دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 2 weeks, 5 days ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 1 month ago
لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2
Last updated 8 months ago
پشتانه په اتفاق په کی پراته وو
عجيبه خبره دا وه هديره وه?
ارواپوهنه وایي که چا پرېښودلې
تاسې یې هم په بشپړه توګه پریږدئ. بد بلا مه ورته وایست، مه یې هم ملامت کوئ. چوپتیا غوره کړئ. که د بې اندازې مینې او درناوې باوجود هم ستا نشو، نو پوه شه چې مینه اصلاً د هغه/هغې ستونزه نه وه. اېسارول خو لا پرېږده حتی دا پوښتنه هم مه ځنې کوه چې ولې لاړې ؟
ازاد يې کړه، خپل سېوري هم مه په پرېږده، همدا سزا یې ډېره ده
@telpatemoshaira
غزل
زما هلته، زما هلته پریواته شي
چې په کومو لارو ستورو ته خاته شي
زه دعا د بې ازاره باران وکړم
خو ږلۍ مې په ګل، ګل هیلو را وشي
ماته څه له درده ګواښ کوې لالیه
د ریدي له چاودي زړه نه ویره نه شي
زه د سترګو له اسمانه پرې ورېږم
ګوندې دښتې، دښتې هیلې مې اوبه شي
زه د خپل احساس په څاه کې را ایساره
له دې سمڅې به مې څنګه الوته شي؟
وایم ځم په پټه خوله به روانېږم
خو په پښو کې د ځنځېر مې شرنګېده شي
یم د خپلې ارواح کسر ته ولاړه
چورت وهمه د ښیښې پیوند په څه شي؟
دا تصویر د زندګي ټوټي، ټوټي دی
که زما دانه، دانه، دانه کاته شي
له ایسارو اندیښنو مې فریاد خېږي
د مرغیو په قفس کې چغېده شي
شفیقه_خپلواک
@telpatemoshaira
ستړی ستړی مرحلی وی تری راتیر شوم
نوی نوی تجروبی وی تری راتیر شوم
ماده بدو په بدل کی بد ونه کړه
کنی ښی ډیری موقی وی تری راتیر شوم
زړه مې يار نه، نه صبرېږي شېخه چپ شه
رانه هېڅ وخت نه هېرېږي شېخه چپ شه
نصيحت چې راته نور ګوره و نکړې
چې مازغه مې خرابېږي شېخه چپ شه
که د سرو شونډو تصوير مې درته و ښود
عقيده دې خرابېږي شېخه چپ شه
چې دمينې قافله درباندې راغله
بيا شېخي نه پکارېږي شېخه چپ شه
سمندر د مينې دومره زورور دی
ستا شېخي پکې ډوبېږي شېخه چپ شه
(خالد امان یوسفزی)
چې مازيګر شې او دلبر دې نه وي
لکه چې سترګې وي نظر دې نه وي
ارمان د خپل وطن تودو ريګونو
نهر دې وي خو مسا فر دې نه وي
په ډک محفل کې وي يواځې سايل
چې زړه دې وي او دزړه سر دې نه وي
(سروری)
دګــل تصویر چــې دې لمبو په آینــه چوړووم
نــوی ژوندون لـــه دګنا صنــم خانه جوړووم
ټوټـــې ټوټـــې وجود ته نور د کتو تاب نه لرم
دې خپل تاریخ دې سرمایې نه خزانه جوړوم
چې دزړه وینې په کې ستا تر شونډو اورسوم
دمخ دې خـــــال نه به دې داسي پیمانه جوړوم
جانانه لــږه دې ایساره کړه ځوانــــی دې حسن
ستا ارمانونو لـــه به خپـــله زمــــــانه جوړووم
چـــــــې مړی هم پرې اتڼونه او رقصونه اوکړی
ستا غــــــوڅې ژبې له به داسی ترانه جوړووم
پښتنو ډول او ســــورنا راوړئ په اشر راوځی
دخپل وطـــــــــن دنوم پریوتـــــې استانه جوړووم
چې مې په دارکړی اوځوانی مې کړی سنګارپه وینو
ستــــا اشــاره لـــه به څه داســـی بهــــانه جوړووم
سائله بـــــې دې مینــــې نه ځی قافله دې ژوندون
اوس به هــــــــر چانه دې مینـــــې دیوانه جوړووم
(رحمت شاه ساحل)
راځــــــی په ټال دخپلو زلفو کې زنګیږی جانان
دزړه بازار مــــــــې ورانوی نه قـــــــلاریږی جانان
نظر دې داســـــی تماشو نه څنـــــــګه اوشوکووم
په پاڼړه پاڼړه کـــــې دګـــــــــل راته کډیږی جانان
که ماته نه ګوری نو خپل ستم ته څوک شی کتي
زما دې غوڅو غوڅو شونډو نه شرمیږی جانان
خدایه دې عشق دغرور سرخومې راښکته مه کړې
نن مـــــې بلا بلا په زړه بانـــدې وریـــــږی جانان
لــکه مستــــی لکه خمار لکه شوخی لکه رنګ
دسوی زړه دګــــل دې جام نه می توئیږی جانان
د آئینــــــــې نه ورله لــږ ساعت لــــــــه مخ واړوي
په سمندر دې خپلو اوښکو کې ډوبیږی جانان
دې تصور دګــــــــلابونو نه یــې ځــــــار سائلــــــه
ازغی ازغی مې په زخمونو کې ټوکیږی جانان
(رحمت شاه ساحل)
ځینې خلک د هنر کار په څیر دي
اصلي، ارزښتناک، نه تکراریدونکی، ښکلی ...
غزل?*?*
چې پخپل حسن مغرور نشی انسانه
ګنې مات به دی هـډوکې شې د ځانه
دلتـه ډيـری ککــری دي خـــاوری شوې
چې وايل به يې تل ځان نه بادشاهانه
د دنيا ګوره دوه ورځــۍ زندګې ده
که هر څومره دي پـه زړکـی وې ارمانه
دا نشي او تمـاشـی خـو نوري پريږده
ځکه ښکار بــه شی آخـر دقبـرستانه
خدايه معاف کړه د عظمت ټوله ګناه
ستا په درکی دی ولاړ ډیـــر پریشانه
شاعر عظمت تکل*?*?
دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 2 weeks, 5 days ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 1 month ago
لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2
Last updated 8 months ago