عبیده ظهیر

Description
زما په ژوند دي وکړو بل چاته اظهار د مینې
اې بې وجـدانه بې وفـا تا ولې داسـې وکــړل
عبــیده ظهــیر
https://t.me/maatzrhaars
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

4 months, 1 week ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

زما مینه زما ځانه ګران هلمنده ګران هلمنده
د ګـلونـو ګـلستانه ګران هلمنده ګران هلمنده

عربي کمپوز
ترنم ملا باز محمد بریال
شاعر عبیده ظهیر لوګری**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

4 months, 3 weeks ago

د جمعی مبارکه شپه راروانه ده په محمد (ص) درود شریف ووایاست

۞ بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ ۞)
اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ
و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞
كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞
وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞
إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ۞
اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞
وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞
كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞
وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞
إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ۞

مُحَمَّد ﷺ

4 months, 3 weeks ago

غــزل

یوڅوک کړي نرمه خندا خاص لکه ستا
یو څوک کړي نـاز او ادا خاص لکه ستا

کج باڼه اوږده زلفان توري یې سترګې
نرۍ ونه یې زېبا خاص لکه ستا

لکه ګل ګلاب، رېدی او غاټول سمبل
غوړوي زړو کې ښکلا خاص لکه ستا

هیڅ فرق نلري الف نه تر یا پورې
ومنه خوږه اشنا خاص لکه ستا

د ماهِر پــــکې اول نُــــمره ښکــارېږي
زده یې د ده زړونو غلا خاص لکه ستا

یــم حیــرانه عبــیده ظهــــیر لالیه
دغه حسن ته والله خاص لکه ستا

6 months, 3 weeks ago
‏اصحاب کرام رضي الله تعالي عنهم …

‏اصحاب کرام رضي الله تعالي عنهم به یې په دیدن نه مړيدل. ﷴﷺ

درود مو هیر نه شي ګلانو

7 months ago

نوی غـــزل

ما کړې نه د دومره مینه له خپل ځانه سره
څومره چې وکړه ما له بې وفـا جانانه سره

یمه ترې ستړی کړه مې لري ترې اې پاکه ربه
قسمت مې ختم کړه له درد او له خفګانه سره

په وچو شونډو او ډک زړه په تنهایی کې مدام
کوم خبرې له روڼ ستورو او آسمانه سره

د مرګ غوښتل ګناه د خدایه کړه روا یې ماته
رشته مې پرې کړه نور له دې فاني جهانه سره

لاره یې جوړه د جرګې یې سار ماښام ور درومي
تړون دی کړی زما اوښکو له ګرېوانه سره

غمجن دی دومره عبیده ظهیر چې حد نلري
ژاړي قلم او کتابچه یې له داستانه سره

7 months, 2 weeks ago

الخالد خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

زړه دې د خــدای د مینې کور جوړ کړه
د اولس ورور شه اولس ورور جوړ کړه

ترنم عبیده ظهیر لوګری
شاعر مبهم

#الخالدنشريات
https://t.me/Al_Khalid_com

8 months ago
1 year, 8 months ago

غــزل

زخمي په زړه یم، روغ نه یم خوږه یاره
ټـوټـه  ټــوټـه یم، روغ نه یم خوږه یاره

ستا تصویرونو، او ستا یادونو سره
په غږېده یم، روغ نه یم خوږه یاره

لکه ګلاب او، لکه ریحان لالیه
پیکه پیکه یم، روغ نه یم خوږه یاره

داچې ګرځېږم، یک تنها څیري ګرېوان
خفه خفه یم، روغ نه یم خوږه یاره

تلی نه شم ګوره، اخ زه له شور لوېدلئ
په ژوندانه یم، روغ نه یم خوږه یاره

لکه غمی پروت، پر مځکه دانه وانه
همدغه زه یم، روغ نه یم خوږه یاره

ستړئ ستومان یم، داستا عبیده ظهیر
تېر له هر څه یم، روغ نه یم خوږه یاره

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago