان جوړ کي
چي تا مین کړي ما جانان جوړ کي

خدای دي په روغ زړګي رنځور که ګرانه
چي دهر درد دي ما درمان جوړ کي

ګلاب خو هسي لا خزان وهلی
رب دي اغزیو ته خزان جوړ کي

دا ځیني خلک دي غیرت ښکاره کړي
خپلو ځانو نه دي نران جوړ کي

څوک چي منزل غواړي مزل دي وهي
کنه خپل ځانته به خفګان جوړ کي

جانانه ځان لوی که یا مینه راکړه
چي الله بیا ستا ثناخوان جوړ کي

6 months, 3 weeks ago

سوری سوری شې په نېزو دمیني
خدای دي کباب کړه په اورو دمیني

الله دي تا زما دمیراث وارث کړي
شې به خبره په دردو دمیني

رب دي لالیه زما په شان رنځور که
پرهر پرهر شې په چړو دمیني

ځه زما آزار دي تا زما په حال کړي
ستړی هلاک شې په دمو دمیني

زما باوجود تا ځانته یار ساتلی
شوې ګنهګار په کتابو دمیني

ستا ثناخوان چي کله ښه خمار شي
تنده کړي ماته په شعرو دمیني

6 months, 3 weeks ago

دزړه مصر ته مي یار نه راستنیږي
بېله یاره مي دزړه نړۍ ورانیږي

اوس مي حال داسي تغیر درپسې کړی
لیونتوب باندي مي هر سړی پوهیږي

نن راضي شه بیا دي نه خفه کومه
نن مي زړه ومنه بل رقم دردیږي

تورو سترګو دي په ما داسي چل کړی
په لار ځم وجود مي شور اخلي ځنګیږي

څه صحنه وه ستا وصال څه عجیبه وو
نه را رسي بیا او نه رانه هیریږي

که دي یار ته مخامخ شوې ثناخوانه
څه به ووایې او څه به دریادیږي

6 months, 3 weeks ago

غمځپلی دنېستۍ په لمن پروت یم
دغمجني زندګۍ په لمن پروت یم

دوصال په تمه شېخ دزمانې شوم
اوس دي هم دجدایۍ په لمن پروت یم

زه که نه یم، خو جانان مي وفادار دی
چي یې زه دعاشقۍ په لمن پروت یم

ما توبه وکړه زه نور ښکلي نه ګورم
داچي نن دعاجزۍ په لمن پروت یم

ستا رخسار مي په ټول عمر نصیب نشو
دخپل عشق دناکامۍ په لمن پروت یم

ثناخوان هغسي رنځ لرم رنځور یم
درپسې دبیمارۍ په لمن پروت یم

6 months, 3 weeks ago

سپین روخسار ته به یې چا دمه کوله
کوم ګړنګ ته به اشنا دمه کوله

ګیله نه کوم له داسي سخت حالته
داسي حال ته ما پخوا دمه کوله

ستا نظر صرف زما پرهر ته نه رسیږي
ستا نظر ته خو دنیا دمه کوله

سترګو ونه لید هغه خمار دسترګو
زما په یاد چي یې ژړا دمه کوله

دې خطا خفه نیګار زما له وصال کړو
ما دزړونو په سودا دمه کوله

ثناخوانه اوس تنها ژاړه خپل ځانته
دبل مخ ته څنګه تا دمه کوله

6 months, 3 weeks ago

څومره شور او څومره زور لرم سینه کي
یوه نیم جهنم اور لرم سینه کي

زما ټوله زندګي دي ترېنه ځار شي
په یو نوم دسترګو تور لرم سینه کي

هره شپه یې شبِ قدر ورځ اختر شته
ستا یادونو ته یو کور لرم سینه کي

ستا دسترګو نیم خمار داسي لوګۍ کړم
ټول ایره شوم زړه تک تور لرم سینه کي

پریشتې دڅنګ مي هک پک دي حیراني
څومره ښه او څومره پور لرم سینه کي

دا آثر دبیلتانه دی ثناخوانه
چي مي سم زړګی نسکور لرم سینه کي

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago