فکری سنگر /غـــزه 🌻

Description
محترمو وروڼو له دې ځایه به د تاسې درانه حضور ته د نړي د مجاهدينو په ځانګړی توګه د فلسیطین د مجاهدینو اړوند تازه او وخت په وخت معلومات نشریږی
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 months, 1 week ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 1 week, 1 day ago

1 month, 3 weeks ago

**سۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ (1)
ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ (2)
ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ (3) مَٰلِكِ يَوۡمِ ٱلدِّينِ (4)
إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ (5) ٱهۡدِنَا
ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ (6) صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمۡتَ
عَلَيۡهِمۡ غَيۡرِ ٱلۡمَغۡضُوبِ عَلَيۡهِمۡ
وَلَا ٱلضَّآلِّينَ (7)

صدق الله العظيم**

1 month, 3 weeks ago

#حــــــــــــــــــــــــزب_الله

د صهیونیستي ځناورو په نهاریا اشغالی ښار باندې توغندیز بريدونه وکړل .................

t.me/+WJzG8nJLSYgwYmJl
t.me/boost/WJzG8nJLSYgwYmJl

1 month, 3 weeks ago

آمریکا شمالی کوریا ته د برید ګواښ کړی دی.

امريکا وایی چې شمالي کوریا لس زره سرتیری روسیې ته لیږلي چې د کورسک په سیمه کې د ګې په لومړی کرښه کې به د اوکراین پر ضد جنګیږی ......نو ځکه یې د برید ګواښ کړی دی.

ګام په ګام د دریمې نړوالې جګړې پر لور ......

1 month, 4 weeks ago

فتحې او برکت
څخه حیران نشی.
دا خبرې له لاس رسی نه لرې یوه څه ته د دعوت به معنا ندی.بلکه دا نښانې چې مونږ د دغو الګو ګانو له تحقق نه د نن ورځې په واقعیت کې لیدلی، هغه زیری دی چې پخپله سترګو یې شاهدان یو.
له الله تَبَارَک وَتَعَالَی څخه غواړو چې خپل نعمتونه تکمیل کړی او دې غایت ته ورسیږو. لکه څرنګه چې ویلی دي: «سبا هغه چا ته نږدې چې انتظار یې کوي»

1 month, 4 weeks ago

دا ایډیا باید د مالي ملاتړ کونکو او کورنیو ترمنځ ومنل شي. په دې معنی چې ځینې هوښیار او زیرک ځوانان چې مؤمن او مخلص دي باید له مادي مصروفیتونو او عصري ژوندانه څخه معاف شي او جامع دیني جوړښت ته پوره توجه وکړي.
دا جوړښت نه یوازې د دیني علومو په حفظ او تحصیل متمرکز دی، بلکې په هر هغه سطحه کې چې د أمت به مسیر کې اثر ګزاره دی د اصلاح غوښتونکو پراخې اړتیاوې په پام کې نیسي .
دا ځوانان باید له لازم چمتوالي وروسته خپل ټول وخت د دین په خدمت او د اسلام په ملاتړ او نصرت کې وقف کړي.
دا کار به پرته د ځوانانو او د هغوی د کورنیو له فداکاری او د مالي ملاړو له پوهاوي پرته ممکن نه وي.
• اسلامی أمت له خپلو دښمنانو څخه د پوره پیژندنې او آګاهی پرته، که هغه کافران دی او که منافقان ځان ته نجات نشی ورکولای.
دوی باید له خپلو دښمنانو برائت وکړي او له مخلصو او خواخوږو ملاتړ او مینه ورسره وکړي.څرنګه کولای شو له هغه أمت نه د پر مختګ تمه ولرو؛ هغه کسان چې دوی ته کار کوی دشمن ګڼی او هغوي یوازې پریږدی او له هغه چا سره چې د دوی له دين، اخلاقو سره جنګیږی مرسته کوی.
• د اسلامي امت وضعیت به تر هغه وخته ښه نه شي چې د دیني علومو زده کوونکي یوازې د نظري مسایلو په یادولو او ضبط ولو بسنه وکړي، پرته له دې چې عملي ترتبیت د ایمان د حقایقو، د نفس د تزکیې او د موجودو شرایطو له آګاهی پر بنسټ او دا شان د تفکر قدرت او د انبیاؤ اصلاحي طریقه زده نکړی.
نو پکار ده چې د دیني علومو زده کوونکي په هر اړخیز او متوازن ډول وروزل شي تر څو چې علم او ​​عمل، تزکیه او تفکر او پوهاوي او اصلاح طریقې سره یوځای کړي.
نو دلته ده چې هغوی د أمت په مختلفو ډګرونو کې د تأثیر ګزاری لپاره په بصیرت
او آګاهی سره آماده کیږی او په ربانی رهبرانو باندې بدليږي چې هم یې د خدای په کتاب عمل کړی او هم د هغه په مطالعه کې هڅاند وی.
• نن به د امت حالت بدلون ونه مومی که چیرې مونږ یوازې په دې قانع شو چې زمونږ با استعداده ځوانانو د قران کریم حفظ کړی
او د هغه الفاظ دې پرته له فهم او تدبر څخه ادا کړی، پرته له دې چې له هغه دې هدایت وغواړي او عمل دې پرې وکړی.
له همدې امله مونږ د راتلونکي نسل او پوهو مشرانو څخه هیله لرو چې په امت کې د قرآن د لارښوونو او هدایت اخیستنې مجالس په أمت کې را ژوندی کړی، او د قرآنکريم د حفظ کولو حلقات دې د فهم او تدبر په جلساتو او له واقعیت سره په علمی
پیوند ډک کړی، لکه څنګه چې د صحابه کرامو په دوران کې به نبوی ﷺ مدرسه کې دا رنګه ؤ .
• نن ورځ اسلامي امت دې ته اړ دی چې اشراف او دعوتګران یې د اولویتونو د فقهې پر اساس عمل وکړي او د دين اساسي اصولو او د وخت مهمو مسايلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هره مسئله باید د هغې د اهمیت په اندازې په وحی او واقعی شرایطو کې په پام کې ونیول شی. کټ مټ هماغه شان لکه څنګه چې انبیاؤ علیهم السلام د خپلې زمانی اصلي ستونزو ته ځانګړی پام درلوده. مثلا لوط (عَلَيْهِ السَّلام) په وار وار سره خپل قوم د فحشاء د مسئلې اړوند مخاطب وګرځاوه او شعیب (عَلَيْهِ السَّلام) په خپل ټول دعوت کې یې د قوم اقتصادي او تجاری ظلم ته توجه لرله، او موسی (عَلَيْهِ السَّلام) د الله تَبَارَک وَتَعَالَی به اجازې سره د مظلومانو او مستضعفانو آزادول خپل کار وګرځاوه.نن هم مونږ دارنګه یوې فقهې او توجه ته اړتیا لرو.

• همدا راز اسلامی أمت نن اتحاد او يوالي او د تفرقې او اختلافاتو لرېوالی ته اړتیا لری، ځکه چې دا د بیداری او پر مختګ له شرایطو يو اساسی شرط دی.

که څه هم ښايي د اسلامي امت په اوسني حالت کې، د طریقو او منهجونو له مخې یو کامل او ټول سموله اتحاد واقع بینانه نه وی، خو کولای شو په هغو سترو او اساسي اهدافو کې چې د امت له نصرت او مرستې سره تړاو لري، سره يو موټی شو، حتی که زمونږ طریقې او د فعالیت ساحې سره توپیر ولري.همدا راز باید له داخلی اختلافاتو ډډه وکړو او د أمت لپاره په ګټمنو او اساسی مسائلو تمرکز وکړو.
مونږ پر دې باندې پوره ایمان لرو چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی د جهان د تولو امور تدبیر کونکی دی او هیڅ شی د هغه له اجازې پرته نه ترسره کیږی. الله تَبَارَک وَتَعَالَی د زمکې پر مخ ځيني سنتونه ګرځولي دي چې ښکاره یې له هغو، له هغو مؤمنانو سره مرسته ده چې په اخلاص او صبر د هغه لور ته ګام اخلی.
که چیرې دت رنګه مومنان وموندل شی او هغوی د انبیاؤ په طریقه ګام وچت کړی، د دین حقايق را ژوندي کړی او په بصیرت او حکمت سره یې په ټولنه او واقعی شرايطو سره عملي کړی او په دې مسیر کې وحی خپله مرجع وګرځوی، نبوی مدرسه خپله الګو ونیسی، تزکیه خپله اوسه وګڼي، علم ضمانت، او حکمت خپله طریقه، بصیرت رهنما، اوعملي وسیله، او أمت ته خدمت هدف او د اسلام احيا خپل غایت او پای وګڼي او د دې ټولو ترڅنګ له الله تَبَارَک وَتَعَالَی نه توفیق وغواړي او پر هغه توکل او له شریعت نه پیروی وکړی،په دې وخت کې به له الهي نصرت او الهي

1 month, 4 weeks ago

زمونږ أمت به څرنګه را ویښ شی؟!

نن ورځ اسلامي أمت د خپل پیکر په سراسر کې، ژور ټپونه لری؛ هغه پیکر چې له هر لوري د زهرجنو غشو هدف ګرځيدلي دی:

  1. اوږد مهاله استعماری غشی:

اوږد مهاله استعمار چې په ټولو هغو اسلامي هیوادونو باندې چې د هغوي تر تسلط بندې راغلي تور او ویجاړونکي اغیزې پریښې دي.

  1. د استشراق غشی:
    استشراق (شرق پیژندنه )، په تیره پیړۍ کې د غربیانو د یرغل لپاره فکری اوزار ؤ .

  2. د فکری شبهاتو غشي:
    د فکری شبهاتو اور په دا را ورستیو شل کلونو کې ډیر زیات تیز او په لمبو شوی دی
    او د دغه اور پرچمداران او بیرغ پورته کونکي فکري مؤسیسات او بنسټونه، فرهنګي او کلتوری ټولنې، ځینې سیاسي نظامونه، تلویزیوني چینلونه، ورځپاڼې او مجلې او همدارنګه ځینې غرب ځپلي روڼ آندي او پوهان دي.سربیره پردې، ځینې نوي او منحرف شخصیتونه له ټولنیزو شبکو څخه د تبلیغي منبر په توګه کار اخلي او د الحاد، فیمینیزم، د نبوي سنتو د انکار،لادیني، ابراهیمیت (۱) او دې ته ورته مواردو په اړه ډول ډول شبهات خپروي.

  3. د اخلاقي انحرافاتو او بد اخلاقيو غشی:

هغه غشی چې انسان د خپل تاریخ په اوږدو کې، په دې کچه د زوال او اخلاقي فساد په ځانګړي ډول د هغې د نفوذ په کچه کې چې د ویب سایټونو او بریښنایی وسیلو له لارې ځوانانو، انجونو، لویانو او حتی ماشومانو ته رسیدلي،په څیر هیڅ نه دی لیدلی.

ــــــــــــ
1- د درې آسماني دينونو اسلام، یهودیت او مسیحیت ته د ابراهيمی ديانت تر عنوان لاندې اتحاد ته اشاره ده چې ځيني سياسي نظامونه او د هغوي عوامل یې د ترویج په حال کې دي.

۵.د جهل، چل، او قومی تعصباتو غشی:

دا غشی د لویدیځو سیاستونو تر څارنې لاندې چې د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې یې زمونږ مرزونه راته ترسیم کړل وکرل شو،
او د هغو زوراکو د لاسونو په مرسته چې په دغو لویدیځو قدرتونو پورې تړلي دي، پلي او پیاوړي شول.

  1. د حکومتی مدرنو نظامونو غشی:

دغو نظامونو د ملتپالنې مفاهم د اسلامي امت له پامه د غورځونې په قیمت سره ترویج کړل او انسان یې د خپلو غوښتنو تر درانه بار لاندې هوار کړل.
دوی د یو غیر موثر تعلیمي سیسټم تر فشار لاندې چې غلط مفاهم تثبيت او ړوند تبعیت تقویت کوی د خلکو ژوند او انرژي ضایع کړې ده.دغو نظامونو په ډیرو هیوادونو او سیمو کې په مالي تسلط، فقر، زندانونو، جبر او د آزادۍ او کرامت له محرومیت سره انساني کرامت له منځه وړی دی.

  1. د مستقیم او غیر مستقيم اشغالگری غشی:
    چې نن یې لمبې په سوډان او غزه کې وينو.

  2. د منافقو او ظالمو حاکمانو غشی:

دغه ظالم حاکمان،د ویښتابه، مصلحانو او هر ډول هڅو پر وړاندې چې د اسلامی أمت د بيداري لامل کیږی مقابله کوی.
۹.د فاسدو رسنیو غشی:
دغه رسنۍ حقیقت تحریف وي، فساد ترویج وي او دعوت کونکو او مصلحانو څهرې تخريب وي.
۱۰. د جاهلانو او افراط ګرایانو غشی:
هغه کسان چې په کافر بللو بدعتی ویلو تفرقې او ډلو پالنو سره پر أمت مسلط شوي د تفریقې او ګډوډيو موجوده حالت یې لا پسې خراب کړی دی.
۱۱. د ابتذال، بی ځایه لوبو او تفریح او پستو مشاهرو غشی:

رسول الله ﷺ په یوه حدیث کې دغو مواردو ته د آخر الزمان د نښانو په توګه اشاره کړې ده؛ دغه موارد د دې لامل شوی چې نوی سلونه به بی هودګی بی میؤلیتی کې غرق شی او د ژوند معنی له لاسه ورکړي.
دا ټول غشی په یو ضعیف او رنځور بدن باندې راټول شوي او هغه ضعف او ناتواني یې رامینځته کړې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبرداری ورکړی و.
دغه حالت د أمت جسد رنځور او ناتوانه کړی او هغه یې له حرکت نه غورځولي دی، ته به وایی چې لاس او پښې یې تړل شوی
او د هیڅ اقدام وړتیا او توان نلری.بیا د دې ټولو ناخوالو او مرګونو غشو وروسته،د دې أمت بچیانو د دغو ټولو مصیبتونو او مرګونو غشو په مقابل کې څه کړي دي؟
والدینو د خپلو اولادونو د ساتنې، تعلیم او د هغوی په وړاندې د خپل اسلامي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره څه کړي دي؟
د أمت بډایه خلکو د دغو قارون صفتانه فاسدو او ملیاردی پروژو پر وړاندې څه اقدام کړي دی؟او د دې ټولو غشو په مقابل کې د حقایقو په بیانولو او په عمل کې د ملت د رهبرۍ په برخه کې علماوو څه کړي دي؟
هر هغه څوک چې دا ګمان کوي چې نن اسلامي امت له دې زهرجنو او وحشتناکو غشو څخه یوازې په کمو خال خال هڅو او د ځینو خلکو په جزوي مرسته ژغورلی شي، په توهم کې دي.
نن اسلامی أمت نه له خپل غفلت نه را ويښيږي او نه له ځنځيرونو څخه یې خلاصونو مومی، مګر د مخلصو او وفادارو بچیانو په سترو قربانيو سره یې. دغه فدا کاری نه یوازې په وخت او انرژی کې، بلکه د مال په مصرف ولو او دوامدارو هڅو کې تجلی پیدا کړی. دلته هغو ایډیاو ته چې بار بار مې تکرار کړی دی بیا اشاره ورته کوم: « د دین لپاراه د افرادو فراغت».

2 months ago

⚫️ په غزه کې ۷۴ تنه نور فلسطینیان شهیدان شول/ د شهیدانو شمیر ۴۲۷۹۲ تنو ته ورسید

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزه کې د جګړې د ۳۸۳مې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې اعلان وکړ چې
په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د صهیونیسټی نیواکګرو پوځیانو په دغه سیمه کښې د فلسطینیانو شپږ نور قتلونه وکړل.

دغه وزارت زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې ۷۴ فلسطینیان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې په تړانګه کې د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۲۷۹۲ او د ټپیانو شمېر ۱۰۰۴۱۲ ته لوړ شوی دی.

په عین حال کې د غزې په تړانګه کې تر لسو زرو زیات کسان لا هم لادرکه او تر خاورو لاندې دي.

له نن سهار راهیسي د صهیونیسټي رژیم په حملو کښې شل تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

دلته راسره یو ځای شئ 👇👇👇👇👇👇
https://t.me/+WJzG8nJLSYgwYmJl

2 months ago

په غزه کې صهیونیستي ځناورو د جنايتونو په دوام ۲۰ کسان په شهادت رسیدلی دي.

2 months ago

د غزې په شمال کې د شهیدانو د تکفین لپاره کفن هم نه پیدا کږی ...................****

که مو خیال وي د جګړې په پیل کې سعودی عربستان په کفن بار لارۍ غزې ته د مرستو په نوم لیږلې او اوکراین ته یې په میلیونونو ډالر ولیږل نن هغه هم چوپ پاتی دی.

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 months, 1 week ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 1 week, 1 day ago