( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه کړې.
یاده غونډه کې پر وخت د حاجیانو د لېږد، د الوتنو د وخت د تنظیم او بیت الله شریف کې حاجیانو ته د غوره خدمتونو د څرنګوالي په اړه لازم پرېکړې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د یو میلیارد او ۷۹۷ میلیونه ٥٩ زره او ٥٠٠ افغانیو په ارزښت د بامیانو یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو پنځه بلاکونه له افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاڼي او موسی سلطان شرکتونو ته په قرارداد ورکړي.
د تړون له مخې، پروسس به په هېواد کې دننه ترسره کېږي او د سرغړونې په صورت کې تړون فسخ کېږي.
د یادو تړونونو بدل کې به د سړکونو، رېل پټلۍ، اوبو بند او روغتون جوړونې پروژې عملي کېږي.
د افغانستان بانک د سرپرست رئیس نور احمد آغا په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانۍ د ثبات او بانکي سکتور د فعالیتونو د پراختیا په اړه غونډه کې ویلي، چې د افغانۍ د ارزښت ساتنه د افغانستان بانک د کاري لومړيتوبونو په سر کې ځای لري او دا بانک توانېدلی، چې د بېلابېلو اقداماتو په تر سره کولو سره د افغانۍ له ارزښت څخه ساتنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، په تېرو څو ورځو کې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ په نرخ کې تغیرات رامنځته شوي وو، خو د پولي سیاستونو د بېلابیلو ابزارونو او اړینو ګامونو په پورته کولو سره د افغانستان بانک توانېدلی، چې بازار عادي حالت ته را وګرځوي.
نوموړي همدارنګه د بانکونو له رئیسانو غوښتي، چې د ملي مسوولیت په پام کې نیولو سره خپل معاملات په افغانۍ تر سره کړي.
نن پنځنۍ د سلواغې میاشتي ۴مه نېټه، کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۰۰ او ۱۳۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۱۹۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۲۵ افغانۍ.
سېله اولي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۱۷۵۰ افغانۍ.
میده سېله اولي وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
میده سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۱۲۵۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۰۵۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۴۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود من: په ۶۸۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۵۵۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۸۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۴۸۰ افغانۍ.
مالګه: من په ۶۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۳۰۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۳۳۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوړه ۴۰ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، علي شاه مارکېټ، د احسان زبیر پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۲۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ او عام بازار نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۵۸ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۵۹ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۵۴ او په عام بازار کي کیلو په ۵۶ او ۵۷ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۷۵،۸۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۹ کلداري.
یو ریال: ۲۰،۲۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۳۸۱۳ کلداري.
زر کلداري: ۲۶۲ افغانۍ.
زر تومان: په کندهار او هرات کي ۰،۹۰ افغانۍ.
لکه څنګه چې غنا اوقوت دځینو انسانانو عیبونه پټوي همدارنګه دهیواد قوې نظام او اقتصادي پرمختګ دهیواد استغنا او دتعامل بڼه بدلوي، قوې نظام اقتصادي پیاوړتیا دهیواد دراتلونکي تضمین دی، باید بلا استثنا ټول افغانان ورته کاروکړو.
ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د قطر له شارژدافیر سره وکتل
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په څلورمه نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر ښاغلي دکتور مُردِف القاشوطي سره وکتل. د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړې. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د مذاکراتو پر مهال د قطر له کوربه توب څخه مننه وکړه او د قطر له دولت او پانګوالو یې وغوښتل څو په افغانستان کې د پانګونې له موجودو فرصتونو استفاده وکړي او په دې اړه اسلامي امارت د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي. د قطر شارژدافیر ښاغلي مُردِف القاشوطي د خپلو خبرو پر مهال وویل، قطر له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېواله دی. ښاغلي القاشوطي زیاته کړه، دوی د دوحې او کابل ترمنځ د مسافر وړونکو او کارګو الوتنو پر زیاتوالي کار کوي او همدا راز به د قطر دولت له لوري په نږدې راتلونکي کې د کندهار په میرویس روغتون کې د ۴۰۰ نویو بسترونو جوړولو کارونه هم عملاً پيل شي. نوموړي وویل، قطر له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او همدارنګه به له افغانانو سره د مرستو په موخه په کابل کې د قطر خیریه بنسټ هم فعالیت پيل کړي.
بسم الله الرحمن الرحیم
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 179]
وَلَكُمْ فِى الْقِصَاصِ حَيٰوةٌ يٰٓأُولِى الْأَلْبٰبِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
هوښيارانو! ستاسي لپاره په قصاص کښي ژوند دى، په كار ده چي له دې قانون څخه سرغړاوی ونه کړئ.
https://t.me/+dSs2nq76lLU2MDJk
بسم الله الرحمن الرحیم
ورځي تاريـــخــونـه دوشنبه
قـمـــري? ۲/ ۵ /۱۴۴۶ جمادي الأولی
شمـسي☀️ ۱۴/ ۸ /۱۴۰۳ عقرب
ميـلادي? ۴/ ۱۱ /۲۰۲۴ نومبر
الاماره پښتو تازه خبرونه ټليګرام چینل سره یوځاې شئ ???
https://t.me/+dSs2nq76lLU2MDJk
ورځنې حديث شريف
رسول اللهﷺفرمایی
تر ټولو بد خوراک د هغه ولیمې خوراک دی چې شتمن ورته بلل کېږي، او غریبانو ته بلنه نه ورکول کېږي
بخاري5177 مسلم1432
موږ د الله په حکم او توفیق میدان ته دانګو او د الله د حکم په مقابل کې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوو. موږ د الله لښکر یو او ایمان لرو چې الله به موږ هېڅکله یوازې پرېنږدي. پس د دې سفر تیاری ونیسئ. تالار د تکبیر نارو په سر واخیست، سترګې له اوښکو ډکې شوې، د الله دربار ته د دغه مأموریت د پوره کولو لپاره د دعا لاسونه لپه شول او ټول الله ته په سجده پرېتول.
پر سبا یې په کابل کې د یهودو پر وړاندې د جهاد لړزونکي اعلان نړیواله میډیا په سر واخیسته، په لسګونو زره ځوانان د دفاع وزارت او د هغو اړوندو ادارو ته په لیکو کې ولاړ دي، د جهاد لپاره نوم لیکنه کوي او صفونه منظم کیږي. امریکا د بندیزونو، محدودیتونو او خپله جګړې ته د ننوتلو ګواښونو کوي، مګر د شهادت انګیزې او ارمان د مجاهدینو وینه په جوش راوستې، زړونه د الله دیدار ته تپیږي او د دښمن د دې اخطارونو هېڅ پروا نه ساتي. د اقصی د ازادۍ لښکرې د الله په لاره کې د قتال او له یهودي فوځ سره د مخ کېدلو سخت انتظار باسي. له کابل څخه د هرات په لور د دې کاروان لومړني لښکر د لبیک یا اقصی! لبیک یا اقصی! تر شعار لاندې حرکت وکړ، عام اولس، میندې او پلرونه سړکونو ته راوتي او خپل بچي د الله په لاره کې د قتال لپاره رخصتوي. د اېمان په ګاڼه سمبال ځوانان د فوځي ټانګونو پر سرونو ناست دي، پر سپینه پټه لیکل شوې کلمه یې له تندي تاو کړې، پر شونډو یې پراخه موسکا خوره ده او خپلو خویندو، میندو، پلرونو او بچیانو ته د وروستۍ خدای په امانۍ لاسونه خوځوي.
هلته یوې مور خپل یوازینی بچی په خپله غیږه کې نیولی، پر تندي یې ښکل کړ او ورته یې وویل: زویه! په غزه کې ستا مسلمانې خویندې د یهودو له خوا بې عزته کیږي، ما ته د همدې لپاره روزلي یې چې له یهودو څخه د دې ګستاخیو پوښتنه وکړې. لاړ شه او دوی ته دا وښیه چې عزه یوازې نه ده، اقصی بې ساتونکو نه دی، مسلمانې میندې په زرها کیلو مټر لرې (په افغانستان) کې د هغه د ساتنې لپاره بچي زږوي. زویه ورشه او د هغو کباب شوو ماشومانو غچ واخله چې په حق کې یې ټوله نړۍ غلې ده او پر مظلومیت یې سترګې پټوي. زوی یې د مور لاسونه ښکل کړل او ورته یې وویل: مورې! ما پر خپل سر او ځوانۍ له الله سره تجارت کړی، ماته رخصت راکړه چې د خپلو وروڼو مرستې ته ځان ورسوم، ادې! له دعا د هېر نه شم، زه به د په جنت کې سخت انتظار کوم.
هرات ته له رسېدلو وړاندې د ایران له فوځي اډو څخه ایراني عسکر تښتېدلي، نظامي مشرانو یې اخوندانو ته خبر ورکړی چې عسکر یې جګړه نه کوي او فوځي اډې یې تخلیه کړي، څوک به د الله له دغه لښکر سره د مخ کېدلو جرأت وکړي!؟ ایرانی رژیم پرځېدلی او په لسګونو زره خلک د الله د دې لښکر هرکلي ته راغلي او ورسره یو ځای کیږي. پاکستان، ترکیه، مصر، اردن لیبنان او په ګرده اسلامي نړۍ کې په میلیونونو خلک سړکونو ته راوتي او د دغه اعلان هرکلی او ننګه کوي. نړۍ حیرانه پاتې، حاکمان ګنګس دي، پولې نړیږي، امت د یو بل غیږې ته دانګې او د جهاد له لښکر سره یو ځای کیږي. هلته د یهودي سرتېرو او قومندانانو په خولو کې لاړې وچې شوي، فوځیان له جنګ په شا کیږي. نتنیاهو نه پوهیږي څه وکړي؟ ولې به نه وارخطا کیږي، د الله لښکر یې مقابلې ته روان دی. د صلاح الدین کارنامه تکراریږي او خلک له یهودو سره د جګړې لپاره د رسول الله صلی علیه وسلم د زیري عملي ننداره کوي. د حماس مجاهدین د الله دربار ته په سجده پراته دي، د دوی فداکاریو رنګ راوړی، پر اقصی د ازادۍ او فتحې شمال لګیږي او د وخت معتصم د خپلې مظلومې خور چیغې ته لبیک وایي.
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago