شاعرقاري هلالي آغا

Description
ملګـــرو دلـته به زمــا ګــوډ او مـــات شعـــرونه درته نشـــریږی
ستــاسو ددعـــاو په هیـــله
قـــاري هــــلالي آغــا
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir

1 year, 6 months ago

شکر شکر خدایه شکر ، چې پیدا دې مسلمان کړم
ستر احسان دې پرما کړی ، امتي دې د جانان کړم

ته خالق زه دې مخلوق یم ته مې رب زه دې بنده یم
ته پر ما ډیر مهربان یې ، مشرف دې په ایمان کړم

د اسلام په ښکلي دین کي ډېرې ګټې دي صاحبه
هره ګټه به اثبات په آیاتونو د قرآن کړم

زه به نه ځمه دوزخ ته ، زه به نه ځم سرو لمبو ته
ربه ستا پر آوامرو ، برابر که چیرته ځان کړم

د مرګ وروسته بیا د قبر، له عذابه خلاصون نشته
باید اوس په ښه عمل د ، آخرت کورګی ودان کړم

هلالي آغا به هلته ، بختورو کې حساب شم
چې خپل رب ته په محشر کې، په سپین مخ ځان ور عیان کړم

هلالي آغا

1 year, 7 months ago

**دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
نوې وطنۍ ترانه

کسر

ښکلا لري څه ښکلی مو هېواد دی
په دنګو ښائستو زلمو آباد دی
امنیت ته یې په فکر هر الحاد دی
الحمدلله شکر چي آزاد دی

آواز قاري ملهم جبیر
شاعر قاري هلالي آغا#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟**https://t.me/slamikanal313

1 year, 7 months ago
شاعرقاري هلالي آغا
1 year, 8 months ago

رسنیو ته توصیه

کرکه نفرت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
راشئ چي ټوله ورورولي او اتحاد وکړو
غم د هېواد وکړو
غم د هېواد وکړو
غم د هېواد وکړو

درسره مینه لرو مسلمانانو وروڼو
زموږ د سر سترګي یاست ټول زموږ افغانانو وروڼو
بهتان تهمت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
ولي په یو بل ګومانونه د فساد وکړو

د بي بي سي لپاره لږ صداقت په کاردی
د آزادۍ راډیو ته لږ حقیقت په کاردی
داسي بد نیت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
ولي په نه څه باندي ژر ژر انتقاد وکړو

بس کړی نور مه کاروی دا شیطاني رسنۍ
د انټرنیشنال په څېر غیر شرعي رسنۍ
دا شیطانت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
راځئ د دې کار مخنیوي کي کوشش زیاد وکړو

راشئ چي ودرېږو، د خپل اولس په څنګ کي
هري سختۍ ته تیار، د هر یو کس په څنګ کي
دومره غفلت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
راشئ چي خپله په خپل خلګو اعتماد وکړو

بیا به جګړې نه راځي، بیا به جنګونه نه وي
د (هلالي آغا) په، زړه به غمونه نه وي
غم مصیبت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
که موږ په ګډه له وطن سره امداد وکړو

هلالي آغا

1 year, 8 months ago

ښکلا لري څه ښکلی مو هېواد دی
په دنګو ښائستو زلمو آباد دی
امنیت ته یې په فکر هر الحاد دی
الحمدلله شکر چي آزاد دی

نه جنګ شته نه چاپې شته نه بمونه
په امن دي اوس ټوله اولسونه
خوشحاله دي زموږ ټول افغانان وروڼه
وروري ده اخوت او اتحاد دی

ښکلا لري جنت جنت وطن دی
د ښکلو ښائستو څهرو مسکن دی
هېواد مي دی او زړه مي پرې مئین دی
ورک شوی ترېنه شکر شر فساد دی

ډېوې د خوشحالۍ پکي بلېږي
ګلونه رنګارنګ پکي ځلېږي
د امن سپین بیرغ پکي رپېږي
په خپلو شازلمیو باندي ښاد دی

لرمه خاص له زړه ورسره مینه
رګو کي مي جاري ده لکه وینه
هرخوا او هره سیمه یې حسینه
غزل د (هلالي آغا) کي یاد دی

هلالي آغا

1 year, 8 months ago

ملګرو زما د چینل لینک په نورو ګروپانو کي هم نشر کړئ. چي نور ملګري هم زموږ د ګوډو او ماتو اشعارو څخه خوند او پند واخلي

1 year, 8 months ago

درنو مینوالو!

زه په ټوله معنا ستاسو له بې ساري محبت، مینې او درناوي نه د زړه له اخلاصه مننه کوم. ستاسو په دعاؤ او مینه کې یو ځانګړی قوت دی چې ما ته د خدمت لا زیات احساس راکوي. د ازادۍ د شپې په پروګرام کې ستاسو د تود هرکلي څخه معلومه شوه چې زما خدمت ستاسو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

الله تعالی دې ستاسو دا مينه، عزت او محبت همداسې تلپاتې لري او مونږ ته دې توفیق راکړي چې د دیني خدمت لاره کې لا ډېرې هڅې وکړو.

په درناوي:
قاري هلالي آغا

1 year, 8 months ago
زړه په سینه کي په درزا …

زړه په سینه کي په درزا ماته وي
د جانان غم د سړي ملا ماته وي

د یوه تللي شهید شوي یار یاد
یم زورولی اوس مي بیا ماته وي

خدایه په چا باندي یې مه راوله
غم هرڅوک داسي لکه ما ماته وي

سپینه سپوږمۍ او د جانان یادونه
د سړي زړه بس خامخا ماته وي

زړه خو له کاڼو نه جوړ شوی نه دی
چي نه یې غم نه یې ژړا ماته وي

که دغه غم وو (هلالي آغا) تل
هم ستا قلم هم آخِر تا ماته وي

هلالي آغا

https://t.me/garjjlaljgha

1 year, 8 months ago
1 year, 8 months ago
**النبوي اداره یې وړاندي کوي

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

/"''دنويو ترانو البوم👇''"/
(∵ ... زما ګران وطن ∴)

/۰دګران ورور ترانه ویونکي ۰/
/۰ مولوي منصور عزیزصاحب./
/ .او محترم نوراني شباب ۰/
{ ..نویو ترانو . }
( البم نشرته وسپارل شو.)
ـ.................................ـ
هیله ده چي دخوښۍ وړبه مو وګرځي
تاسې يي زموږ د ټيليګرام له چينل څخه
تر لاسه کولى شۍ.له ملتيا نه مو مننه
هم دلته راسره ملګري شۍ  👇👇👇👇**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir