https://zil.ink/arianheidari
Last updated 1 week, 1 day ago
اللَّهُمَّ ارفَعِ البلاءَ والأذى عَنْ أُمَّةِ مُحَمَّدٍ ﷺ، اللَّهُمَّ ارحَمْ وَاستُرْ وَتَوَلَّ أُمَّةَ نَبِيِّكَ مُحَمَّدٍ وَاحْفَظْهَا، وَاكْفِهَا ما أَهَمَّهَا وَما أَغَمَّهَا، اللَّهُمَّ أَطْفِئْ نَارَ هَمِّهَا وَاغْفِرْ لَهَا وَأَكْرِمْهَا وَلا تَهِنْهَا وَأَعِنْهَا وَلا تُعِنْ عَلَيْهَا يا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ ..
امام خطابی را نقل کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل :
إِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ خَيْرًا أَكْثَرَ فُقَهَاءَهُمْ , وَقَلَّلَ جُهَّالَهُمْ حَتَّى إِذَا تَكَلَّمَ الْعَالِمُ وَجَدَ أَعْوَانًا , وَإِذَا تَكَلَّمَ الْجَاهِلُ قُهِرَ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ شَرًّا أَكْثَرَ جُهَّالَهُمْ وَقَلَّلَ فُقَهَاءَهُمْ , حَتَّى إِذَا تَكَلَّمَ الْجَاهِلُ وَجَدَ أَعْوَانًا وَإِذَا تَكَلَّمَ الْفَقِيهُ قُهِرَ
📚الفقيه والمتفقه
حدیث_شریف
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّـهِ ﷺ قَالَ: «إِنَّ اللَّـهَ يَقُولُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: أَيْنَ الْـمُتَحَابُّونَ بِجَلاَلِى؟ الْيَوْمَ أُظِلُّهُمْ فِى ظِلِّى يَوْمَ لاَ ظِلَّ إِلاَّ ظِلِّى» (رواه مسلم).
یو فلسطیني لیکوال لیکلې:
د صحابه کرامو او تابعینو په زمانه کې به چې مور خپل بچې ته شیدې ورکولې, نو الله تعالی ته به یي سوال کاوه, چې ربه د ستر شان او شوکت خاوند یې کړې, ستر عالم رهبر, مجاهد او صالح يې لوی کړې; نو ځکه به زمونږ نیکونه د امت ستر عالمان , صالحین او لویان وه.
خو د نن زمانې اکثره میندې ماشوم ته یواځې په دې نیت شیدې ورکوي چې ویده سي, نو ځکه مو نن اکثره د امت ځوانان ویده دي.
منقول
الباقيات الصالحات :
سُبحان اللَّه ، والحمدُ لِلَّه
وَلا إِلَه إِلَّا اللَّهُ ، واللَّهُ أَكبر
وَلَا حول وَلا قُوة إِلَّا باللَّه
🔸الحمد لله اشاعره، نه معتزلیان دي او نه نافی او تعطیل کونکی د الله د صفاتو؛ بلکه کوم صفات چې الله تيارۀ وتعالی د ځان لپاره ثابت کړی ورته ثابت وي، او الله تعالی په هغه څه چې په محکمو ایاتونو کې یې توصیف شوی او پر هغه څه چې پیغمبر یې
په صحیح روایاتو کې توصیف کړی دی، توصیف وی او هغه د نقص او آفاتو له نښانو منزه ګرځوي.
نو که چیرې له مجسمه او مشبهه مو څوک ولیدل چې په تجسم او تکییف خبرې کوي او له داسې کسانو سره مخ شوي چې الله ته حدود او د جهت قائل دي او الله د محدثاتو په صفاتو توصیف وی، نو اشاعره په دې وخت کې د تأویل طریقه پر مخ نیسی
او په واضح ترینه دليل، د الله منزّه والی ثابت وي او د هغه د تقدیس او تنزیې په اثبات کې مبالغه کوي او له دې ویرې چې څوک علم نلری د تشبیه په تیارو کې ونه غورځي. نو که چیرې اشاعره له داسې یو څه ډاډمن شول نو نظریه یې دا ده چې سکوت کول او د صفاتو په تأویل کې له ژور تللو، ترک یې سالم تره دي؛ مګر داچې د احتیاط له مخې تأویل ته اړتیا ولیدل شی.
او بی له شکه په دې اړه د هغو خلکو مثال
هغه ماهر طبيب ته ورته دی چې هر مرض د هماغه مرض په موافقو درملو تداوي کوی،
او که چیرې تشخیص یې کړه چې بيمار
یخ مزاج لری په ګرمو درملو یې تداوي کوی،
او دا شان که مطمئن شو چې د ګرمي غلبه لری، په هغو دواګانو سره یې تداوي کوی چې یخ مزاج لري.
او بی له شکه د هغوی ضرب المثل هغه څه ته ورته دی چې له سفیان څخه را روایت شوی چې ویلی یې دي:
که چیرې په شام کې وي د علی رَضِیَ الله عَنْهُ فضایل بیانوي او که په کوفه کې وي د عثمان رَضِیَ الله عَنْهُ فضایل بیانوي.
او بیشکه د هغه چا مثال چې په ښکاره دلیل سره، تاويل کوی، د هغه لامبو زن کس مثال ته ورته دی چې کله په کښتي کې دی لامبو وهلو ته اړتیا نلری، خو کله چې سند په څپو شی او کښتي ماته شی په دې صورت کې که له لامبو نه استفاده ونکړي نو مړ به شی،
نو په دې وخت کې په پوره هڅو سره لامبو وهی تر څو ژوندی پاتی شی او داچې ژوندی پاتی کیدل خوښ وی د لامبو وهنې لپاره له هیڅ ډول هڅې دریغ نه کوی.
او په دې توګه موحد شخص هم کله چې د تنزیې د مسیر په منځ کې حرکت کوي او په عقیده کې یې د تشبیه په لاره له تلو څخه په امن کې دی، نو هغه د صفاتو تأویل کولو ته اړتیا نلری؛ ځکه چې عقیده یې له شبهاتو او اباطلو څخه پاکه ده. خو که کله چې د عقیدې صفایی یې د تکیف او تمثیل په ... سره مکدره شوه، نو اړ دی چې د تأویل په پاکونکي یې زړه له مکدروالی څخه پاک کړی، او ذهن یې د دلیل په صافی سره، پاک کړی؛ تر څو چې عقیده یې له تشبيه او تعطیل څخه سالمه پاتی شی.»
اللَّهُمَّ لَكَ الحَمْدُ حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ كَمَا يَنْبَغِي لِجَلَالِ وَجْهِكَ وَعَظِيمِ سُلْطَانِكَ
أثقل شيء في الميزان :
سبحان الله - الحمدلله - لا إله إلا الله- الله أكبر .
د انګلیستان مشهور او نامتو تاریخ لیکونکی آرنولد توین بی لیکی:
هر تمدن هغه وخت لمنځه ځي چې ښځه یې له کوره بهر او پخپلو شهواتو او تمايلاتو یې مشغوله شی او خپله کورنۍ پریږدی؛ ځکه په دې صورت کې، کورنۍ لمنځه ځی، فضیلت او برتري هم له ټولنې کډه کوی»
هر عاقل او پوه انسان په ښکاره او څرګنده ډول په دې پوهیږی چې په معاصره ټولنه کې جنسی ګډوډي او فتنې د ښځو د فساد له امله را منځته شوی دي ځکه دوي خپل ځای پرې ایښی او د کورونو له هغو ټینګو او محکمو کلاګانو څخه چې د نفوذ هیڅ لاره ورته نشته بهر راوتلی او د هغو داړونکو لیوانو پر وړاندې چې دوی ته په کمین کې دی حضور موندلی دی.
له همدې امله هر هغه خوزښت، ټولنه، حکومت، حزب، فکر او فکری مکتب او هر هغه څوک چې ښځې له خپلو کورونو څخه یې بهر ته را بلی او د نارینه وو په منځ کې حضور او شتون ته یې هڅوی، خبردار چې د دغو خلکو اصلی موخه د مخاطبې ټولنې له منځه وړل دی؛ځکه چې د ښځو د فاسید ولو وسله تر هرې بلې ویجاړونکې وسلې ډیره ویحاړونکې ده، او د معاصرو ښځو بربنډ توب او ځان ښودنې ته د تمایل په خاطر کولای شی په یوه لنډه موده کې، ټولنه خپلو وژونکي د سریښو ډنډ ته را وکاږي.
یعنی که چیرې هغه کسان چې په ظاهری اسلامی جامه او نوم سره رقص، موسیقی او سندرو باندې د خلکو په منځ کې بوخت وی نو پوه شی چې همدوی د دغې ټولنې دښمنان دی او د دوی پر وړاندې د رذالت او شوم توب خيالونه په سر کې لری.
[9] تاريخ الإسلام، الذهبی، ج26، ص247؛ النجوم الزاهرة فی ملوک مصر والقاهرة، ابن تغری بردی، ج4، صص65 – 66.
[10] العبر فی خبر من غبر، الذهبی، ج2، ص112.
https://zil.ink/arianheidari
Last updated 1 week, 1 day ago