Infinite Entertainment, Zero Cost: Get Your Free Books, Music, and Videos Today!

د اسلامي مطالبو ذخیره

Description
https://t.me/eslami_malumat
د اهل سنت والجماعت د منابعو پر بنسټ
هر اړخیزه اسلامي معلوما
Advertising
We recommend to visit

Mahdyar Official telegram channel

Last updated 3 weeks, 3 days ago

https://zil.ink/arianheidari

Last updated 1 month, 1 week ago

کانال رسمی لاماری ایما
تلفن ۰۲۱۴۸۴۹۱۰۰۰
سایت :Lamari.ir

Last updated 1 month ago

2 weeks ago

#زما_خورې_خطا_نشې!!!
غرب ستاد د حقوقو د ادعا تر چتر لاندې ستا حیا او عزت لوټي!

برخه: 【۲۵】

- څلورم شرط دا چې ښځې به د لمانځه پر مهال خپل غږ نه وچت وي، او که مقصود د امام متوجه کول او آګاه کول وي د نارینه وو لپاره تسبیح ويل او د ښځو لپاره یو لاس پر بل وهل واجب دی.(1).له دغو قیودو او حدودو سره سره بیا هم داچې اميرالمؤمنين عمر - رضي الله عنه -د جماعت په لمانځه کې د نارینه او ښځو تر منځ له اختلاط څخه د خطر او ویرې احساس کاوه ځکه یې د جومات له دروازو څخه یو ور د ښځو لپاره ځانګړی کړی ؤ نور خلک یې له هغې دروازې څخه له ننوتلو منع کول. (2).

ښـځې د حج پر مهال:
وروسته له لمانځه نه دویم اجتماعی فریضه حج دی او لکه څنګه چې د نارینه وو لپاره واجب ده د ښځو لپاره هم واجب دی؛ خو ښځې مکلفې دي چې د طواف پر مهال څومره چې ورته ممکن وی له نارینه وو سره له اختلاط څخه ځان وساتی.
امام بخاری (رحمه الله) له عطاء (رحمه الله) نه روايت کوی چې د رسول الله ﷺ په زمانه کې ښځو له نارینه وو سره طواف کاوه خو سره ګډ نه وو.(3).
په فتح الباري کې له ابراهیم نخعی نه روایت دی چې: عمر فاروق - رضي الله عنه - د ښځو طواف کول له نارینه و سره منع کړل دا چې یو کس یې له ښځو سره ولید هغه یې په تازيانه وواهه (4).
په موطاء کې ذکر شوی دي چې عبدالله ابن عمر - رضي الله عنه - د خپلې کورنۍ غړي له مزدلفې نه منی ته وختي بیول تر څو د سهار لمونځ په منی کې ادا کړی او د خلکو له راتلو وړاندې جمره وولی او اسماء د ابو بکر صدیق رَضِیَ الله عَنْهُ لور به په تیاره کې منی ته تلله، کله یې چې په دې اړه له هغې سره خبرې وکړې وې ویل: دا کار مو له رسول الله ﷺ سره هم تر سره کاوه. (5)
__
(1) - ابوداود.
(2) - بخاري، باب طواف الرجال مع النساء.
(3) - فتح الباري. 3/ 312.
(4) - موطاء، ابواب الحج.
(5) - ابوداود.

2 weeks, 1 day ago

بِسْـــمِ ﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيم

🍃‌‏﴿ إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ ۚ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا🍃

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ

اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ♥️
ملګرو درود شریف مو هیر نشی نن د جمعی مبارکه شپه ده
ما هم په خپلو نیکو دعاګانو کی یاد ساتی
منقول

لینک هم درسره نشر کړی
د اهل سنت والجماعت عقیده مې عقیده ده👇****@Es_HDM

2 weeks, 1 day ago

*📌امام ابنُ حمدان الحرانيُّ الحنبلي وایی:*
(المتوفی 695)

🔹 الله على العرش لا بتحديد، وإنما التحديد للعرش وما دونه، والله فوق ذلك لا مكانَ، ولا حدَّ؛ لأنه كان ولا مكان، ثم خلق المكان، وهو كما كان، قبل خلق المكان.

[ 📘نهاية المبتدئين في أصول الدين ]

🔸 خدای په عرش دی نه په محدوديت سره، بلکه محدوديت د عرش او هغه څه لپاره چې لاندې له عرش دي وی، او خدای بره له هغو دی
چې نه مکان دی او نه حد لری. ځکه الله و، او کوم مکان نه ؤ، بیا یې مکان پيدا کړ او الله هماغسې دی لکه څنګه چې وړاندې د مکان له پیدا کولو نه و........

د اهل سنت والجماعت عقیده مې عقیده ده👇****@Es_HDM

2 months, 2 weeks ago

بیا هم الحمد لله د فقهاؤ په نزد دغه مبتنی پر دلایلو دی، یعنی د هغو ځناورو چې غوښه يې حرامه ده په ذبح کولو سره مسکوت عنه ده!مسکوت عنه هغه ده چې بحث کول او حرام ګڼل د هغه صحیح نده.
📌 د قائلینو د جواز دلایل:«د مذکوره غوښې مسکوت عنه والی په قران او حدیثو کې له دلایلو سره ملاحظه کړی:
۱- د دغې غوښې د خرڅلاو حرمت
دا چې له قران او له حدیثو ثابت نه دی، نو په عمومیت د «احل الله البیع» سره یې جواز ثابت دی.
۲- بنا پر «مااتاکم الرسول فخذوه ومانهاکم عنه فانتهوا» سره له هغو أمورو یې چې سکوت کړی دی، پخپله پر اباحت د هغو دی.
۳- په حدیث کې راغلی:«ان الله فرض فرائض فلاتضیعوها وحرم حرمات فلا تنهکوها و حد حدودها فلاتعتدوها وسکت عن اشیاء من غیرنسیان فلاتبحثوا عنها"
سنن دارقطنی:ج۴ص۱۸۳-بیهقی:ج۱۰ص۱۲
طبرانی درکبیر:ج۲۲ص۲۲۰
څرګنديږي د مذکوره بیع اصلیه اباحت باندې اکتفا نه کول او د هغې په حرام ګڼلو پسې تلل ممنوع دی
۴- په حدیث شریف کې دی : «ان الله عزوجل احل حلالا وحرم حراما فمااحل فهوحلال وماحرم فهوحرام وماسکت عنه فهوعفو وفی روایة فهوعافية فاقبلوا من الله عافية فان الله لم يكن نسياثم تلاهذه الاية وماكان ربك نسيا»
٥- «ان تسألواعنها حين ينزل القرآن تبدلکم عفاالله عنها»
د دغه مبارکه آیت له آخره یې اباحت ثابتیږي .....!!!
💫* مولاناسرفرازخان صفدررحمه الله

ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد

2 months, 2 weeks ago

د غیر مقلدینو اعتراض:
د احنافو په نزد د سپی او خره د غوښې خرڅلاو جایز دی.
📕 فتاوی عالمگیریه:ج۳

د احــــنافو ځواب:
لکه څنګه چې د احادیثو په کتابونو کې ځینی احادیث ضعیف، ځینی صحیح بعضی منسوخ او بعضی یې متروک دی، همدا راز د فقهې په کتابونو فتاواو شروحاتو کې هم ځيني له اقوالو مفتی بها او معمول بها، او بعضی د هغو مرجوح شاذ او غیر مفتی بها دي؛نو لا مذهبانو بیا دغه مرجوح او غیر مفتی بها اقوال بهانه کړی دي شپه ورځ یې د نفاق نغارې تر څنګ وي وایی چې دا دی د احنافو مذهب، پر هغه اعتراز کوی، چې دا په اصل کې د حدیثو د منکرینو طریقه ده، لکه څنګه چې هغوي موضوع او منکر احادیث بهانه ګرځولی دي نو په احادیثو او اسلام اعتراض واردوی، غیر ملقدین هم همدا رنګه دی....!

🔰اصلی مسئله داسې ده: که چیرې خر یا سپی په شرعی طریقه ذبح او حلال کړل شی آیا په دې صورت کې یې غوښه خرڅولای شی او کنه،؟
په دې مسئله کې د احنافو د فقهاؤ تر منځ اختلاف دی ځيني یې پر جواز قائل دي خو د احنافو اکثره محقیقن یې پر عدم جواز قائل دی.
کوم کسان یې چې پر جواز باندې قائل دي فرمایی: په شرعی ذبح کولو سره نجاست زائله کیږی او خرڅلاو یې د بعضی امورو لپاره جایز ده.
خو هغه کسان چې خرڅلاو یې نا جایز ګڼی د دوي په نزد په شرعی ذبحې سره نجاست له غوښې نه زائله کیږی، لهذا خرڅلاو یې جایز نه دی؛ او دا دی راجح او مفتی بها قول.
📜 د غیر ملقدینو خیانت:
غیر مقلدین هغه عبارت چې د عالمګیری په فتاوا کې راغلی او په هغه کې د مسئلې څرنګوالی او اختلاف ذکر شوی دی په پټو سترګو ترې تریږی، په عالمګیره کې له مذکوره مسئلې نه وروسته ليکي:«و هذافصل اختلف المشائخ فیه بناه علی اختلافهم فی طهارة هذااللحم بعد الذبح»(عالمگیریه:ج۳ص۱۱۵)

دغه فصل چې په هغه کې مشایخو اختلاف کړی دی، بنا د اختلاف وروسته له ذبحې د غوښې په طاهروالی دی.
نو معلومه شوه چې د جواز حکم یې نه دی صادره کړی بلکه د اختلاف بیان یې توضیح کړی دی. ځکه چې د احنافو په نزد مفتی بها قول پر عدم جواز دی.
💐 لکه څرنګه چې علامه ابن نجیم مصری رحمه الله می ليکي: «فالظاهرمنهما ان هذا الحکم علی القول بطهارة عينه»
ظاهره دا ده چې دغه حکم (د بیع جواز او عدم یې ) د ذات له طاهروالی نه یې متفرع ده. (یعنی هغه کسان چې له ذبح وروسته یې هم غوښه نجسه ګڼي د هغوي په نزد یې بیع هم ناجایزه ده، او د هغه چا په نزد چې له ذبح وروسته یې غوښه له نجاست پاکه ګڼی د دوی په نزد یې بیع هم جایز ده )

◆ د احنافو په نزد مفتی بها قول:
د احنافو په نزد مفتی بها قول دا دی چې په شرعی طریقه د سپی او خره په ذبح کولو سره د هغوی له غوښې نجاست نه لری کیږی
لهذا د هغې غوښې خرڅول هم جایز نه دي
لکه څرنګه چې د بحرالرائق خاوند ليکي:«و صح فی الاسراروالکفایة والتبيين نجاسة»
(البحرالرائق:ج١ص١٠٦)«وفی المعراج انه قول محققین من اصحابنا»(البحرالرائق:
ج۱ص۱۰۶) په معراج کتاب کې (د مذکوره غوښې اړوند راغلي دی چې نجسه ده ) او د احنافو محقیقینو قول هم همدا دی.«وفی الخلاصة وهوقول المختارواختاره قاضی خان فی التبیین انه قول اکثرالمشائخ»
(البحرالرائق:ج۱ص۱۰۶ پخپله د بحر خاوند هم ليکي: «..وهوالصحیح» (البحرالرائق:
ج۱ص۱۰۶)صحیح قول هم همدا دی «چې د هغو غوښه نجسه ده او خرڅول یې جایز ندی»
🔻د درالمختار خاوند:«لایطهرلحمه هذاصح مایفتی به»
مولاناعبدالحی لکهنوی: «...قال کثیرمن المشائخ انه یطهرجلده لالحمه وهوالاصح»
(حاشیه هدایه:ج۱ص۲۴)
علامه ابن الهمام: «"...قال کثیرمن المشائخ انه یطهرجلده لالحمه وهوالاصح واختاره الشارحون »(فتح القدیر:ج۱ص۸۴)
علامه شرنبلالی: «وتطهرالذکدة الشرعیة جلدغيرالماكول دون لحمه على اصح مايفتى به»
په شرعی ذبح کولو سره د غیر مأکول اللحم
یواځې پوستکی پاکیږی، نه غوښه یې، د صحیح قول پر بنا فتوا پر همدې ده.
صاحب د خلاصې لیکي:«..وهوالمختار وبه أخذ الفقيه ذكره صدرالشهيد فى صيد الفتاوى» (خلاصة الفتاوى:ص٤٣)
مختار قول همدا دی او فقهاؤ همدا غوره کړی دی.
د مراقی الفلاح خاوند ليکي:«..دون لحمه فلایطهرعلی اصح مایفتی به»(مراقی الفلاح) په اصح او مفتی بها مذهب کې، هغه حیوان چې غوښه یې حرامه ده په ذبح کولو سره نه حلالیږی.صاحب کبیری:
«الصحیح ان اللحم لایطهربالذکاة »(كبيرى:١٤٤)

علامه ملاءعلي القاري ليکي:«..وقال كثيرمن المشائخ يطهرجلده بهاولايطهرلحمه كمالايطهربالدباغ قال شارح الكنز وهو الصحيح واختاره صاحب الغاية والنهاية»
(شرح النقاية:ج١ص٢٠)
پورته بیان شویو حوالو ته په توجه سره، معلومه شوه چې د احنافو په نزد مفتی بها قول دا دی چې په شرعی ذبحې سره د هغو څارويو غوښه چې حرامه ده نه حلالیږی او نجسه ده.
* که چیرې مذکوره غوښه پاکه وګڼل شی

2 months, 2 weeks ago

د وهابیت له  آئین نه  دمخالفت حکم:

او دا د داعیش اصلی منهج دی د مسلمانانو تکفير مال او وینه یې ځان ته حلال بلل؛

وابیان دا عقیده لری هرڅوک چې له دوی سره وی نو هغه مسلمان دی ، او هرڅوک چې له دوی سره نه وو کافر دی له اللهﷻ او رسول الله ﷺ سره جنګيدلی دی!
هرڅوک چې له دوي سره بیعت وکړی نو له اللهﷻ او رسول الله ﷺ سره یې بیعت کړی او هرڅوک یې چې پر وړاندې ودریدل نو د اللهﷻ او د رسول الله ﷺ  په مقابله کې دریدلی دي نو ځکه یې مال او وينه حلاله ده .
په  الدرر السنية في الأجوبة النجدية کتاب کې ، د محمد بن عبدالوهاب له زامنو او لمسيانو څخه یې یوه نامه (لیک ) را نقل شوی‌ یعنی له حسن بن حسين، سعد بن حمد بن عتيق، سليمان بن سحمان، صالح بن عبد العزيز، عبد الرحمن بن عبد اللطيف، عمر بن عبد اللطيف، عبد الله بن حسن او محمد بن إبراهيم بن عبد اللطيف، چې په هغې نامه کې ټولو خلکوته یې په خطاب کې ویلی دی :
🔹 «ولا ينبغي لأحد من الناس العدول عن طريقتهم، رحمة الله عليهم، ومخالفة ما استمروا عليه في أصول الدين، فإنه الصراط المستقيم، الذي من حاد عنه فقد سلك طريق أصحاب الجحيم. وكذلك في مسائل الأحكام والفتوى، لا ينبغي العدول عما استقاموا عليه، واستمرت عليه الفتوى منهم، فمن خالف في شيء من ذلك، واتخذ سبيلا يخالف ما كان معلوما عندهم، ومفتى به عندهم، مستقرة به الفتوى بينهم، فهو أهل للإنكار عليه والرد لقوله».
🔸ژباړه : « هیڅ څوک نباید دهغوی له طریقې څخه عدول وکړی او پر هغه څه چې دوي د دین داصولو په اړه پر هغه باندې استمرار موندلی دی مخالفت وکړی ځکه چې دهغوی لاره ، هم هغه  صراط مستقیم دی او هرڅوک چې له هغې( لارې)  نه منصرف شول  نو د دوزخ د اصحابو لاره یې طی کړی ده . او د احکامو او فتوا په مسائلو کې هم همدا رنګه دي، او څوک دا حق نلری له کومو احکامو او فتواګانو څخه چې هغوی صادره کړی عدول وکړی . نو هر څوک چې د دغو احکامو او فتواکانو په کوم څه کې له دوی سره مخالفت وکړی او د دوی له فتواګانو او علومو څخه مخالفه لاره  ونیسی او فتوا ورکړی نو باید پر هغو باندې انکار وشی او خبره یی رد شی ».
🗒الدرر السنية، ج 14 ص 375.

👈لکه څنګه چې په دغه لیک کې  چې د وهابیت د سترو علماؤ لخواه لیکل شوی دی ،ویني، دوی معتقد دی هرڅوک چې د وابیت د طریقی مخالف وي، په بل عبارت سره هرڅوک چې وابی نه وي ، او د وابیت په لاره لاړ نشي او د دوی فکر او فهم ونه مني ، نو اهل دوزخ دي او د اصحاب جحیم لاره یی نيولې ده!  او د فتوا اجتهاد او فقهی مسایلو کې هم هر اجتهاد چې د وابیت د فتوا او اجتهاد مخالف ؤ نو  غیر سائغ او نامعتبره دی نو باید انکار او رد کړل شي!
⚡️سبحان الله وګوري چې شیطان څومره د دوی عمل د دوی لپاره ښایته کړی دی او په څه رنګه غلو تکبر او محض خود پسندۍ کې اخته شوي دی ! ته به وایې چې له آسمان نه را نازله شوي او پر دوي باندې وحی کیږی .!

•┈┈•❀•┈┈•❀🍃🌸🍃

2 months, 3 weeks ago

محترمو دوستانو لیست مو جوړ کړی دی چی تر 《4》یعنی 4000زره کم ممبر والا نه داخیل کوه  نو که کوم سوک داسی چینلان لری نو میسیج وکړی او چینلان مو راولیږی

@A_M_K_E_R
@A_M_K_E_R
@A_M_K_E_R

2 months, 3 weeks ago

#دلامذهبوویکتورېانودشبهاتودجواباتوسلسله
#دزناداجرت اوفقه حنفي
#ګرانوملګرو! که څه هم دغه مسئله باندې ګیدړانو اودانګریز پیداوار زموږ حنفي زمریان راویښ کړل اوټولو ترخپله حده دسراج الامت له طرفه حقه دفاع وکړه اودوی ته یی غاښ ماتوونکې جوابات وکړل
خوځه دجواب دذکرکولونه مخکې دونه وایم چې

#مسلمانانو دانګریزپیداوار وهابیان اوپیژنئ
داهغه له خبیثې نطفې پیدا انسانان دي چې هیڅکله به داسلامي امت زخمي زړه ته مرهم نشي ټول عمر یی دانګریز په خدمت مسلمانان هدف ګرځولي اود شیطان غوندې شبهات او وسوسې کوي
نن ددې پرځای چې دمظلومو فلسطـ.ـنـ.ـیانو غږته انعکاس ورکړي دوی را ولاړشول اوحنفي فقه یی ټارګیټ کړه

#الاخساء: مسلمانانو ورونو دلته اول مسئله اوبیا دوه جوابه یادکړئ یواجمالي بل تفصیلي
اجمالي جواب دادی زنا دټولو مذاهبو په نزد حرامه ده حلال ګڼونکی یی کافردی
خوکه چیرته یوکس یوې ښځې ته وویل چې داروپئ واخله چې ځه تاوطې کړم اوښځې وویل ماقبولې کړې اوس دغه ښځه اوسړي باندې حدشته اوکنه
نو دامام ابوحنیفه رح قول دادی چې دغه ښځه اوسړي ته تعزیرورکړئ خو نوم دحد مه ورکوئ
اوفتح القدیر کې ابن الهمام وایی: والتعزیرقدیکون بالقتل ، تعزیر کله کله په قتل هم وي نوامام ابوحنیفه رح وایی داسې موردګاوان او وژنئ
اوصاحبین رحمهم الله دده مذهب نقل کوي چې دازنا ده او حد ورباندې واجب دی
نوکه مجرد وي سل سل دورې به وهل کیږي اوکه متاهل وي نو سنګسار اورجم دی
داول قول وجه داده دلته لفظ د: دأطائك ، راغلی اودا حرامې اوحلالې دواړو ته شامل دی اوهغه چې حراموته ورباندې اشاره کیږي هغه لفظ د: أنيكك او أزني بك ، راځي نودلته په لفظ کې شبه ده
اوبل داجارې اودلفظ داجر په معنا دمهر هم راتلی شي لقوله تعلی فأتوهن أجورهن ،
نودلته خو ددغه لفظ نه دمهر معنا هم اخیستل کیدای شي نو شبه راغله
اورسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

عَنْ عُرْوَةَ ، عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ادْرَءُوا الحُدُودَ عَنِ المُسْلِمِينَ مَا اسْتَطَعْتُمْ ، فَإِنْ كَانَ لَهُ مَخْرَجٌ فَخَلُّوا سَبِيلَهُ ، فَإِنَّ الإِمَامَ أَنْ يُخْطِئَ فِي العَفْوِ خَيْرٌ مِنْ أَنْ يُخْطِئَ فِي العُقُوبَةِ ،
أخرجه الترمذي موقوفاًومرفوعاً
في مسند أبي حنيفة للحارثي حديث رواه عبدالله بن عباس عن الرسول ﷺ: ادرؤوا الحدود بالشبهات، حدود په شبهاتو سره دفعه کړئ
ځکه حد هغه سزاته وایی چې الله عزوجل ټاکلې اودهغه رسول صلی الله علیه وسلم یی بیان کړی
له ځان یو څوګ په یوه جزیه کې حد نشي ټاکلی
#دوهم دلامذهبو یهودیت اودجل
دوی دلته ترجمه داسې کوي چې څه ورباندې نشته لکه څنګه چې دغه ویکتوري کړې چه څه کلمه پښتو ژبه کې عموم ته اشاره ده
چې نه ورباندې حدشته نه تعزیر اونه ګناه چې دا قول داسلام په تاریخ کې دهیڅ حنفي که هغه عالم وي اوکه آمي وي نه ده پاتې شوی
#خلاصه داچې ویکټوریانو دوه تحریفه وکړو
یو مرجوح (غیرمعتبر) قول ته دحنفي مذهب نوم ورکړو اوبیا دهغه مرجوح قول وجه اواحتیاط هم نه پیژني
دوهم یی ترجمه غلطه وکړه
نو معنوي اولفظي دوکه ددغه انسي شیطانانو کارګرځیدلی
اخوکم ل.ب حامد

2 months, 3 weeks ago

دزنانو دپاره یو عظیم أجر او لوی ثواب】
رسـول الله ﷺ، فرمائى: ګله چي يوه زنانه دحيض په ورځـو او شپو کي دهـر لمانځه پـه وخت کي اویا (۷۰) واره اسـتغفار یعني (اَسْـتَغْفِرُ اللّٰه) ووائی: الله ﷻ، بـه ودغـه زناني ته پنځه (۵) إنعامات وكي .
1⃣👈: رسـول الله ﷺ، فرمائى: ودغـه زناني ته به دزرو (۱۰۰۰) رکعتو نفلو ثواب ولیکل سي .
2⃣👈: رسـول الله ﷺ، فرمائى: الله ﷻ، به ودغـه زناني ته اویا (۷۰) ګناهونه ورمعاف کي .
3⃣👈: رسـول الله ﷺ، فرمائى: ددغه زناني به اویا (۷۰) درجي بلنده سي .
4⃣👈: رسـول الله ﷺ، فرمائى: الله ﷻ، به ودغـه زناني ته ددغه استغفار پر هر حرف باندي یو یو نور ورکي .
5⃣👈: رسـول الله ﷺ، فرمائى: الله ﷻ، به ودغـه زناني تـه ددي دبـدن او جــسد دهـر رګ پـه مـقابل کي ديـوه حج او دیوي عمري ثواب ورکي .
الفتاوى التاتار خـانية: جــ: ۱: صــ: ۴۷۸: کتاب الطهارة: الفصل التاسع فی الحیض: مطبع: مکتبه رشیدیه: .

💐【طریقه یی داده】👇
کـومه زنانـه چي پـه مـیاشتانه مـرض کي وي نـو ګله چي پـر دي دلمانځه وخت راسي دا زنانه دي دهر لمانځه په وخت کي داسي اودس تازه کي لکه سنګه چي دي مخکي دجوړوالي په حـالت کي دلمانځه دپـاره کاوی بــیا دي راسي دالتحــیاتِ پـه شکل دي پـر خـپل جای نـماز باندي کشیني اویا (۷۰) واره دي اسـتغفار یعني (اَسْتَغْفِرُ اللّٰه) ووائی: ان شاء الله، الله ﷻ، بـه ودغه زناني ته ددغه عمل په سبب باندي دغه مذکوره أجرونه او ثوابونه ورکي .
✍🏻: بقلم: عاجز بنده عبدالولي وقار .

3 months ago

🔹مفسر ابوعبدالله قرطبی مالکی (متوفی 671 هـ) پخپل کتاب الإعلام بما في دين النصارى من الفساد والأوهام (ص 108)کې یې وایی: «إِن الله تَعَالَى مُتَكَلم بِكَلَام هُوَ وصف قَائِم بِذَات الله لَيْسَ بِحرف وَلَا صَوت وَهَذَا مَعْقُول مَفْهُوم فَإنَّا نحس من أَنْفُسنَا كلَاما قَائِما بذواتنا فنتحدث بِهِ مَعَ أَنْفُسنَا لَيْسَ بِحرف وَلَا صَوت وَهَذَا مِمَّا يجده الْإِنْسَان من نَفسه بِالضَّرُورَةِ وَيكون الْحَرْف وَالصَّوْت دالين على ذَلِك الْمَعْنى الَّذِي فِي النَّفس».
🔸الله (جَلَّ جَلَالهُ)متکلم دی په هغه کلام سره چې د هغه په ذات پورې قائم یو وصف دی؛ او دغه کلام حرف او صوت نه دی او داسې یو څه معقول او مفهوم دي ځکه چې مونږ پخپل نفس کې مو هم داسې یو کلام احساس و چې قائم زمونږ به ذات پورې دی
او په هغه کلام له خپل ځانه سره خبرې کوو پرته له دې چې حرف او صوت ته د اړتیا وي. او دا هغه څه دي چې انسان هغه په خپل نفس کې ضرورتا مومی، او دغه حرف او صوت پر هغې معنا چې په نفس کې وجود لری دلالت کوی».

🔹او په (ص 150) مخ کې وایی: «كَلَام الْبَارِي تبَارك وَتَعَالَى لَيْسَ بِصَوْت وَلَا حرف وَإِنَّمَا هُوَ وصف لَهُ قَائِم بِهِ لَيْسَ بِحرف وَلَا صَوت».
د الله تَبَارَک وَتَعَالَی کلام په حرف او صوت سره نه دی بلکه یو صفت قائم په ذات د هغه پورې دی

We recommend to visit

Mahdyar Official telegram channel

Last updated 3 weeks, 3 days ago

https://zil.ink/arianheidari

Last updated 1 month, 1 week ago

کانال رسمی لاماری ایما
تلفن ۰۲۱۴۸۴۹۱۰۰۰
سایت :Lamari.ir

Last updated 1 month ago