《 د اَدَب شعري څانګه 》

Description
《 د اَدَب شعري څانګه 》ستاسو نعتخوانانو او شاعرانو
لپاره اسلامي او جهادي پاڼه ده! تاسو ته له نویـو اشعاروسره
رابطه?
@Rnzorzrh
2
@AabidAzir
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago

2 months ago

غزل

اوسنی ژوند چې پوره توان غواړي
همداسې مرګ درنه ایمان غواړي

تش په خبرو شور او زور نه کیږي
د ننګ ګټل د سر تاوان غواړي

تر یو ارمانه غځیدلې لاره
قربانول د هر ارمان غواړي

چې یې په ګټه او تاوان خبر دي
همدا سړي افغانستان غواړي

د فکري جنګ ښکارزنو ټول ښکار کړي
لویه اصلاح مسلمانان غواړي

وړ د منلو ندي زمونږ وجدان ته
څه چې له مونږ نه دا جهان غواړي

مخبته حق دې ده قلم اداء کړه
درنه قلم د حق بیان غواړي

مخبت وردګ

2 months ago

امربل معروف

دا امرِ بل معروف د شریعت موضوع ده وروڼو
زمونږه د شرف او د عزت موضوع ده وروڼو

د دین او د ایمات او د حیاء مو دی ساتوتکی
د هر چا د اصلاح او د عفت موضوع ده وروڼو

د حق او د باطل توپیر او لار ښایي مخلوق ته
د حقې حقانیت او حقیقت موضوع ده وروڼو

زور ندی ظلم ندی له فحشاؤ نه ده منعه
زمونږه د کلتور او افغانیت موضوع ده وروڼو

دی راز د اتحاد او په پردي مخ ده څپیړه
د خپل امیر د امر د بیعت موضوع ده وروڼو

د جهل جهالت په ورک کیدو کې مؤثر دی
د پوهې او رڼا او انسانیت موضوع ده وروڼو

ټینګار خدای او رسول او اصحابانو دی پرې کړی
راغلي احادیث پرې د رحمت موضوع ده وروڼو

د هر فرمان او امر یې تابع اوسئ ملګرو
مخبت وایي زمونږه د حیثیت موضوع ده وروڼو

مخبت وردګ

2 months ago

سخت سخت مزلونه دي او لارې کږلېچنې دي
پام کړه لارویه د هدف لارې ستونزمنې دي

رسې' به منزل ته بریمن به تر مقصده ځې
تاسره لوی خدای کړې د خپلې مرستې ژمنې دي

ګوټ په ګوټ چې امن دی هیواد چې پرمختګ کوي
دغه نتیجې د قربانۍ او سرښیندنې دي

دم په دم یې غم خوري غمخواران ده دې ملت ډیر دي
چا ویل چې دا خلک بې سړي دي بې پوښتنې دي

ښکار به د کفري فرهنګي جنګ نشي إن شاءَ الله
ځکه چې ځوانان دي باتقوا پیغلې پتمنې دي

پښې تڼاکول غواړي په شور او شعار نه راځې
هو' د آزادۍ لارې پخې ندي اغزنې دي

ځکه کاروي درته مخبت وردګ خواږه توري
وړ د کړنې وړنې د مننې او ستاینې دي

مخبت وردګ

2 months, 1 week ago

جنسې او طبې معلوماتو لپاره کلیک کړه?

2 months, 1 week ago

رپیږي سپین بیرغ په هر میدان او هره څنډه
شوه هره بلا شنډه
هیواد چې د حُریت خالونه ووهل په ټنډه
شوه هره بلا شنډه

شروع یې په قرآن وي
کوربه یې عالمان وي
راټول پکې شیخان وي
له خیر برکت څخه وي ډکه هره غونډه
شوه هره بلا شنډه

روان دی مخ پر وړاندې
د خپلو تر لاس لاندې
په کور دی که د باندې
هر کا پرمخ روان دی بې له ستونزې بې له خنډه
شوه هره بلا شنډه

خدمت ته راوتلی
غمخوار مو دی راغلی
زموږ لاس یې نیولی
زمونږه غم او درد ته رسیدنه کړي په منډه
شوه هره بلا شنډه

آرام یې اوس ژوندون دی
راغلی پرې بدلون دی
نظام یې لوی سکون دی
بقاء ته یې دعاء هر یتیم او هره کونډه
شوه هره بلا شنډه

چې خلاص له تور دجال شو
برلاسی پر اشغال شو
له زړه هیواد خوشحال شو
غربي نړۍ چې خپل پلویان ټول سره کړل پنډه
شوه هره بلا شنډه

د خدای چې کې رضا وي
چې اجر پکې ستا وي
او خیر د هر چا وي
مخبته داسې کار ته کړه اقدام بې له کوم ځنډه
شوه هره بلا شنډه

مخبت وردګ

2 months, 1 week ago

اوس کولای شۍ چې جنسۍ مشکلات مو حل کړۍ?
? https://t.me/GeensyMalomat
? https://t.me/GeensyMalomat
? https://t.me/GeensyMalomat
? https://t.me/GeensyMalomat
? https://t.me/GeensyMalomat

2 months, 1 week ago
2 months, 2 weeks ago

غزل

ستا له لاسه مې په ژوند چې څه تیريږي
یو په یو درپسې هر څه حسابیږي

ته په خپلو نارواؤ کې خوښ اوسه
خو تاوان یې د تر ما پورې رسیږي

چې دا یو زړه مې ورکړی ؤ هر چاته
بس' قصور یې له همدې زړه نه اوس خیږي

خپل که هر څومره پردی شي بیا هم خپل وي
لاس چې مات شي خپلې غاړې ته رالویږي

ده دې وخت بدلون یم داسې مایوس کړی
باور وکړه زړه مې ورځ په ورځ ماتیږي

ژونده'ډیر تریخ یې پرې تیر څه خواږه ورکړه
که دا ښه د اوس په خوار مخبت لوریږي

مخبت وردګ

2 months, 2 weeks ago

غزل

خاورې واوښتې زما په ارمانونو
چې تورن شوم په بې ځایه تهمتونو

ما هم ځان ته هم دې خلکو ته ښه غوښتل
خبر نه وم چې ښه سوځي په اورونو

زما لاس د سر په ځای پرې کړه جلاده
ما برباد کړ ځان په دې خپلو لاسونو

پر وجود مې ده ستا مینه داسې لګي
لکه مړ شبنم چې پروت وي په ګلونو

دلته مه ځوروئ هیڅ څوک ښه یې غواړئ
د ډیوو بلول څه وي په قبرونو

بیا هغسې خوږ خوږ وغږیږه یاره
ته یو څو شېبې راووځه له غمونو

چې په زړه زخمي زخمي وي او رنځور وي
هغه نه کوي پروا بیا د دردونو

ده ستا شتون تر ډیره حده قابو کړی
کنه سر به ؤ مخبت یار د په غرونو

مخبت وردګ

2 months, 2 weeks ago

جنسې او طبې معلوماتو لپاره کلیک کړه?

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago