{ الْحَمْدُ لِلَّهِ حَمْدًا كَثِيرًا }
- تواصل ، إعلان، @alim761
Last updated 5 days, 2 hours ago
اضغط على #انضمام لتشرفنا 💞🥝
• القناه الرسميه على التليجرام التقليد لا يعنينا🎞🖤
𖤐| صور📷.
𖤐| عبارات🗞.
𖤐| خلفيات كيوت🧸.
𖤐| ستوريات سوداء🖤.
• تواصل معي |~| للاعلانات،تمويلات |~| رابط القناة
@P_8_D - @ssGoo - @GGG_SG
• الحمدلله قبل كل شيء 🙏
Last updated 1 month, 2 weeks ago
د وحشت تيارې به ماتې شي
سپين نظام به شي حاکم دلته
د نفرت رېښې به وشليږي
اخوت به شي قايم دلته
بيا د غرب په نڅاګرو به
ورځ د حشر او محشر به وي
د سر زورو زور به ختم شي
د خوښيو سپين سحر به وي
د زلميو د کاروان سره
د ملکو جوړ لښکر به وي
د وضعي قانون زوال به وي
د يو بل سقوط خطر به وي
يو تغير به وي بدلون به وي
مخ تورن به وي لايم دلته
زندګي به وي خوښي به وي
د ټوپک قلم قوت به وي
ټول قرآن به نافذ دلته
راج رواج د دې امت به وي
بيا زخمي زړونه رغيږي به
له خوښيو ډک ساعت به وي
د يو نوي ژوندون پيل به وي
له وطنه جوړ جنت به وي
په شرعي قانون سمبال به وي
شريعت به وي دايم دلته
د ستړيا احساس نور نه لرو
د يو نوي جنګ اغاز کوو
مخ په وړاندې وړو د هند غزا
مونږ انداغ په ښه انداز کوو
د پرديو ککرۍ وهوو
د ولس وړیا اعزاز کوو
د غازي ملت څارنه کړو
ترې ساتنه ښه په ناز کوو
ويښ سپرلي به غالبه نور
تور خزان به وي نايم دلته
https://t.me/Ghalib34
زمونږ د قــبر خړې خاورې بــه ګلـــونه کوي
زمونږه ژوند به وروستنو ته صدقه پاتې وي
کلام مهاجر غالب
غږ سعيدالله صديقي
هره ورځ په دغــــه لاره مسافر راځي د غرونو
د شپونکو له سپين کتاره مسافر راځي دغرونو
کلام مهاجر غالب
غږ مولوي نصرت الله نصرت
دښتو غرونو ګړنګونو کې مزلونه
مروره در په دره مهاجره
لوږې تندې زخمتونه تندکونه
په نصيب دې شو دلبره مهاجره
تورې شپې د وحشتونو به رڼا شې
له مونږ ورکه مسافره مهاجره
خير که ډکه له ازغيو د جهاد لار
نتیجه يې ده بهتره مهاجره
په قدم قدم ازمون دی امتحان دی
ناکام نشې د زړه سره مهاجره
د قيصر او د کسرا ماڼۍ به ړنګې
شي به ياره زر تر زره مهاجره
ځا د نوي جنګ اغاز وکړه شه پورته
کړه سورلۍ دې برابره مهاجره
د غالب د زندګۍ ړنګ تصويرونه
راوړه ياره له سنګره مهاجره
https://t.me/Ghalib34
عشق و ستـــــا تر بېلتانۀ ورسېد
درد او پرهر زما تــــــر زړۀ ورسېد
یوه نادیــده مينه یې وپاللـــــــه
عــــــاشق اخیر تر هجرانۀ ورسېد
ستا په غمجنه کیسه څه وليکي
لیک د قــــــــلم تر اسمانۀ ورسېد
شو په ملال زړګي ویده پاتې او
رښتينی خــوب تر زنګانۀ ورسېد
دا چې میئن په چا و یار د چا شو
څوک و د چـــا تر دیوالۀ ورسېد
د نازک خــــــیاله تصور سره سم
لاړی د حـــورو تر کـــــــالۀ ورسېد
په رنځ اخته غالب به ښه شي خو که
د سترګو دید ته یې کاتۀ ورسېد
د ژوند خبرې دي رازونه لري
کــــه ملغرې دي رازونه لري
جانانه ستاخوږې خوږې خبرې
لکـــــه شَکَرې دي رازونه لري
زمونږ د کلي په هوا رادرومي
سپنې کوترې دي رازونه لري
نری باران اوري د غرونو په سر
وريځی بکورې دي رازونه لري
دتخيل په غرو کې وږی شپونکی
شپلۍ سندرې دي رازونه لري
دې پټوسترګوته يې ښه وګوره
څـه بختورې دي رازونه لري
بې وسه باز د چينارونو غيږ کې
مـــــاتي وزرې دي رازونه لري
غـالبه لارې د اولفت دې څنګه
کنـــډو کــــپرې دي رازونه لري
☆↷↶غــــالب مهاجر↶↷☆
https://t.me/Ghalib34
بې یاره ژوند د بې وسۍ لمـن کې
راغرځوي کاڼي ســیلۍ لمــن کې
لکه ده غـرۀ چنار وهـــــلی تنــدر
ګرځوي مات وجود سورۍ لمن کې
کاواکــــــه نه یمه بې خوده نه یم
چې درکوم د زړه غوټۍ لمــن کې
په سود او زیان دې زه لا نه وم خبر
مینـه دې راکړه د مستۍ لمــن کې
چې ټوله شـپه د یار تصویر ښکلوي
کړي شوګيرې د بې خوبۍ لمن کې
غالـــــــــبه ســتوري ده امید لټـوه
کـوه دیدن يې د سپوږمۍ لمن کې
د خـــیال په اوګه سپوره باریدلې ده نړی
اوس بیا له خپل مداره کوچیدلې ده نړۍ
که نن د سوریا او د زهرا غیږ کې پرته ده
صبا هم د دې په غیږه کې لویدلې ده نړۍ
ته ګوره غلط شوی یې تعبیر دې بیرته واخله
ما بل شانتې کتــــــــلې او لیدلې ده نړۍ
دوخت ثاني عمره قافله دې لګه تم کړه
رنځوره دې په پښو کې غرځیدلې ده نړۍ
داهِر د زمانې ته د قاسم بجوړي زیر شو
مغل ته په هر ځای کې پاریدلې ده نړۍ
غالبه زمونږ له عجزه دي کاګۀ مغرور سرونه
چې څومره تـــــله د کبره نړیدلې ده نړۍ
{ الْحَمْدُ لِلَّهِ حَمْدًا كَثِيرًا }
- تواصل ، إعلان، @alim761
Last updated 5 days, 2 hours ago
اضغط على #انضمام لتشرفنا 💞🥝
• القناه الرسميه على التليجرام التقليد لا يعنينا🎞🖤
𖤐| صور📷.
𖤐| عبارات🗞.
𖤐| خلفيات كيوت🧸.
𖤐| ستوريات سوداء🖤.
• تواصل معي |~| للاعلانات،تمويلات |~| رابط القناة
@P_8_D - @ssGoo - @GGG_SG
• الحمدلله قبل كل شيء 🙏
Last updated 1 month, 2 weeks ago