[نــبـــوی حــادیــث]

Description
ملګورو دلته به وتاسي ته د رسول الله ﷺ څخه رانقل سوی حدیثونه نشریږی ان شاءالله
چینـل دثـواب په نیت نشــرکـڔی
@ewazmadani
Advertising
We recommend to visit

-بستری برای ناگفته ها و نشنیده های دنیایِ پیرامون (:

سایتمون⇦ Majnone315.com

-پاسخگویِ"315"‌بفرمائید:-))📬
@Enghetabot


#شرایط‌ڪپی‌‌و‌تعرفه‌تبلیغات↯

@Gomname_315

Last updated 2 weeks, 2 days ago


تاسو زموږ سره ملګری شی ملتیامو وکۍ
♡کلثوم♡
▄▄▄▄─●●─▄▄▄─▄▄─▄▄▄▄▄
🙂🙂🙂🙂
ـــــــــــــــــــــ
تبادلی رابطه👇

"""""""" """""" 

Last updated 3 weeks ago

دلته به تاسو ته دعبدالحمید الحماسی حفظه الله (دفکری لړۍ) درسونه ویډیوی mp3 تری
تقریرونه بیانونه جوابات اوجزباتی ویډیوګانی نشریږی
مهربانی وکړی دتلګرام چینل لینک درسره نشرکړی ترڅو تاسوهم په دی صدقه جاریه
https://t.me/+Shti7DQxV68zYjll

Last updated 1 week, 2 days ago

5 days, 9 hours ago

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخوب نه بیداریدلو سنت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) دبیداریدلو په وخت کې دمخ (سترگو) نه خوب مسحه کول

(۲) دسورة ال عمران اخرنى لس (۱۰) ایتونه لوستل:

عبد الله بن عباس رضى الله عنهما دنبي صلى الله عليه واله وسلم سره شپه تیره کړه فرمانی چی نبی علیه السلام په نمائی شپه کی کیناستلو خوب یی دخپل مخ نه په خپل لاس مسئحه كووبیا یی دسورة ال عمران لس (۱۰) ايتونه ولوستل اخرجه البخاري / ٧٦٣/١٨٣/

(۳)-په دغه ایتونو کې تفکر کول:
(۴)-او اسمان ته کتل:
(۵)-دادعاء لوستل:

(الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَحْيَانَا بَعْدَ مَا أَمَاتَنَا وَإِلَيْهِ النُّشُورُ)البخاري / ٥٨٣٧ / ومسلم / ۲۷۱۱

هغه ذات لره ثناء ده چې مونږه یی ژوندی کړو روسته دهغې نه چې مړ کړي یی وو مونږه او هغه ته را جمع کيدل دي.

(۶)-دادعاء لوستل:

الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي عَافَانِي فِي جَسَدِي، وَرَدَّ عَلَيَّ رُوحِي وَأَذِنَ لِي بذكره. الترمذي / ۳۳۹۸/ وصححه النووي في الاذكار / ٥٩ / برقم / ٢٨/

ثناء ده هغه ذات لره چې عافیت یی ورکړی دی زما جسد لره او ماته یی زما روح بیرته واپس کړه او ماته یی اجازت دهغه د ذکر کړی دی ،
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۹)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ

6 days, 9 hours ago

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بدعت او ګناهونو د خپریدو پروړاندې د سکوت خطر
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الله سبحانه وتعالى فرمايي : [وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ]سوره الانفال : ۲۵ .

ژباړه اوتاسو له هغي فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو کې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشکه الله ډېر سخت عذاب والا
دی.

ابن كثير رحمه الله وايي : الله تعالى خپل مؤمنان بنده ګان له داسي فتني څخه وېرولي دي او د داسې امتحان څخه چې په هغه کې به يوازې ګناه
كوونكي شامل نه وي بلكي عام به وي.

ابن عباس په تفسير ددې ايت كې وايي : الله تعالى مؤمنانو ته حكم کړی دی چې د منکراتو او ګناهونو پر وړاندې سکوت ونکړئ که نه د الله تعالی عذاب به پر ټولو باندې نازل شي.

قرطبي رحمه الله وايي : زمونږ علماء وايي : هغه فتنه چې د هغه په وجه به ټول هلاكيږي هغه د ګناهونو ، منكراتو او بدعاتو ظهور او انتشار دی داسې چې خلک يې نه منع کوي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:(يقيناً الله تعالى د خاصو خلکو په ګناه عام خلک نه عذابوي ،مګر دا چې هغوى منكر او ګناه ويني او د ګناه څخه په انکار او منع کولو قادر وي خو نه يې منع کوي نو کله چې دا کار وکړي نو الله تعالى د خاصو خلکو په ګناه په عامو خلكو عذاب راولي)فتح الباري شرح صحيح البخاري
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه

1 week, 1 day ago

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویده کیدلو په وخت کې دنبی صلی الله عليه واله وسلم طريقي:(۶) آخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۹)-اللَّهُمَّ خَلَقْتَ نَفْسِيْ، وَأَنْتَ تَوَفَّاهَا لَكَ مَمَاتُهَا وَمَحْيَاهَا ، إِنْ أَحْيَيْتَهَا فَاحْفَظْهَا، وَإِنْ أَمَتَّهَا فَاغْفِرْ لَهَا، اَللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ:

اے الله زما نفس تا پیدا کړی ، اوته ئی وفات کوی، مرگ اوژوند ئی هم ستاپه لاس کښی دی که ژوند دی ورکړو نو حفاظت کی وکړه ، او که وفات دی
کرونو بخښنه ئي وکړه ، الله زه تانه دعافيت سوال کوم .

مسلم : ٣٤٨/٢ رقم : ٧٠٦٣]

فضیلت : عبد الله بن عمر رضى الله عنه يوسرى ته حكم وکړو چه کله دخوب دپاره ارخ لګوى نو دادعاء وائيه ، هغه کس عرض وکړو چه تا دا خبره دعمر رضى الله عنه نه اوریدلی ؟ هغوی و فرمائیل بلکه د عمرنه بهتر یعنی پخپله درسول الله صلى الله عليه وسلم نه می اوریدلی...

(۲۰)-دخانسته خوبونو دلیدو دعاء

اَللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ رُؤْيَا صَالِحَةً، صَادِقَةً غَيْرَ كَاذِبَةٍ، نَافِعَةً غَيْرَ ضَارَّةٍ .

ترجمه : اے الله زه تانه د خائسته او ریشتینی خوبونو سوال کوم ، چه دروغ جن او ضرری نه وی ، بلکه نافع وی .

ابن السني : ٧٤٣ صحيح موقوف على عائشة

فضیلت : د عائشى رضي الله عنها نه منقول دی چه هغی به کله دخوب اراده وکړه نودادعا، به ئي كوله.

(۲۱)-پداسي چت (بام) چې پرده او دیوال پری نه وي نه ويده کیدل:

د علی بن شیبان رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي، چاچې داسې کور په چت باندي شپه تيره کړه چې په هغه پرده ، دیوال نه وو نو دهغې نه دالله زیمواری بری ده.ابوداود كما في صحيح الجامع الصغير /٦١١٣/

(۲۲)-لاسونه دخوراک دبوی څخه پاکول:

دابو هريرة رضى الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی چی رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دی : چاچی پداسی حالت کې شپه تیره کړه چې دهغې په لاس کې د طعام بوی او غورزی وی نو دغه انسان دی سوا دخپل
نفس څخه بل څوك نه ملامته كوي ...
اخرجه الترمذي والحاكم وصححه الألباني في صحيح الجامع /٦١١٥/

(۲۳)-دیر مخی خوب کولو څخه پرهیز کول:

ابو هريرة رضى الله عنه فرمایی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم يو سړی ولیده چې په خيته پروت وو نبی علیه السلام ورته وویل : داسی پریوتل الله نه خوښوي.رَوَاهُ الترمذي صححه الألباني في صحيح الجامع /٢٢٧٠/

(۲۴)-په ډډه باندی داخوتلو په وخت کې دادعاء لوستل:

لا إله إلا الله الواحد القهار رب السموات والأرض وما بينهما العزيز الغفار».

النسائي ، وصححه الألباني في الصحيحة / ٢٠٦٦ / وصحيح الجامع رقم / ٤٦٩٣/
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۸)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ

1 week, 4 days ago

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د شعائر الله اقسام او انواع
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شعائر الله ډير قسمونه او انواع لري:

(شعائر ظاهري) او (شعائر باطني) همدارنګه (شعائر زماني) او (شعائر مكاني).

د دي نه په بل تعبیر داسي كول هم صحیح دی

( ۱) اشخاص أو أشياء لكه أنبياء، قرآن كريم د رسول الله احادیث او د احاديثو کتابونه، د الله سبحانه وتعالى نومونه!!.

(۲) اعمال لکه آذان اقامت لمونځ، د جمع لمونځ، د جمعي لمونځ، د اخترونه لمنځونه، سنت ګري کول په حج او غټ اختر كنبي ذبح او قرباني كول.

(۳)مكانات او مقامات لكه ټول مساجد كعبه صفا، مروه، منی، عرفات.

(4) اوقات او لمحات لكه څلور د عزت مياشتي (رجب، ذو القعده، ذو الحجة، محرم الحرام) وړوکی اختر، غت اختر، أيام تشريق .

مذکوره څلور واړه قسمونه په شَعَائِرُ الله كي راځي!!.

د شعائر باطني مثال لکه په پټه صدقه ورکول په پته الله تعالى ته ژرا كول او ټول هغه قلبي او نور عبادتونه دي کوم چې په خلوت او د خلکو د سترګو نه آخو پت حالت كی كولى شي.

که چېرته د پورتنو ذکر شوو شعائرو لږ غوندي بي احترامي هم وشي؛ نو بايد ستا زړه په دي باندي سخت دردمند شي تر دي چې علماوو دا هم ليکلي د قران کریم دپاسه به د حديثو کتاب هم نه ږدي او د حديثو د کتاب د پاسه به د منطق فلسفي، سائنس يا بل شي كتاب نه ږدي!!. يا چېرته داسي صورت وګوري چې قرآن کریم خراب پروت وي لکه ځيني قاريان چې د قرآن سره ئي ډير تعلق وي؛ نو په هغوی کښي بيا د قرآن كريم ادب كم وي، نو يدي باندي ستا زړه باید درمند او خفه شي.

علامه ابن كثير رحمه الله په خپل تفسير كي ليكلي(څوک چې د الله تعالى د منهياتو نه ځان وساتي د ګناه کول ورته لوی، غټ او دروند شی ښکاره کیږي؛ نو دا به د ده لپاره د الله په نزد ډير غوره وي، يعني داسي شخص ته به پدي باندي ډير غت خير او ډير اجر ورکړل شي !!.)

بيا دلته الله د دغه خير اندازه نه ده ښودلي؛ خو دومره یاد ساته چې په دنيا او اخرت کي به ډير خير درکوي.

او بيا فرمايي: (وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ).

د الله تعالى د شعائرو أدب كوئ، د الله د دین سره د تړلو شوو شيانو؛ لكه مخكي ئي نومونه تیر شول او همدارنګه داسي اوقات هم شته چې په (شعائر الله) كښي راځي؛ لكه رمضان، د آذان وخت او داسي نور، نو د دې وختونو عزت او احترام هم کول پکار دى، الله تعالى فرمايي: څوک چې د دې عزت کوي دا د زړه تقوى ده - دا د تقوی علامه ده - که په ځان کي تقوى ګوری؛ نو دغه کارونو ته مو وګورئ چې د الله تعالى د شعائر و څومره ادب، درناوی او احترام کوی؟! دا ستاسو د زړه نه استازيتوب او ترجماني کوي.

نو عرض مي دا کول چې د الله تعالی د نومونو او د هغه د شعائر و تعظيم او احترام کول داسي دي لكه د الله تعالى تعظيم، احترام او ادب چې دي وکړو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماء الله الحسنى جلد دوم مخ۳۲۵

1 week, 5 days ago

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویده کیدلو په وخت کې دنبی صلی الله عليه واله وسلم طريقي:(۴)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۳)-اَللَّهُمَّ قِنِيْ عَذَابَكَ يَوْمَ تَبْعَثُ عِبَادَكَ

يا الله ما په هغه ورځ دخپله عذابه وساته په کومه چه ته خپل بندگان
را پورته کوی .

[صحيح : الترمذى ١٤٣/٣ الكلم الطيب (۳۷)، (۳۹) ابن حبان (۳۳۱/۱۲رقم ٥٥٢٢]

فائده : حذيفة رضي الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم به کله دویده کیدو اراده وکړه نو ښی لاس به ئي دمخ لاندی کیښودو او بیا به ئی دا دعاء ووئیله.

(۱۴)-بِاسْمِ اللَّهِ وَضَعْتُ جَنبِيْ، اَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِيْ ذَنْبِي وَاخْسَىْ شَيْطَانِيْ وَفُكَ رِهَانِيْ، وَاجْعَلْنِيْ فِي النَّدِيِّ الأعلٰى.

دالله په نوم می ارخ ولګولو ، يا الله ماته زما ګناه معاف کړی ، او شيطان رانه و شری ، او داور نه می ازادکری ، اود انبیاو او فرشتوپه مجلس کښی می شامل کړی .ابو داود : ٥٠٥٤، حديث صحيح]

فضيلت : أبو الأزهر الأنصاري رضي الله عنه فرمائی: چه رسول الله صلى الله عليه وسلم به کله دشپی څملاستو دپاره دده واچوله نو دادعا به ئی ووئيله ، او دا جامع دعاده ځکه چه پدی کښی د ګناهونود مغفرت ، شیطان نه دحفاظت ، جهنم نه دنجات ،اوملاً على یعنی آخرت کښی په اعلی مقام کښی دشمولیت سوال دی.

(۱۵)-د ټول مخلوق برابر دالله تعریف کول:

اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِيْ كَفَانِيْ وَآوَانِيْ وَأَطْعَمَنِيْ وَسَقَانِيْ وَالَّذِيْ مَنَّ عَلَيَّ فَأَفْضَلَ، وَالَّذِيْ أَعْطَانِيْ فَاَجْزَلَ، الْحَمْدُ لِلَّهِ عَلَى كُلِّ حَالٍ، اَللَّهُمَّ رَبَّ كُلِّ شَيْءٍ وَمَلِيكَهُ وَإِلَهَ كُلِّ شَيْءٍ، اَعُوذُ بِكَ مِنَ النَّارِ .

ابو داود رقم : ٥٠٥٨ ، وشرح السنه : ١٠٦/٥ - والنسائي في عمل اليوم والليلة : ۷۹۸ حدیث صحیح، البانی

فضیلت : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائی : څوك چه بستری ته راشی اودا كلمات ووائی ، نوده دټول مخلوق برابر دالله تعريف وكړو ( یعنی د ټول مخلوق د تعريف برابر اجر به الله وركړى)...
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۶)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ

1 week, 6 days ago

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ) الحج- آية (32)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شعائر الله څه ته ويل كيري ؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شعائر د (شعيرة) جمع ده، معنى یي ده: "علامه" او "نښه" . لکه په جنګ کي خلک يو شعار يعني يو مخصوصه نښه او لفظ د علامي په طور غوره کوي چې په همدي سره هغوي په خپلو منځونو کښي سره پيژني .

نو دلته د شعائر الله نه مراد د دین اسلام هغه ښکاره امتيازي او واضح واضح احكام دي چې په هغې سره د مسلمان امتیاز او تشخص قائميږي او د نورو باطلو مذاهبو او دينونو د خلکو
نه په ښکاره ډول پیژندل کيږي.وګوره تفسیر احسن البيان سورة الحج.

شعائر الله؛ يعني: د الله تعالى د دين "علامه" او "نښه".

علامه قرطبی په خپل تفسير كښي د (وَمَنْ يُعَظم شعائر الله) لاندي ليكلي ( شعار د شعيره جمع دي، دا هر هغه شي دی چې د اللع تعالى حكم پکی موجود وي او مخلوق ته یي خبر ورکړى وي د هغه)(تفسير قرطبي: ٥٦/١٢).

علامه ابن العربي فرمايي: د دي يوه معنى دا ده:(شعائر د الله تعالى دين او کتابونو ته ويل کيږي، د دي د تعظيم نه مراد دا دی چې د دي پابندي او پدي باندي عمل وكړل شي.

او د حج کولو خو هر یو ځای لکه عرفات، منی، مزدلفه بيت الله وغيره)، همدارنګه د حج هر هر یو رکن او عمل په شعائر الله كی داخل دى، لکه امام ابن العربي د (شعائر الله) په تفسير كني ليكلي (وَالصَّحِيحُ أَنَّهَا جَمِيعُ مَنَاسِكِ الحج) يعني: د شعائر الله نه ټول هغه ځايونه مراد دي چې هلته د حج ارکان او اعمال اداء كيږي، مطلب د حج کولو په هر هر رکن هر هر عمل او هر ځاى باندي د شعائر الله اطلاق كيږي.(أحكام القرآن لابن العربي ۲۸۸/۲۸۷/۳)

شيخ الاسلام ابن القيم رحمه الله یي د ګڼو علماوو نه مختلفي معناكاني نقل كړي، لکه: حرمات الله هغه څيزونه دي چې الله سبحانه وتعالى ئي په کولو غصه کيږي د دي تعظيم او درناوی دا دی چې بنده و رنزدي هم نشي، د دي د کولو نه ځان وساتي".

چا ویلي: د حرمات الله نه د الله تعالى اوامر او نواهي مراد دي.
چا ویلي: د حرمات الله نه ټول هغه څيزونه مراد دي چې؛ د هغو کول په بنده باندي لازم دي، او په هغه کښي كوتاهي كول حرام وي.
چا ویلي: د دي نه مراد د حج اعمال او کارونه دي.

امام ابن القيم رحمه الله بیا فرمايي:(په دي کي د ټولو نه صحيح خبره دا ده چې (حُرمات) ټولو هغو څيزونو ته شامل دی کوم چې عامو مفسرينو، ليث، زجاج وغيره وو د حرمات به تفسير کي ذكر كري).

په حرمات كی حقوق، أشخاص ځايونه او زماني ټول داخل دي د دي ټولودرناوی ادب او تعظیم دا دی چې د دي هر يو پوره پوره حق اداء کړل شي او د ضائع کيدلو نه وساتل شي. (مدارج السالكين: (٧٣/٢).

د (حُرُمَاتِ الله نه مراد د الله سبحانه وتعالى هر هغه حكم دی چې په هغه باندي عمل كول ضروري ګڼل شوي وي؛ دا که د حج سره تعلق لري او که د بل کوم عبادت سره.

نو د دي عزت درناوی احترام او تعظیم چې دي کول؛ نو دا داسي دی لکه ته چې د الله سبحانه وتعالى تعظيم كوي!!.

د دي د احترام مطلب دا دی چې دا په همغه طريقه اداء کړل شي څرنګه چې ئي په شریعت کښي لارښوونه شوي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماء الله الحسنى جلد دوم مخ ۳۲۳

2 weeks, 6 days ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع: ((دتوبې طریقه))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوس دا چې دتوبې طریقه څه ده؟

نو توبه صرف دیته نه وایي چې انسان تش په خُوله باندې وایي:چې توبه توبه.بلکه دتوبې خپله طریقه ده چې علماو بیان کڔې ده:

دامام قرطبی رحمه الله تحقیق:امام قرطبی رحمه الله په خپل تفسیر کې ددې پوره تشریح کڔې،چې حقوق په دوه قسمه دي؛

(۱)-حقوق الله (۲)حقوق العباد:نو که انسان حقوق الله ضائع کڔې وي نو ددینه توبه داده: چې انسان دری(۳)کارونه وکڔي:

(۱)-په ژبه باندې استغفار ووایي.(۲)-په زڔه کې په کڔې ګناه پښیمانه شي.(۳)-او په آئنده کې ددې ګناه دنه کولو پخه اراده وکڔي:

که په دې طریقه یې توبه اوویسته نو دځای نه د پاڅیدو نه مخکی به ورته الله جل جلاله ټول ګناهونه معاف کڔي.

البته که فرائض(لکه مونځ روژه،زکوة وغیره) یا واجبات ورنه پاتي شوي وي نو دهغي به قضاء هم راوڔی نو بیا به یې توبه قبلیږی.

او که انسان حقوق العباد ضائع کڔي وي (لکه دیو مسلمان مال یې په نا جائزې طریقې سره خوڔلې وي یا یې د هغه بې عزتې کڔي وي)نو ددې سره بیا یوه بله خبره هم ضروري ده:

چې مسلمان ته خپل حق واپس کڔي یا د هغه نه معافي اوغواري نو بیا به یې توبه قبلیږي.

او که یو بل مسلمان یې وژلې وي،نو که دمقتول وارثانو دې معاف کڔو خو دیره ښه ده،دې به صرف استغفار وایې او په آئنده کې به دبیا نه کولو پخه اراده وکڔي.

او که هغوی دقصاص مطالبه کوله.نو ځان به هغوی ته دقصاص اخیستو دپاره حواله کوي او که په یو پاکدامنه مسلمانه زَنانه یې دزنا تهمت لږولې ؤ او هغوی معاف نه کڔو بلکه دحد قذف مطالبه یې کوله نو ځان به دورو وهلو ته هم حواله کوي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خلاصه
عزتمندو مسلمانانو! انسان عاجزه او کمزورې دی،معصوم خو صرف انبیاء کرام دي نور انسانان خو معصوم نه دي.نو که د بشریت په تقاضائې،دشیطان وسوسو او دنفسي خواهشاتو دغلبې په وجه ورنه ګناه وشي نو ده ته پکار دي چې دې په وخت ورنه توبه اوباسي او په همدې کې دانسانانو کامیابې هم ده

(نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:دهر انسان نه ګناه کیږي خو بهترین په دوی کې هغه دي چې توبه اوباسي)رواه الترمذی

الله رب العزت دې مونږ ته دصحیح توبې ویستلو توفیق راکڔي او بیادې راته په دې توبه باندې داستقامت توفیق هم را نصیب کڔی آمین یا رب العالمین
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه (جلد۱)صحفه۱۰نه تر۵۰پوری

1 month ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((دتوبې فضائل او فوائد))
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په قرآن کریم او احادیثو مبارکه ؤ کې دتوبې دیر زیات فضیلتونه راغلي دي خو زه به درته صرف یو څو فضیلتونه بیان کڔم

په توبې سره دانسان مخکینی ټول ګناهونه معاف کیږی:الله رب العزت فرمایی:

( وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ)[الشوری۲۵]

”الله هغه ذات دی چې قبلوي توبه دخپلو بندګانو او ګناهونه ورته معاف کوی“

نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:دګناه نه توبه کوونکی داسې دی لکه دسره یې چې ګناه نوي کړي.رواه ابن ماجه

((دتوبې مختصر(۴)فوائد))
(۱)-په ریښتنی توبې سره دانسان ټول ګناهونه معاف کیږی.رواه ابن ماجه.
(۲)-توبه کوونکې سره الله جل جلاله محبت کوی.[سورة الحجر ۵۹]
(۳)-په توبې سره الله جل جلاله دیر خوشحالیږی.رواه بخاری ومسلم.
(۴)-توبه دانسان دفلاح او کامیابۍ ذریعه ده.[النور آیت۳۱]
(۵)-انسان ته ښکلې ژوند د دنیا نعمتونه نصیبه کیږی.[هود آیت۳]
(۶)-دانسان زره دګناه دخیري نه صفا کیږي.رواه الترمذی.

((بار بار توبه ویستونکې مُصِر ندی))

پاتې شوه دا خبره چې الله رب العزت فرمائي

:(وَلَمْ یُصِرُّ عَلَی مَا فَعَلُوْ یَعْلَمُوْنَ)

[ال عمران۱۳۵] الله جل جلاله دانسانانو ګناهونه بخښي خو چې دوی په خپلو ګناهونو باندې اِصرار(تینګوالي)نکوي
(یعنی بار بار یې نه کوي).

دعلامه آلوسي رحمه الله تحقیق ددې آیت په تفسیر کې علامه آلوسي رحمه الله په خپل تفسیر (روح المعاني)کې لیکلي چې اِصرار دیته وایي:(په یو قبیح (او دګناه په)کار سڔې همیش والې کوي خو استغفار هم نه وایي او توبه هم نه اوباسي،نودیته اِصرار ویلي شي.
او که چیرته دیوی ګناه کولو نه پس یې استغفار وویل،په زره کې په تیره ګناه پښیمانه شو او آئنده کې یې دا پخه اراده وکره چې بیا به یې نه کوم نو الله جل جلاله به ورته دا ګناه معاف کڔی،اوس که بیا ورنه دا ګناه اوشوه او بیا یې هم همدغه شان توبه اوویسته نو الله جل جلاله به دوبار ورته ګناه معاف کڔي اګر چې دورځی اویا(۷۰) پیرې ګناه وکڔي او توبه اوباسي.او همدا دحدیث مطلب دی چې(هغه کس همیش والې په ګناه ندې کڔې چې بخښنه یې غوښتې وي اګر چې دورځې اویا(۷۰) پیرې یې دا ګناه کري وي او بیا توبه یي ورنه ویستي وي.

((دملا علي قاري رحمه الله تحقیق))
هم په مرقاة شرح دمشکوة کې فرمائي:
څوک چې دګناه نه روسته استغفار ووایي (په اخلاص توبه اوباسي)نو دا سڔی اِصرار کونکې ندې.

وعید.البته که یو سرې تَش په خُله استغفار وایي او په زره کې په تیره ګناه پښیمانه نه وي او آئنده یي دا اراده هم نه وي چې ګنی بیا به یې نه کوم او تش دخُولې توبه اوباسي او بار بار ګناه کوي نو د داسې کس باره کې سخت وعیدونه هم راغلی دي- نبی علیه السلام فرمایي:(کوم سرې چې په خُولی خو دګناه نه استغفار غواري حالانکه په ګناه باندې قائم وي،دپریښودلو اراده یې هم نه وي خو دي دخپل رب پورې خندا کوونکې دی.اصلاحی مُدلل تقریرونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

1 month ago

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډول او زینت سنت (۴)آخره برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۸)-نارینه به په لاسونو،خپو باندی دنکریزو استعمال څخه ځان ساتي:

((ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ته یو (مخنث)راوستل شو چې خپي او لاسونه یی په نکریزو باندی رنګ کڔی وو،نبی علیه السلام پوښتنه وکره چي ولی داسی کوي؟ ورته وویل شو چې دادزنانو سره ځان مشابه کوي نبی علیه السلام هغه لره بقیع ته وشڔلو))[ابوداود]

البته ددوائی او علاج لپاره استعمال جائز دی[فتح الباري/۳۶۷/۱۰/]

(۱۹)-خوشبوی استعمالول:

((انس رضی الله عنه فرمائی: چې رسول الله صلی علیه واله وسلم فرمایلی دی چې ماته ستاسو په دنیا کې زنانه او خوشبوی محبوب کڔی شوی دی))[احمد صححه فی صحیح الجامع/۳۱۲۴/]

(۲۰)-نارینه به بی رنګه خوشبویوي استعمالوي او زنانه به داسی رنګ استعمالوي چې خوشبو نه لري:

((دعمران بن حصین رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمائی:چې بهتره خوشبوی دنارینو هغه ده،چې دهغې بوی ښکاره وی او رنګ یی پټ وی او بهتره خوشبوی دزنانو لپاره هغه ده چې دهغې رنګ ښکاره وی او خوشبو پټه وی))[الترمذی وصححه الالبانی فی صحیح الجامع /۲۰۶۵/]

(۲۱)-که څوک تاته خوشبوی هدیه کڔی نو هغه نه واپس کول:

((نبی علیه السلام به خوشبوی نه رد کوله،نه واپس کوله))[البخاری/۵۹۲۹/]

الله جل جلاله دی مونږ ته په دې سنتونو دعمل کولو توفیق راکڔی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۲)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ

3 months, 2 weeks ago

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع: (( چغلي کول حرام دي ))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چغلي کول دګناه کبیره نه یوه لویه ګناه ده دا هغه ګناه ده چې دجنت نه منع کول کوي څوک چې چغلي کوي هغه به اول جنت ته نه ځي مګر که الله تعالٰی ئي اوبښي نو بیا به ځي.

امام ذهبی رحمه الله دچغلئ تعریف داسې کڔے دے فرمائي: چغلئ: دخلقو په مینځ کې خبرې نقل کول په نیت دفساد باندې.الکبائر

یحيی بن کثیر رحمه الله فرمائي:چغل مار سڔے په یو ساعت کې دومره فساد خوره وي چې دومره په یو کال کې جادوګر هم نه شي خورولے.

امام زهري رحمه الله دچغلي مار په باره کې فرمائي:چغلي مار سڔے رشتوني نه وي.

امام وهب بن منبه رحمه الله فرمائي:چاچې ستا مدحه کوله په صفاتو سره چې په تا کې نه وو نوته مه په امن کیږه د دې نه چې هغه به ستا داسې بدې بیانوی چې هغه به تا کې نه وي.تنبیه الغافلین

حسن بصري رحمه الله فرمائي:څوک چې تاته دبل چا خبره رانقل کڔي نو پوهه شه چې ستا خبره به هم بل ته نقل کوی

نو ته دا ګمان مه کوه چې ګنې چغل مار به ستا خیر خواه وی بلکې ستا دپاره دا ډیر زیات شری دے اصل کې دین اسلام همیشه دپاره دا کوشش کوي چې دخلقو په مینځ کې جوڔ جاڔے راشي او چغل مار انسان دا کوشش کوي چې دخلقو په مینځ کې فراق راولي نو داسلام او دچغل مار انسان په مینځ کې تضاد دے.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
البدورالناضرة فی احوال القبر والاخرة
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلَّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

We recommend to visit

-بستری برای ناگفته ها و نشنیده های دنیایِ پیرامون (:

سایتمون⇦ Majnone315.com

-پاسخگویِ"315"‌بفرمائید:-))📬
@Enghetabot


#شرایط‌ڪپی‌‌و‌تعرفه‌تبلیغات↯

@Gomname_315

Last updated 2 weeks, 2 days ago


تاسو زموږ سره ملګری شی ملتیامو وکۍ
♡کلثوم♡
▄▄▄▄─●●─▄▄▄─▄▄─▄▄▄▄▄
🙂🙂🙂🙂
ـــــــــــــــــــــ
تبادلی رابطه👇

"""""""" """""" 

Last updated 3 weeks ago

دلته به تاسو ته دعبدالحمید الحماسی حفظه الله (دفکری لړۍ) درسونه ویډیوی mp3 تری
تقریرونه بیانونه جوابات اوجزباتی ویډیوګانی نشریږی
مهربانی وکړی دتلګرام چینل لینک درسره نشرکړی ترڅو تاسوهم په دی صدقه جاریه
https://t.me/+Shti7DQxV68zYjll

Last updated 1 week, 2 days ago