د شعر او ادب څانګه

Description
د شعر او د ادب مینولو په ملګرتیا مو ویاړم
Advertising
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

2 years, 8 months ago

دا خـړ کلـــی زمــــونږ ودان وو داســـــې نه وو
دا چې یو وقت کې یـې دوران وو داسې نـه وو

اوس چې ملنګه جنګ ترې جوړه ده خیر غواړې
په هغـــه وقت یې چې جانان وو داســې نه وو

چې د ســــرک غــــــاړه کـــې ناستـــه ده یتیمه
د دې به هـــم تکــــړه پلار جان وو داسې نه وو

چوپــــه چـــوپتیا او خــــاموشي ورپکې نه وه
پکــــې تکبـــیر وو او اذان وو داســـــــې نه وو

ویجــــاړ ګودر ســـــوی چنـــــــار بوې د بارودو
دلته د مینـــــــې به یاران وو داســــــــې نه وو

او هلته بر د کـــلې مینــــځ کـــــې به بانډار وو
ورپکــــې ښکلــــي به یاران وو داســـــې نه وو

څــــــو نــــاخبـــــره بــــــې هنـــره به بر نه وو
منهـــــاج د مینې ترجمــــان وو داســــې نه وو

#یو_پخوانۍ_غـــــــزل

2 years, 8 months ago

#غــــزل
چا دحســــن پلوشــــــــو رانـــه زړه وړی
څــــــو د امن فرشـــــــتو رانــه زړه وړی

چــې موسکا او هم زخمونه پکې ښکاري
بیا هغـــــــو شونډو سپیرو رانه زړه وړی

داچې خوښ یم پکې ساه د سکون آخلم
د ډاډه فضـــــــا وږمـــــــــو رانه زړه وړی

دا چـــــې صلحه صلحه تل وهمــه چیغې
دې بې جنګـــــه ورځو شپو رانه زړه وړی

څه سوکاله اوس درد مند ولس ښکاریږي
د سکـــــون دغـو شیـــــــبو رانه زړه وړی

دا چـــې بل ته پکې ځاې د ژوندون نشته
د آزاد وطــــــــن راغـــــــــو رانه زړه وړی

که 'منهاجه' څـوک تپوس مې د زړه وکړي
زه به وایــــــم چې هغــــــو رانه زړه وړی

4/6/1400

2 years, 8 months ago

#یو_پخوانی_شعر

ما کـــه وکتـــلی بـــــت تــــــــه ګنهګار شوم
تا کــه وکــــــــړلې سجـــدې نو مصلحت دی

زه که تیــــر شوم دساقي ترڅنګ مردار یــم
تاکــــــه تشې کــــــړې پیالـــې نو اجازت دی

ما کـــــه وخــــوړه میوه نو غل رهزن شوم
تا کـــه باغ له بیــــخه وچ کــــړلو همت دی

ما کــــه وکتــــل پـــــــــی مخـــی ته زنا ده
تا کـــــه ټوله شپــــه ګــــــډا کړله لــذت دی

ما که وکـــــــــــــړه حق خبره نو باغی شوم
ته کــــه ټـوله ورځ درواغ وایې سیاست دی

ما که ورور کـړو رانزدې ځـان ته کافــر شوم
تا که راوســــتل پــــــــــردی نو رفــاقت دی

په هر دور زه مـــحکوم شوم ته حاکم شوې،
څومــــــــره ښکلی دی زړګیــه دا قسمت دی

خو یو ورځ به "حنفـــــي" حساب تری غواړم
اوس چـــه څـــه کــوې کوه نن دې نوبت دی

۱۳۹۶/۹/۹ نجراب

2 years, 8 months ago

#د_امن_غوتۍ

د امن غوټۍ بیــــا د ګل کیدو درشل کې ده
نور ستــــړې قافله د رسیدو درشـــل کې ده

خیال چې دعمرونو یې تل دلته دپایښت وو
هغه منفوره ګـــــــوره د وتــو درشل کې ده

غره په توره ګـاره چې دې خیال لیده ملنګه
اوس دا هغه سجـــده د لګیدو درشل کې ده

تا چې به کـــــوله تل د خـړ سنګر لــه غیږې
دا ستا هغه دعـــــا د قبلیدو درشــــل کې ده

رنګ ته ئې دوینو څه په ورین تندي راګوري
یو بوره مورکۍ بیا دخنــدیدو درشل کې ده

هغه زمانه د میـــنې ســـــراســـــــــر سیـرابه
منهاجه ده راتلونکې د راتلو درشل کـــــې ده

2 years, 8 months ago

#غـــزل

قومونه سره یو کړۍ اوس قـومو ته ضرورت دی
اوس څنګ کې د ملت زپلـــو زړو ته ضرورت دی

منمه ته هم ښه یې زه هم ښــه یم او ټول ښه یو
خو هر فن کې دخپل مسلک سړو ته ضرورت دی

د هــــــــر ډګــــــــر اتلـــــه او د هــــرې غزا میره
راغلی واک دِنوش شه اوس ساتو ته ضرورت دی

اولس زخمی زخمی دی او د هـــــرې بلا سپر دی
همدې اولس نه ځــــان یو اندامو ته ضرورت دی

نظـــــر په اقتصــــاد او تجـــارت او راکړه ورکړه
د دې لـــــــوړو نرخــــــو مهاریدو ته ضرورت دی

ټول جنـــــګ او غــــم زپلي درد زپلي او نهار دي
ملت ګریوان مــو څیرې دی ګنډو ته ضرورت دی

دا څـــــومره چــــې د امـن اوازې دې ګړندۍ دي
په هـــر څنډه کې داســـې ځلیدو ته ضرورت دی

اوږده کلــــــونه ټپ د هــــر جابر مــو د تن پورې
"منهاجه" د زخمــــو بیا رغیــــدو ته ضرورت دی

2 years, 8 months ago

په راتلو دې زورواکي له مینځه لاړه
دبل واکو خوشحالي له مینځه لاړه

څه سکون دی په فضا کې کړنګا نشته
ډرون شوه بوره څرخکي له مینځه لاړه

ماشومان مو په ارامه سینه خوب کړي
چاپې نشته بمباري له مینځه لاړه

دروازې مو نه ماتیږي په بمونو
نیمه شپه کې تلاشي له مینځه لاړه

څه د وقت فرعونیان لاړل شرمنده شول
چې بنده ته بندګي د مینځه لاړه

جزیرې دقدرت لاړې نیست نابود شوې
کبرجنو زور مستي له مینځه لاړه

ها پلیته ها بی شرمه او منفوره
بیا غربي دیموکراسي له مینځه لاړه

فحشا لاړه له ګړنګه نه ګذار شوه
ای منهاجه حنفي له مینځه لاړله

2 years, 8 months ago

که ریښتیا زما منې زما ساده جانانه
چاته مه وایه د خپل ځان اندازه جانانه

چاته مه کوه د راز خبرې راز یې ساته
راز دې مه وایه خو راز ورته ساته جانانه

داسې مه وایه یواځې یو. یو دی خبر دی
نور هم شپږ شلې غوږونه دلته شته جانانه

مه ورځه په لار د حاسدانو او بد سترګو
په یوه لاره چې تلې په بل راځه جانانه

ګوره ځاې د ناستې به اکثرو نه پټ ساتې
درسره که وي د شپو څه اراده جانانه

بل سره وروري کور نه بیرون ساته ملګریه
کور دننه ښه پخه کوه پرده جانانه

ډیر دي مطلبي ورونه لیدلي ما دنیا کې
اوس اکثره مطلبي وي یارانه جانانه

راز د کامیابي که غواړې دغه ټکي یاد کړه
پس له ډیرو تجربو ده دا نسخه جانانه

هر چاته هم مه کوه د پند خبرې غم دی
سړی ګوره ځاې یې ګوره بیا کوه جانانه

ستا او د رقیب خبرې یوشان ورته ښکاري
نور دی بس منهاجه غلی ترې رازه جانانه

2 years, 8 months ago

یو وقت زه د یوچا د زړه دنیا وم خو اوس نه یم
هم زه یې دخیالونو شاهنشاه وم خو اوس نه یم

یـــو وقت وو زه به هم لکــــه بادار وم رحــم دله
دورونو کې زه هم د چا آقــــا وم خو اوس نه یم

یو څاڅکـــــــی په ګلپاڼو لکـــه لمر د ماذیګر چې
زه ښکلی وم د شعر به ښکلا وم خـو اوس نه یم

غرور کې وم د خیـــال دنیا مـــــې سمه وه ودانه
بس ځوان ومه د ښکلو دلرُبا وم خــو اوس نه یم

زه اوس یم رژیدلی او خزان خــزان مې ژوند دی
بهار ومـــه ودان په دې دنیــا وم خـو اوس نه یم

ټپـــي ټپـــي بدن مـــــې د بچـــــو دلاســه ګورئ
هغه چې په سیــالانو کې بالا وم خو اوس نه یم

تش نوم افغـــانستان به مــې زینت وو د همزولو
منهاجه زه سر لوړی له هرچـــاوم خواوس نه یم

We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی