( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
که چيرې په نارينه کې جنسي هورمون (Testosterone)له ټاکلې اندازې کم وي، نو دغه ستونزې پکې رامنځ ته کيږي:
په ډير کم فزيکي فعاليت کې د ستړيا احساس کول. بې دليله خپګان، لټي تمبلې، ژر غوسه کېدل، په غوسه کې لړزيدل، د موډ خرابيدل کله خپه کله خوشال، هر وخت د لوږې احساس او د لوږې پر وړاندې بې صبري، د اعصابو کمزوري، درس نه زده کول، تمرکز او توجه نه کول، د عضلاتو دردونه، دا ټول هغه څه دي چې د جنسي هورمن يا Testosterone په کمبود کې رامنځ ته کيږي.
هغه ساری ناروغی چې په سلمانیانو کې یوه شخص نه بل ته انتقالیږي، د ساری ناروغیو د ډلې پورې اړه لري. دغه ناروغۍ معمولا د مختلفو لارو څخه، لکه د تماس، تنفس، او یا د آلودو اوبو او خورو له لارې انتقالیږي.
دلته ځینې عام ساری ناروغۍ چې په سلمانیانو کې انتقالیږي یادېږي:
انفلونزا (Influenza): د تنفسي ناروغۍ یوه ساری بڼه چې د هوا له لارې انتقالیږي.
تیفوس (Typhus): د آلودو اوبو یا خورو له لارې انتقالیږي.
هپاتیت A: د آلو درو او د ناسالم اوبو له لارې انتقالیږي.
سردرد (Common Cold): د تنفسي ویروسونو له لارې انتقالیږي.
کووید-19: د SARS-CoV-2 ویروس له لارې د تنفس په هوا کې.
د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره، احتیاطي تدابیر لکه د ښه حفظ الصحې ساتل، د ناپاکو اوبو او خورو نه ډډه کول، او د واکسینو اخیستل اړین دي.
هر هغه وخت چې د بخارۍ پيپونه بند وي او يا د سندلۍ په کوټه کې کړکۍ ټوله ورځ بندي وي پدې وختونو کې په کوټه کې د کاربن مونو اکسايډ د ګاز راټولېدلو خطر شته. دغه ګاز چې نه خوند رنګ او نه بوۍ لري د انسان بدن ته له ننوتلو سره سم د انسان له ويني سره يوځاي کيږي او بيا ويني ته د دې اجازه نه ورکوي چي اکسيجن له سږو څخه واخلي او نور بدن ته يې و رسوي. که دغه ګاز په زيات مقدار سره تنفس شي د انسان د مرګ باعث ګرزي.
⬅️ نښې نښانې:
د سر درد (تر ټولو عامه او عمده علامه ده)
- سرچرخي
- د ستړيا احساس
- کانګي او د خوا راګرځېدل
- د نس درد
- ساه بندي
- مغشوش کېدل (ناروغ ګډي وډي خبري کوي
⬅️ درملنه:
بخارۍ بنده کړئ، دروازه او کړکۍ خلاصي کړئ او ناروغ تازه هوا ته يوسئ. که ناروغ مغشوش وي (ګډي وډي خبري کوي) او يا ساه بندي ورته پيدا شي په بېړه يې روغتون ته ورسوئ.
د زړه د حملې نښې نښانې:
- د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي
- د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي
- خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې
- د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس
- چټک، کمزوری او غير منظم نبض
هر هغه وخت که تاسو ته پورته اعراض پيداشي کوښښ وکړئ چې تاسو په ځمکه کښېنئ، دېوال ته تکيه و وهئ او حرکت و نه کړئ. که امبولانس ته لاسرسی لرئ زنګ ورته و وهئ او که يې نه لرئ نو له بل چا هيله وکړئ چې په موټر کې مو تر روغتونه په بېړه ورسوي. روغتون ته پر لارې د اسپرين ۳۰۰ ملي ګرامه ګولۍ لومړی وژدويئ او بيا يي وخورئ.
میرګي (epilepsy) بېلابېل ډولونه لري چې د تشنجونو د څرنګوالي او د مغزو د کومې برخې اغېز پورې اړه لري. دلته د میرګي عمومي ډولونه تشریح شوي:
دا حملې د مغزو په دواړو برخو کې په یو ځل پیلېږي او معمولا په ټول بدن اغېزه کوي. د عمومي حملو مختلف ډولونه شامل دي:
ټونیک-کلونیک (Tonic-Clonic) حملې: پخوانی نوم یې "ګراند مال" دی. ناروغ لومړی ټینګېږي (ټونیک مرحله) او بیا د عضلو ریپت یا بې کنتروله حرکات پیل کېږي (کلونیک مرحله). معمولا ناروغ خپل شعور له لاسه ورکوي.
ایبسنز (Absence) حملې: پخوانی نوم یې "پتیت مال" دی. ناروغ د لنډ وخت لپاره له واقعیت څخه لرې کېږي او معمولاً په یوه نقطه کې ګوري یا سترګې رپوي. دا حملې لنډې وي او ناروغ بې له دې چې پوه شي، بیرته عادي حالت ته راځي.
اتونیک (Atonic) حملې: د عضلاتو ټینګېدل کمېږي، او ناروغ ناڅاپي لوېږي. له دې امله، دا حملې د "ډراپ اټاک" په نوم هم پېژندل کېږي.
ټونیک (Tonic) حملې: په دې ډول کې د بدن عضلات ناڅاپه ټینګیږي، چې د ناروغ په چپه یا څملېدو تمامېږي.
کلونیک (Clonic) حملې: په دې ډول کې یوازې د عضلاتو ریپتونه یا د بې کنتروله حرکاتو مرحله وي، پرته له دې چې ټونیک مرحله وي.
دا حملې یوازې په مغزو کې د یوې ځانګړې برخې څخه پیلېږي. جزیي حملې بیا په لاندې ډولونو وېشل کېږي:
ساده جزیي حملې (Simple Focal Seizures): په دې حملو کې ناروغ خپل شعور له لاسه نه ورکوي، مګر د بدن یوه برخه کې غیر عادي حرکات، حسي بدلونونه (لکه بوی، خوند یا غږ)، یا عاطفي غبرګون تجربه کوي.
مغلق جزیي حملې (Complex Focal Seizures): په دې حملو کې ناروغ د شعور یوه برخه له لاسه ورکوي او ممکن ناڅاپي یا غیر عادي حرکات لکه ژبه راویستل، جامې ټینګول یا ناسمې خبرې وکړي.
دوهم عمومي شوې حملې (Secondary Generalized Seizures): دا هغه جزیي حملې دي چې په پیل کې په یوه برخه کې پیلېږي او بیا د مغزو په نورو برخو خپرېږي، چې په عمومي تشنج بدلېږي.
ځینې ناروغان کولی شي په یو وخت کې مختلف ډولونه حملې ولري، لکه جزیي حمله چې وروسته په عمومي حمله بدله شي.
د ماشومانو تشنجونه (Infantile Spasms): دا تشنجونه په ماشومانو کې پیښېږي او په ناڅاپي ډول د عضلاتو په حرکاتو یا د بدن په خرام کې بدلون ښکاره کوي.
د ځوانانو مایوکلونیک (Juvenile Myoclonic) حملې: معمولاً په ځوانۍ کې پیلېږي او د عضلاتو ناڅاپي، چټک ریپتونه لري، په ځانګړي توګه د لاسونو یا لاسونو عضلاتو کې.
ځینې حملې ممکن په هیڅ یوه ځانګړي ډول کې ونه ګټېږي او د درملو پر بنسټ ممکن بېلابېل ځانګړتیاوې ولري.
که تاسو یا ستاسو ناروغ کومه ځانګړې حمله تجربه کوي، د درملنې لپاره ډاکټر سره مشوره خورا مهمه ده، ترڅو مناسبه درملنه او مدیریت ترلاسه شي.
د خفګان مخنیوي لپاره څو لارې چارې شته:
احساساتو ته د پاملرنې: خپل احساسات درک کړئ او د خفګان سرچینې ومومئ.
فزیکي فعالیت: منظم ورزش وکړئ، چې د هورمونونو د توازن او خوشحالۍ لپاره ګټور دی.
خپله اړیکې پیاوړي کړئ: د دوستانو او کورنۍ سره وخت تېر کړئ، د ملاتړ سیستم جوړ کړئ.
ذهنی آرامتیا: د مراقبت، تنفسي تمریناتو یا یوګا په مرسته ذهني سکون ته ورسیږئ.
نوي مهارتونه زده کړئ: د نوي فعالیتونو پیلی کول، د ذهن د پراختیا لپاره ګټور دي.
سالمه خواړه: متوازن او مغذي رژیم وخورئ، چې د بدن او ذهن صحت ته مرسته کوي.
خپلې اړتیاوې او هدفونه معلوم کړئ: د خپلو اړتیاوو او موخو لپاره واضح پلان جوړ کړئ.
پیشګامۍ: د خفګان پر مهال د ذهن مثبت ساتل، د منفي فکرونو مخنیوی وکړئ.
که خفګان دوام ولري یا شدت ولري، د متخصصینو سره مشوره وکړئ.
کله چې په يو کس تېزاب و شېندل شي او يا ورباندې توی شي لاندې کارونه ورسره وکړئ:
- له بل سره تر کومک مخکې تاسو پخپله دستکش په لاس کړئ او يا لاسونه په يو شي پټ کړئ.
- که د ناروغ کالي په تېزابو ککړ وي په ډير احتياط يې له ناروغ څخه لېري کړئ. مثلاً کمېس د سر لخوا له ناروغه مه باسئ بلکې څېري يې کړئ او له ناروغه يې را جلا کړئ.
- په تېزابو ککړه ساحه د پاکو او روانو اوبو پواسطه پرېمېنځئ. د مېنځلو په وخت کې ککړه ساحه مه موښئ.
- په بېړه ناروغ تر روغتونه ورسوئ.
دسګریټو پریښودلو اسانه اومجربه طریقه:
په یوه لوښي کې یو ګیلاس شیدې او په بل لوښي کې یو ګیلاس اوبه پر اور کیږدئ؛ کله چې دواړه پر جوش راشي نو په دریم لوښي کې یې سره ګډ او تر لسو دقیقو پورې له دې مخلوط څخه راجګیدونکی بخار د پوزې له لارې تنفس کړئ. دا طریقه تر لسو ورځو پورې مسلسل استعمال کړئ، د کورس له تکمیلیدو وروسته به مو له سږیو څخه په مختلفو رنګونو کې بلغم او کثافات را ووزي.
ددې عملیې له تکمیلیدو وروسته سګریټ څکونکي د سګریټو له بوی څخه کرکه کوي.
سګریټ پریښودل، څو دقیقې، ساعتونه، ورځې او میاشتې وروسته څه پيښوي؟
د روغتیا نړیواله اداره وايي چې په نړۍ کې له لس کلنۍ څخه تر څوارلس کلنۍ پورې ۲ ملیارده انسانان سګریټ څکوي.
اداره زیاتوي چې هر کال له سګریټ او نورو نشيي موادو په استعمال سره په نړۍ کې له پنځه ملیونو څخه زیات کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
څیړنې ښيي چې سګریټ څکول د خولې، زړه او سږو سرطان رامنځته کوي، چې هم ورسره د سړي عمر لنډیږي، دوی وایي چې یو سګریټ څکول د انسان عمر اته دقیقې کموي، ځکه چې په دې کې له څلور زرو څخه زیات زیانمن مواد شتون لري.
طبي متخصصین وایي چې سګریټ څکول د انسان زړه، سږي، تنفس، هاضمې سیستم، تشې متیازې، معده، ځیګر او د خولې سرطان په څېر مرګونې ناروغۍ رامنځته کوي، خو که چیرې د سګریټ پریښودلو کوښښ وکړل شي او دغه څلور زره زیانمن مواد بدن ته پرینښودل نشي، انسان به له ډېرو سختو او مرګونو ناروغیو څخه وژغورل شي.
له څو دقیقو، ساعتونو، ورځو، میاشتو او کلونو سګریټ پریښودلو وروسته څه پیښیږي، او بدن ته څومره ګټه رسوي؟
20 دقیقې وروسته
له سګریټ پریښودلو شل دقیقې وروسته د انسان په لاسونو او پښو کې د وینې جریان ښه کیږي، او په سمه توکه فعالیت ترسره کوي.
2 ساعته وروسته
له دغه ناوړه عادت پریښودلو دوه ساعته وروسته د زړه درزا، پلس/نبض او د وینې فشار نورمال حالت ته راځي.
8 ساعته وروسته
په بدن کې د کاربن هارمون اکسایډ په نوم (دا له بدن څخه د انسان ذوق خارجوي) زهرجن موادو ګاز اندازه کمیږي، چې د آکسیجن پر وړاندې وینې ته د رسېدو مخه نه نیسي.
1 ورځ وروسته
له دغې ناوړه عادت پریښودلو پوره یوه ورځ وروسته د زړه حملې ګواښ ډېره اندازه کمیږي.
2 ورځې وروسته
نکوتین له بدن څخه په پوره توګه خارجیږي، او ستاسې د «بوی» او «خوند» ذوق او حس غوره کیږي او بیرته راستنیږي، (سګریټ څکلو سره د انسان ذوق او حس له منځه ځي).
3 ورځې وروسته
تنفسي نظام غوره کیږي، سږي خپل حالت ته راولي، او په سږو کې شته ذرې د فعالیت لپاره وړاندې انتقالیږي، که چیرته تاسې په داسې مهال کې له ټوخي ناروغۍ سره مخ شوئ نو ستاسې ناروغي یو څه اندازه زیاتیږي، ځکه چې ددې په وسیله له سږو څخه زهرجن مواد خارجیږي.
1 اوونۍ وروسته
د وینې لوړ فشار کچه ټيټیږي.
3 میاشتې وروسته
په تنفس اخیستلو کې ستونزه له منځه ځي، سږي ۳۹ سلنه ښه کیږي، او د پوستکي رنګ کې هم غوره والی راځي.
9 میاشتې وروسته
سګریټ څکونکو کې په عام ډول د ټوخي او انفیکشن رامنځته کېدو ګواښ زیات وي، چې له دریو میاشتو څخه تر نهه میاشتو سګریټ پریښودلو سره ددې الرژي او حساسیت کمیږي، او سږي د خپل ځان پاکولو وړتیا لرلای شي.
1 کال وروسته
د وینې رګونو ناروغي د فالج لامل کیږي، چې له سګریټ څکلو څخه رامنځته کیږي، له یو کال سګریټ پریښودو وروسته ددغې ناروغۍ ګواښ په لوړه کچه کمیږي.
5 کاله وروسته
په مسلسله توګه پنځه کالو لپاره د سګریټو پریښودل د معدې، خولې، ستوني نالۍ، سږي، او وغیره د سرطان ګواښ په نیشت مساوي کیږي.
10 کاله وروسته
د پنځه کالو څخه تر لسو کالو په دوران کې د زړه او فالج راتلو حملې تر دې کچې کمیږي لکه څومره چې د هغه کسانو څوک چې بیخي سګریټ نه څکوي.
15 کاله وروسته
تر پنځلس کالو پورې د سګریټو پریښودل د هر ډوله سرطان راتلو ګواښ تر دې کچې کموي، تر څومره کچې چې د یو عام (چې سګریټ نه څکوي) كم وي.
باید په یاد ولرئ چې له دومره مودې سګریټو پریښودلو وروسته پر دې بیا پېل کول انسان خپل لومړي حالت ته وړي، او یو ځل بیا یې په مرګوني ناروغیو اخته کوي.
عامه پوهاوی!
د معدې د التهاب ( په عامه اصطلاح د معدې پړسوب او ګزک) اسباب او مخنیوی:
اسباب :
- د ایچ پایلوري مکروب
- درمل خصوصاً د درد او التهاب ضد درمل
- الکول
- شدیده سیستمیکه ناروغي
- Pernicious anemia(دا داسې یو حالت چې وجود پکې د معافیت پواسطه د معدې حجرات په نښه او تخریبوي)
- په تصادفي یا قصدي شکل د تیزابو یا بلې تخریشي مادې څکول
- سګرټ څکونکو کی هم د ناروغی زیات راپورونه ثبت شوی
- نادر اسباب : ایچ ای وي او CMV ویروسونه ، د Crohns ناروغي ، نور باکتریایي مکروبونه ، کاندیدا فنګس ...
د پورته اسبابو څخه یې د درد او التهاب ضد درمل او د ایچ پایلوري مکروب تر ټولو عام اسباب دي .
مخنیوی:
-د درد او التهاب ضد درمل په خپل سر استعمال نشي
-سګرټ او الکول استعمال نشی
-د بازاري سره شویو او ناپاکو غذاوو څخه ځان وساتل شی
-شخصی حفظ الصحه مراعت شی
-د اچ پایلوری انتان په خپل مناسب تداوی شی
-د بلی شدیدی سیستمیکی ناروغی په صورت کی د معدی لپاره خپل درمل استعمال شی چی ممکن درمل د داکتر لخوا توصیه شوی وی
باید یادونه وکم چی د معدی التهاب اکثرا غیر عرضی وی او بدون له څو مخصوصو نوعو یې یاد حالت د مناسب درملنې سره ډیر ښه او زر جواب وایي ، او ناورغي کاملاً ښه کېږي.
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago