رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
د نارواؤ او ناوړه کارونو
څخه انسان ډېر ژر ستړی کیږي،
برعکس
څومره چې انسان په دیندارۍ او تقوا کې
مخکې ځي، هغومره لذت اخلي، زړه او ټول وجود یې غواړي چې نور هم مخکې لاړ شي..!!#عقابون
**زموږ تولیدي عمر څومره دی؟
ځواب: شاوخوا دېرش کاله!
معمولاً تر شل کلنۍ پورې کورنۍ په موږ باندې مصرف کوي او چې عمر مو ډېر شو (له پنځوسو واوښتو) بیا هم څو کسان زموږ خدمت ته ملا تړي. د انسان ټول عمر که په درې برخو ووېشو؛ نو یوازې منځنۍ برخه یې تولیدي ده او دوه نورې یې مصرفي دي.
زما او ستا عمر څومره دی؟
که له شلو پورته او له پنځوسو لاندې وي؛ نو اوس هم وخت لرو!
هدف باید ولرو؛ ځکه څوک چې هدف نه لري؛ هغوی برنامه هم نه شي لرلی. څوک چې برنامه نه لري هغه د ژوند په مانا او فلسفه هم نه پوهېږي او د چا چې څومره هدف ووړ وي؛ هومره یې گامونه هم لنډېږي.
په افغانانو کې مشهوره ده، چې د انسان درېیمه برخه په خوب تېرېږي یا د انسان ۳۰٪ عمر هسې چټي په خوب ضایع کېږي؛ مگر دلته سمونې ته اړتیا ده. موږ به تازه اودس وکړو، دوه رکعته تحیة الوضو به ادا کړو، بستره کې به ننوځو، په ښي اړخ به واوړو او لاس به د زنې لاندې ونیسو، د ټولې ورځې جریانات به محاسبه کړو او یو ځل به لنډ مرور ولرو، د قرآن آیتونه او سورتونه به تلاوت کړو، دعاوې به وکړو، سترگې به پټې کړو؛ نو چا وویل چې دغه خوب عبث دی؛ دا خو په احادیثو ثابته ده چې عبث نه دی.
یعنې که موږ واقعاً وغواړو زموږ دقیقه، ساعت، ورځ، اوونۍ، میاشت، کال، خوب او خوراک به هم بې ځایه او عبث نه وي. موږ باید سراسر گټې او ثواب ترلاسه کولو ته کار ووایو؛ که وغواړو دا کار کولی شو؛ آسانه دی.
نوش جان دې د هغو شي چې ځواني، ځواک، د زړه زور، قوت، استعداد، هنر او پوهه يې ټول اسلام ته د خدمت په پار وقف کړي دي. الله تعالی به یې هېڅکله اجر ضایع نه کړي. ځوانانو په طول د تاریخ کې د نظامونو سقف حمل کړی دی او په ټولنو کې ټاکندوی رول ور په برخه دی.**#_تمیم_تکل
**په انسان کي د تکبر لامل او سبب
إمام القرطبي رحمه الله وايي:
"که دي ولیدل چي يو انسان کبرجن ؤ، نو پوه شه چي په لمانځه کي سُست دی یا لمونځ نه کوي.
ځکه؛ چي په يو انسان کي کبر او ډېري سجدې کول (لمونځ ګذاري) نه سره یو ځای کېږي
[الجامع لأحكام القرآن]**
د الـلـه په فیصلو پوره باور ولره ځڪه تاته هعه څه نه درڪوي چې تــه یې غواړی. بلڪې هغه څه درڪوي چې ستا لپاره بهتـــر وي @latahzen12
رسول الله ﷺ فرمايلي؛ څوک چی دغه کلمات ووایي،
(سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر)
دده ګناهونه به داسې ورژېږي؛ لکه څنګه چې د ونې نه پاڼې رژېږي.
(رواه احمد والترمذي وحسنه الألباني?
**هيڅکله په {الله} تعالي باور مه هيروه..!!
تر څو چې {الله} تعالی سره مو رابطه قوي وي، نو تاسې ته به هغه څه راشي چې تاسې يې غواړئ
نو له هغه ژوند څخه خوند واخلي چې تاسو ته يې درکړي،
دنعمتونو قدر يې وکړئ،
هغه ستاسو دعاوي اوري،
هر څه به په ټاکلي وخت کې راشي،**@latahzen12
د الـلـه په فیصلو پوره باور ولره ځڪه تاته هعه څه نه درڪوي چې تــه یې غواړی.
بلڪې هغه څه درڪوي چې ستا لپاره بهتـــر وي
@latahzen12
یـــوه ورځ دا نــړی پریږدوو نو ددي لپاره چی ته هر څه یي خــو د هغي نړی لپاره هم یو سه وکړه محترمه
نبي کریم (ﷺ) فرمایې؛
الله ( ﷻ )له هغو کسانو څخه کرکه کوي څوک چې پاکو خلکو ته ستونزې جوړوي.
د سهار په لمانځه کي مؤذن یوه جمله زائده وایي، هغه جمله د « الصلاة خير من النوم » ده، لمونځ تر خوب بهتره دی، ځکه چې خوب نیم مرګ دی أو لمونځ ژوند دی، خوب د بدن راحت دی مګر لمونځ بیا د روح راحت دی، خوب د نفس غوښتنه ده أو لمونځ د رب جل جلاله غوښتنه ده، په خوب کي مؤمن او کافر دواړه سره شریکان دي، دواړه خوب کوي، مګر لمونځ یواځي مؤمن کوي.
د سهار أو ورسره د مازدیګر لمونځ و جنت ته د تللو لاره ده، جناب أکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي«من صلى البردين دخل الجنة .متفق عليه»که څوک د سهار او مازدیکر لمونځ وکړي جنت ته به داخل سي، د سهار أو ورسره د مازدیګر لمونځ د جهنم له أوره نجات دی «لا يلج النار من صلى قبل طلوع الشمس وقبل غروبها.رواه مسلم»أور ته هغه څوک نه داخلیږي چې د سهار أو د مازدیګر لمونځ کوي.
د مؤذن دا جمله چې «الصلاة خیر من النوم» باید جدي ونیسو.
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago