( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 days, 9 hours ago
٣_ ژر تر ژره نکاح کول: رسول اللهﷺ فرمايي: ای ځوانانو! په تاسو کې چې څوک پر نکاح قدرت لري، نکاح دي وکړي؛ ځکه نکاح د سترګو او شرمګاه لپاره غوره ساتونکی دی او څوک چې پر نکاح قدرت نه لري، هغه دي روژه ونيسي؛ ځکه روژه دده لپاره د خصي کيدلو په څېر ده(يعني له ناروا يې را ګرځوي)[رواه الشيخان]
٤_ په ګټه ترلاسه کولو کې حرص کول: کوم ځوانان چې د ژوند قیمتي ورځې او شپې فارغې تېروي، ډېر وخت یې نفس او شيطان په ډول ډول فتنو او ګناهونو کې را ګير کړي، ددې لپاره لازمه ده چې ځوانان له خپل قیمتي وخته ګټه پورته کړي، په دیني او دنیوي امورو کې کمال او مهارت ترلاسه کړي.
٥_ښځو ته له ورتګه ځانه ساتل: رسول اللهﷺ فرمايي: تاسو(نارينه)ښځو ته مه ور ننوزئ! یو چا ترې وپوښتل: آیا د خاوند ورور، وراره، پلار او یا بل قريب ښځې ته ور تلای شي کنه؟ رسول اللهﷺ وفرمايل: دوی خو د ښځې لپاره مرګ ده(يعني تر پرديو ددوی فتنه قوي ده؛ ځکه پردي خو ښځې ته نشي ورتلای او دوی زړور ورتلای شي)[بخاري او مسلم]
داشان رسول اللهﷺ فرمايي: کله چې سړی او ښځه سره يوازي شي، نو دريم يې شيطان ده، يعني شيطان ته ددې ښه موکه برابره شي چې دوی دواړه په فتنه کې واچوي.[احمد او ترمذي]
الله تعالی دي زموږ ټول ځوانان له فتنو وژغوري. پای
ماخذونه: [السير٢٣٧/٤]
[الشباب والفتن المعاصرة ص ٣١]
@mubareza_af | مبارزه
◇ ځوانان او د ښځو فتنه!
✍ليکنه: حسان مجاهد
◁په نن زمانه کې له یو لړ هغو فتنو څخه چې مسلمان ځوانان ورسره مخ دي، يوه هم د ښځو فتنه ده او دا تر ټولو سخته او زيانمنه فتنه ده؛ رسول الله ﷺ فرمايي: ما له ځانه وروسته د ښځو له فتنې پرته بله هيڅ داسي فتنه نه ده پرېښې، چې د نارينه وو لپاره ډېره زیانمنه وي.[البخاري کتاب النکاح]
هغه أسباب چې ځوانان یې د ښځو په فتنه کې ښکېل کړي دي
١_په ټولنيزو رسنيو، تلویزیوني چینلونو، سريالونو، ډرامو او بېلابیلو خپرونو کې د لوڅو ښځو عکسونه او فلمونه.
٢_په مجلو، اخبارونو، مهالنيو، تجارتي اعلاناتو او ښاري لوحو باندي د ښکلو او جالبو ښځو عکسونه.
٣_ په بازارونو او سړکونو باندي د بې حجابه ښځو آزادانه او عامه ګرځیدل.
٤_د ټليفوني تماس په ذريعه د پرديو نجونو او هلکانو ترمينځ پټې او نامشروع اړیکې ساتل.
٥_په سیاحتي پارکونو، تفريحي ځايونو او دکال په مختلفو لمانځل غونډو او مېلو کې د ښځو او نارينه وو اختلاط(ګډون).
٦_ساز، موسیقي او د ډمو سندرغاړو سندرې اورېدل. ٧_په ښوونځيو، مؤسسو، کارخونو، مارکیټونو، هوټلونو او ترانسپورتي شرکتونو کې د نارینه وو او ښځو ترمينځ اختلاط.
٨_ عشقي او افسانوي کتابونه، ناولونه او کيسې لوستل.
د يادې فتنې دنیوي او اخروي زيانونه
١_ کفر او له خپل دينه انحراف: د تاريخ په اوږدو کې دا په یوځل نه په ځلونو پېښه شوې ده چې د يو چا له کافرې ښځې سره علاقه پيدا شوې، په نتیجه کې یې خپل دين پريښى او کفر يې قبول کړی دی؛ إبن جوزي رح په خپل کتاب(ذم الهوا) کې په دې بحث مستقل باب ايښى دی، چې کوم کسان د مجازي عشق له امله کافران شوي دي. نن سبا زیات شمېر مسلمانان ځوانان د کافرو ښځو فتنه کې ولويږي، بالآخره له خپل اسلامي هیواد څخه کډه شي او هملته له خپلې ښځې سره یا یهودي شي او یا هم نصراني شي.
٢_ تریخ ژوند: ډېر ځوانان چې کله خپله معشوقه له لاسه ورکړي، نو سمدستي د ژوند له ترخو تجربو او کړاونو سره مخ شي او ډېر وخت له خپل ژونده تردې کچې تنګ شي چې ځان وژنه وکړي.
٣_له الهي احکامو سرغړونه: کوم ځوانان چې د ښځو په فتنه او ناروا عشق کې را ګير وي، ټول وخت يې له الهي احکامو په سرغړونه کې تیریږي لکه: پرديو ښځو سره خبرې، هغوی سره يوازيتوب، هغوى ته کتل او هغوی سره د زړه تعلق ساتل.
٤_ ناروغۍ: دوی په ډول ډول رواني او روحي ناروغيو اخته وي.
٥_بې کاري: داسي ځوانان تل په فکرونو او غمونو کې ډوب وي، له ديني او عصري زدکړو او ددنيا له بل هر ډول کسب څخه زړه توری او بې برخي پاتي وي.
٦_خپل هدف له یاده ایستل: داسي ځوانانو د ژوند تر ټولو ستر ارمان او هدف خپلې معشوقې ته رسېدل وي او هغه پاک او سپيڅلى هدف یې له پامه غورځولی وي، چې دهغه لپاره دی پيدا شوی دی.
٧_د خلګو په زړونو کې منفور کېدل: دا ډول ځوانان د خلګو په زړونو کې منفور او د هغوی پر وړاندي داسي سپک او بې قدره وي چې څوک د سړي په سترګه نه ورته ګوري.
٨_ د مور او پلار نافرماني: دا ډول ځوانان ډېر وخت د مور او پلار نافرمانه وي او د کورنۍ دغړو تر مينځ شخړې او اختلافات رامنځته کړي.
٩_نعمتونه ضايعه کول: دوی خپل قیمتي عمر، ورځنی ژوند، خدای ورکړي سالم حواس/اندامونه، مال او سامان ټول د ناچیزه نفسي غوښتنو په مينه کې مصرفوي.
١٠_ له حق څخه ړوندوالی: ددوی زړونه سخت شي، د عبادت ذوق او خوند له لاسه ورکړي، د مخلوق په مينه کې تر دې کچې ډوب شي چې غوږونه يې د حق له اوريدلو کاڼه او سترګې یې د حق له ليدلو ړندې شي، هره ناروا ورته ښايسته ښکاري او له خالق او مخلوق څخه د حیا ماده پکې ختمه شي.
دښځو له فتنې څخه د خلاصون لارې
١_ د نظر ساتنه: پرديو ښځو ته کتل یو ډول زنا ده؛ ځکه رسول اللهﷺ فرمايي: د سترګو زنا(پرديو) ته کتل دي. [بخاري]
علامه شنقیطي رح ليکي: دا څرګنده خبره ده چې نظر د زنا لامل دی؛ ځکه څوک چې د ښځې ښايست ته ډېر ګوري، هغه ددې لامل شي چې په زړه کې یې دهغې ښځې مينه پيدا شي او په پایله کې دا ناروا مينه د هلاکت(زنا) سبب وګرځي، ځکه نو ناروا نظر د زنا یو استازی دی.[تفسير اضواء البيان]
ابن قيم رح ليکي: حرام نظر په زړه کې داسي اغېز کوي، لکه غیشی په ښکار کې، غیشی که ښکار ونه وژني، زخمي کوي يې خامخا.
٢_ د ښځو له فتنې وېره: ستر تابعي سعيد ابن مسیب رح( په داسې حال کې چې عمر يې تر اتيا کاله اوښتی و او په يوه سترګه ړوند و) وايې : زه دښځو له فتنې ډير ويريږم. ابو مليح رح وايي: که یو څوک د پيسو ډک کور راته امانت کړي؛ نو په ځان باور لرم خو که يوه ښځه راته امانت شي؛ په ځان باور نه لرم. میمون بن مهران رح وايي: هيڅ کله له پردۍ ښځې سره مه يوازي کیږه؛ که څه هم نفس درته وايي چي قرآنکریم ور زده کړه. ځينو سلفو به ويل: د زمري او مار شاته ځه، خو په ښځه پسي مه ځه!. حضرت عبدالله بن عمر رض په هغه دروازه تر مرګه پوري نه ده داخل شوی، کومه دروازه چې د ښځو لپاره ځانګړې شوې وه.
?الله *تعالی به هر وخت تاسې داسې ذليله کوي!!!
ان شاء الله
● د امریکا سي ان ان تلوېزیون راپور ورکړی، چې د اسراییلو د جګړې د کابینې وزیر بیني ګانټز له خپلې دندې استعفا وکړه.
● بیني ګانټز همدراز په نتنیاهو تور پورې کړی، چې د غزې جګړې ترستراژۍ د مخه خپل شخصي سیاسي ملاحضات ځای پر ځای کوي.
● بیني ګانټز په راتلونکو څو میاشتو کې پر ټاکنو ټېنګار درلود.
● ګانټز تر استعفا وروسته له یرغمل شویو کورنیو بخښنه غوښتې او د غزې په جګړه کې یې خپله ناکامې منلې.
● هغه زیاته کړې، چې په ازموینه کې ناکام شوي او د خپلو بچیانو د راستنولو توان نه لري.
● ګانتز په داسې مهال استعفا ورکوي، چې نتنیاهو له نوموړي د اسراییلو په اضطراري حکومت کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې وه او ویلی یې و، دا د یووالي وخت دی ، نه د وېش.*
#بې_له_اجازې_هر_پوسټ_نشرولی_شئ
#مبارزه_فکري_دعوتي_او_جهادي_چینل
@mubareza_af ⚠️⚠️⚠️
◄د فرعوني او معاصر سیاست پرتله
● لاندې کرښې په غور او دقت ولولئ، دلته د موسی علیه السلام پر ضد د فرعون د سیات لنډه خاکه راخلو، معاصر سیاست زموږ پر وړاندې دی، تاسو ښه ځیر شئ چې موجوده لویدیځوال سیاست او ختیځ کې د هغه کاپي کوونکي سیاستوال د فرعون سیاستونه څومره ګام پر ګام تعقیبوي! راځئ له قرانکریم نه د فرعون د سیاست په اړه څو خبرې سره لولو.
● فرعون او د هغه پلویانو موسی علیه السلام په دې تورنَوه چې هغه په دین تجارت کوي، کټمټ لکه نن چې د غربي استشراقي مکتب سرخیلان او پیروان (سیکولران) علماء او اسلامپال مسلمانان تورنوي چې دوی پر دین تجارت کوي. فرعون خپل ولس ته وايي: زه ویریږم هغه (موسی) به ستاسو دین بدل کړي. {إني أخاف أن يبدل دينكم} او بله دا چې هغه مفسد دی، مصر کې به فساد خپور کړي. {أو أن يظهر في الأرض الفساد}.
● داراز فرعون په موسی علیه السلام مختلف تورونه ولګول، هغه داسې چې د موسی علیه السلام دا کار یې پردیو ته د هغه چوپړ وباله او دا چې دا کار د پردیو او باندنیو قوتونو په اشاره کوي. هغه وايي : په ښار کې مو دا فریبونه پیل کړي دي، څو د هیواد خلک له خپل هیواده وباسئ. {إن هذا لمكر مكرتموه في المدينة لتخرجوا منها أهلها}.
● دا کیسې به د مکې مشرکینو هم کولې، هغوی هم په رسول الله صلی الله علیه وسلم مختلف تورونه لګول، ویل به یې چې محمد صلی الله علیه وسلم دا خبرې له ځانه جوړې کړې دي او په دې برخه کې د نورو قومونو خلکو مرسته ورسره کړې ده. {إن هذا إﻻ إفك افتراه وأعانه عليه قوم آخرون}.
● د موجوده طاغوتي سیاستونو په څېر فرعون د موسی علیه السلام د وژلو اعلانونه وکړل، د هغه پر خلاف یې پروپیګنډه پیل کړه چې هغه باغي او ساحر دی، هغه خپلو خلکو ته وویل: ما پریږدئ چې هغه ووژنم، {ذروني اقتل موسى}، په هغه یې تهمتونه ولګول چې هغه ښکاره ساحر دی. {إن هذا لساحر مبين}.
● فرعون د موسی علیه السلام پر خلاف مختلفې حربې وکارولې، هغه په دې لړ کې د خلکو د ګمراه کولو او د هغوی پر عقلونو د ملنډو وهلو لپاره هغوی ته وویل چې ستاسو لپاره زما رایه او نظر کفایت کوي، تاسو د رايې او نظر حق نه لرئ. {ما أريكم إلا ما أرى} او له دې نظري جبر او استبداد سره یې دا دعوه هم وکوه چې زما نظر او رایه خامخا سمه او کره ده. (وَمَآ أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ).
● په دې برخه کې فرعون په کرایه هم خلک ونیول، لکه نن چې عربي کې مرتزقه ورته وایي، هغوی په ډاګه مزدوري او کرایه وغوښتله: {قالوا إن لنا لأجرا إن كنا نحن الغالبين}، فرعون دستي موافقه وښودله او د هغه خواته د نږدې چوکۍو ژمنه یې ورکړه {نعم وإنكم لمن المقربين}. د غرب معاصر فرعون هم پرېمانه مرتزقین او کرایه کښان نیولي دي، له قلمه نیولې تر تورې، جاسوسۍ وغیره برخو کې په خلاص مټ چوپړونه ورته وهي او لویو جادوګرو کرایه کښو ته په واشنګټن، لندن پیرس وغیره کې ځایونه ورکول کیږي.{نعم وإنكم لمن المقربين}.
● لکه نن چې غرب او غربپال د مسلمانانو وینې ارزانه ګڼي او په خرپ یې تویه وي؛ همدا د فرعون لاره وه، هغه هم د وخت د مسلمانانو وینې بې دریغه تویه ولې، هغه موسي علیه السلام او د هغه قوم ته وایي: خامخا به موږ د دوی زامن قتل کړو او ښځې به یې ژوندۍ پرېږدو او موږ پر دوی قهرژن او غالب یو.{سنقتل أبناءهم ونستحيي نساءهم وإنا فوقهم قاهرون}
● هغه مهال هم ډېری خلک تشذهنه او د خپلو مفاداتو او ګټو زامن وو، چې خیر به ورته ورسید او ښه حالت به یې شو؛ هغه به خپله وړتیا او خپل کمال باله او که بدي او ناوړه حالت سره به مخامخ شول هغه به یې د موسی علیه السلام او د هغه د ملګرو بدفالي ګڼله. {فإذا جاءتهم الحسنة قالوا لنا هذه وإن تصبهم سيئة يطيروا بموسى ومن معه}
● د ظلم، استثمار او ولس زبېښنې، استحمار او ولس خرګرځونې؛ پخوانۍ او ننۍ شېوې او لارې ډېرې سره ورته دي، د فرعوني وحشي سیاست تسلسل روان دی، همدا نن یې غربیان او د هغو پر لاره روان ختیځوال سیاستوال ګام په ګام تعقیبوي او تمثیلوي، د وحشت او ظلم پلویان ترننه د فرعون لاره څاري، هماغسې له شیطنت او منافقته ډکه لاره، هماغسې له جبر، زور او وحشته ډکه لاره، هماغسې خونړۍ، ظالمانه او انسانیت ضد لاره.
✍ليکنه: استاد مولوي حامد افغان
#بې_له_اجازې_هر_پوسټ_نشرولی_شئ
#مبارزه_فکري_دعوتي_او_جهادي_چینل
@mubareza_af ⚠️⚠️⚠️
◄ د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!
❙ لیکوال عادل افغان
● نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې په خپل وروستي راپور کې د افغانستان په جنوب کې د تر ټولو ظالم او امریکا ته وفاداره قوماندان جنرال رازق له کړو جنایتونو پرده پورته کړې ده.
● که څه هم د دغه ظالم او وینه زبېښونکي قوماندان جنایتونه له هېچا پټ نه وو، د افغانستان په جنوب او په ځانګړې توګه کندهار کې یې داسې وحشتونه او جنایتونه وکړل چې تر امریکايي جنایتکارو ملاتړو یې هم خبره واړوله. نیویارک ټایمز تازه له زرو داسې کسانو سره د مرکو پر بنسټ خپل راپور چمتو کړی، چې د کورنیو غړي یې د دغه ظالم امنیه قوماندان په لاس وژل شوي، ورک شوي، په زندانونو کې شکجنه شوي او ان لا تر ننه یې هم مړي او ژوندي نامعلوم دي.
● د راپور لیکوال ویلي چې دوی ان د تېر جمهوریت پر مهال هڅه کړې وه، چې د رازق د کارونو په اړه راپور جوړ کړي، خو په خبره یې چې نوموړي او د هغه ملاتړو امریکایانو ورته د دې کار اجازه نه ورکوله او له هرې ممکنه لارې یې د دغه کار مخه نیوله. که څه هم د نوموړي د وحشتونو او جنایتونو په اړه له عامو خلکو سره په زرګونو مستندې کیسې او داستانونه موجود وو، خو دغه ظالم قوماندان چاته اجازه نه ورکوله چې شوي جنایتونه یې دې افشا شي.
● نیویارک ټایمز ویلي، د تېرې ادارې له سقوط وروسته یې دا موکه وموندله چې د رازق له خوا د زیانمنو شویو کسانو له ډلې یې له زرو کسانو سره مرکې وکړي او د دغو مستندو مرکو پر اساس یې خپل راپور چمتو کړی دی.
● د سرچینې په خبره، په زرګونو کسان نور هم وو چې د کورنۍ غړي یې د دغه قوماندان له خوا نیول شوي، ربړول شوي، وژل شوي او تري تم شوي وو، خو دوی ایله پر دې وتوانېدل چې یوازې له زرو کسانو سره یې خبرې وکړي.
● د ورځپاڼې په خبره، د دغو کسانو په ډله کې رېکشاوانان، عام خلک، موټر چلوونکي، خیاطان او نور بې ګناه کسان شامل دي چې په هېڅ ډول سیاسي او امنیتي مسایلو کې نه وو ښکېل. د سرچینې په خبره، امریکا د رازق په څېر د ډېرو داسې نورو جنایتکارانو ملاتړ کاوه او د دوی پر مټ به یې ځانونه ساتل.
● د راپور د لیکوال په خبره، امریکایان د رازق پر دغو ټولو کارونو خبر وو، له نوموړي یې هر اړخیز ملاتړ کاوه، پیسې او امکانات یې ورته چمتو کول او دغه راز یې نوموړي ته د دغو جنایتونو له کبله قضايي مصئونیت هم ورکړی و.
● د سرچینې په وینا، امریکایانو رازق خپل وفاداره کس باله، واک او ځواک یې ورکړی و، جنرالي رتبه یې ورته ورکړه او هڅه یې کوله چې افغانانو ته یې د یوه اتل او قهرمان په توګه ور پېژني.
● د نیویارک ټایمز په وینا، د جنرال رازق واکمني پر شکنجو، وژنو، د خلکو په تري تم کولو او ربړونو ولاړه وه او په وینا یې، دوی له زرو کسانو سره تر مرکو ورهاخوا له تېرې ادارې راپاتې سلګونه مخه داسې اسنادونه هم موندلي، چې ۲۲۰۰ کسانو پکې د خپلو کورنیو د غړو د ورکېدو له کبله شکایتونه مستند کړي دي.
● د یادې سرچینې په خبره، په دغو ۲۲۰۰ کېسونو کې ډېری یې د وژنې، ربړونې او تري تم کېدو کېسونه دي.
● په دغو اسنادو کې ویل شوي، رازق به چې څوک ونیول، له کورنۍ سره یې د ملاقات اجازه نه ورکوله، د زنداني کېدو ځایونه یې نه وو معلوم او هېڅ ادارې ترې احوال نه درلود.
● له همدې کبله ډېری کسانو تر شکنجو لاندې خپله ژوند له لاسه ورکاوه او مړي به یې هم په نامعلومو ځایونو مې خښېدل.
● د سرچنې په وینا، د رازق مړینه د دغو کورنیو او زرګونو نورو هغو کورنیو لپاره د اختر ورځ چې د دغه ظالم قوماندان له ظلمه په امن نه وې.
● رازق چې ډېری خلک یې په لغړي پېژني، د کندهار په سپین بولدک کې پیدا شوی او د افغانستان په جنوب کې د امریکايي اشغال تر ټولو فعاله، وحشي، جنایتکاره او ظالمه مهره وه، چې د اشغال د دوام او امریکا ته د وفادارۍ لپاره یې د زرګونو بې ګناه افغانانو وینې وځبېښلې، زرګونه نور یې تري تم کړل او په همدې اندازه نور یې په زندانونو کې ګوټ او مات کړل...
#بې_له_اجازې_هر_پوسټ_نشرولی_شئ
#مبارزه_فکري_دعوتي_او_جهادي_چینل
@mubareza_af ⚠️⚠️⚠️
*?*د غلامانو توجيهات
?کله چې سوډاني غلامو جنرالانو د صلاح الدين ايوبي رحمه الله په صليبي لښکرو د حملو توجيهات د فاطمي خلافت خليفه العاضد ته کول نو دا يې وويل صلاح الدين ايوبي په صليبيانو حمله وکړه او د مسلمانانو لپاره يې دښمني زياته کړه حال دا چې صليبيانو نه غوښتل چې په اسلامي خاورور يرغل وکړي.
?دا اوس د صلاح الدين ايوبي ښه کار ندی چې د مسلمانانو لپاره دښمنان زياتوي.
?تاسو خو يې لګ دې توجيې ته فکر وکړۍ د غلامانو په هره زمانه کې همدا حال وي، لکه اوسني غلامان چې په اسراییلو د حماس د اکتوبر په اوومې حملې ته همداسې توجيهات کوي.
?يوه خبره بايد په ياد ولرو چې که کفار مکې او مدينې ته هم داخل شي غلامان او په فکري ډول اشغال شوي به ورته رقم رقم توجيهات کوي او له دوی نه د مسلمانانو په ګټه د يوې خبرې تمه هم مه کوئ!**
✍ليکنه: عبدالله عمير
#بې_له_اجازې_هر_پوسټ_نشرولی_شې.
#مبارزه_فکري_دعوتي_او_جهادي_چینل.
@mubareza_af
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 days, 9 hours ago