شاعر مولوي سیدحمادآغا

Description
مــحـترمـوخوږو ملگرو مینوالو
دی چینل کې تاســـوته زما لیکل شوی
حمـدونه اونعتونه وړانـدي کـــیږي
ستاسو ورور مولوی سـیدحمادآغا
الله پاک دی وکړی چی دخوشی وړمو وگرځې

چی ژوندی یم دمدنی جانان اوصاف به په خپل قلم ستایم
الله دی توفیق راکړي.آمــــیــــن
Advertising
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

1 month, 3 weeks ago

جنتی جـنت نـشانه.ای وطـن افـغـانستانه
په تا فخر کړو هر آنه ای وطن افغانستانه
غـیرتي وگـړي ستادي ای وطن افغانستانه
یی معلوم په ټول جهانه ای وطن افغانستانه

په تاریخ کي دي نوم وړی.ددې درستې نړۍ سیال یې
زه در زار شم زما مسکن یې.زما تن زما وطن یی
شم لوگی لتا قربانه.ای وطن افغانستانه

کړل دې بل دتن په وینو.خپل دامن څراغونه
ای شایستې دصبر ونې دي ستا پاڼې ستا قومونه
شوۍ پیوند پیوند ودانه.ای وطن افغانستانه

شوې دمینې وحدت کوره.بل مشال شولې هیواده
نور له بدو دی ځان گوره.روڼ مثال شولې هیواده
دجنت هم مثله گرانه.ای وطن افغانستانه

شول شمله دپامیر هسکه.که سپین غر او که تورغر دی
قوشتیفه وهې موجونه. ماهیفر دشکلا غر دی.
دحمادآغا جانانه.ای وطن افغانستانه

https://t.me/hamadagha128

1 month, 4 weeks ago

ستا هجران یمه ځپلی مورې خدای دي جنتي کړه
د ابد په سفر لاړې. زما دي خاوري پسرلي کړه

د ژوند واړه ارمانونه دې نیمګړې شوله دفنه
دې مرګې ظالم دې نوره. په دنیا پای زندَګي کړه

نشته ستا دشفقت غېږ، نه دمینې هالفظونه
دې بیلتون یو کړولی. چې ترمنځ مو جدایې کړه

امیدونه مو شول مړاوې. چې دي سترګې کړلې پټي.
بیابه غواړو په محشر کې خدای که وصل قدرتې کړه

د ''حمادآغا قلمه'' توی کړه خپل دسترگو نمه
پر کاغذ به جوړ انځورشې .د مورمینه حقیقې کړه
https://t.me/hamadagha128
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سیدحماداغا

1 month, 4 weeks ago

شکلی آواز
دقاری عتیق الله آسیرسعادات صاحب

زماجانان مدنی..... زماجانان مدنی

4 months, 3 weeks ago

دا هم په مشاعری کی په بل طرز ?
زړه مې سکون که په ژوندون چي دي روضې ته درشم
کړه پیوستون زما دشتون چي دي روضـې ته درشم

آواز: محترم ملا روح الله حمیدی صاحب?
https://t.me/hamadagha128

4 months, 3 weeks ago

داهم دمشاعری شعر?
زړه مې سکون که په ژوندون چي دي روضې ته درشم
کړه پیوستون زما دشتون چي دي روضـې ته درشم

آواز: سالم ملنگ صاحب?
https://t.me/hamadagha128

4 months, 3 weeks ago

دمشاعری گروپ کی?

زړه مې سکون که په ژوندون چي دي روضې ته درشم
کړه پیوستون زما دشتون چي دي روضـې ته درشم

آواز: د نعتخوان ملاروح الله حمیدی صاحب?

https://t.me/hamadagha128

8 months, 1 week ago

الاستقلال ادبی او فرهنګي خپرنیون يي وړاندي کوي

نوی جدیده ترانه
کيوبيس جوړترنم
کسر
زړه کي مي ساتلی نالیدلی شان جانانه
عشق یې ډیر سپیڅلی دی لَرَمه یې ارمانه

ترنم الله داد هلال
شاعر سيدحماداغا

#الاستقلال_خپرندويه_اداره
https://t.me/AL_ESTIQLAL333
https://t.me/hamadagha128

9 months, 1 week ago

طرحیه غزل د شعر ادبي حجره
سید حماد آغا

دا ژوندون مي که هوسا او که ملال دی
خـــبـــردار مــي له احواله ذوالجلال دی

پـه ســجــده کـی یـی عظمت بــیانـومـه
قـــادر ذات راتــه راکــړی دا کــمــال دی

د خلیل غونـدي نـعره مـي د وحـدت ده
پــه ټـینګ عـزم او یقین دامي مرال دی

اسماعیل یـمـه چـاړې لانــدي باک نکـړم
وي چي امرزړه مي ډاډلري خوشحال دی

داچی داسی دمجنون په څیرمجنون یم
پـــه زړګي باندي مـي نــوم د لایـزال دی

دلـقـا نــاری وهــم د عــشــق دربـار کی
تل مدام پــه دې امـید زړه مي لیوال دی

چی کــرم دپــاک څــښتن رابـانـدی وشی
دی نیمگړی زنــدگې کی می داسـوال دی

د احـــد، احـــد پـه چیغه کي ګـډون کړم
گــران سـیدحمادآغــا د وخـــت بـلال دی

We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی