پښتو مستند حدیثونه

Description
په دې چینل کې به تاسو ته ان شاء الله مستند حدیثونه په پښتو ژباړه خپرېږي.
Advertising
We recommend to visit

?کانال ما:
? @freezaban1

Last updated 2 years, 1 month ago

لا تتوقف حتى تصبح فخورًا . 🦋

Last updated 2 days, 4 hours ago

☆- 1 لـ إثباتاتي $ @m1hero.

☆- 2 المنشئ #هيرو - @keazmo.

☆- 3 بوت تحميل فيديوهات:@storekeazmbot.

☆- 4 بوت ربح رصيد مجاني:@bn15bot.

Last updated 1 year, 3 months ago

1 year, 6 months ago

[په آخرت کې پنځه سخت سوالونه ؟

حضرت عبداللّٰه ابن مسعود رضۍ اللّٰه عنه نه روایت دی، چې رسول اللّٰه صلۍ اللّٰه علیه وسلم وفرمایل: د قیامت په ورځ کله چې داللّٰه تعالۍ په دربار کې دحساب لپاره وړاندې والی وشي، نو د سړي قدم به د خپل ځای نه پورته نه شي، تر څو چې ترینه د پنځو خبرو پوښتنه ونشي.

①ـــ عمر او ژوند دي په څه کې تیر کړ. آیا زما په اطاعت کې او که زما نافرمانۍ کې.

②ـــ د ځوانۍ قوت دي په څه کې ختم کړ. آیا په لهو لعب لوبوکې، او که دینداری کې.

③ـــ مال او دولت دي له کومې لار حاصل کړل. آیا له حلالو او که له حرامو لارو په غلو باندې.

④ـــ مال او دولت دي په څه کې خرچ کړ. آیا په سازونو کې، او که په دینې لارو کارونو کې.

⑤ـــ په خپل علم دي څومره عمل وکړ. آیا نورو ته دي مسئلي کولي. تا خپل ځان هیر کړی وو، او تا خپله ورباندې عمل نه کولو. استغفرالله.

رب ج سره له ایمانه او سره له کامیايبۍ مو له دونیا نه سفر د آخرت پر لار نصیب .

رواه الترمذي " ومعارف الحديث
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ](https://t.me/Islam_is_success/9999)
له نورو سره یې شریک کړئ.⤴️
د پښتو مستندو حديثونو لپاره
?*⬇️*⬇️**@PashtoAhadith

1 year, 6 months ago

**د پیشلمی فضیلت او اړوند مسائل یې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په پیشلمي کې برکت دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نبی پاک صلی الله تعالی علیه وسلم فرمایي:" تسحروا فان فی السحور برکة" متفق علیه.
ژباړه:
تاسو پیشلمی کوئ، ځکه په پیشلمي کې برکت دی.

د پیشلمي مسنون وخت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پیشلمی د شپې په اخیره حصه کې سنت دی، زید بن ثابت رضی الله تعالی عنه فرمایي:" تسحرنا مع رسول الله صلی *الله تعالی علیه وسلم ثم قمنا الی الصلاة قیل کم کان بینهما ؟ قال: قدر خمسین آیة " متفق علیه.
ژباړه: موږ له رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم سره پیشلمی وکړ، بیا لمانځه ته ولاړ شوو، یو چا ځنې وپوښتل د لمانځه او پیشلمي تر مینځ څومره وخت و؟ ویې ویل: د پنځوسو ایتونو په اندازه وخت و.
د پنځوس ایتونو په اندازه وخت ډیر لږ دی، له دې نه معلومیږي چې نبی علیه الصلاة والسلام د شپې په اخیره کې پیشلمی کاوه.
زموږ او د اهل کتابو د روژې فرق
ـــــــــــــــــــ
فرق مو دادی موږ پیشلمی کوو، دوی بې پیشلمي روژه نیسي، ځکه عمرو بن العاص رضی الله تعالی عنه فرمایي:" ان رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم قال: فصل ما بین صیامنا و صیام اهل الکتاب اکلة السحر" رواه مسلم.
ژباړه: زموږ او اهل کتابو د روژې تر مینځ فرق په پیشلمي خوړلو سره دی( موږ پیشلمي کوو، دوی یې نه کوي.)

ماخذ: ریاض الصالحین، ۴۱۴ باب فی فضل السحور ، مط: بشری.

ځان مړول لازمي نه دی
ــــــــــــــــــــ
ځکه نبی پاک صلی الله تعالی علیه وسلم فرمایي: تاسو پیشلمی کوئ، که څه هم په یو غوړپ اوبو سره وي.
پاملرنه !
ـــــــــــــــ
ځینې خلک ډیر وختي پیشلمی کوي، چونکې تر سهاره ډیر وخت پاتې وي، له پیشلمي وروسته بیا بیدیږي، د بیرته ویدیدو دوه تاوانونه دي ، یو دا چې د پیشلمي مسنون وخت یې پرېښود، چې د شپې اخري حصه ده.
دوهم دا چې له اکثرو څخه د سهار جماعت تېر شي، ځینې خو یې داسې وي چې د سهار لمونځ ترې قضاء شي. الامان و الحفیظ.

راځئ! ملګرو د سنت طریقې مطابق پیشلمی وکړو او اړوند مسائلې یې په نظر کې و ساتو.
په دې هیله!

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ HabibiAbrar
له نورو سره یې شریک کړئ.
⤴️
د پښتو مستندو حديثونو لپاره
?*⬇️*⬇️
@PashtoAhadith

1 year, 6 months ago

دوهــــــمه بـــرخـــه?**

⑧ د تراويح ترک کول ، حال دا چې د تراويح لمونځ لوی فضيلت لري ، تراويح د نبی صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدينو سنت دي ، چې د الله تعالی ته د نږېوالی او د ګناهونو د مغفرت او د فرض لمونځ د نقصان د
پوره کولو وسيله ګرځي .

د ابی هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :«مَنْ قَامَ رمضان ايماناً و احتساباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»([5] ).

ژباړه : څوک چې د رمضان په مياشت کې د شپې قيام وکړي (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي.

په بل حديث شريف کې راغلي: «مَنْ قَامَ مَعَ الإِمَامِ حَتَّى يَنْصَرِفَ كُتِبَ لَهُ
قًيَامُ لَيْلَةٍ » ([6]).

ژباړه : څوک چې د امام سره تر آخره قيام وکړي (تراويح ادا کړي ) د هغه لپاره به د قيام ليل ( د ټولې شپې عبادت) ثواب ليکل کيږي .

⑨ ځينې کسان روژه نيسي او لمونځ نه کوي مګر يوازې په روژه کې لمونځ کوي کله چې روژه تيره شي لمونځ ترک کوي نو هغه ته به روژه او زکات څه فائده ونه رسوي د هغه مثال داسې دی لکه د ستنې پرته د چت درول ،ځکه چې لمونځ د دين ستن ده چې په هغه باندې ټول دين ولاړ دی .

⑩ ځينې کسان د ضرورت پرته خارجي هيوادونو ته سفر کوي او د روژې د خوړلو لپاره حيله جوړوي تر څو دی مسافر و شميرل شي او روژه وخوري ، خو د الله تعالی څخه د مکرانو او حيله جوړولو اعمال پټ نه دي .

⑪ ځينې کسان په حرام مال باندې روژه نیسي او افطار کوي لکه : سود ، رشوت ، غصب او نور چې د داسې کس دعا او صدقه نه قبليږي او د
ځينې فقهاؤ په نزد حج او عمره يې نه قبليږي .

⑫ ځينې کسان پشلمی ترک کوي چې داسې کول د سنتو خلاف دي .

رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي : « فَصْلُ مَا بَيْنَ صِيَامِنَا وَصِيَامِ أَهْلِ الْكِتَابِ ، أَكْلَةُ السَّحَرِ » ([7])

ژباړه: زمونږ او د اهل کتاب د روژې په مينځ کې فرق پشلمی دی .

او بل دا چې په پشلمي کې برکت او د بدن قوت وي .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : « تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً »([8])

ژباړه: پشلمی کوﺉ ځکه په پشلمي کې برکت وي .

⑬ ځينې کسان په روژه ماتي کې بيړه نه کوي ، حال دا چې په پشلمي کې ځنډ او روژه ماتي کې بيړه کول سنت دي .

په حديث شريف کې راغلي :« أَحبُّ عِبادِي إِليَّ أَعجَلُهُم فِطراً»([9]).

ژباړه: د الله تعالی ارشاد دی چې پخپلو بنده ګانو کې ماته هغه بنده خوښ دی چې په روژه ماتي کې بيړه کوي . يعنې چې کله ماښام شي نو بيا وخت نه تيروي .

د بخاري شريف بل حديث کې راغلي :«‏لَا يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الْفِطْرَ »([10])

ژباړه: څو پورې چې زما امت په روژه ماتي کې بيړه کوي نو هغوی به په ښه
حال کې وي .

⑭ ځينې امامان د دعاء قنوت سره اوږدې دعاوې وايي چې ماثور نه وي په سنتو کې نه وي ثابتې شوې.

⑮ ځينې لمونځ کوونکي د امام متابعت نه کوي د امام څخه مخکې رکوع او سجدې ته ځي او يا د امام مخالفت کوي.

چې په دې باره کې په سنتو کې سخت وعيد ذکر شوی دی.

⑯ ځينې امامان د سنت قرائت څخه خپل قرائت اوږدوي او د سنتو تسبحاتو څخه تسبيح زياتوي چې دا کار د سنتو خلاف دی .

رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايلي :« فَأَيُّكُمْ مَا صَلَّى بِالنَّاسِ فَلْيَتَجَوَّزْ فَإِنَّ فِيهِمُ الْمَرِيضَ وَالْكَبِيرَ وَذَا الْحَاجَةِ » ([11]).

ژباړه: کوم خلک چې له تاسې څخه خلکو ته لمونځ ورکوي بايد هغه لمونځ اوږده نه کړئ ځکه چې په لمونځ کوونکو کې زاړه ،کمزوري ،د ضرورت او کار خاوندان او هر ډول خلک موجود وي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – سوره النحل :۴۳ .
[2] – رواه البخاري و مسلم .
[3] – مسلم ۶۵۶ .
[4] – رواه البخاري .
[5] – رواه البخاري .
[6] – رواه أهل السنن بسند صحيح.
[7] – مسلم ۱۰۹۶
[8] – بخاری ۱۸۲۳
[9] – الترمذي ۶۹۶
[10] – بخاری ۱۸۵۶
[11] – رواه البخاري .

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ HabibiAbrar✯?⫸
له نورو سره یې شریک کړئ.
⤴️
د پښتو مستندو حديثونو لپاره
?*⬇️*⬇️
@PashtoAhadith

1 year, 6 months ago

**په رمضان المبارک کې ځينې خطاوې

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وأصحابه أجمعين وبعد:

رمضان المبارک د عبادت موسم دی ، د دعا بښنې غوښتلو ، توبې او استغفار موسم دی ، د تقوی د حاصلولو عملي مدرسه ده تر څو خلک په ښو کارونو عادت او له بدو کارونو څخه منع شي .

د هر عمل د قبول لپاره دوه شرطونه دي :
اخلاص لله تعالی او متابعت رسول صلی الله عليه وسلم .
او همدارنګه په هر مسلمان باندې د روژې د احکامو زده کړه فرض عين ده لکه د روژې مفسدات ، مکروهات او نور احکام .

ډير خلک د روژې د احکامو څخه په صحي توګه خبر نه دي نو ځکه د دوی په روژه کې نقصان موجود وي چې ځينې خطاوې او نواقص په لاندې ډول دي :

① د روژې د احکامو نه پيژندل او د هغه په باره کې د سوال او پوښتنې څخه ډه ډه کول ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :
[ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنْتُم لاَ تَعْلَمُونَ ] ([1] ).
ژباړه: پس پوښتنه کوئ له اهل ذکر (علماؤ او فقهاؤ) نه کچېرې تاسې نه پوهيږئ .

او جناب نبی صلی الله عليه الصلاة والسلام فرمايلي:« من يرد الله به خيراً يفقهه في الدين »([2]).
ژباړه: چا ته چه الله تعالی د خير اراده وکړي نو په دين کې پوهه ور په برخه کړي.

② ځينې خلک ددې مبارکې مياشتې استقبال د ذکر ، علم او تلاوت پر ځای په لهو لعبو ، بې ګټې خبرو او کارونو ، ورق بارۍ ، لوبې او نورو سره کوي.

③ ځينې داسې وي چې کله د رمضان مياشت راشي توبه وباسي په جماعت سره لمونځ کوي ، تلاوت کوي ، ښه کارونه تر سره کوي او له بدو کارونو څخه پرهيز کوي خو کله چې روژه تيره شي خپله توبه ماته کړي او بيرته خپل مخکني عادات ته ګرځي او هر څه ترک کړي ، دوی هغه قوم او ډله ده چې الله تعالی نه پيژني مګر يوازې په رمضان کې ، آیا الله تعالی لره همدا يوه مياشت ده ؟ او آيا ګناهونه يوازې په همدې مياشت کې حرام دي ؟ که هر وخت او هر ځای ، نو د ځان څخه روژه ګل او جمعه ګل مه جوړئ بلکې هر وخت او هر ځای له الله تعالی څخه وېره اختيار کړئ .

④ د ځينې خلکو عقيده داسې وي چې رمضان د خوب ، بې کارۍ او ټمبلۍ لپاره د فرصت ښه مياشت ده نو په دغه مياشت کې د عبادت پر ځای خوب او ټمبلۍ ته ښه زور ورکوي او يا خپل وخت په غيبت ، بهتان ، لهو لعبو تيروي چې د رمضان د پاره ستر ضرر او نقصان دی ، د رحمت د نزول پر ځای ځانته د عضب د نزول لاره برابروي .

⑤ ځينې کسان د روژې په داخلېدو خفګان ښکاره کوي او کله چې روژه ووځي دوی خوښي ښکاره کوي تر څو د دوی د شهواتو او حرامو لپاره لاره پرانستل شي ، حال دا چې دغه مياشت د برکت او مغفرت او د دوزخ د اور څخه د خلاصون مياشت ده د هغه چا لپاره چې واجبات پر ځای کوي او له منکراتو څخه ځان ساتي ، او د شهواتو لاره د دوزخ لاره ده .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«وحُفَّتْ النارُ بالشهوات» (او دوزخ په شهوتونو پوښل شوی دی).

⑥ځينې کسان چې کله روژه ماته کړي تر ډيره وخته پورې فلم ، سريال ، موسيقي او يا په نورو لهو لعبو مشغول شي تر دې چې نيمه شپه شي بيا پشلمۍ وکړي او بيا بيده شي او د سهار جماعت او لمونځ ورڅخه قضا شي .

د ماسختن او سهار لمونځ په جماعت سره ادا کول د ټولې شپې د عبادت کولو برابر ثواب لري :

له عثمان بن عفان رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل:
 «من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه»([3]).

ژباړه: څوک چه د ماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له عبادت سره مساوي دی ).

⑦ د روژې د حسي ماتوونکو څخه پرهيز لکه : خوړل ، څښل او جماع خو د معنوي ماتوونکو څخه پرهيز نه کوي لکه : غيبت ، بهتان ، درواغ ، ښکنځل ، بد اخلاقي او نور ، حال دا چې د روژې مقصد دا نه دی چې سړي يوازې له څه خوړلو او څښلو ځان وساتي بلکې د روژې يو ستر مقصد تقوی ده .

رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلي:«مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فيِ أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وشَرَابَهُ »([4])

ژباړه: کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبرې نه پريږدي نو الله تعالی د ده د خوړلو او څښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .

اولـــــــه بــــرخه☝️**

1 year, 6 months ago

**دروژي مبارکې د فضيلت په اړه درسول الله ﷺ ویناګانې

د نورو امتونو په پرتله د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم امت ته د هرې نيکي په بدل کې لس چنده يا تر هغه هم زياته بدله ورکول کيږي ولي روژه ددي عام قانون څخه مستثنی ده .

الهی پيغام دی چه روژه د بنده له طرفه ماته يوه تحفه ده او زه به څنګه چې غواړم ددي اجر او ثواب به ورکوم زما بنده زما د رضاء لپاره خپل خواهش نفس ،خوړل او څښل پرېږدي, نوبس زه په خپله خوښه ددی قربانۍ بدله ورکوم (بخاري او مسلم ) .

بل حديث شريف كې راغلي : اِن َّ فِي الجَنَّةِ بَاباً يُقَالُ لَّه الرَّ يَانُ يَدخُلُ مِنه ُ الصَّاِءمُونَ يَومَ القِياَمَةِ ( بخاري اومسلم ).

ژباړه : دجنت په دروازو کې يوه دروازه ده چې هغې ته باب الريان وايې پدې دروازه به د قيامت په ورځ صرف روژه دار داخليږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوې خطبي په آخره برخه کې وفرمايل : وهو شهر اوله رحمة و اوسطه مغفرة و آخره عتق من النار و من خفف عن مملوکه فيه غفرالله له و اعتقه من النار .

( ددی مبارکې مياشتی اوله حصه رحمت دی دوهمه حصه يي مغفرت دی او آخري دريمه حصه يي د دوزخ څخه خلاصون دی ،ددينه پس يي وفرمايل کوم سړی چه په دې مياشت کې د خپل خادم يا مزدور په کار کې تخفيف او کمی وکړي الله تعالی به هغه ته مغفرت وکړي او د دوزخ له اوره به آزادی ورکړي (شعب الايمان للبيهقی ).

عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد )

له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا نشي پوره کولای .

يعنی ټول عمر روژه نيول د يوې ورځی د رمضان په اندازه ثواب نشي پوره کولای چې ددې څخه د رمضان المبارک غوره والی او فضيلت څرګنديږي .

عن ابن عباس رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم عمرة فی رمضان تعدل حجة- أو حجة معي ( متفق عليه)

له حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : په رمضان کې عمره د حج سره برابره ده او يا داسې ثواب لري لکه چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره يې يو ځای حج کړی وي .

عن عثمان سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم يقول الصيام جنة من النار کجنة احدکم من القتال ( بخاری ،مسلم ، ابن ماجه )

حضرت عثمان رضی الله عنه وايي : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واوريدل چې فرمايل يې : روژه د اور څخه داسې سپر او ډال دی لکه چې سپر او ډال وي ستاسې په جنګ کې .

لکل شی ءٍ زکاة و زکاة الجسد الصوم والصوم نصف الصبر ( ابن ماجه )

د هر شي د پاره زکات وي د بدن زکات روژه نيول دي او روژه نيول نيم صبر دی .

لخلوف فم الصائم اطيب عندالله من ريح المسک ( بخاری او مسلم )

د روژه لرونکی د خولې بوی الله تعالی ته ترمشکو هم غوره دی

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ HabibiAbrar✯?⫸
له نورو سره یې شریک کړئ.
⤴️
د پښتو مستندو حديثونو لپاره
?*⬇️*⬇️
@PashtoAhadith

1 year, 6 months ago

له قـرآن کریم سره مینه
حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فـرمايي:
څوک چې له قـرآن کریم سره مینه کوي، نو هغه له الله پاک او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه کوي.❤️??

جامع العلوم: ۲۰۸۱/۲☑️

#قیمتی #خبری ?
له نورو سره یې شریک کړئ.⤴️
د پښتو مستندو حديثونو لپاره?⬇️⬇️
@PashtoAhadith

1 year, 6 months ago

رسول ﷺ فرمائي:
الله تعالی ته ډېري زیاتي سجدې کوئ،
ځکه تاسي چي هره سجده کوی نو یوه درجه مو لوړیږي، او یوه ګناه مو رژیږي.
(صحیح مسلم ۱۸۸)
#قیمتي خبريله نورو سره یې شریک کړئ.⤴️
د پښتو مستندو حديثونو لپاره?⬇️⬇️
@PashtoAhadith

We recommend to visit

?کانال ما:
? @freezaban1

Last updated 2 years, 1 month ago

لا تتوقف حتى تصبح فخورًا . 🦋

Last updated 2 days, 4 hours ago

☆- 1 لـ إثباتاتي $ @m1hero.

☆- 2 المنشئ #هيرو - @keazmo.

☆- 3 بوت تحميل فيديوهات:@storekeazmbot.

☆- 4 بوت ربح رصيد مجاني:@bn15bot.

Last updated 1 year, 3 months ago