هندوکش غږ

Description
‏هندوکش‌غږ د ژورو معلوماتو، تازه خبرونو، تحلیلونو او څېړنو واحد مرکز دی، چې د افغان ولس د نوي نسل د پوهاوي، د بُغاتو او غُلاتو د اصلي څهرو د ښکاره کېدو، د ظالمو او وحشي جنایتکارانو د إفشاګرۍ ریښتینی ادرس دی.
فالو یې کړئ او تر ملګرو یې ورسوئ.
We recommend to visit

سریال زخم کاری، داریوش، جوکر، گل یا پوچ

Last updated 5 months, 2 weeks ago

لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/kids_cartoonss/82

نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador

Last updated 2 years, 8 months ago

Last updated 3 weeks, 5 days ago

1 month, 3 weeks ago
د روېټرز خبري اژانس د راپور …

د روېټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د کاناډا د لومړي وزیر جسټېن ټروډو د استعفا په غبرګون کې ویلي، کاناډا باید د امریکا یو ایالت شي، او اوس د دې کار لپاره مناسب وخت دی.

د یاد خبري اژانس د راپور لمخې، ټرمپ ویلي: «که کاناډا له امریکا سره یو ځای شي، نو تعرفې به لمنځه ولاړې شي، مالیات به راکم شي، او دوی به د روسي او چینايي بېړیو له ګواښونو په بشپړ ډول خوندي شي.»

هغه زیاته کړې، د کاناډا ډېری خلک دا خوښوي چې هېواد یې د امریکا ۵۱م ایالت شي. امریکا نور هغه لوی سوداګریز کسرونه او اقتصادي ملاتړ چې کاناډا ورته د دوام لپاره اړتیا لري، نشي زغملی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ټرمپ تر خپلې بریا وروسته د کاناډا په اړه څو ځلې داسې څرګندونې کړي.
https://t.me/hindukush_00

1 month, 3 weeks ago
پخواني امريکايي ډيپلومات زلمي خلیلزاد پر …

پخواني امريکايي ډيپلومات زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په خپل هېواد کې ناقانونه چلند پای ته ورسوي.

خلیلزاد دا څرګندونې د پاکستاني پولیسو د هغو تازه کړنو په غبرګون کې کړي‌ چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیول کیدو لپاره کور په کور بېړني عملیات پیل کړي دي.

خلیلزاد له دغه هېواده غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغانانو د نیول کیدو لړۍ ودروي او له اېستل کیدو څخه دې یې هم ډډه وکړي.
https://t.me/hindukush_00

1 month, 3 weeks ago
له لوړو زده‌کړو وزارت څخه د …

له لوړو زده‌کړو وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، هېواد کې د طبي لوړو زده کړو د پراختیا، معیاري روغتیایي خدمتونو ته د اسانتیا او د طبي ستونزو د حل په موخه د مشرتابه په حکم د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو.

عام باور دا دی چې د دې چارې په مرسته به په یاد ولایت کې روغتیایي ستونزې حل او خلک به د طبي زده کړو تر څنګ معیاري روغتیایي چوپړتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي.
https://t.me/hindukush_00

1 month, 3 weeks ago
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان …

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ په استانبول کې یوې غونډې ته په وينا کې ويلي چې ترکیه یوازینی هیواد دی چې له اسرائیلو سره یې راکړه ورکړه او تجارت په بشپړه توګه پرې کړی.

اردوغان په خپله وينا کې زياته کړې «لکه څنګه چې موږ په سوریه کې سم او په حقه ثابت شولو، تاریخ به د غزې په کړکیچ کې هم زموږ( ترکیې) حق ثابت کړي موږ هیله لرو چې د ازادۍ او عدالت هغه لمر چې په سوریه کې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو اونیو کې راښکاره شو، په ۲۰۲۵ کال کې به د غزې په اسمان هم وځلېږي.

د يادونې وړ ده چې پر غزه د صهيونيستي اسرائيلو له يرغل راوروسته ترکیې له اسرائيلو سره د ټولو تجارتي او سياسي اړيکو د پريکون اعلان کړی او له نړيوالو یې په اسرائیلو د بنديزونو غوښتنه کړې ده.
https://t.me/hindukush_00

1 month, 3 weeks ago
‏د هيواد د لویو لارو او …

‏د هيواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

ټولګټو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، په سالنګونو کې هوا لمریزه ده او دامهال یاده لویه لار د واورې د زیاد ضخامت او د هيواد والو د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د ترافیکو پرمخ تړلې ده،

د یاد وزارت په وینا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ‏ریاست پرسونل د واورو په پاکولو بوخت دي؛ تر څو یاده لویه لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

یاد وزارت زیاته کړې ده چې، په سرپل ولایت کې د قم کوتل او د البدر ولسوالۍ مسیرونه د ترافیکو پرمخ تړلي دي، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې د واورې پاکولو چارې جریان لري.

ټولګټو چارو وزارت زیاته کړې ده چې، په بدخشان، ‏تخار او فاریاب ولایتونو کې هم په تیرو دریو ورځو کې درنه واوره ورېدلې، چې دا مهال یې د اړوندو ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو له لورې له سړکونو او زیان منونکو سیمو څخه د واورې پاکولو کار په چټکۍ سره جریان لري.

د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ په دایکندي، ‏غزني او بامیان ولایتونو کې هم ځينې نښلوونکي مسیرونه د تیزې واورې د ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو، چې د اړوند ولایتي ریاستونو په دوامداره هلوځلو د ترفیکو پرمخ پرانیستل شوي دي.

یاد وزارت له ټولو موټر چلوونکو څخه هيله کړې، چې د یادو لویو لارو ‏او سړکونو څخه‌ د سفر پرمهال د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، ژمنۍ گرمې جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري، ترافيکي قوانین دې مراعت کړي، د مؤظفینو لارښوونو ته دې پاملرنه وکړي او له بي ځايه سبقت څخه دي په کلکه ډډه وکړي.
https://hindukushpa.com/%d8%af-%d9%87%d9%8a%d9%88%d8%a7%d8%af-%d8%af-%d9%84%d9%88%db%8c%d9%88-%d9%84%d8%a7%d8%b1%d9%88-%d8%a7%d9%88-%d8%b3%da%93%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%86%d9%86-

1 month, 3 weeks ago
د ډیورنډ کرښې سودا؛ پاکستان ته …

د ډیورنډ کرښې سودا؛ پاکستان ته د شر او فساد ډلې د غلامۍ بیه!

لیکوال: مبارز هروي

څو ورځې وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی‌ ایس‌ آی) مشر محمد عاصم مالک، په تاجکستان کې د د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل او پر بېلابېلو موضوعاتو باندې یې بحث وکړ.

هغه سفر چې یواځې د څو ورځو په تېریدو سره یې پټ اړخونه څرګند شوي او د شر او فساد لارویانو، د آی‌ ایس آی په مشرۍ، له پاکستاني پلاوي سره د دې جبهې د مشرانو لیدنه افشا کړې.

د ولسي جرګې پخواني استازي او شر او فساد ډلې مخکښ غړي "عبدالحفیظ منصور" په خپله وروستۍ مرکه کې څرګنده کړې، چې د پاکستان د آی‌ ایس آی مشر د دې بدنامې جبهې له رهبرۍ سره لیدلي او دواړو لوریو یو بل ته ژمنې هم ورکړې دي.

دا ناوړه او د نه منلو وړ همکاري یو لوري ته، خو یو بل څه چې د ملت غوصه یې راپارولې او د دې جبهې د مشرانو...

بشپړه ليکنه د لاندې لينک له لاري ولولئ ?
https://hindukushpa.com/%d8%af-%da%89%db%8c%d9%88%d8%b1%d9%86%da%89-%da%a9%d8%b1%da%9a%db%90-%d8%b3%d9%88%d8%af%d8%a7%d8%9b-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%b4%d8%b1-%d8%a7%d9%88-%d9%81/

2 months ago
تسنیم خبري اژانس د غزې د …

تسنیم خبري اژانس د غزې د روغتیایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د غزې ښار په جنوبي سیمو کې د کډوالو پر خېمو د صهیونیستي اسرائیلو د ننۍ ورځې په هوایي بریدونو کې د غزې تړانګې د پولیسو مشر او مرستیال یې شهیدان شوی.

د معلوماتو له مخې د صهیونیستي رژیم په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر لسو ډېر کسان شهیدان شوي.
https://t.me/hindukush_00

2 months ago
بغاوتګر د مادیاتو په لټه کې …

بغاوتګر د مادیاتو په لټه کې پاشل شوي دي

لیکوال: نوین ساپی

څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د بغاوتګرو ترمنځ ځینې محرم رازونه افشاء شول، ځکه چې د دوی اصلي موخې په هېواد کې نا امني او له نامشروع لارو چارو څخه د مادیاتو ترلاسه کول دي.

بغاوتګر د همدې ناوړه او شومو موخو لپاره د طالبانو پر وړاندې مبارزه کوي، تر څو ګډوډي رامنځ ته کړي، د مادیاتو په مقابل کې خپل بهرني باداران خوشحال او راضي کړي؛ همدا مادیات چې بغاوتګر غواړي په غیر قانوني لارو لاسرسی ورته پیدا کړي، د دوی د پاشلتیا عامل وګرځېده.

مادیات د بغاوتګرو ترمنځ سره کرښه ده، هغه بغاوتګر چې د ورانکاره فعالیتونو د ترسره کولو په مقابل کې حق الزحمه ورکول کېده، په دې وروستیو کې پر ټاکلي وخت ور نه کړل شوه، برعکس له امنیتي ستونزو سره هم مخ شول، بالاخره یې خپلې لارې د مادیاتو په مقابل کې سره جلا کړې.

بشپړه ليکنه د لاندې لينک له لاري ولولئ ?
https://hindukushpa.com/%d8%a8%d8%ba%d8%a7%d9%88%d8%aa%da%ab%d8%b1-%d8%af-%d9%85%d8%a7%d8%af%db%8c%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d9%be%d9%87-%d9%84%d9%bc%d9%87-%da%a9%db%90-%d9%be%d8%a7%d8%b4%d9%84-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%d8%af%d9%8a/

2 months ago

ویډیو: د پاکستان په پارلمان کې د تحریک انصاف ګوند غړي په خیبرپښتونخوا کې د پوځ له لوري په پرله پسې ډول د چېک پوسټونو د خوشي کولو او له سیمې د تیښتې په هکله احتجاجي وینا کړې.
https://t.me/hindukush_00

2 months ago
کورنیو چارو وزارت وایي، چې له …

کورنیو چارو وزارت وایي، چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په اوو ولایتونو کې د غلا، وژنې، جوارګرۍ او نورو جرمونو په تړاو ۱۹ تنه نیولي دي.

د یاد وزارت په وینا، پنځه تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په ننګرهار،‏ پنځه جواګر په سرپل، دوه تنه له دوه میله وسلو سره د وژنې په تړاو په پروان او اووه تنه د بېلابېلو غلاوو په تړاو په هرات، غزني، بامیان او بادغیس ولایتونو کې نیول شوي دي.
https://t.me/hindukush_00

We recommend to visit

سریال زخم کاری، داریوش، جوکر، گل یا پوچ

Last updated 5 months, 2 weeks ago

لینک دسترسی به اول کانال
https://t.me/kids_cartoonss/82

نظر
@Ali_Bahador_S
@S_ali_Bahador

Last updated 2 years, 8 months ago

Last updated 3 weeks, 5 days ago