( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 3 weeks ago
خاوند خپلې میرمنې ته موټر ډالۍ کړ، کیلي، نور اړین اسناد او لایسنس یې ورکړ، بیا یې غېږه کې ونیوله!
ورته ویې ویل لاړه شه په موټر کې چکر ووهه، د کور او ماشومانو خیال زه ساتم.
مېرمنه یې لاړه، یو کیلو متر نه وه تللې چې له دېوال سره یې موټر ټکر کړ، ښځه ژوبله نه وه، خو موټر لږ خراب شو!
ښځې ځان سره وویل خاوند ته به څه وایې؟
ذهن کې یې بلا خیالونه او وهمونه تېریدل!
دې وخت کې پولیس راورسیدل، د لایسنس پوښتنه یې وکړه، د هغې لاسونه رپیدل او د خپل دستکول څخه یې اسناد را وویستل.
دې وخت کې یې له سترګو اوښکې روانې شوې!
ځګه پر یوه ورقه یې خاوند لیکلې وو، زما خوږې! که موټر دې چېرته ټکر کړ، نو یاد لره چې زه تا سره مینه لرم موټر سره نه !
مینه درسره لرم!🫶*😘
نو زه وایم بختور دي چې په دې پوهیږي چې دوی باید مینناک واوسې، او نه دا چې شیانو سره مینه ولري او خلګ استعمال کړي!❤️*🙏
کیسه له کتاب څخه!**
**په ولاکه خو په ټول ژوندون کې ښاد شي
کوم انسان چې په انسان باندې معتاد شي
ور مــعلوم به شي چې مـينه څه ته وايي
که زمــا رقـم څـوک چــــا پسې برباد شي
ورځ خو ښــه وي لږ مې فکر په کې اوړي
خو د شپې چې څنګه سر کيدم راياد شي
د بــــــاران او بــاد اټکل وي ناممکن خـــو
چې د هـــــيلو خـــيمه ودرومـــه باد شي
مور او پلار ترې قلم يار ته صرف ورکړئ
نور دې پاتې ورونو تاسـو ته جايداد شي
غزل - وحيـدالله قلم يار
هغه چاته دې ډالۍ وي چې زړه یې دې مطلبي دنیا مات کړی وي**
**پــــه ډک بازار کې مې مخ تور پرېږدي
غــــربت مې هر ارمان په اور پرېږدي
چـــی لږ بیوسه او غریب شې سړی
ملګــري څه کی چې یې ورور پرېږدي
وایـــه په زړه باندې به یې څه تیرېږي
لــه مجبورۍ نه چې څوک کور پرېږدي
لـــه هغو خلکو نه مې سر قربان شه
چـــی لوپټه په سر د خور پرېږدي
جمشید ساحله غریبي ورکه شه
ســــړی خوږه غیږه د مـــور پرېږدي🙂😥**
"د هغو خلکو ژوند ته مه ور ننوځئ چې تاسو ته اړتیا نه لري... او ځان پر هغه چا مه تپئ چې تاسو ردوي... د خپل ځان سپکول او ذلیله کول ښه نه دي، بلکې غوره ده چې درد په چوپتیا سره وزغمئ او په ویاړ یو لیرې ځای ته ولاړ سئ."??
═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════
نوره دعاء مکوه نه ښه کېږم?
نورې ښېرې کوه چې زړۀ مې وچوي?****
درده وعده وکړه چې تۀ به نه ځې?
ماسره شپې کوه چې زړۀ مې وچوي?**
??
ツذکرالله همدارد』
نه دې یار کړم نه مې یار شوې...!
نه مې دوست شوې نه اغیار شوې...!
ستا د پښو خاورې مې ښکل کړې...!
ته چې تیر په دغه لار شوې...!
دا خپل ظلم به در یاد شي...!
که د چا په انتظار شوې....!
???
ツذکرالله همدارد』
حتمي یو دلیل شته
چې ځینې کسان مو په زړه کې شته خو په ژوند کې نه?...!
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 3 weeks ago