﷽
د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.
Last updated 8 months, 4 weeks ago
ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_
ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ
Last updated 4 days, 19 hours ago
Last updated 6 months ago
**د اندلس د فتحې پر مهال د طارق ابن زیاد خوب !
د طارق ابن زیاد دا لوی لښکر د اوه زره سرښیندونکیو مسلمانانو څخه جوړ وو، هغوی له طجنه څخه اندلس ته د فوځیانو د رسولو لپاره له څلورو سترو کښتیو څخه کار واخیست، چې د فوځیانو په وړولو یې څو ورځې تیرې کړې، تر دې، چې ټول فوځ یې له دغه ساحل څخه چې نن ورځ په جبل الطارق باندې مشهور دی پورې کړ او اندلس ته یې ورساوه.
په روایاتو کې راځي، چې کله طارق ابن زیاد په کښتۍ کې سپور شو؛ نو خوب ورباندې غلبه وکړه او ویده شو، په خوب کې ګوري، چې رسول لله (صلی الله علیه وسلم)، راشیدین خلفا او د هغه مبارک اصحاب له تورو او نیزو سره مسلح د بحر پر سر باندې را روان دي، کله چې
رسول (صلی الله علیه وسلم) د طارق ابن زیاد تر څنګ تیریده؛ نو ورته یې وویل: طارقه! ولاړ شه! او په بیړه وړاندې را ځه! طارق ابن زیاد وایي، چې ومې کتل؛ نو هغه مبارک او ورسره ملګري له موږ څخه وړاندې روان دي، چې اندلس ته داخل شول. طارق
ابن زیاد چې سترګې وغړولې؛ نو سخت خوشال شو او فوځ ته یې د اندلس د فتحې زیری ور کړ، وروسته یې دغه خوب خپلو ملګرو ته بیان کړ، چې په دې زیري سره د هغوی حوصلې خورا لوړې شوې.
د هغه دا خبره زیاته مشهوره ده، چې کله یې خپل ټول لښکر له ساحل څخه پورې کړ؛ نو
کښتیو ته یې اور ورته کړ؛ ځکه چې له لښکر سره تر فتحې او یا شهادت باید بله درېیمه لار نه وي...**
دنیا مرے آگے/ علامه تقي عثماني
ژباړن :عبدالصمد شاکر
مأخذ: د اسلامي تاریخ زړور سپاهیان او اتلان
✍ عَبْدَاللّه عُمَیْر
زموږ نوی چینل هم سبسکرایب کړئ!
او له ملګرو سره یې شریک کړئ !
🖇Telegram Link:
🔖 بس ده دومره ویاړ امام ابوحنیفة رحمه الله ته چې د د په مناقبو کې راځي
د امام ابوحنیفة رحمه الله په ستاینه کې ډېر اقوال راغلي دي، یو له ډېرو ښو صفاتو څخه چې د د اړوند یادیږي دا ؤ چې نوموړي هیڅکله کوم علمي،فقهي او دیني کوښښ د کوم باد شاه، صاحب منصب او کوم پست انسان لپاره ندی ترسره کړی.
✍️ دکتر عبد الحليم الجندی
"أبو حنيفة: بطل الحرية والتسامح في الإسلام: ص 80"
✍ عَبْدَاللّه عُمَیْر
زموږ نوی چینل هم سبسکرایب کړئ!
او له ملګرو سره یې شریک کړئ !
🖇Telegram Link:
العصرنشراتي اوفرهنګي انجمن يې وړاندې کوي
ايمان پلورونکي
دسلطان صلاح الدين ايوبي رح
د دوران ريښتينې کيسي
دمترا واکا چې یوه لیکواله، پوهه او د لیکوال او تصحیح کوونکي کنت براون ښځه ده وایي:
چې د نړۍ تر ټولو خوښې او نیکبخته ښځې هغه دي چې په ترکیه د عثماني خلافت په سیمه کې اوسیږي، د د ګلونو او خوبونو سیمه چې هلته په هر څه کې مینه او محبت شتون لري، هلته سولییز ژوند، پاک زړونه او هر بچی چې په چاپیریال کې څومره ښه څیزونه دي په هغو کې ورته تر ټولو غوره څیز مور او پلار دي شتون لري.
💌اصل خبره دا ده چې هلته په ترکیه دا
ټولې نیکبختۍ د عثماني خلافت له
وجهې وې چې خلک د یو اسلامي
نظام تر چتر لاندې ژوند کاوه.
مأخذ لینک:
https://www.newspapers.com/article/the-appeal/46782879/
✍ عَبْدَاللّه عُمَیْر
زموږ نوی چینل هم سبسکرایب کړئ!
او له ملګرو سره یې شریک کړئ !
🖇Telegram Link:
Newspapers.com
Article clipped from The Appeal
Clipping found in The Appeal published in Saint Paul, Minnesota on 5/4/1907.
🎁ترکي ښځې په ټوله دنیا کې تر ټولو خوښې ښځې دي !!
د امریکا The Appeal ورځپاڼې د ۱۹۰۷ م کال د مۍ په ۴ مه د نړۍ تر ټولو نیکبخته او خوښې ښځې نړیوالو ته ور وپېژندلې.
د نړۍ ډېره نیک بخته ښځه باید چیرته پیدا کړې ؟
آمریکا ډیر په افتخار سره وایي چې موږ ډيرې ښایسته او روښان فکره ښځې لرو، فرانسه هم خپل ښایست ته اشاره کوي همداسې انګلیستان واله خپلې ښځې نیکبخته او خوشحاله ګڼي او دا لړۍ ادامه پیدا کوي ....
د دوی هر یو په داسې ډول سر راپورته کوي چې زموږ ښځې د نړۍ تر ټولو غوره ښځې دي او ښه صفات لري او خوښي یې زیاته ده، د هر ځای والا د خپلو ښځو د خوښۍ او ښایست خبره کوي چې زموږ ښځې ډیرې اسانتیاوې لري.
مګر لدوی څخه د کومې سیمې ښځې ډیرې نیک بخته دي ؟
﷽
د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.
Last updated 8 months, 4 weeks ago
ﻗﻗــناهــه المطوࢪ ابـوقـيـس الادلبـﻱَِﻱ:🤍.؟؟_
ﺣو໑ل ﺟﺟـﻣﻣـيـعﻊ الـتـطـبــيـﻗـات:🖤.؟؟_
اشـترڪك_بـقـنـاتـۍ💛🔗₎⇣̇
https://youtube.com/channel/UCz2HM0g6ohNo5Va-X4T13tQ
Last updated 4 days, 19 hours ago
Last updated 6 months ago