رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
د نجات لپاره ایمان شرط دی!
د دوږخ څخه د همیشه خلاصۍ لپاره ایمان شرط دی ځکه، چي کفر شرک هیڅکله نه معاف کیږي.
الله تعالی (جل جلاله) فرمائي:
إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا. النساء: ۴۸.
ژباړه: الله تعالی یوازي شرك نه بخښي له دې څخه پرته، چي نوري هر څومره ګناه وي دي، چي د هغه چا ته خوښه شي وربخښي یې چا، چي له الله تعالی سره كوم بل څوك شريك وګاڼه، هغه ډېر غټ درواغ غوټه کړل او د ډيري لویي ګناه خبره یې وکړه.
تفسير: يعنې مشرک ته له سره مغفرت نسته؛ بلکې دوزخ يې دائمي سزاده.
هو! له شرک څخه ښکته، چې کوم صغيره ګناهونه دي ياکبيره، هغه ټول د مغفرت وړ دي، الله تعالى د هر چا د مغفرت اراده، چې و فرمايي د هغه صغيره او کبيره ګناهونه سره له څه عذاب ورکولو يا بې له عذاب ورکولو معافوي او دا ددې په لوري اشاره ده څرنګه، چې يهوديان په کفر او شرک کې مبتلا دي نودوي دې د مغفرت توقع او هيله نه کوي.
د صحیح ایمان ایمان لپاره یوازي الله تعالی باندي ایمان درلودل نه کافي کیږي؛ بلکي د الله پاک ټول پیغمبران، آسماني کتابونه، دوږخ، جنت، د قبر عذاب او په ورځ د آخرت به یقین او باور لري.
څوک چي د الله تعالی په آخري پیغمبر محمد (صلی الله تعالی علیه وسلم) نه مني د هغه ایمان نه دی مقبول، ځکه محمد (صلی الله تعالی علیه وسلم) د الله پاک آخري پیغمبر دی او خدای پاک دا ګواهي خپله کړیده، الله تعالی فرمائي:
مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا. الاحزاب: ۴۰.
ژباړه: اې خلكو! محمد (صلی الله تعالی علیه وسلم) ستاسي له نارينه ؤ څخه د هيچا پلار نه دى، هغه خو د الله پاک رسول او اخرنی او وروستنی نبي دى او الله تعالی د هر شی علم لرونكى دى.
تفسير: يعني هيڅوك دده زوي مه ګڼئ، هو! محمد صلی الله عليه وسلم د الله پاک رسول دى، نو په دغه حساب سره ګرد دده روحاني زامن دي.
د حضرت محمد رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په تشريف راوړلو سره د انبياؤ پر سلسله د اختتام مهر ولګېده اوس به هيچا ته نبوت نه وركول كيږي پس هر چاته، چې نبوت رسېدلى دى نو له همدې جهته د دوي د نبوت دوره له ګردو انبياؤ څخه وروسته ايښل سوې ده، چې د قيامت تر قيام پورې به اوږدوالى لري.
تنبيه: د نبوت د ختم په متعلق له قرآن، حديث، د امت اجماع څخه په سلګونو دلايل ځينو معاصرو عالمانو راټول كړي دي او پرې مستقل كتابونه يې ليكلي دي، چې د هغو له كتلو څخه لږ څه تردد او اشتباه نه پاته كيږي چې ددغې عقيدې منكر قطعاً كافر او له اسلامى ملت څخه خارج دى( او دى الله جل جلاله پرهر څيز ښه عالم) يعني: همدغه الله جل جلاله پر دغه باندې هم عليم او خبير دى چې د رسالت يا د نبوت ختم په كوم ځاى كې كېښودل سي.
(وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ)
تفسير :
قرآنکريم يوه ستره مُعجزه: يعنې که تاسې په دې دعوا کې رښتيني ياست، چې دا د بنده خبره ده، نو هومره پوهان، عالمان، شاعران، فصحاء او بلغاء، چې موجود دي پرته له الله تعالى(ج) له ټولو څخه مدد او کومک وغواړئ ! اومعاونت ترې واخلئ ! او په دې سره يې وګمارئ،! چې ټول سره کښینئ او يولڼد سورت د قرآن د څو آيتونو په شان جوړ کړئ ! يايې دا مطلب، چې له الله تعالى(ج) نه غير ستاسې څومره معبودان، چې دي له ټولو څخه په ډېره تضرع اوزارۍ او په دعاګانو سره غوښـتنه وکړئ ! چې په دې مشکل کې له تاسو سره مدد وکړي اوڅه آسانتيا در ورسوي.
دا چي د قران کریم معجز کلام لپاره ټول دنیا ته چلینج دی د انسان د وس وتلې خبره ده، نو د لفظ دقیق معنا یي هم دومره ژور/پراخ علم غواړي، ترڅو حقیقت څرګند سي، چي د هر انسان لپاره دغه کار نا ممکن دی، بیا د نن عصر خلکو ته خو بیخي د امکان هیڅ درک نسته، ځکه دومره علم، تقوا، حلاله نفقه، اخلاص او دیانت نسته، لکه څومره، چي د مخکني علماء سره ؤ.
یو مثال یی پیش کوم د فتح القدیر استاذ رکم، چي مجتهد فی المذهب دی، د اوس عصر علماء را غونډ کړه په خپل اجتهاد دومره غټه لاس ته راوړنه نسي موجود کولی..
په درنښت محسن مسبح
فکري کتابتون:
😍راه یافته گان به سوی حق 😍:
#د_پام_وړ!
د امت محمدي د فروع اختلاف حکمت:
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه را وروسته، تر نن عصر پوري د فروع اختلاف راروان دی ان دغه اختلاف به ورځ، تر قیامته جاري وي.
ځواب: د اختلاف حکمت یي دوه ـ۲ـ اړخ لري.
۱ـ لومړی د اظهار حق لپاره: لومړی که وکتل سي اختلاف یو لپاره د باطل دی او بل لپاره د رد دی.
د امت محمدي اختلاف د باطل او صحیح لپاره دی نه د رد لپاره.
مثالونه یي صحابه ؤ زمانه: څه وخت، چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفات سو، نو ده صلی الله علیه وسلم خپل ژوند کي خلیفه نه ؤ ټاکلی د صحابه کرامو لپاره دغه کار ستونزمن ؤ، انصارو صحابه ؤ رضی الله تعالی عنه اجمعین به ویل خلیفه زموږ له قوم څخه ټاکو، مهاجرینو صحابه ؤ رضی الله تعالی عنه اجمعین به ویل زموږ له قوم څخه ټاکو او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم کورنۍ ویل زموږ حق کیږي د میراث په حیث.
خو د زیاتو مشورو وروسته ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه خلیفه وټاکل سو، ټولو صحابه کرامو بیعت ورسره وکړ د څه وخت لپاره حضرت علی رضی الله تعالی عنه بیعت نه ؤ کړی مګر رد یي حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه باندي هم نه کاوه وجه یي دا وه، چي د امت لپاره حق کوم طرف دی هغه باید ثابت سي د وخت تیریدلو وروسته ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه حق خلیفه ثابت سو علی رضی الله تعالی عنه په مسجد نبوي کی بیعت ورسره وکړ.
همدا شان دغه سلسله تابعینو دور کي راروانه وه، لکه د څلور امامانو اختلاف فرعي مسئلو کي لپاره د اظهارحق.
مثلاً: قران کریم کي د قروء لفظ راغلی یو امام یي د حیض معنا اخلي بل امام یي د طهر معنا اخلي البته دواړه ځان ته دلائل لري یو او بل باندي رد نه کوي؛ بلکي دواړه ځانونه حق بولي له دغه سبب څخه👇
【جمع العلم فی القران لکن تقاصر فهم الرجال】
ژباړه: ټول علم په قران پاک کي سته خو د خلکو فهم کوتاه دی.
نو ددغه سبب څخه امامانو اجتهاد کړی د حق لپاره هر یو حق ته ورسیدی خپل اجتهاد کي هغه لپاره دوه ثوابه دی او که ونه رسیدی هغه لپاره یو ثواب دی.👇
او بل: د قران کریم د ایاتو معنا لپاره اصولینو علماء کرامو تقریباً شل قِسمه یاد کړي مثلاً: عبارةالنص، اشارةالنص، دلالةالنص او تقاضا د نص.👇
یا په بل عبارت: حقیقةالنص، مجازةالنص، صراحةالنص، کنایةالنص او داسي نور.......
اوس نو یو امام د ایات شریف د عبارةالنص څخه اخذ کوي، یو امام د اشارةالنص څخه اخذ کوي، یو امام حقیقة النص څخه اخذ کوي او بل امام کنایة النص یا مجازة النص څخه اخذ کوي، نو داسي مثال سو، لکه زموږ هدف یو ځای ته رسیدل دي مګر هغه ځای ته څلور لاري تللي یوه اوږده ده، بله لنډه ده او بله بیا زیات پیچونه لري اوس ستا اختیار دی هره لار انتخاب کوي انتخاب کړه البته هدف ته دي تولي لاري رسوي هغه یوه هدف ته تللی.
نو قران عظیم الشان مو هدف سو مذهبونه مو تګلارې سوې هره لار انتخاب کړو، تر هدفه چي قران عظیم الشان دی رسوي مو.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:
【اختلاف أمتي رحمة】
ژباړه: زما د امت اختلاف رحمة دی، نو خبره واضح سوه که چیري امامانو دغه تحقیق نه وای کړی، نو موږ د قران اصل مطلب ته نسوای رسیدلی👇
جمع العلم فی القران لکن تقاصر فهم الرجال.
د اختلاف بل لوی حکمت دادی، چي الله رب العزت د قران کریم اعجاز ثابت کړی ځکه الله رب العزت فرمائي:
وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ★
【سورة البقرة ۲۳ایات】
او كه تاسي د هغه كتاب (قرآن) په هكله شكمن ياست، چي موږ خپل بنده ته نازل كړی دى، نو د هغه غوندي یوازي يو سورت راوړئ، او له الله پرته خپل (ټول) مرستيالان هم راوبلئ، كه تاسي رښتيني ياست.
(وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ)
تفسير :
کفارو ته چيلنج : داخبره پخوا تېره شوې ده، چې ديوه کلام په نسبت شبهه ياله دې جهته کېداى سي، چې څه شک خلل او رَيب پکښې وي، نو د هغه دفعه يې په ( ذلک الکتاب لاريب فيه )سره وفرمايله، يايې دا صورت کېداى سي، چې د چا په زړه کې د پو هې له لږوالي يا د عِناد د زياتوالي له امله څه شک او شبهه پيداکيږي، نو څرنګه چې دا صورت ممکن؛ بلکې موجود و، نو ددې د لرې کولو عمده او آسانه صورت يې بيان و فرمايه، چې که تاسې ددې کلام په نسبت داسې خيال لري، چې د بشر کلام دى، نوتاسې هم ددې پاک قرآن پاک د يوه سورت ددرې آيتونو په اندازه همداسې فصيح او بليغ يو سورت جوړ او ورسره يې مقابل کړئ! کله چې تاسې سره له ډیر فصاحت او بلاغت د قرآن پاک د يوه وړوکي سورت له مقابلې څخه عاجز يی، نو باور وکړئ، چې دا دالله تعالى(ج) کلام دى او د هيڅ کوم بنده خبره نه ده، په دې آيت کې دحضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) نبوت لاښه څرګند او مدلَل شو.
#علم!
علم د پوهې پیژندنې او خبرتیا په معنی دی، علم د یوې رڼا په څیر دی، چي د انسان زړه، دماغ او د هغه د بریالیتوب لارې روښانه کوي.
علم انسان د بې لارۍ او مایوسۍ څخه خلاصوي او هدف ته د رسیدو لاره یې اواروي.
بالمقابل جهل او ناپوهي داسي تیاره ده، چي انسان د ډار، خطر، اړتیا او خوارۍ سره مخ کوي.
د علم په وسیله انسان خپل ځان او خپل پیداکوونکی (خدای) جل جلاله پیژني، نو لازمه ده چي د علم تر څنګ عمل هم باندي وکړو.
ځکه وائي: د علم میوه او ثمره عمل دی.
موږ باید د دیني علومو تر څنګ د ساینس، کمفیوټر، تخنیک او صنعت کسب هم وکړو ځکه د ژوندانه په ډګر کي تخنیک او لاسي کار ته اړتیا لرو.
باید کوښـښ وکړو، چي د هر علم په برخه کي خلک ولرو، چي د ضرورت په وخت کي د اسلام د دښمنانو مقابله د خپل پوهې او تخنیک په ذریعه وکړو.
بيخي ګريس بنده ټوکه ?
یوه سړي یوه پېغله په نکاح کړه، همداغه سړی ډېر مالداره هم وو؛ خو سره له مالدارۍ زیات بخیل هم وو، خوراک یې فقط دال ول او بس.
ښځي یې ډېر کالونو نه په دالو ګوزاره ورسره کوله؛ خو له دالو نه بیخي تر پوزې راغله، خاوند ته یې وویل چې:
دال مې نور اشتهاء ته نه کیږي، ته لیږ غوښه یا بل څه راوړه، کنجوس خاوند یې د دالو صفتونه ورته شروع کړل چې دال
بیخي زیات ګټور شئ دی، بلا ډېر ویټامینونه لري....خو ښځه یې زیاته له دالو په تکلیف شوه، لاړه د پلار په کور کېناسته.
زیات وخت یې د پلار په کور تېر کړ، اخیر وروڼو یې پوښتنه ترې وکړه، چې خورې څه مشکل لرې چې کور ته نه ځې؟
د کنجوس ښځې له شرمه څه نه ویل.
خور یې له زیات ټينګار نه ورسته ورته وویل: د دالو له لاسه نشم ورتلی، ټول وخت مې په دال خوړولو کې تېر کړ.
وروڼو یې ورته وویل چې دا خو عادي خبره ده. وروڼو یې ورته یوه د خوب ګولۍ ورکړه ورته یې وویل: چې دا ګولۍ ورکړه نور یې مونږ ته پرېږده.
خاوند ته یې د خوب ګولۍ ورکړه، کله یې چې خاوند د خوب ګولۍ سم ویده کړ، نو وروڼه یې راغلل سړی یې په یوه توره تیاره کوټه (اطاق) کې واچوو، کفن یې هم په خپور کړ، دوي ورته انتظار شول، چې له خوبه را جګ شي.
کله چې سړی له خوبه را بیدار شو، ګوري چې کفن پرې پروت دی او تیاره ځای کې دی، نو یې فکر وکړ چې په قبر کې ده......د ښځې یې دوه وروڼه ورته راغلل
یوه پوښتنه ترې وکړه، چې رب دي څوک دی؟ د سړي یقین شو، چې همدا قبر کې پروت یم مړ شوی یم....
سړي وویل رب مې الله تعالی دی...
بیا یې ورته وویل چې دین؟
هغه وویل: دین مې اسلام دی....
بیا ورته وویل شول چې نبي؟
سړي وویل نبي مې محمدصلی الله علیه وسلم دی.
بیا یې ورته وویل چې خوراک دي څه شئ ول.
هغه ورته وویل: قسم کوم خوراک مې یوازې او یوازې دال ول.
دوي ورته وویل: تا یوازې دال خوړل، الله تعالی درته وېلي ول. کُلوا مِن طیباتِ مَا رَزقناکُم.....
خورئ هغه پاک شیان چې مونږ درکړي.... او تا یوازې دال خوړل؟
نو ورته یې وویل چې د دالو عذاب دا دی، چې تر قیامته به په قمچینو وهل کیږې، یوه قمچینه یې ملا ته ور واچوله، سړی له ډاره بې هوشه شو.
دوي ژر کفن ترې لرې کړ خپل اطاق ته یې راوړ پخپل ځای یې څملاو.
کله چې بیداره شو ګوري چې ژوندی دی...
له ښځې یې پوښتنه وکړه. چې زه مړ شوی نه وم؟ ښځې یې ورته وویل: نه رک روغ یې هیڅ بلا نه یې وهلی ته صبر چې زه د دالو ناشته درته جوړه کړم
خاوند یې نعره کړه چې نانانانانا
ایاکِ والعَدَسْ فعذابه الی یوم البَعَث
یعني. پام کوه چې د دالو عذاب تر قیامته دی. زه ځم بازار ته غوښه او مېوه راوړم ځکه الله تعالی وایي چې هر پاک شی خورئ ....... ?
الجهل موت الاحیاء.
ژباړه: ناپوهي د ژوند مرګ دی.
#په_ښځو_او_نارینه_ؤ_کي_د_عزت_مرتبه!
د حدیث شریف متن دی، چي ښځه تر نارینه ناقص العقله او ناقص الدینه ده، نو ددي حدیث شریف مطلب دادی چي ښځه د نارینه په پرتله یواځي شاهدي نسي ادا کولی ځکه ناقص العقله ورته وایي او د حیض (میاشتني) په خاطر لمونځ او روژه نسي ادا کولی ځکه ناقص الدینه ورته وایي.
دا دیني اظهار د ښځو د سپکاوي لپاه هیڅ کله نه دی؛ بلکي په دي کي د قدرت د تخلق د توازن طرف ته اشارة ده، چي د نارینه او ښځینه په مینځ کي د جسماني، طبعي او جنسي فرق بنیاد وښیي او دا فرق په اصل کي د فطرت تقاضا ده.
د هغه څخه بیله د نوع انساني ذاتي او معاشراتي ژوند نسي پاته کیدلای.
خالق تعالی چي نارینه ته پر زنانه دا برتري ورکړي، چي ثبوت یي دا حدیث شریف دی، نو دا د معاشراتي ژوند په خاطر نه دا چي د دوي په عزت او حیثیت کي فرق راسي؛ بلکي په عزت او نوع انسانیت د قدر درجه یي یوه ده.
#روژه_دارته_په_آخره_شپه_مغفرت_کیږي...!
و عن ابی هریرة (رضی الله تعالی عنه) عن النبی (صلی الله علیه وسلم) انه قال: یغفر لامته فی اخر لیلة فی رمضان قیل یا رسول الله! اهی لیلة القدر؟
قال: لا ولکن العامل انما یوفی اجره اذاقضی عمله.
#ژباړه: د حضرت ابو هریرة (رضی الله تعالی عنه) څخه روایت دی، چي نبي کریم (صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د امت و روژه دار ته د رمضان په آخره شپه بخښنه کیږي، عرض وسو یا رسول الله! آیا هغه لیلة القدر ده، چي په هغه کي بخښنه کیږي؟
رسول الله (صلی الله علیه وسلم وفرمائل: نه بلکي کار کوونکی چي خپل کار وکړي، نو هغه ته هغه وخت پوره مزدوري ورکول کیږي.
#تشریح: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جواب مطلب دادی، چي د مغفرت دا سعادت د لیلة القدر په وجه نه ورکول کیږي؛ بلکي د هغه عظیمي فریضې د پوره کولو په وجه حاصلیږي، چي د هغه د اداکولو حکم الله تعالی خپلو بندګانو ته ورکړی دی او هغه روژه ساتل دي.
د روایت الفاظ (یغفرلامته) د رسول (صلی الله علیه وسلم) د ارشاد مبارک نه دی؛ بلکي دا د ابوهریرة (رضی الله تعالی عنه) خپل الفاظ دي، چي د هغه په ذریعه هغه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د الفاظو مبارکو مفهوم ادا کړی دی او بعینه د رسول الله صلی الله علیه وسلم الفاظ دادي (یغفر لامتی).
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago