@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
مونږ او تاسو به یو ځل بیا د ننګ ټپې زمزمه کوو، یو ځل بیا به له خپلو نارینه وو سره د غیرت په نعره د تکبیر ولولې بدرګه کوو.
زه د خپلې میرمنې دومره ستر جرأت ته ګوته په غاښ وم، له مونږ سره د کرایې پیسې هم کمې وی، خو د ټیټې بیې موټر کې کېناستو، ځانونه مو تر پېښور پورې ورسول، هلته زمونږ د ترور کور و، ویل مې: راځه هلته به ورشی، ګوندې ترور مې په راتلو خوشاله شي، دومره پوهېدم چې کور یې د درګۍ په کلي کې دی، هلته په رسېدو مو د ترور د کور پوښتنه وکړه، دا څو کلونه تېر وو چې د ترور کور ته مونږ نه وو راغلي، د هغې خاوند او اولادونه ما لا لیدلي نه وو، نو پېژندل به مې څنګه؟ د کلي لار مې ونيوله، له هر چا مې پوښتنه کوله، خو چا هم زما د ترور د کور ادرس رانکړ، پر لاره له يو ځوان ووړکي سره مخ شوم، پوښتنه مې ترې وکړه: دلته زمونږ د ترور کور دی، د پلانکي ځای ده، ویل: خاوند یې څه نومېږي؟ ما ورته ویل: د خاوند نوم یې نه راځي، خو ترور مو پلانکۍ (د ترور نوم ورته واخيست) نومېږي، د نوم په اورېدو سره د ځوان رنګ بدل شو، ویل: تۀ دې ترور پېژني؟ ما ویل: خود یې پېژني، ویل: د ترور کور ته دې کوم ځلې راغلی یې؟ ما ویل: نه، تر اوسه پورې خو نه یم راغلی، ویل: تا چې کوم نوم واخیست زه یې زوی یم.
لږ ورته ځير شوم، نو مې غېږ ورته خلاصه کړه، دواړو ښه په کلکه ستړې مشې وکړه، تر ښه راغلاست وروسته ځوان مخکې شو، د یو کور دروازه یې خلاصه کړه.
ویل: راځئ! پر مور یې غږ وکړ چې مورې! له سوات څخه میلمانه درته راغلي، د ترور مو چې پر مونږ سترګې ولږېدی وپوهیده چې زه طالب یم، داسې لنډه ستړې مشې یې وکړه، بس په همدې دروازه کې یې را غبرګه کړه چې زما له کوره ووځئ.
ما چې هر څه دلاسا کړه او اطمینان مې ورکاوو، هېڅ ګټه یې ونکړه، لږ ساعت ناست وو، میرمن مې پوه کړه چې د تلو تابیا نیسه، د ترور له زوی مې زر روپۍ قرض کړی، او بغیر له خدای پامانۍ د ترور له دروازې په سختې ناهیلۍ رخصت شوو.
هوکې؛
دا دنیا بدي او کوم شخصي تضاد نه و، مونږ چې د خدای جل جلاله لاره ونیوله، نو د ټولو دنیاوالو دروازې راپسې بندې شوی، هر چا ناهيلي کړو، هغوی چې پخوا زمونږ نږدې دوستان وو، اوس یې خپل دښمنان ګڼلو، مونږ هم کولی شو لکه د نورو آرام اوسېدلي وی، پر کور ناست وی، د غير الله قانون مو منلی وی، ميندې مو پته شوی وی، طاغوت ته مو سر ټيټ کړی وی، او د پوځ ظلمونه مو تر حلقه تېرولی، خو دا ورځ پر مونږ هم را روانه وه، چا چې د پوځ غېږې ته پناه یوړه، عزتونه او مالونه یې لوټ شول، دوی داسې ګڼله چې د پوځ ځینې جنرالان خو حد اقل پښتانه دي، خو چې کله آپریشن شروع شو، د پوځ لارې همغو پاکولی چا چې پر ژبه همدا درنه پښتو ویله، پر همدې درنو الفاظو به یې خپل سکه ورور ته د دهشتګرد نوم اخیسته.
ظالم ظالم وي، که ښه توب په ژبه او قوم وی نو به تر عربو ښه خلک نه وو، خو چې کله د الله ﷻ رسول عربو ته د نېکې لارې لارښوونه کوله، لومړی همدې عربو انکار وکړ، د اسلام لومړنۍ وینه د عربو تر مینځ وبهېده، پښتون هغه وخت غیرتي وي چې مؤمن وي، پښتون چې ایمان ونلري بیا د خپلې خور د عزت پړونی څه کوي؟!
د ترور له کوره روان شولو، زمونږ توکل د کائناتو پر خالق و، پوهېدم چې زمونږ لاس به نیسي، پوهېدم چې د دې ستړیاوو تر شاه لوی حکمت پروت دی، پر زړه مو د صبر ډبرې کېښودی، پخوا مې په دې علاقه د یوه مجاهد ملګري نمبر له ځان سره ساتلی و، اړیکه مې ورسره ونيوله، له پيژندګلوي وروسته یې د کور ادرس راکړ، هلته ورغلم، د هغه ژوند هم له سختو ستونزو تېرېده، ځکه زمونږ د فکر او نظریې ملګري هر ځای د دښمن تر تعقیب لاندې وو، ویل: څه پلان لری؟ ما ورته خپله خبره وکړه، خو هغه چې خپل حالت بیان کړه نو ورته ومې ویل: ښه دا ده چې له دې ساحې په خیر ولاړ شو، کېدی شي تا ته هم ستونزې جوړې شي.
ملګري: ویل سمه ده، زه مو د تلو بندوبست کوم، ملګري مو زمونږ د تلو ترتیب وکړ، زمونږ د تلو ځای د خېبر دره وه، له میرمنې سره یو ځای مو د خېبر ایجنسۍ لار ونیوله، خېبر ایجنسۍ ته په رسېدو مو ایله د آرام ساه واخیسته، دلته نور مهاجرین هم وو، چې زمونږ تر ژوند یې لا تریخ داستانونه له ځان سره راوړي وو، خو دومره وس او توان به څوک ولري؟ هغه به کومې ګوتې وي چې د دې مظلومو داستانونو لپاره د قلم پر نوکه خپلې ګوتې وڅرخوي.
ــــــــــــــــــــــــــ
بنيان مرصوص خپرندويه اداره
@Bonyan_marsos13_bot
https://chat.whatsapp.com/EcTStMsdag0DGq4H4uQ4Wx
WhatsApp.com
بنیان مرصوص5
WhatsApp Group Invite
نه پوهېږم چې څه وجه به وه؟ خو دا مړۍ زما روزي نشوه، یو څه وخت دلته معطل وم، ورو ورو د منګورې اډې (هډې) خوا ته ورښکته شوم، له کومه ځایه چې به پېښور ته ګاړي (موټرونه) تلل، کله چې هډې ته ورسېدم، زه د موټرانو په لټه کې شوم چې یوه زنانه دلته په هډه کې سرګردانه ګرځي، داسې چې یا یې ماشوم ورک شوی وي، یا یې هم خپله غوټه او بکسه ورکه کړی وي، خو ما ځان د نورو موټرو تر شاه ترې پناه کړ، چې ښه ورته ځیر شوم نو ومې لېدل چې د زنانه بوټان هم په پښو نشته، نارينه وو باندې چې څومره تکالیف راشي بیا یې هم تحمل کولی شي، خو زنانه بیا پر سر د حیا پړونی لري، پښتنې چې په څومره سختیو ورګډی شي خو د حیا لوپټه یې په سر کلکه نیولی وي، دې هم لکه نابلده مرغۍ هر ځای ته به یې ځیر ځیر کتل، زما پرې پام و، چې کوم نارینه به یې ولید او فکر به يې وکړ چې ګوندې د دې شناخته دی، نو به قدم نیولی شوه، دا ځل زما خوا ته را روانه وه، ما هم له ځان سره وویل چې هر ډول کېږي آخر خو یوه مؤمنه ده، لږ چې را نېږدې شوه ګورم چې زما خپله میرمن ده، هماغه جامې یې پر تن وی چې له کوره د وتلو پر وخت ورسره وی، لاس کې یې د جامو پنډه کی و، ویښته مې ځېږه شول چې خدایه! دا څه پېښه ده؟ ورغلم او له لاسه مې ونیوله، غږ یې لویدلی و، ژبه یې رېږدېدله، دومره ډاره شوی وه لکه له ښکاره تښتېدلی هوسۍ، ما ویل څه در شوي؟ یوه اړخ ته مې خپل څادر هوار کړ، لومړی مې ټولو خواوو ته پام وکړ، ځکه کېدی شوی د پوځ مخبرین دلته هم رارسېدلي وي، پر څادر کېناستلو، ما ویل: څه در شوي؟ آخر څه پېښه شوی چې داسې لالهانده وی؟
خپله کیسه یې شروع کړه، ويل:
کله چې تا د پلار کور ته ولېږلم نو هلته له رسېدو سره سم ما دروازه وټکوله، له هغې خوا غږ راغی: څوک یې؟ چې دروازه خلاصه کړه نو مور مې وه، ورغاړی وتم.
هغې ویل: لورې! څه کیسه ده؟ ولې ژاړې؟ ما مې مور ته ټوله کیسه وکړه، ویل: لورې پلار دې ویل چې خاوند یې طالب دی، خامخا به یې خاوند له نورو طالبانو سره درومي، چې پلانکۍ راغله نو په کور یې مه پرېږدئ. زه او مور مې په همدې خبرو کې وو چې پلار مې راغی، زه ورغلم چې ګوندې زما په راتګ به خوښ شي، هغه له لاسه ونیولم، او له کوره یې بیرون کړم، په قهرجن غږ یې وویل: تاسو طالبان یئ، مونږ پرې تباه کوئ، زما له کوره ځه! خاوند دې دومره بې غیرته دی چې آن ستا د ساتلو توان نلري. ویل: په کومه لاره چې راغلې یې په هماغه لاره بېرته ځه، زمونږ په کور کې ستا او ستا د خاوند لپاره ځای نشته. پلار مې څه نورې بدۍ هم را پورې کړی، زه له ډېره قهره چغو نیولی وم، خو شاوخوا زمونږ تربرونه وو، په ځان مې د سکوت څادر خپور کړ، په شونډو مې مهر وواهه، او د پلار خبرو ته غوږ وم. هغه چې په وروستي ځل روانېدم پر پښو مې یو جوړ چپلکې وی، چې پلار مې راته اخیستې وی، هغه مې بېرته ور وکښلی، پلاره! دا دې در واخله، پر زړه مې سل رنګ کیسې تېرېدی، پر زړه به مې د غم سمندرونه څپو واخیستل، او شور به یې جوړ کړ، حد اقل یو پښتون پلار خو یې، د پښتانه په کور چې دښمن ورننوځي پناه ورکوي، پاتې شوه خپله لور، دا څه رنګه پښتونولي ده؟ چې د باطل له ډاره آن پر خپل عزت معاملې ته تیار دی، ورکه دې شي دا د حجرې د کیسو پښتو، ورک دې شي هغه پښتون چې د خپلې خور او لور په عزت سر فدا نکړي، هغه به څه زلمی وي چې د خور پړونی يې پر ځمکه پروت وي او دی خوبونه کوي، هغو خویندو ته چې د باطل سره په مبارزه یې میړونه د قربانۍ په لومړیو لیکو کې دي، دا وایم: هېڅ کله بې زړه نشئ، مونږ به د خپلو خاوندانو پرهرونه ګنډو، خپل زامن به د هر ظالم سره د مبارزې لپاره چمتو کوو، زمونږ او تاسو په لاسونو کې د غیرت او ننګ زانګو ایښې، ویښې اوسئ، حجاب مو له تنه د وخت دا بې بندوباره بادونه ونه ښویوي، مونږ او تاسو د عربو له میندو څه کمې یو، هغوی به د غزاګانو او جنګ لیکو ته خپل زامن د قربانۍ لپاره لېږل، هغوی به خپلو زامنو ته دا هم ویل: که دې پر شاه غشی لږېدلی و نو زه به خپلې سترګې ستا پر وجود ولې خواروم، د میړانې درس به یې ورکاوو، د هغو ميندو کیسې هم واورئ چې کله به یې زامن او خاوند له غازیانو سره یو ځای شهیدان شول، نو بیا به یې د خپلو ویښتو کوڅۍ د مجاهدینو لپاره هدیه کولی تر څو د آس د کمچینې لپاره یې استعمال کړي.
اې زما خویندو واورئ!
بورې به شئ، کونډې به شئ، بمبار به شئ مګر د ظلم اور ته تسلیم نه شئ، دا ومنئ چې د بې غیرتۍ له ژونده د غیرت یو ساعت ژوند غوره دی، مونږ او تاسو چې په الله ﷻ او د هغه په رسول ایمان راوړی، مونږ ته په کار ده چې د بي بي فاطمې رضی الله عنها لار غوره کړو، د اسلام د لومړنۍ شهيدې حضرت سميې رضی الله عنها په څېر ځان جوړ کړو، د حضرت عائشه بي بي رضی الله عنها پر لار پل کېږدو، ولې د ملالې له کیسو نه یاست خبرې؟
مجاهده پښتنه
د سوات له رنګينيو د خېبر تر درو د یوې مؤمنې مهاجرې پښتنې خور د هجرت ریښتونی حماسي داستان
ليکوال: صلاح الدين منصور
دا 2009 ميلادي کال و، هغه مهال چې پوځ پر سوات د عملیاتو اعلان وکړ، نو ډېر ځایي اوسېدونکي او مجاهدین له کورنیو سره نورو سیمو ته مهاجر شول، ځيني د هېواد نورو ګڼ مېشتو ښارونو، ځينو د وزیرستان مختلفو علاقو ته، او ځینو نورو بيا له افغانستان سره په ګډه پوله واړول.
زه حسن مهاجر د مجاهدینو د چریکې ډلې غړی وم، دا چې زمونږ ګروپ به کارونه ډېر وخت پټه او مخفي توګه ترسره کول، نو زما په اړه خو چا لا ګمان نه کاوو، چې ګوندې دی به له مجاهدینو سره لاس ولري، نو ځکه خو مې تر دې دمه د هجرت نیت نه و، ځکه دلته په پاتې کېدو کې مونږ دوه ګټې کولی، لومړی د پوځ له شمېر او پلانه مجاهدینو ته معلومات ورکول، دوهم د ځینو هغو مجاهدینو لپاره د پناه ځای او ټيکانې برابرول چې په پټه به یې په پوځ عملیات کول، زه احتیاطاً له کوره ډېر نه راوتلم، ځکه پوځ خپل مخبرین او جاسوسان هر ځای تیت او خپاره کړي وو، پر هېچا دې د خواخوږي ګمان نشو کولی، خو ما بیا هم د راز ملګري پوه کړي وو، که مو زما اړوند څه واورېدل نو حتماً به حال راکوئ.
په همدې حالاتو کې ځینو ملګرو په پټه توګه خبر راکړ چې له پوځ سره ستا انځورونه لیدل شوي، او له خلکو یې ستا د نوم او ادرس پوښتنه کړی، ښه دا ده چې د ځان لپاره احتیاطي تدابیر ونیسی، پر همدې کال مې تازه واده هم کړی و، مېرمن مې پوهېده چې زه د مجاهدینو له مخفي او چريکي ګروپونو سره تړاو لرم، هغې ته مې کیسه وکړه، چې پوځ زما له کارونو او فعاليتونو خبر شوی، او زما د نیولو کوښښ کوي.
له خپلې میرمنې سره تر مشورې وروسته دې پایلې ته ورسېدو چې میرمن به مې د خسر کور ته ولاړه شي، او زه به د مهاجرینو د کاروان ملګری شم، پر سبا د هجرت په نیت زه او میرمن دواړه له کوره ووتلو، عجیبه وي چې دوه انسانان په یوه نیت په دوو لارو درومي، میرمنې مې ټینګار کاوو، چې که چېرته زما پلار له تا څخه خبر شي کېدی شي پوځ ته دې وسپاري، ځکه زما خسر د پوځ په باطلې نظریې ور ګډ وو.
خیر! پر سبا یې زه له کوره ووتلم، او د غره لاره مې غوره کړه، غره ته وختلم، غره ته په ختلو سخت ستړی شوم، پر لاره یو کلیوال دوکان ته ور وګرځېدم، هلته د دکان تر مخ څه خلک ناست وو، زما پر لیدو وترهېدل، ویل طالب خو یې، خو اوس ګرځه همداسې سرګردانه، د هغوی دې خبرو ته مې کوم التفات ونه ښود، ځکه معمولي تیروتنې هم زمونږ پلان ته زیان رسولی شو، له دوکانه مې بیسکټ را واخیست د غره پر لوري راهي شوم، هر څه پردي شوي وو، کلی، کور، خپلوان، ملګري، دا هر څه پردي وو، هیچا ته مو سترګې نه ور اوښتې، لږ چې پورته وختلم نو تیاره ډېره شوه، بیسکټ مې را واخیست، او له څه اوبو سره مې وخوړ، شپه مې همدلته په غره کې تیره کړه، په سبا ورځ بېرته بازار ته ښکته شوم، دا چې زما رنګ او شکل داسې ویل چې ګوندې طالب یم، نو مې د کوم کور دروازه نشوا ور ټکولی، ځکه هر کوربه به دا ګمان کاوو چې د پناه لپاره راغلی، او دې هم امکان لرلو چې پر داسې چا ورپېښ شوی وی چې هغه پخپله د پوځ کس وی، په دې وختونو کې د پوځ اجنټان او جاسوسان بیخي پریمانه وو، ځکه چې کلی او کور ستا وي، او پوځ پکې داسې په خلاص لاس عملیات کوي، نو ضرور به دلته جاسوس لري، بازار ته له ښکته کېدو سره یو کلیوال دوکان ته ور کوز شوم، د دکان مخې ته څه کسان ناست ول، زما پر لېدو یې رنګونه بدل شول، ویل څه شی کوی دلته؟ ما ویل: وږی شوی یم، د خوراک لپاره څه شی ګورم، بېرته ځم، ما خیال وکړو چې دا خو دې خپل پښتانه وروڼه دي، کېدی شي د مړۍ (ډوډۍ) ست درته وکړي، خو دوی د طالب په نامه هر آشنا کس د ځان دښمن بللو، ویل: ځان ورکوه، کنه پوځ ته دې لاس تړلی سپارو، د دوی په دې خبره ذره شک نه وو پکار، ځکه دلته د ځینو همدا چاره ګرځېدلی وه، د ځان د ګټې لپاره یې خپل پښتون ورور خرڅولی شوی، حیران دې ته یم چې پوځ په پښتون قوم کله اعتبار کوي، ځکه یوه ملګري کیسه کوله چې زمونږ د کلي ملک خپل طالب وراره پوځ ته د پېسو په مقابل کې لاس تړلی وروړ، خو کله چې پوځ د ملک دومره بیغرتي ولیده نو لومړی یېخپله ملک بندي کړ، ځکه پوځ ورته وویل چې ته خپل وراره نه پېژنی نو مونږ به څه وپېژنی!! خیر بیسکټ مې را واخیست بېرته د غره په لور راهي شوم، سخت ستړی او بې سیکه وم، هېڅ پناه ځای مو نشو پیدا کولی، هر څه راته د دښمنۍ سترګکونه وهل، په تېرو ډبرو پورته روان وم، پاس د غره له یوې ډډې چینه را بهیده، ویل مې راځه بیسکټ به هم وخوری او تنده به دې هم ماته شي، که دې څه خوب او استراحت وکړ، چینې ته تر رسېدو پورې مې بیسکټ تیار له پلاسټیک خلاص کړ، یوې غاړې ته کېناستلم، د بیسکټ یوه یوه پتره به مې په اوبو لمده کوله او خوړله به مې، لږ ساعت و، چې پر نس مې درد شو، درد زیاتېده تر دې چې بیسکټ مې بېرته تر ستونی راوختل، پر معده مې هېڅ شی پاته نشول،
بنيان مرصوص خپرندويه اداره يې وړاندې کوي
د پاکستان په خاوره د اسلامي نظام د نافذوونکو سپېڅليو مجاهدينو واقعي جهادي او حماسي داستانونو په لړ کې
د سوات له رنګينيو د خېبر تر درو د یوې مؤمنې مهاجرې پښتنې خور د هجرت ریښتونی حماسي داستان
مجاهده پښتنه
ليکوال: صلاح الدين منصور
@Bonyan_marsos13_bot
https://chat.whatsapp.com/EcTStMsdag0DGq4H4uQ4Wx
دا دومره پابندي محدودیتونه داسې وایي
چې جوړه له وطنه کربلا نه شي عمره
را پورته شه او بیا یو اسامه ته پنا ورکړه
دا مینه لیونۍ خو هم په غلا نه شي عمره
تباه دي لیوني دي د دنیا مینې اخیستي
خپره دې په ملګرو کې وبا نه شي عمره
زخمونه د امت به مو ټکور نشي هيڅکله
چې تللي دې لښکرې تر اقصی نه شي عمره
که چېرته قائم نکړو امارت پدې جهان
دا تېرې قربانۍ به مو هوا يوسي عمره
صلاح الدین منصور
بند په بند سوځولی ستا د هجر اور کباب یم
زه دې د بېلتون په نازولي درد سراب یم
اېښی مې قدم د زندګۍ له سر کوزېږمه
پرېښی ستا کتلو یم منې خانه خراب یم
څنګه دې ځولۍ د امیدو له ګلو ډکه کړم
زه دې نو ساتلی کوم یو څلي ته تراب یم
پایم چې را شین به شم له خپلې رېښې بیا ځلې
ګورم چې د کوم یوه پوښتونکي به ځواب یم
زه ساده د ښکلو په لټون پسې روان روان
څوک به وي هغه ښکلی چې زه یې انتخاب یم
صلاح الدین منصور
روح مو په وجود کې را حصاره دی ازار دی
فکر مو تړلی مصلحته ستا په تار دی
دا کیسه ورټوله د عربو تر ټولي نه ده
زخم د امت ده او مرحم ورته په کار دی
دا کلمه څنکه ده چې مونږ یې دفاع نه منو
څنګه څه نادره مو په څه کړی انکار دی
وا د مؤمنانو پر دفاع باندې تورن یاره
نن دې توره چېرته ده خو نن یې اصلي وار دی
سترګې یې له اوښکو تکې سرې دي او سلګۍ وهي
اوس او همدا اوس هم په غزه باندې بمبار دی
دا جهاد د چا په امر څنګه دی او څنګه دی
دا جهاد د خدای په امر څنګه دی پکار دی؟
پرې به د منصور د کرښو ژبه سي کنه یاره
نوم خو یې لیکلی کتابونو کې په دار دی
صلاح الدین منصور
وهلی انقلابه ستا شمال دی فلسطین
شهید دی لږیدلی په څه حال دی فلسطین
لښکر د ابرهه وو وارخطا دی وژل کېږي
تعرض ته مخته شوی په کمال دی فلسطین
په ناستو مجلسونو آزادي کله خپليږي
ساتلی تل غزاوو له زوال دی فلسطین
اې مکوه دا څه کوې دا ولې خلګ وژنې
زخمی ټوټې ټوټې دی نور وبال دی فلسطین
منصوره قرباني غواړي اقصی آزادول دي
راغلی په غورځنګ او په جلال دی فلسطين
ـــــــــــــــــــــــــــ
صلاح الدين منصور
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی