يرموك خپرندويه اداره

Description
https://t.me/hozaifa313
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago

3 месяца, 2 недели назад

د خلکو له نیوکو سره د معاویه چلند

د جمعې په خطبه کې معاویة بن ابي سفیان رضي الله عنه خلکو ته وویل: بیت المال زموږ دی، غنیمتونه زموږ دی، چا ته مو چې خوښه شي ورکوو به یې، که مو خوښه نه شوه نه یې ورکوو. نو خلکو هیڅ هم ورته ونه ویل. بله جمعه کې یې هم همدا خبره وکړه او هیچا څه ورته ونه ویل. په دریمه جمعه یې هم همدا خبره وکړه! نو جومات کې د ناستو خلکو له جملې یو ورته پورته شو او ورته ویې ویل:

هیڅکله داسې نه ده! بیت المال زموږ ده او غنیمتونه هم زموږ دي! څوک چې زموږ او زموږ د بیت المال تر منځ خنډ ګرځي؛ په تورو به فیصله ورسره کوو! کله چې لمونځ وشو، معاویة امر وکړ چې هغه سړی راولئ، سړی یې وروست او له ځان سره یې کېنوه! بیا یې امر وکړ چې خلک دې دلته راشي، خلک چې ورغلل معاویة ورته وویل:

اې خلکو! ما چې په اوله ورځ خبرې وکړې هیچا هم ځواب رانه کړ! دویمه جمعه کې هم چا ځواب رانه کړ، خو په دې دریمه جمعه کې دې سړي له هلاکته وژغولم، الله دې دی وساتي.

معاویة رضي الله عنه زیاته کړه:
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوریدلي هغه فرمایل: داسې خلک به راشي چې خبرې به کوي، هیڅوک به څه نه ورته وایي، دوی به د بیزوګیانو په رقم جهنم ته لوېږي! نو زه وویریدلم چې له دې خلکو ونه ګرځم! (ځکه خبرې مې کولې چا ځواب نه راکوه) خو دې سړي چې ځواب راکړ؛ زه یې له هلاکته وژغورلم، الله دې دی له هلاکته وژغوري. اوس نو امید لرم چې الله به مې د هغو خلکو له جملې نه، ګرځوي. قال الهيثمي في مجمع الزوائد: رواه الطبراني في الكبير والأوسط وأبو يعلى، ورجاله ثقات.

3 месяца, 2 недели назад
3 месяца, 2 недели назад

د اشبیلیة د تُندخویه قاضي کیسه

د اندلس اشبیلیة کې یو ډېر سخت او تندخویه قاضي و، خپل دفتر ته به چې راغی د هغه د سختي له امله به د ناستو  خلکو که خوښه وه یا نه، ټول به ورته پاڅیدل، مګر د ابومحمد بن جمهور (592هـ) رحمه الله په نوم یو عالم به نه ورته پاڅیدی! خلک به ټول پاڅیدل مګر دی به پر خپل ځای ناست و، ان ښوریدی به هم نه! یوه ورځ قاضي په ډېر قهر او سختي سره ورته وویل: دلته ناست ټول خلک زما په راتګ ولاړیږي، ته ولې نه ولاړیږې؟!

ابن جمهور په زغرده ورته وویل: له کله نه چې زه پوهیدلی یم تا ته د خلکو ولاړیدا خوند درکوي او له خلکو د ولاړیدا غوښتنه کوې، نو له دې کاره دې کرکه او نفرت کوم او له امله یې ستا نه هم نفرت کوم! ځکه حدیث کې راغلي: رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې مینه لري خلک ورته ولاړ شي؛ هغه دې جهنم کې پخپله ځان ته ځای جوړ کړي. من أحب أن یتمثل له الناس قیاماً فلیتبوّأ مقعده من النار. رواه أحمد وابو داود

ابن جمهور زیاته کړه: که زما په شاهدي پورې د مسلمانانو حقوق نه وی تړلي؛ قسم دی که مې پل هم راخیستی وی، ځکه ستا لیدل خوند نه راکوي. راوي زیاتوي دې تُندخویه قاضي ته د ابن جمهور دې خبرو خلکو ته سخت خوند ورکړ او ټول اندلس کې به خلکو خوله په خوله ګرځولې، ان چې تر موږ راورسیدلې. صلة الصلة لابن الزبیر الغرناطي (708هـ)، د الکناشة البیروتیه 73 په حواله.

په دې کرښو کې د هر دا ډول قاضي او بل هر دا رقم تُندخویه چارواکي لپاره د پند لوی درسونه او عبرتونه پراته دي، په دې هیله چې پند ورنه واخلي. باید ووایم چې یواځې پاڅیدل نه، بلکې عامو خلکو سره هر ډول سخت او متکبرانه چلند په دې کتار کې راځي.

5 месяцев, 1 неделя назад

په اوداسه لاسلیک!

د عثماني سلطنت وروستي واکمن سلطان عبد الحميد الثاني رحمه الله په اړه ویل کیږي چې د سلطنت خاص اوراق به یې بې اودسه نه لاسلیک کول! د ده د دیوان کاتب اسعد بیک یې په اړه وایي: یو وخت مې د شپې په اخیر کې د سلطان د کوټې دروازه وروټکوله! چې خورا مهم او عاجل اوراق پرې لاسلیک کړم. خو هغه دروازه راخلاصه نه کړه، نو د ضرورت په خاطر مې څو ځله دروازه وروټکوله! چې په دې سره وارخطا او وویریدلم.

لیږ وروسته سلطان دروازه راخلاصه کړه، راووت او پر شونډو یې موسکا خپره وه، راته کړه یې: زویه! په ناوخته کیدا رانه خپه نه شې، تا چې لومړی ځل دروازه راوټکوله زه راویښ شوم او پوه شوم چې دومره ناوخته ستا راتګ خامخا د مهم کار لپاره ده! نو دستې مې اودس وکړ، نو ځکه لیږ وځنډیدم، ځکه زما عادت دی چې د واک ټوله زمانه کې مې سلطنتي اوراق بې اودسه نه دې لاسلیک کړي!! اسعد بیک زیاتوي: بیا یې زما له لاسه پاڼې ورواخیستلې، په ډېر دقت یې ولوستلې او بیا یې په بسم الله سره لاسلیک کړې.

5 месяцев, 1 неделя назад
5 месяцев, 1 неделя назад

د سعدي علیه الرحمه له حکایاتو څخه

یو تن د بادشاهانو څخه په یو مرض اخته شو چې د هغه يادونه یې هم نشوه کولای، یوه ډله د یونان طبیبان په دي متفق شول چي د دې مرض هېڅ دوا نشته مګر د انسان زهره، نو پادشاه امر وکړ د یو بزګر زوی یې پیدا کړ په کومو صفتونو چې حکیمانو او طبیبانو ویلي وو.
د هغه مور او پلار یې په ډېرو بخششونو او پیسو ونازول او قاضي هم فتوی ورکړه، د یو تن وینه تویول د پادشاه د سلامتيا لپاره روا ده جلاد هم د ده د مر ګ تکل و کړ.
هلک مخ آسمان ته پورته کړ او مسکی شو، پادشاه پوښتنه ترېنه وکړه چی په دې حالت کې د خندیدلو څه دي؟ هلک ورته وویل: د زامنو ناز پر مور او پلار وي او دعوی قاضي ته وړل کیږي، د پادشاه څخه داد غوښتل کیږي، اوس مې مور او پلار د دنیا د طمعې په خاطر زما وینه خرڅه کړه او قاضی هم د وژلو فتوی ورکړه، سلطان هم خپله سلامتيا زما په وژلو کې ګوري، نو زه له خدای ﷻ څخه پرته بله هیڅ پناه نه وينم.
پادشاه د دې خبرې د اورېدو سره سخت د عبرت ټکان وخوړ، د رحمت دیګ یې په جوش راغی او په سترګو کې یې اوښکې راوغړېدې، ويې ویل چې زما هلاکت غوره دی تر دې چې د یو بې ګناه انسان وینه تویه شي، نو هلک يې خپلې غیږې ته رانيږدې کړ او په سر او سترګو یي ښکل کړ، ډیر بې اندازې نعمت او مال یې ورته وبښه، داسي ویل کیږي چې پادشاه په هماغه هفته کې روغ رمټ او صحتمند شو.

ژباړن : سید عبیدالله نادر
ترميم : م فيضاني

7 месяцев, 2 недели назад
7 месяцев, 2 недели назад
7 месяцев, 2 недели назад

?

7 месяцев, 3 недели назад

نعت شريف (١٠)
ای د رمضان مياشتې شم قربان مياشتې
تاته مرحبا وايو ښکلې د غفران مياشتې

غږ : رضوان الله فيضاني
─┅━━━━✦━━━━┅─
https://t.me/GhranAfghanistan1000

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago