Unlock a World of Free Content: Books, Music, Videos & More Await!

د اسلامي معلوماتو ذخیره

Description
هر اړخیزه اسلامي مطالب او معلومات
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 8 months ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 4 days, 18 hours ago

دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.

Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos

Last updated 1 year, 8 months ago

1 year ago

*🟥 د قرآن کریم دعاګانی د هر مشکل لپاره !*

1 - که صالح اولاد غواړی :

رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ
رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ .

2 - که چیري ډاریږی چي زړه دي ګمراه نه شي :

رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّاب .

3 - که غواړي دې دنیا نه شهید لاړ شي :

رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ .

4 - که چیرته لوی غم لري یا حوصله نه لري نو ووایه :

حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ .

5 - که غواړي چې په لمانځه پابند شي نو ووایه :

رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلاةِ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاءِ .

6 - که غواړي ښځه او اولادونه دې درته وفادار وي نو ووایه :

رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا .

7 - که ښکلی کور غواړي نو ووایه :

رَبِّ أَنْزِلْنِي مُنْزَلًا مُبَارَكًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْمُنْزِلِين .

8 - که غواړي شیطان درنه لري وي نو ووایه :

رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَنْ يَحْضُرُونِ .

9 - که دې جهنم دې عذاب نه ډاریږي نو ووایه :

رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا .

10 - که ډاریږي چي الله ج دې اعمال نه قبلوي نو ووایه :

رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ .

11 - که ناراحته یی نو ووایه :

إنما أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّه .

*✍️ هیله ده ثواب او صدقه جاریی په نیت یې نشر share کئ . مننه !*

د اسلامي معلوماتو ذخیره 👇👇
@Islam_is_success

1 year, 1 month ago

سوال:  ځیني خویندې د حیض (میاشتنی ناروغي) د کانترول لپاره په روژه کي دارو درمل خوري چي ناروغي یې بنده او روژه ونیسي په شریعت کي یې حکم څه دی؟
ځواب: عبدالغفار جبير
د حیض (میاشتانه ناروغۍ) بندول په شریعت کي هیڅ پروا نلري خو یو شرط دا پکښې دی چي دغه دارو درمل چي د حیض د کانترول لپاره استعمالیږي باید د ښځې و صحت ته تاوان  و نه رسوي.
(آپ کےمسائل اُور اُنکا حل ټوک: ۳، پاڼه: ۳۷۸/ شهید مولنا یوسف لیدهیانوی رحمة الله علیه)
يادونه : دغه درمل بايد د حيض د شروع کېدو څخه مخکي شروع سي .
هر اړخیزه اسلامي مطالب او معلومات⬇️
@Islam_is_success

1 year, 1 month ago

روژه په اسلام او ساینس کي (8)
لیکنه او څېړنه:عبدالغفار جُبیر
د پېشلمي فضيلت:
۱۵: ان النبی صلی الله علیه وسلم قال: تسحروا فان السحور برکة. )) أخرجه البخاري في الصوم (۱۹۲۲)، ومسلم في الصيام (۱۰۹۵).
حضرت انس رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي پېشلمی کوئ دا ځکه چي په پېشلمي کي برکت دی۔
۱۶: وروی مسلم عن عمرو قال:: فصل ما بین صیامنا و صیام أهل الکتاب أکلة السحر. )) رواه مسلم أخرجه مسلم في الصيام (۱۰۹۶).
عمرو بن العاص رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي زموږ او د اهل کتابو تر مینځ توپیر پېشلمی دی۔
د روژې په ماتولو کي تلوار کول:
۱۷: عن سهل بن سعد رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: ((لا يزال الناس بخير ما عجَّلوا الفطر))أخرجه البخاري في الصوم (۱۹۵۷)، ومسلم في الصيام (۱۰۹۸).
حضرت سهل رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه و فرمایل: هر څومره چي خلک په روژه مات کي تلوار کوي په هغه اندازه ئې خیر دی۔
۱۸: و روی احمد وغیره فی الحدیث القدسی عن الله عز وجل قال: ان احب عبادي الی اعجلهم فطراً). (ترمذی، مشکوة شریف)
حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي په بندګانو کي و ماته تر ټولو محبوب هغه څوک دی چي تر ټولو ژر روژه مات کړي۔ 
روژه مات په خرما او په اوبو سره:
۱۹: فقد اخرج ابوداؤد وغیره مرفوعاً (اذا افطر احدکم فلیفطر علی تمر فانه برکة فان لم یجد فالماء فانه طهور. (رواه ابوداؤد،ترمذی، مشکوة شریف)
حضرت سلمان بن عامر رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی علیه وسلم و فرمایل کله چي یو څوک د روژې د ماتولو تکل وکړي نو په خرما سره دي روژه ماته کړی، دا ځکه چي د برکت سبب دی؛ که چيری خرما نه وه نو په اوبو سره دي ماته کړي دا ځکه چي دا پاکې ده۔
د روژه مات ثواب:
۲۰: عن زید بن خالد الجهنی رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: من فطر صائما کان له مثل اجره غیر انه لاینقض من اجره الصائم شیئا . )) رواه أحمد وأصحاب السنن واللفظ للترمذي وقال الترمذي: "هذا حديث حسن صحيح"، وصححه ابن حبان (۳۴۲۹)، وهو في صحيح الترمذي (۶۴۷).
ژباړه:
حضرت زید بن خالد الجهنی رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:  کوم څوک چي د روژه دار روژه مات برابر کړي نو هغه ته هم دومره ثواب ورکول کیږي لکه د روژه نیونکي او له د روژه نیونکي ثواب هم نه کمیږي.۔
د روژې په حالت کي د ناوړو کارونو څخه ځان ژغورل:
۲۱: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: (من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه) البخاري (۱۸۰۴)
ژباړه:
حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل  کوم څوک چي په روژه کي ناروا خبرې کوي او دا عمل نه پرېږدي نو الله جل جلاله د هغه خوراک او څښاک پرېښودو ته کومه اړتیا نلري۔
نور بیا...
هر اړخیزه اسلامي مطالب او معلومات⬇️
@Islam_is_success

1 year, 1 month ago

د روژې فقهي مسائل (9)
ځواب: عبدالغفار جُبیر
کوم کارونه په روژه کي پروا نلري؟
۱۴: سوال: کوم کارونه په روژه کي پروا نلري؟
ځواب:
په روژه کي مسواک وهل، سترګی تورول، په سترګو کي دوا اچول، خوشبویي استعمالول دا په روژه کي رواه دي په دې سره روژه نه ماتیږي.
(هندیه ۱/ ۱۹۹، جواهرالفقه ۱/ ۳۷۹/ مفتی اعظم مفتی محمد شفیع رحمة الله علیه)
۱۵: سوال: ایا پېشلمی خپله د روژې نیت دئ؟
ځواب: که چیري یو څوک د پېشلمي پر مهال ونه وايي چي سبا زما روژه ده او پېشملی وکړي همدا یې نیت دی.
یادونه: د روژې نیت به د نصف النهار څخه مخکي وي.
(فتاوی رحیمیه ټوک: ۷، پاڼه: ۲۴۱ حضرت مولانا حافظ قاری مفتی سید عبدالرحیم صاحب لاجپوری/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۹
۱۶: سوال: په روژه کي څه وخت باید نیت وشي؟
ځواب: داڅو حالتونه لري:
ښه خبره داده چي د رمضان المبارک د میاشتي د روژې نیت د سپېدو داغ څخه مخکي وشي.
که یې چیري د سپېدو تر چاودلو پوری د روژې نیت نه وو او تر سپېدو وروسته یې د روژې نیت شو کوم شی یې نه وي خوړل او یا هم څیښلی او بیا د روژې نیت وکړي دا هم درسته ده روژه یې صحیح کیږي.
که یې هیڅ شی نه وي خوړلی او یاهم نه وي څیښلی او وروسته د روژې د نیولو اراده وکړي نو تر غرمې یو ساعت مخکي (یعنی تر نصف النهار مخکي) نیت کولا شي روژه یې صحیح ده.
د رمضان المبارک د روژې لپاره همدا کفایت کوي چي ووايي چی سبا مي روژه ده نور شی نه غواړي.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۶، پاڼه: ۲۲۲/ مفتی اعظم عارف بالله حضرت مولانا مفتی عزیز الرحمن عثمانی/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۲، آپ کے مسائل اُور اُنکا حل ټوک:۳، پاڼه: ۳۳۶/ شهید مولانا یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه)
۱۷: سوال: که مي پېشملی ونکړ روژه مي صحیح ده؟
ځواب: پېشلمی یو سنت کار دی که پېشلمی ونشي او شی و نه خوړل روژه صحیح ده.
(آپ کےمسائل اُور اُنکا حل ټوک: ۳، پاڼه: ۳۴۲/ شهید مولانا یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه )
۱۸: سوال: د پېشلمي وخت کله ختمیږي؟ دغه اذان چي وسي او که دغه ږنګ چي وواهل شي؟
ځواب: د پېشملي وخت معلوم دی، دغه اذان او دغه ږنګ یې یوه علامه ده، که چیري اذان او یا هم ږنګ پر خپل وخت باندي وي درست دي.، که پر خپل وخت نه وي درست نه دي.
یادونه:په ځینو هیوادونو کي د حکومت له لوري ږنګ وهل کیږي چي همدغه ږنګ ور څخه مراد دی.
(آپ کےمسائل اور اُنکا حل ټوک: ۳، پاڼه: ۳۴۴/ شهید مولنا یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه)

نور بیا...
هر اړخیزه اسلامي مطالب او معلومات⬇️
@Islam_is_success

1 year, 1 month ago

روژه په اسلام او ساینس کي (7)
لیکنه او څېړنه:عبدالغفار جُبیر
۱۱: وعن عبدالله بن عمرو ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: الصیام والقرآن یشفعان للعبد یوم القیامة یقول الصیام: أي رب منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعنی فیه و یقول القرآن: منعته النوم باللیل فشفعنی فیه قال: فیشفعان .(اخرجه احمد ۱۷۴/ ۲/ ۶۶۲۶)
ژباړه:
حضرت عبدالله بن عمرو رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي روژه او قرآن کریم د بنده لپاره د الله په دربار کي شفاعت کوي، روژه به ووایي چي ای پروردګاره! ما دی په ورځ کي د خواهشاتو، خوراک او څښاک څخه منع کړی وو نو ځکه د ده په هکله زما شفاعت قبول کړه او قرآنکریم به ووایي چي ای خدایه! ما دی په شپه کي له خوب کولو څخه بند کړی وو نو ځکه د ده په اړه زما شفاعت قبول کړه، نو د دوی دواړو شفاعت به قبول کړل شي. (مشکوة شریف، جامع الاحادیث)

۱۲: عن ابن عمر ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: لکل صائم عند فطره دعوة مستجابة. (البیهقی فی شعب الایمان (۳۷۴۹)
ابن عمر رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د هر روژه نیونکي دعاء د روژه مات پر مهال قبلیږي.
۱۳: عن ابی هریرة قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ثلاثة لا ترد دعوتهم: الصائم حتی یفطر، والامام العادل. (رواه الطیالسی فی مسنده (۲۵۸۴) و ابن مبارک فی الزهد ۱۰۷۵)، والحمیدی فی مسنده (۱۱۵۰) و ابن ابی شعب فی المصنف (۸۹۰۲)و والامام احمد فی المسند (۲/ ۳۰۴، ۴۴۵) وفی شعب الایمان (۷۱۰۱) وغیره......
: حضرت ابو هریره رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د درو اشخاصو دعا نه ردیږي:

۱: د روژه مات پر وخت د روژاتي دعا.
۲: د عادل پاچا دعا.
۳: د مظلوم دعا

۱۴: عن عبدالله ابن عمر رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ان الجنة لتزخرف لشهر رمضان من رأس الحول الی الحول المقبل فاذاکانت اول یوم من رمضان هبت ریح من تحت العرش فصفقت ورق الجنة و یجئ الحور العین فقلن: یا رب اجعل لنا من عبادک ازواجا تقربهم اعیننا ویقر اعینهم بنا.
(بیهقی شعب الایمان ۳۳۵۴، المعجم الاوسط للطبرانی،فضائل شهر رمضان لابن شاهین و غیره)

حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د روژې لپاره جنت د کال له پیل څخه بیا تر دا بله کاله پوري ښایسته کیږي، بیا چي کله د روژې لومړۍ ورځ شي نو تر الهي عرش لانده یوه ځانګړې هوا د جنت له پاڼو سره تېریږي ښکلو حورو ته چي کله ورسیږي نو هغوی وایي چي ای خدایه! زموږ لپاره له خپلو بندګانو څخه داسي جوړه غوره کړه چي زموږ سترګي په هغوی سړې او یخي شي او د هغوی سترګي په موږ سړې شي.
نور بیا...
هر اړخیزه اسلامي مطالب او معلومات⬇️
@Islam_is_success

1 year, 1 month ago

د روژې ځانګړې خپرونه

روژه په اسلام او ساینس کي

۲ دویمه برخه

خپرونه پر دوه برخي د

لمړۍ برخه د روژې اړوند معلومات
دویمه برخه د روژې اړوند پښتنو ته ځوابونه

ویاند محسن احسان
لیکوال مفتي عبد الغفار جبیر

دغه لړۍ پر یوټوب هم کتلی شی
https://youtu.be/cHMpNDvfcqg
هر اړخیزه اسلامي مطالب او معلومات⬇️
@Islam_is_success

1 year, 1 month ago

په روژه کي د انزال ضروري مسٸلې
ځواب: عبدالغفار جبير
سوال: و میرمنې ته مي په شهوت سره وکتل او انزال شوم اوس مي روژه څنګه ده؟
ځواب:
که مېړه و خپلی ماینې ته په شهوت سره وکتل او یایې د هغې خیال په زړه کي راوستئ چی له کبله ئې انزال شو نو روژه ئې نه ده فاسده. (درمختارزکریا ۳/ ۳۶۷)
يادونه: همدغه حکم د فلم هم دى ـ
 سوال: په روژه کي د میرمنې مچول او په غېږ کي نیول څنګه دي؟
ځواب:
که له ښځې څخه د مچولو یا غیږ کي نیولو په وخت کي سړی انزال شو روژه ئې ماتیږي قضاء ئې شته کفاره نشته. نو احتیاط په کاردی، او که چیري د انزال بېره نه وي پروا نه کوي.
 (فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۱۷/ مفتی اعظم عارف بالله حضرت مولانا مفتی عزیز الرحمن عثمانی/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۲
 سوال: که یو کس د خپلي ښځې بیله عورته په بل اندام کي انزال شي  کفاره شته که یا؟
ځواب:
که یو انسان د ښځې یا د نر سره پرته دعورته په بل ځای کي انزال شي صرف قضاء شته او کفاره نسته.
(جدید مسائل کاحل- ۶۰۲/ اداره اسلامیات لاهور.
سوال: په خوب کي شیطان خطا ایستل (احتلام) روژه فاسدوي که یا؟
ځواب:
احتلام یا د شیطان خطا ایستل  روژه نه فاسدوي.
(شامی زکریا ۳/ ۳۶۷)
سوال: په استمنا بالید(جلق، مُټ وهل) په دې سره روژه ماتیږي که یا؟
ځواب:
که یو څوک استمنا بالید وکړی روژه ئې ماتیږي قضاء ئې شته کفاره نشته.
 (آپ کےمسائل اوراُن کا حل ټوک ۳/ ۳۱۹/ شهید مولانا یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه./مکتبه لدهیانوي بنوري ټاون کراچی- ۲۰۰۲
هر اړخیزه اسلامي مطالب او معلومات⬇️
@Islam_is_success

1 year, 1 month ago

روژه په اسلام او ساینس کي (5)
لیکنه او څېړنه:عبدالغفار جُبیر
۸: كل عملِ ابنِ آدمَ يُضاعفُ الحسنةَ عشرةَ أمثالها إلى سبعمائةِ ضعفٍ. قال اللهُ عزَّ وجلَّ: إلا الصومُ، فإنَّهُ لي وأنا أجزي بهِ، يَدَعُ شهوتَه وطعامَه من أجلي. للصائمِ فرحتانِ: فرحةٌ عند فطرِه، وفرحةٌ عند لقاءِ ربِّهِ، ولخُلوفٌ فيهِ أطيبُ عند اللهِ من ريحِ المسكِ رواه مسلم، في صحيح مسلم، عن أبي هريرة، الصفحة أو الرقم: ۱۱۵۱
۹: عن أبي هريرة -رضي الله عنه- أن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال: (الصيام جنة، فلا يرفث ولا يجهل، وإن امرؤ قاتله أو شاتمه فليقل: إني صائم مرتين. والذي نفسي بيده لخلوف فم الصائم أطيب عند الله تعالى من ريح المسك، يترك طعامه وشرابه وشهوته من أجلي. الصيام لي وأنا أجزي به والحسنة بعشر أمثالها) البخاري (۱۷۹۵)

ژباړه:
د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي انسان ته پر هر عمل له لسو څخه تر اوو (۷۰۰) سوو پوري د ثواب بدله ورکول کیږي، مګر الله جل جلاله وایي چي روژه له شماره څخه بېله ده دا ځکه چي هغه خاص زما لپاره ده، او زه د هغې بدله رحمت ورکوم، ولي چي روژه نیونکي خپل خواهش، خوراک او څښاک خاص زما لپاره پرېیښی وو، د روژه نیونکي لپاره دوې خوشحالۍ دي، یوه د روژې د ماتولو پر وخت او دوهمه د الله تعالی سره د ملاقات پر وخت او د روژه نیونکي د خولې بوی الله ته د مشکو له بوی څخه هم خوښ دی، روژه د ګناهونو په وړاندی سپر (ډال) دی او کله چي کوم یو له تاسو څخه روژه نیونکی وي نو بدي خبري دي له خولې څخه نه راباسي او نه دي ښکنځل کوي، کله چي بل څوک بدي خبري ورته وکړي یا له ده سره جګړه کوي نو دی دي ځواب ورکړي چي زه روژه نیونکی یم. (بخاري شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)

۱۰: عن أبي هريرة : قال قال رسول الله إذا كان أول ليلة من شهر رمضان صفدت الشياطين ومردة الجن وغلقت أبواب النار فلم يفتح منها باب وفتحت أبواب الجنة فلم يغلق منها باب وينادي مناد يا باغي الخير أقبل ويا باغي الشر أقصر ولله عتقاء من النار وذلك كل ليلة . اخرجه الترمذي(۶۸۲، و ابن ماجه و مشکوة)
ژباړه:
حضرت ابوهريره رضی الله عنه وایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي کله د روژې لومړۍ شپه سي نو شیطانان او سرکښه پېریانان وتړل سي، د جهنم ټولي دروازې بندي کړل شي یوه هم پرانستې نه وي، او د جنت ټولي دروازې پرانستل شي یوه هم بنده نه وي؛ یو اواز کوونکی اواز کوي چي ای خیر غوښتونکي!!! مخ را وګرځوه او ای شر غوښتونکي!!! شر پرېږده شاته ولاړ شه او الله جل جلاله په روژه کي ډېر خلک له دوږخ څخه ازادوي او دا معامله هره شپه تر سره کیږي.
نور بیا...
هر اړخیزه اسلامي مطالب او معلومات⬇️
@Islam_is_success

1 year, 1 month ago

سوال:ایا په انهیلر(Inhaler) سره روژه ماتیږي که یا؟
ځواب: عبدالغفار جبير
د انهیلر پمپ د استعمال له کبله روژه ماتیږي، که د یوچا روژه وه او ډېر مجبوره شو نو انهیلر دي استعمال کړي روژه یې ماته ده، قضاء یې شته او کفاره یې نشته، او که د یو چا ژوند بیله انهیلره ممکن نه وو نو روژه دي نه نیسي او فدیه دي ورکوي.
یادونه: انهیلر –  ودې ته د نفس تنګۍ چلم یا پمپ وايي، د هغه چا چي نفس تنګي کیږي ډاکتران دغه ورکوي او هغه ناروغه یې کشوي، داچي په انهیلر کي یواځي اکسیجن نه دئ او دارو درمل ورسره سته له همدې کبله روژه ماتوي.
(فتاوی حقانیه ټوک: ۴، پاڼه: ۱۷۰ شیخ الحدیث حضرت مولنا عبدالحق/ دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک
هر اړخیزه اسلامي مطالب او معلومات⬇️
@Islam_is_success

1 year, 1 month ago

د روژې فقهي مسائل (7)
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د کومو عذرونو له کبله روژه خوړل روا ده؟
۸: سوال: د کومو عذرونو له کبله روژه خوړل روا ده؟
ځواب: د لاندي عذرونه له کبله روژه خوړل روا ده:
- د مرګ  بېره:
که روژاتي په ناڅاپي ډول سره سخت ناروغه شي او د مرګ بېره وي، او یا د روژې په نیولو سره یې ناروغي زیاتیږي په دغه وخت کي روژه خوړل روا ده.
(هندیه ۱/ ۲۰۷)
- که د حاملې ښځې او یا د ماشوم د له منځه وړلو بېره وي:
که چیري حامله ښځه د یوه داسی مشکل سره مخامخ سي که روژه ونیسي یا دا او یا ئې ماشوم له منځه ځي نو په دغه وخت روژه خوړل روا ده.
 (هندیه ۱/ ۲۰۷)
- د تندي له کبله روژه خوړل:
که د یوه کار له کبله روژاتي داسی تږي شو چی هیڅ توان ئې نه کېدی او د مرګ خطره وه نو روژه خوړل روا ده، خو و بل لور ته که ئې په قصد سره ځان تږی کړ او کار ئې وکړ او بیا له تندي سره مخامخ شو نو که چيري روژه و خوری ګناهکاره دئ.
 (درمختار مع الشامی زکریا ۳/ ۴۰۰)
نور بیا...
هر اړخیزه اسلامي مطالب او معلومات⬇️
@Islam_is_success

We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 8 months ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 4 days, 18 hours ago

دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.

Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos

Last updated 1 year, 8 months ago