شعور

Description
@Pamir_ghorzang
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 2 weeks, 5 days ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 1 month ago

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 8 months ago

1 month ago
که لور ولرم ورته به ووایم:

که لور ولرم ورته به ووایم:
لورې!
خپل وخت دې د مینې په پیدا کولو کې مه ضایع کوه؛ ددې پر ځای مینه ناک ژوند وکړه!
یو سیند هیڅکله په اوبو پسې نه ګرځي!
ژباړه: فکري انقلاب

1 month, 1 week ago

https://t.me/Fikri_inqilab
ملګرو دغه ګروپ کې جوین شئ

2 months ago
**پر سټیج یا د خلکو په …

**پر سټیج یا د خلکو په وړاندې د خبری کولو پرمهال وېره هغه وخت ختمېدلی شي چې تاسې خپل فکر مثبت کړئ او دا ومنئ چې تاسې د خلکو د قضاوت لپاره نه، بلکې د هغوی پوهولو لپاره خبرې کوئ. هغوی ستاسې د مخالفت لپاره نه دي راغلي، بلکې ستاسې له پوهې څخه ګټه اخیستو لپاره ناست دي.

که غلطي وکړئ، د اندېښنې وړ نه ده، ځکه هر انسان تېروتنې کوي. یوه کوچنۍ تېروتنه ستاسې عزت نه کموي، بلکې ستاسې زړورتیا ښيي. ځان د یو رهبر او لارښود په توګه وګورئ چې خپل علم خلکو سره شریکوي، او دا خپله د عزت او بریا لویه نښه ده.**
#له_ډاره_تر_بریا

2 months ago
په یوه کتاب کې مې یوه …

په یوه کتاب کې مې یوه ډېره ښکلې جمله ولوستله چې لیکلي یې وو:
«هر څه په خپل وخت کې د هغه چا لپاره رامنځته کيږي چې د صبر هنر زده ولري.» نو آرام اوسه، وګوره، واوره، تېر شه، جدي یې مه نیسه، او په یاد ولره چې کله کله صبر کول خپله یو ډول هڅه ده!

2 months ago
**جرمني فیلسوف نیچه په دې باور …

**جرمني فیلسوف نیچه په دې باور دی چې حیوانات د انسانانو په پرتله خوښ ژوند لري، نیچه په خپل کتاب "اخلاقي نسل" کې دې خبرې ته اشاره کړې ده چې حیوانات په حال کې ژوند کوي چې د تېرو یادونو او خاطرو بار یا د راتلونکي په اړه اندیښنه نه لري، نو همدا لامل دی چې دوی له افسوس او اندېښنې کولو څخه پرته له موجوده حالت څخه خوند اخلي.
له بلې خوا انسان د فکر او تدبر وړتیا لري چې له امله یې اندیښمن کېږي او پښېمانتیا څرګندوي؛ انسان د خپلو غوښتنو او واقعیتونو تر منځ د باطني کشمکش په حالت کې دی چې له اوسني وخت څخه د خوند اخیستلو توان یې ورڅخه اخیستی دی، د نیچه په اند دا داخلي شخړه د انسان د فطرت برخه ده او په اسانۍ سره نه حل کیږي.
یعنې نیچه باور درلود چې څاروي ځکه خوشحاله ژوند کوي، چې دوی په حال کې د تېرو یادونو او خاطرو له رنځه خلاص او د راتلونکو پېښو په اړه له اندېښنه نه کوي.

-** ژباړه: اجمل جنت

2 months ago
2 months ago

یوه لنډه کیسۍ هم راسره ولولۍ د یو چا د ژوند تریخ واقعیت!

2 months, 1 week ago
"جاهلانو ته تر خپلې وسې پورې …

"جاهلانو ته تر خپلې وسې پورې تعلیم ورکړئ. ټولنه هغه وخت مجرمه ګڼل کېږي چې هر وګړي ته وړیا تعلیم او پوهه برابر نه کړي. د علم د نشتوالي له امله چې کومه ناپوهي او تیاره خپرېږي، د هغې ذمه وار ټولنه ده!

کله چې د انسان روح د ناپوهۍ (بې تعلیمي) په تیارو کې ډوب وي، نو دوی جرمونه ترسره کوي. نو مجرم هغه نه دی چې ګناه یا جرم ترسره کوي، بلکې اصلي مجرم هغه دی چې د ناپوهۍ (بې تعلیمي) د خپرېدو لامل ګرځي...!"

فرانسوي شاعر، لیکوال او سنېټر
ویکتور هوګو

#ژباړه

2 months, 1 week ago
زلزلې وچې چینې تاندوي او د …

زلزلې وچې چینې تاندوي او د ژمي واورې په څوړمني کې ویالې او سیندونه ډکوي. ځکه خو ډېر شدید عاطفي ټکانونه شاعران او ډېر لوست او مطالعه لیکوال پیدا کولای شي.

- "احسان الله درمل" ـ

2 months, 1 week ago
د بل چا سره مینه کول …

د بل چا سره مینه کول اسانه کار دی، خو د خپل ځان سره مینه کول تر ټولو ستونزمن کار دی. د خپل ځان سره مینه داسې ده لکه یو داغ لرونکي ګرمه شوي وسپنه غېږ کې نیول.
په دې خاطر خلک د نورو سره مينه کوي ځکه دا یو ډول تیښته ده، د ځان څخه تېښته ده، خو په اخر کې هر انسان باید بېرته خپل ځان ته ور وګرځي، ځان وپېژني، او په دې بايد پوی شي چې ایا دوی د خپل ځان سره د مینې وړتیا لري که نه. او د ژوند اصلي ازموینه هم همدغه ده چې څنګه څوګ د خپل ځان سره مینه کوئ شي.

کارل جونګ

We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 2 weeks, 5 days ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 1 month ago

لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2

Last updated 8 months ago