شاعرحزب الله بری

Description
دزړه په کورکی ګرزوم غمونه
ده میلمنوغوندی ساتم غمونه
طالب بری ده چاازارنه اخلم
دچـاوزړه ته نه وروړم غمونه
ورور موطالب بري
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago

2 months ago

سرزمين سولوانګاردفلسطين
ربه ته سي مددګاردفلسطین

سره اورونه ي پرګل وجودوريږي
ده کافيردغشوښکاردفلسطين

ګلابونه يي په غيږه کي رژیږی
رنګ په وينوهردياردفلسطين

رڼاګانويي له غيږي کډه وړي
تورتمونوکي هيساردفلسطين

ايوبي صلاح الدين ورته فيداکه
نورکړه ختم انتظاردفلسطين

دطالب بري دزړه ارمان پوره کړي
اوسي مل پرهره لاردفلسطين

3 months, 1 week ago

داسد24

سولحه راغله په نڅاوه په دي ورځ
ده تورتم کډه په شاوه په دي ورځ

افغانان په يوټبرباندي راټول شول
خوشحالي په هره خواوه په دي ورځ

خلګووکړي سجدي رب ته ده شکر
له خوښي ډکه فزاوه په دي ورځ

مست جهان موڅملولي ووپرځمکه
ماته شوي امريکاوه په دي ورځ

تويولي خلګواوښکي له خوښيو
ده خوښيوانتها وه په دي ورځ

دطالب بري وطن داسي کاروکړ
ورته سوچ وړي دنياوه په دي ورځ

3 months, 3 weeks ago

چي بخت دي کارپریږدي ګلان درته ازغي غوندي سي
چي سخته ورځ راسي خپلوان دي دپردي غوندي سي

کم څوک چي ولويږي تنورته ده ظالم بيلتانه
رنګ یي تکتو ر شي دلانده بوټي لوګي غوندي سي

چاچی تيرکړي وي ژوندون دپرديسي غيږه کي
پردي سړی يي ترنظردخپل لالي غوندي شی

څوک چي له ياره سه جلاسي هغه مړحساب ده
خوچي واصل شی دوباره بيادژوندي غوندي سي

طالب بري کله ناکله ده زړګي له درډه
روغ ګريوان وشلوي پرځان دليوني غوندي سي

3 months, 4 weeks ago

:الاسٌلامْي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کيژي
نوۍ غمجن ترنم ـ ـ ـ
(بخته ليونیه)
کـســـــــر
راويښيږي کلـه بختـه ليونيه
زه لويدلي يم له تخته ليونيه

ترنـم: محمدطیب ادریس
شاعر:محترم طالب بری..
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal69

5 months ago

مورال وبايللودوه پنځوس ملکونو
نوي پاڼي موکړي چاپ دتاريخونو

پرلندوغوښوموبل ول سره اورونه
تاوراتاوموکړل بارود له بدنومو

داوطن موده مورجاني لوپټه وه
ځکه موږهم ورته تيرسوو له سرونو

يبلي پښي به وو روان په توروغروکي
برخمن به وو هرځاي کي له دردونو

ستايه هغه تيردوران طالب بريه
پام چي ونکړي صفت دشنوخالونو

7 months ago

ډيورنډحسن

چي څوک دي دډيورنډحسن غيبت وکړي وطنه
نوژبه به تري پري کړمه لاسونه به يي مات کړم

که چيري ستاده ګل وجودپرهرباندي رغيژي
نوزبه زندګي اوګل ځواني درنه خيرات کړم

خدمت به دي کومه تابه سيال کړم دسيالانو
له هرچابه دي لوړکمه له هرچابدي زيات کړم

پرسردځمکي نه پريدم ژوندي ستامخالف څوک
ورورک بي نوم نښان کمه ورورک بي ټوله ذات کړم

طالب بري به درکړم دزړه ويني دزړه سره
ابادبدي مکتب کړمه ابادبدي جومات کړم

8 months, 2 weeks ago

روژه

رب ته وکوه دعاوي په روژه کي
ګوندي ماف دي شي ګناوي په روژه کي

دلعين شيطان وس نه په دررسيږي
ملايکي دي لخواوي په روژه کي

هرمرادبه دي دزړه الله حاصل کړي
قبلوي څښتن دعاوي په روژه کي

په کانټرول کي ساته وه مؤمينه وروره
ده بدن ټولي اعضأوي په  روژه کي

ثوابونه بي حسابه پيداکيږي
وهل شوي يي قلاوي په روژه کي

يوعمل يي په اويا حسابل کيږي
ژوندي کيږي هيلي مړاوي په روژه کي

که رښتياغواړي ثواب طالب بريه
زړه او نيت به دي صفاوي په روژه کي

8 months, 2 weeks ago

لـــه خـــونـــده ډکـــــه مـــیـاشـته
ده مــــبــارکــــه مـــــیــاشــــتــــه
راغــــلی وخـــت ده رمـــضــان ده
ورتــه خـــوشحال هــــرمسلمان ده

هـــــرخـــواوریــــږی رحـــمــتـــونه
پـــــکـــی مــــافـیـــږی ګـنــــاهـونه
درب لـــه لـــــوری امـــــتــــحان ده

څــه خـــونـــدوری ورځی شفی دی
څـــه بــــختـوری ورځــی شـپی دی
کـــی نازل شـــوی ســپین قـران ده

نـــه وی ګــــنــــاه نـــه غـــیـــبـتونه
نه وی غــفـــلـــت او نــه خـــوبــونه
تــــړلی ټـــیـــنګ لـــعین شــیطان ده

چـــی بـــل کال بــیارابانــــدی راسی
دزړه زنــــګــــونـه بـه صـــفـــا شـــی
داده طــــالــــب بــــری ارمـــــــان ده

9 months ago

تنکي ګلان دي رب دي نه ورکوي
تکړه ځوانان دي رب دي نه ورکوي

په ټول هيواد کيي شيندلي امن
څوطالبان دي رب دي نه ورکوي

تل جنګيدلي له کوفارو سره
پرسپين قران دي رب دي نه ورکوي

لاره ددين اوداسلام راښيي
ښه ملايان دي رب دي نه ورکوي

دي ده هيواداوداولس سرمايه
ياقوت غميان دي رب دي نه ورکوي

طالب بري ورباندي فخرکوم
ډيرراته ګران دي رب دي نه ورکوي

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago