عاجل او مهم - (۱)

Description
محترمو ګډونوالو!
د عاجل او مهم پۀ نامۀ مخکينی چينل مو بلاک شوی دی،
هيله ده د لينک پۀ نشرولو کې راسره همکاري وکړئ!
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 day, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 6 days ago

hace 1 año, 5 meses

خبــــر
د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د اسماعیله قوم استازو سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع خادم نن له غرمې مخکې د ۱۲ ولایتونو د اسماعیله قوم یو شمېر استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی د ریاست الوزار دفتر د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد خبرې وکړې او وې ویل، اسلامي امارت په ټولو افغانانو پورې اړه لري او د ټولو په خدمت کې دی.
وروسته د اسماعیله قوم د مشرانو په استازیتوب مرزا نظر پیمان او سید نجم الدین خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ یې وویل، د اسلامي امارت نظام په دې خاوره کې د ټولو خلکو لپاره د ورورولۍ او یو بل منلو سمبول او د افغانستان په تاریخ کې یو بې بدیله حکومت دی.
دوی د دې ترڅنګ چې په امارتي ادارو کې د اسماعیله قوم د کادرونو شاملېدو غوښتنه وکړه وې ویل، موږ د ملي یووالي پلویان یوو او د خوښۍ ځای دی چې افغانستان له یو بحران څخه راوتلی او نن په ټول هیواد کې سرتاسري امنیت تامین دی.
دوی خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس سره شریک کړل او څرګنده یې کړه، اسلامي امارت دې د دوی غوښتنو ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع خادم یادو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او په کوم خاص قوم پورې اړه نه لري. افغانستان د یو واحد جسم حیثیت لري او د یوه قوم په زیانمنېدو سره د دې وطن ټول قومونه زیانمنېږي.
نوموړي څرګنده کړه، د افغانستان په امنیت، ارامي، ابادي او پرمختګ ټول افغانان خوښ دي او اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د ټولو قومونو غوښتنو، مشورو او ستونزو ته رسیدګي وکړي.
ډاکتر ملا عبدالواسع خادم وویل، اسلامي نظام یو نعمت دی او د اسلامي امارت مسوولین شپه او ورځ د خلکو د خدمت لپاره هڅې کوي.
د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې او وړاندیزونه به یې د رسیدګي په موخه له رهبرۍ او اړوندو ادارو سره شریک کړي. #

hace 1 año, 5 meses

له جعلي حسابونو او ادرسونو سره محتاط اوسئ

باحساب ها و ادرس های جعلی محتاط باشیم.
بلال کریمي

hace 1 año, 5 meses

‏د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په مشرۍ به يو پلاوی د روانې ميلادي مياشتې په پای کې دوحې ته سفر وکړي او هلته به له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې اترې وکړي.‏د افغانستان لپاره په دې خبرو کې د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري.

په دې سفر کې به افغان پلاوی د قطر دولت له ځينو چارواکو سره هم پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

hace 1 año, 5 meses
عاجل او مهم - (۱)
hace 1 año, 5 meses
مولوي ذبيح الله مجاهد صاحب:

مولوي ذبيح الله مجاهد صاحب:

‏نخستین محموله نوشابه های آب انار از فابریکه پامیرکولا، از ولایت هرات افغانستان به امریکا صادرشد

د لومړي ځل لپاره د انارو له اوبو څخه جوړ شوی نوشابه د پامیرکولا له کمپنۍ څخه د افغانستان له هرات ولایت څخه امریکا ته صادر شول.

hace 1 año, 5 meses

‏د ‎#ایران د بهرنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي چې د داعش مشران له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته نقل شوي چي حقیقت نه لري او موږ یې ردوو.

د افغانستان اسلامي امارت امنيتي ځواکونو هم د اشغال پرمهال او هم د اشغال له پای وروسته د داعش پرخلاف جدي او منظمه مبارزه کړې چې په پايله کې يادې ډلې خپله تخريبي وړتيا له لاسه ورکړې ده.

کچیرې ایران هیواد افغانستان ته د داعشیانو اړولو په هکله معلومات لري هیله ده چې شریک یې کړي ترڅو یې د افغانستان امنیتي ځواکونه په اړه لازم اجراات وکړي.
د يادونې وړ ده چې افغانستان له يادو عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه لري، د دې‌ پر ځای چې په نورو مسوليت واچول شي، ښه داده چې هېوادونه د خپلو پولو د خونديتوب په برخه کې نړيوال مکلفيتونه ترسره کړي.

اسلامي امارت هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ملي امنيت ته کواښ پيښ کړي او يا هم زموږ خاوره د بل چا په ضد وکاروي.
ایراني چارواکو ته په کار ده چې د افغانستان په اړه د تشویش اچونکو څرګندونو پرځای د دواړو همسایه او دوستو هیوادونو او ولسونو ترمنځ په رغنده اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو تمرکز وکړي.

دا اعلاميه او غبرګون مهم دى، نشر یی کړی

hace 1 año, 6 meses
عاجل او مهم - (۱)
hace 1 año, 6 meses

خــــبـر
د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال له‌ يو شمېر مسؤلینو، علماوو او مشرانو سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د‌ نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د اسلامي امارت له یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو، علماوو، مخورو او مجاهدینو سره په جلا جلا ډول وکتل.
په دغو کتنو کې راغلو کسانو د ریاست الوزراء محترم کفيل ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله. مسؤلینو او چارواکو په ښه ډول د ورسپارل شویو دندو د ترسره کېدو ډاډ ورکړ او ټولو علماوو، قومي مشرانو او راغلو مېلمنو په هېواد کې سرتاسري امنیت وستايه.
دوی همدارنګه د اسلامي امارت د اقتصادي پلانونو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، حکومت دې د هيواد بیارغونې برخې ته لا ډېر پام وکړي. دغو مشرانو له اسلامي امارت سره د هراړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د دغو لیدنو په لړ کې راغلو مسؤلینو، علماوو، مخورو او مجاهدینو ته د نېکمرغه لوی اختر د‌ مبارکۍ پر مهال وويل، په هېواد کې د سرتاسري امنیت ټينګښت د قوي نظام څرګندونه کوي، ځکه په افغانستان کې حاکمه پرامنه فضاء د ملت په همکارۍ رامنځ ته شوې ده.
د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال زیاته کړه، امنیتي ادارې شپه او ورځ د ډاډمن امنیت لپاره کار کوي او د دغې برخې د چارواکو او کارکوونکو هڅې د ستایلو وړ او له ویاړه ډکې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې، له امنیتي موظفینو سره د خلکو د دوامدارې همکارۍ غوښتنه وکړه.

hace 1 año, 6 meses

‏د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د سعودي ولیعهد سره د لیدنې په تالار کې.

hace 1 año, 6 meses

دچاپ لپاره پشتو پيغام

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 day, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 weeks, 6 days ago