د علم تجوېد زدکړه

Description
په دی چینل کی به ان شاألله د علم تجويد ورځني درسونه او د قرآن کریم اجرا په دومره انداز چی زده کیژی درته نشریژی هیله ده چینل درسره نشر کړی👇👇
https://t.me/Albadrj
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago

1 Jahr, 11 Monate her

دعلم تجوېــــــــــــــد زدکړه

? ??? ?? ?

شپـــ،،،ـــژم درس

لیکوال قاری عبدالمنان حقاني غفرله الباری

د نون ساکن او تنوین څلور حالته دي ①اظهار ②ادغام ③اقلاب ④اخفاء

الاول بحث الظهار

اظهار په لغت کی شکاره کیدو ته وایی او په اصطلاح کی ایستل د هر حرف دی د خپل مخرج څخه بیله غنی:
او اظهار هغه وخت کیژی چی وروسته تر نون ساکن او تنوین یو حرف د حروف حلقیه وو څخه راسي او حروف حلقیه شپژ دانی دی همزه ها عین حا غین خا

سوال پر مَنْ اٰمَنَ باندي چی شی کیژی
جواب اظهار کیژی ځکه وروسته تر نون ساکن همزه راغلی ده
سوال پر سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ باندی چی شی کیژی
جواب اظهار کیژی ځکه وروسته تر تنوین عین راغلی دی

نور دروس وروسته ان شاألله

که غواړي د نورو دروسو څخه برخمن شی نو زموژ  چینل درسره وڅاري
https://t.me/Albadrj

1 Jahr, 11 Monate her
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ملګرو زما ټويټر درسره فالو کړی
ان شاألله د تازه تازه خبرو څخه به برخمن شی

ستاسو ورور 《عبدالمنان حقانې》

ملګرو دغه مي پخواني اکاونټ دی تر یو څه ځنډ ورورسته می اوس بر ته سم کړی👇👇
https://twitter.com/QariHaqqani1?t=QQdmG_ttDof1yMlvDNeWDw&s=09

1 Jahr, 11 Monate her

*دعلم تجوېــــــــــــــد زدکړه

? ??? ?? ?

داجرا څلــ،،ــورم درس

لیکوال قارې عبدالمنان حقانې غفرله البارې

اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ  ﴿5﴾
ژباره ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَیَه.

اِهْدِنَا همزه د حروف حلقیه وو څخه ده د اقصیٰ حلق څخه ادا کیژی: ها هم د حروف حلقیه وو څخه ده د اقصیٰ حلق څخه ادا کیژی: دال د حروف نطعیه وو څخه دی مخرج د ادا کولو یی دی د ژبی سر چی د ثنایا علیا غاشو د بیخو څخه وموشولی: نون د حروف طرفیه یا ذلقیه وو څخه دی: الف د حروف مده وو څخه دی مګر دلته پر الف باندی مد نه کیژی ځکه نون د ما بعد کلمه د صآد حرف سره جنګیژی:

الصِّرَاطَ الف لام شمسیه دی: صآد د حروف صفریه څخه دی ډک ویل کیژی: را د حروف طرفیه یا ذلقیه وو څخه ده ډکه ویل کیژی ځکه فتحه لری: الف د حروف مده وو څخه دی دوه حرکته قدر کشیژی ځکه ماقبل یی مفتوح دی: طا د حروف لِثَوِیه وو څخه ده ډکه ویل کشیژی:

الْمُسْتَقِيمَ الف لام قمریه دی: میم د حروف شفوی څخه دی سین د حروف صفریه وو څخه دی: تا د حروف نطعیه وو څخه ده: قاف د حروف لهاتیه وو څخه دی ډک ویل کیژی: یا د حروف مده وو څخه ده دوه حرکته قدر کشیژی: ميم د حروف شفوی وو څخه دی او پر مجموع الْمُسْتَقِيمَ باندی  په حالت د وقف کی مد عارض وقفی کیژی او دا مد دری حالته لری طول شپژ حرکته کشول توسط څلور حرکته کشول قصر دوه حرکته کشول

نور دروس وروسته ان شاألله

که غواړي د نورو دروسو څخه برخمن شی نو زموژ  چینل درسره وڅاري
https://t.me/Albadrj

1 Jahr, 11 Monate her

دعلم تجوېــــــــــــــد زدکړه

? ??? ?? ?

پنځــ،،ــم درس

لیکوال قاري عبدالمنان حقانې غفرله البارې

لحن پر دوو معنی وو راځی یو په معنی د لب لهجه [یعني مورنی ژبه] سره راځی  دوهم په معنی د غلطی سره راځی دلته زموژ دغه دوهم قسم معنی مراد ده اصطلاحی معنی یی ده [دتجوید خلاف قرآن ویل یا غلط ویل یا بی قاعدی ویلو ته لحن ویل کیژی
لحن پر دوه قسمه دی یو لحن جلی [معنی شکاره غلطی] چی عام خلق ټوله په پوهیژی  دوهم لحن خفی معنی پټه غلطی چی یوازی قاريان صاحبان په پوهیژی
لحن جلی تعریف د لحن جلی لپاره شپژ سورتونه دی
اول سورت تبديل الحرف باالحرف [یعنی حرف په حرف بدلول] لکه د انعمت پر ځای چی انهمت ووایی
دوهم سورت تبدیل الحرکت باالحرکت [یعنی حرکت په حرکت بدلول لکه د صِرَاطَ پر ځای صَرَاطَ ووایی
دریم سورت زیادت الحرف [یعني د حرف زیات ول لکه د الحمدُ پرځای چی الحمدُو ووایی
څلورم سورت نقصان الحرف [یعنی د حرف کمول] لکه د لم یُوْلَدْ پرځای چی لو یُلَدْ ووایی
پنځم سورت مشدد بل مخفف [یعنی مشدد په مخفف سره بدلول لکه د اِیَّاکَ پر ځای چی اِیَاک ووایی
شپژم سورت مخفف بل مشدد [مخفف په مشدد سره بدلول]  لکه د اَنْعَمْتَ پرځای چی اَنَّعَمْتَ ووایی
د لحن جلی دُنیوی حکم حرام او اُخروی یی عقاب [یعنی عذاب]دی او که چیری په لحن جلی سره د قرآن شریف معنی کی تغیر راتلی لمونځ فاسدوی
لحن خفی تعریف  د حروفو ښايست لپاره کومی قواعدی چی مقرره دی دهغو خلاف قرآن کریم ویلو ته لحن خفی ویل کیژی لکه پر را چی زور یی ډکه ویل کیژی تی باریکه ووایی د لحن خفی دُنیوی حکم مکروه او اُخروی حکم یی خوف العقاب [یعنی بیره دعذاب] ده

نور دروس وروسته ان شاألله

که غواړي د نورو دروسو څخه برخمن شی نو زموژ  چینل درسره وڅاري
https://t.me/Albadrj

1 Jahr, 11 Monate her

دعلم تجوېــــــــــــــد زدکړه

? ??? ?? ?

څلـــ،،،ـــورم درس

لیکوال قاري عبدالمنان حقانې غفرله البارې

الف چی ماقبل یی مفتوح وی
واو چی ماقبل یی مضموم وی
یا چی ماقبل یی مکسور وی
حروف مده ورته وایی
واو چی ماقبل یی مفتوح وی واو لین ورته ته وایی
یا چی ماقبل یی مفتوح وی یا لین ورته وایی

همزه ها عین حا غین خا     ته حروف حلقیه وایی

جیم شین او هغه یا چی مده یا لین نه وی       حروف شجریه ورته وایی

قاف او کاف       ته حروف لهاتیه وایی

ضآد      ته حرف حافیه وایی

لام نون او را    ته حروف طرفیه او ذلقیه وایی

طا دال او تا   ته حروف نطعیَّه وایی

ظا ذال او ثا    ته حروف لِثَوِیه وایی

صآد زا او سین    ته حروف صفریه وایی

ف ميم با واو ته   حروف سقوي وایی

نور دروس وروسته ان شاألله

که غواړي د نورو دروسو څخه برخمن شی نو زموژ  چینل درسره وڅاري
https://t.me/Albadrj

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago