-بستری برای ناگفته ها و نشنیده های دنیایِ پیرامون (:
Last updated 7 months, 2 weeks ago
??لینکدونی آزاد??
? @LINKEDLN85
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ملګرو په دي چینل کي به تاسو ته د واټساف ګروفو لینکونه نشر کیږي چینل دارسره جوین کړي
خپل واټساف ګروف لینک چینل کي نشرولو د پاره دلته رابطه وکړی?
? ? @A9DVERTISING
Last updated 8 months, 2 weeks ago
دلته به تاسو ته دعبدالحمید الحماسی حفظه الله (دفکری لړۍ) درسونه ویډیوی mp3 تری
تقریرونه بیانونه جوابات اوجزباتی ویډیوګانی نشریږی
مهربانی وکړی دتلګرام چینل لینک درسره نشرکړی ترڅو تاسوهم په دی صدقه جاریه
https://t.me/+Shti7DQxV68zYjll
Last updated 1 year ago
د پوهنې له ډګره لنډ او کره خبرونه!
ورځ: دوشنبه
نېټه: ۱۴۴۶/۸/۲۵
د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست لخوا، د کابل ښار ښوونیزو ناحیو اړوندو اداري کارکوونکو ته «د کاري مهارتونو لوړولو» تر عنوان لاندې علمي سیمینار، د یاد وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس مفتي شفیع الله منصور، د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عدالباسط حقاني او مسئولینو په حضور کې پرانیستل شو.
په پيل کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس وویل: د پوهنې منسوبینو اداري او تدریسي وړتیاوې لوړول د پوهنې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري، چې پر مټ یې په اداري چارو کې لا چټکتیا او روڼتیا رامنځته کېږي.
د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ علم پروره خلکو لخوا، د یادې ولسوالۍ د خدایداد خان عالي لېسې سره د ۲۷۵ زره ۸۴۰ افغانیو مرسته وشوه.
ټاکل شوې، دغه پيسې د يادې لېسې د ودانۍ رغونې په برخه کې چې اوسمهال يې چارې ٩٠ سلنه بشپړې شوې دي، ولګول شي.
د لوګر ولایت پوهنې ریاست سره د یوې ښوونیزې همکارې ادارې له خوا د یو زره ۴۶۷ ډالرو په لګښت د ۲۴۶ درسي کڅوړو مرسته وشوه
دغه کڅوړې چې ۴ قلمه درسي مواد لري، ټاکل شوې ده د نوي ښوونیز کال په پیل کې د یاد ولایت د صنفي اصولو پر ۲۴۶ تنو ښوونکو ووېشل شي.
د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ فعالیتونه!
له شنبې تر پنجشنبې(د ۱۴۴۶هـ ق کال د ۸ میاشتې له ۱۶ تر ۲۱مې نېټې پورې)
• د پوهنې وزارت لخوا د هېواد د ولسوالیو او ښوونیزو ناحیو د ۴۷۳ تنو آمرینو لپاره د رهبري او مدیریتي وړتیاوو لوړولو په موخه څلور ورځنی علمي او مسلکي سیمینار، چې پیل شوی و، د یاد وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د سرچینو او ادارې معين الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د تشکیلاتو رئیس او يو شمېر مسئولينو په حضور کې رسماً پای ته ورسېد.
د پوهنې وزارت سرپرست په خپله اصلاحي وینا کې کار اهل کار ته پر سپارلو د ټینګار ترڅنګ، له ګډون والو وغوښتل چې د هېواد بچیانو د ښوونیز او روزنیز کیفیت لوړولو کې هر اړخیزې هڅې وکړي.
په ورته مهال، د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس د سیمینار ګډون وال، د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو د معیاري کولو په برخو کې د ځوانانو روزلو ته وهڅول.
• د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کابل ولایت پوهنې رياست مبلغينو لپاره یو ورځنی علمي سيمينار، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري، د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني، د ځینو نورو وزارتونو د دعوت او ارشاد رئیسانو، مسئولینو او مبلغینو په حضور کې جوړ شو.
د سرچینو او ادارې معین د خپلو خبرو په ترڅ کې، په بشپړې دیني روحیې سره د هېواد بچیانو پر روزلو ټینګار وکړ او له مبلغینو یې وغوښتل چې د دعوت ارشاد لاره کې په خورا نرمۍ سره چلند وکړي.د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کابل ولایت پوهنې رياست مبلغينو لپاره یو ورځنی علمي سيمينار، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري، د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني، د ځینو نورو وزارتونو د دعوت او ارشاد رئیسانو، مسئولینو او مبلغینو په حضور کې جوړ شو.
د سرچینو او ادارې معین د خپلو خبرو په ترڅ کې، په بشپړې دیني روحیې سره د هېواد بچیانو پر روزلو ټینګار وکړ او له مبلغینو یې وغوښتل چې د دعوت ارشاد لاره کې په خورا نرمۍ سره چلند وکړي.
• د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني بامیان ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس قاري عنايت الله سهار سره وکتل.
د دغه سفر اساسي موخه د پوهنیز وضعیت څېړل بلل شوي دي.
• د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست سره په همغږۍ د ملکي خدمتونو انسټیټوټ لخوا، د مرکزي هستې اداري کارکوونکو ته «د وخت مدیریت» تر عنوان لاندې ۲ ورځنی علمي سیمینار، د یاد وزارت د مسئولینو او کارکوونکو په حضور کې پرانیستل شو.
د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس وویل: د وخت مدیریت یو اساسي مهارت دی چې د ورځني ژوند په ټولو اړخونو کې خپل تاثیرات لري.
• ورپسې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ مرستیال وویل: د دغه سیمینار اساسي هدف په اداري او نورو ښوونیزو برخو کې د منسوبینو د کاري وړتیاوو لوړول دي.
• د باميان ولايت په شیبر ولسوالۍ کې د مدارسو او ښوونځيو جوړېدو لپاره د معارف دوسته خلکو له خوا ۶.۵ جرېبه ځمکه مرسته شوې ده.
• د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې لخوا، د بغلان ولايت له پوهنې رياست سره د ښوونځيو ۷۵زره ۷۳۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه.
• د پکتیکا ولایت په اومنه ولسوالۍ کې د پوهنې مینه والو لخوا د یو باب مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو لپاره په موخه ۱.۵ جرېبه ځمکه وقف شوه.
• په بامیان ولایت کې د سیمه ییزو ټولګیو د ۲۳۹ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
• په بلخ ولایت کې د ۸۰۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار، د یاد ولایت پوهنې رئیس او یو شمېر مسئولینو په حضور کې پیل شو.
د بلخ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد شریف عثماني د یاد سیمینار د پرانیستنې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت مشرتابه له خوا د اغېزمنو پلانونو پلي کولو ستاینه وکړه او د دې سیمینار جوړول یې د پوهنې پرسونل لپاره خورا ګټور وبلل.
• د ننګرهار عالي لېسې زده کوونکو لپاره د ۲۴۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو سیسټم، د څوتنو ملي سوداګرو لخوا جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پوهنې وزارت:
د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کابل ولایت پوهنې رياست مبلغينو لپاره یو ورځنی علمي سيمينار، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري، د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني، د ځینو نورو وزارتونو د دعوت او ارشاد رئیسانو، مسئولینو او مبلغینو په حضور کې جوړ شو.
د سرچینو او ادارې معین د خپلو خبرو په ترڅ کې، په بشپړې دیني روحیې سره د هېواد بچیانو پر روزلو ټینګار وکړ او له مبلغینو یې وغوښتل چې د دعوت ارشاد لاره کې په خورا نرمۍ سره چلند وکړي.
د پوهنې له ډګره لنډ او کره خبرونه!
ورځ: یکشنه
نېټه: ۱۴۴۶/۶/۲۰ ق ۱۴۰۳/۱۰/۲ ل
▪د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کابل ولایت د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو د وړتیا لوړولو ۶ ورځنی سیمینار، د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله «آخندزاده»، د دارالعلومونو رئیس الحاج مولوي عبدالقدوس "قدوسي"، یو شمېر مرکزي رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شو.
▪د باميان ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار له خوا د یاد ولايت د پوهنې مسئولينو، چارواکو، مديرانو او ښوونکو ته د "مسلکي پراختيا د غړو د دندو لایحې" تر عنوان لاندې سيمينار جوړ او په ترڅ کې یې د ښوونځیو د مدیرانو د دندو لایحه په سمه توګه تحلیل او توضېح شوه.
▪پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې په مرسته د لغمان ولایت په مرکز کې ۶۲ تنو ښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ۸ ورځنی سیمینار دایر کړ.
▪د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ یو معارف دوست شخص ضامن علي خپله شخصي ۲ جرېبه ځمکه د تنور سراب لومړني ښوونځي د ودانۍ جوړولو په موخه پوهنې وزارت ته وقف کړه.
• د پوهنې وزارت خدماتو ریاست له لوري، د یاد وزارت د ولایتونو پوهنې ریاستونو خدماتي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو.
د یاد ورکشاپ په ترڅ کې به د خدماتو ریاست اړوند د ولایتونو ۱۰۵ تنو کارکوونکو ته، په معیاري ډول د پلان جوړونې، ارزونې، حسن سلوک، اداره، مدیریت، همغږۍ او په معیاري ډول د راپور جوړولو په برخو کې روزنه ورکړل شوه.
• پوهنې وزارت د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند د کمال سرحدي ښوونځي رغنیزه پروژه د ۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګتې اخیستنې ته وسپارله.
د ښوونځي په دغه پروژه کې د ودانۍ ترمیم، یوه حلقه د پاکو اوبو څاه، د لمریزې برېښنا سیسټم او یو شمېر نور اړین ملحقات شامل وو، چې لګښت یې د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې له لوري ورکړل شوی دی.
• پوهنې وزارت د معارف دوسته خلکو په مالي ملاتړ، د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ اړوند په شدګل کلي کې د یو مېلیون افغانیو په ارزښت د یوې مدرسې بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښوده.
• د پوهنې وزارت د کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا هغه م/جاهدين، چې د ج/هادي بوختیاوو له کبله یې زده کړې نیم ګړې پاتي وې، په دې برخه کې هغوی ته زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی د شاملولو په موخه، په پنجشېر ولایت کې له ۳۸۰ تنو م.جاهدینو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه.
• د پوهنې وزارت له لوري د کندز ولایت پوهنې ریاست کې د شمال زون ولایتونو ( بدخشان، تخار، بغلان او کندز) د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ۵۴۸ تنو علمي غړو لپاره "د افکارو روښنایۍ ښوونیز او لارښود پروګرام" تر عنوان لاندې ۴ ورځنی ورکشاپ دایر شو.
• پوهنې وزارت د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د پوهنې آمریت اداري ودانۍ د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې آمریت دغه ودانۍ ۴ اداري خونې او یو د غونډو تالار لري، چې لګښت یې د یادې ولسوالۍ د معارف دوسته خلکو لخوا ورکړل شوی دی.
• د لوګر ولایت یو معارف دوست شخص الحاج میر زاګل صافي خپله درې جریب شخصي ځمکه د مرکز پل علم ښار اړوند د بشیر کلا په سیمه کې د سراج العلوم مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو په موخه د شاوخوا ۷۵۰ زره افغانۍ په ارزښت وقف کړه.
• د پوهنې وزارت اسلامي زده کړو معينيت د پلاوي تر څارنې او د طرحه شوي پروګرام پر بنسټ د کندهار، زابل، ارزګان او هلمند ولایتونو پوهنې ریاستونو په همغږۍ، د یادو څلورو ولایتونو د دارالحفاظونو او مدارسو د طالب العلمانو ترمنځ د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت سیالۍ پيل شوې.
• د ارزګان ولایت یو معارف دوست شخص الحاج معلم رحمت الله خپله ۳۲۵۰ متر مربع شخصي ځمکه د ترینکوټ ښار اړوند د ناقیل په سیمه کې د یو ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو په موخه د شاوخوا ۴۳۰ زره افغانۍ په ارزښت وقف کړه.
د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ فعالیتونه!
۱۴۴۶/۶/۴ ـــ ۱۴۴۶/۶/۱۰ هـ ق کال
• د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه هلمند او نیمروز ولایتونو ته رسمي سفرونه وکړل او هلته یې د دغه ولایتونو له پوهنې رئیسانو او مسئولینو سره وکتل.
په دې کتنو کې د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې ریاستونو د کړنو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه.
همدارنګه نوموړي د نویو ښوونځیو جوړولو، د وېجاړو شویو ښوونځيو بیارغولو او د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزو د حل ژمنه وکړه.
دغه راز؛ نوموړي له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه او څارنه وکړه، د مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو نظریات او وړاندیزونه یې واورېدل او د شته ننګونو په حل کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
• د افغانستان ا.ا د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د هدایت په اساس، د هېواد لرو پرتو او محرومو سیمو ته د ښوونیزو مرکزونو د پراخولو په موخه، د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت په تروې سرحدي ولسوالۍ کې د ۲ بابه ښوونځيو د ودانیو بنسټ ډبرې د ۱۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوې.
د ښوونځیو دغه ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، احاطوي دېړالونه، د څښاک پاکو اوبو سیسټمونه او یو شمېر نور اړین ملحقات ولري.
• د چین هېواد سفیر د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید او د ځینو مرکزي ادارو له رئیسانو سره وکتل.
د یادې کتنې په ترڅ کې د دواړو لوریو ترمنځ د پوهنیز نظام په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې.
د چین هېواد سفیر د ا.ا.ا. د لاسته راوړنو په تړاو خوښي څرګنده او د پوهنې په برخه کې یې د مرستو د دوام ترڅنګ زیاته کړه، چې د افغانستان له پوهنیز نظام څخه په کلکه ملاتړ او همکاري کوي.
• د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید، په داسې حال کې چې د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب او د خصوصي تعلیمي مرکزونو د فعالیتونو مقررې د تعدیل کمیسیون تخنیکي غړي هم حاضر وو؛ د خصوصي ښوونځیو له مؤسسینو او مدیرانو سره په کتنه کې د مقررې د تعدیل د محوریت په اړه مفصلې خبرې وکړې.
• د کابل ولایت د علماوو شوراء مرستیال شیخ مولوي ذبېح الله رشیدي، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره په کتنه کې، د مدارسو پر تعلیمي وضعیت او نورو اړوندو موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین، د مدارسو د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې او له بلې خوا يې د ديني مدارسو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
• د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکيتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي سمیع الحق حماس په مشرۍپلاوی کاپیسا ولایت ته ورسېد.
د پوهنې وزارت پلاوي یاد ولایت ته د خپل سفر موخه، د ۱۴۰۳ ښوونیز کال اړوند د پوهنې بودیجې د مصرف ارزونه، د تدارکاتي پروژو، د پاتې اسنادو او حوالو، د مدارسو د نویو لارښودونو برابرول، د ښوونکو د تدریسي ساعتونو تنظیمول، د ښوونکو د پورونو د صندوق پرانیستل، د کار او املاکو په برخه کې د بیارغونې او ساختماني پروژو وضعیت له نږدې څېړل وبلل شوې دی.
• پوهنې وزارت د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۲ بابه ښوونځیو د رغونې او ترمیم چارې د ۳۳۹ مېلیونه افغانیو په لګښت سره روانې کړي.
د یادو ښوونځیو له جملې څخه د ۲۵ بابه ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللې، چې لګښت یې د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې لخوا تمویل کېږي.
همدارنګه، د دغه ولایت د ۱۷ بابه نورو ښوونځیو د ودانیو ترمیم چارې، د ۱۴ مېلیونه افغانیو په لګښت روانې دي، چې چاري یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
دغه راز، د روان کال له پیل څخه تر دې مهاله، د غزني ولایت د معارف دوسته خلکو له پوهنې سره د ترمیم په چارو کې ټول ټال ۵۰ مېلیونه افغانۍ مرستې کړې دي.
یاده دي وي، چې د پوهنې مینه والو د ښوونځیو او مدارسو لپاره د ودانیو جوړولو په موخه ۸۰ جرېبه ځمکه پوهنې وزارت ته وقف کړې ده.
• پوهنې وزارت د باميان ولايت ورس ولسوالۍ اړوند د تنور سراب په کلي کې د یو باب لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښوده.
د ښوونځي دغه ودانۍ د سيمې خلکو په مالي مرسته په ۲ جرېبه ځمکه کې د يو نيم مېليون افغانيو په لګښت جوړېږي، چې ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او نورې ضروري ملحقات به ولري.
• د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو د کمېسیون د پرېکړې له مخې، د هېواد په پینځو ولایتونو (خوست، غزني، بلخ، هرات او پروان) کې له درې- درې ښوونځیو څخه د اسلامي ښوونې-روزنې، ریاضي، بیولوژي او تاریخ مضمونونو کې آزمویښتي معیاري آزموینه واخیستل شوه.
د یادو آزموینو موخه؛ د لېسې دورې سوالونو له بانک څخه په استفادې، د هېواد په کچه د آزموینو معیاري کول او د رسمي ښوونځیو د زده کوونکو د تعلیمي کچې له خصوصي ښوونځیو سره پرتله کول وو.
د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ فعالیتونه!
۱۴۴۶/۳/۱۰ ----- ۱۴۴۶/۳/۱۶ هـ ق کال
• پوهنې وزارت د یوې مطبوعاتي غوندې په ترڅ کې د عمومي او سواد زه کړې د ښوونیزو بنسټونو اړوند د ښوونکو او اداري کارکوونکو ۸ زره ۱۵۶ خالي بستونه د آزموینو ملي ادارې په همکارۍ، په دوو پړاوونو کې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپارل.
• د پوهنې وزارت له لوري استاد حبیب الله خالد د پوهنې وزارت د خدماتو ریاست د نوي رئیس په توګه، ډاګټر محمد عمر دورانزی د پوهنې وزارت د ساینس ریاست د نوي رئیس په توګه او مولوي حفیظ الله آغا د یاد وزارت د تحقیقاتو ریاست د نوي رئیس په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي او رسماً یې کاري چارې پیل کړې.
• د پوهنې وزارت د اداري لوی ریاست اړوند "د مراجعینو د خدمتونو مرکز" د پرانیستې په مراسمو کې، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، سلاکارانو او کارکوونکو ګډون درلود.
• د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو رئیس مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده، د تحصیلي اسنادو، نتایجو او نورو اړوندو مسایلو د ارزونې په موخه بلخ او بغلان ولایتونو ته د رسمي سفرونو پرمهال، د یادو ولایتونو د پوهنې له رئیسانو او نورو مسئولینو سره خبري وکړې.
• د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني له لوري د دایکنډي ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنیزو بنسټونو ۴۷۶ تنو مسئولینو، د کیفیت تضمین آمریت کارکوونکو، مدیرانو او غړو لپاره د ارقامو او احصائیوي معلوماتو راټولولو په برخه کې د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پرانیستل شو.
• پوهنې وزارت د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۰ میلیونه ۱۶۴ زره افغانیو په ارزښت د ۲۵ بابه مدارسو او ښوونځیو د بیارغونې پروژې پیل کړې.
یادې پروژې به د روان ښوونیز کال تر پایه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
• پوهنې وزارت د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د هلمند ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۰ بابه ښوونځیو د ودانیو جوړولو او ۲۰ بابه ښوونځیو ترمیم پروژې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل کړې.
• د یادو پروژو له جملې څخه په نوزاد ولسوالۍ کې د ۴۲ مېلیونه ۲۹۶ زره افغانیو په ارزښت د ۴ بابه ښوونځيو د ودانیو بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د همدغو ښونځيو هره ودانۍ به ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، احاطوي دېوال له نورو اړینو ملحقاتو سره ولري.
• پوهنې وزارت په غزني، هرات او کونړ ولایتونو کې له خپلې بودیجې، د یو همکار بنسټ او معارف دوستو خلکو په مالي ملاتړ د ۳۴ مېلیونه ۵۵۰ زره افغانیو په ارزښت د ۲ بابه ښوونځيو، ۲ بابه دیني مدرسو لپاره د ودانیو بنسټ ډبرې کېښودې او د ۲ بابه ښوونځي د ترمیم چارې پیل کړې.
• پوهنې وزارت په کاپیسا او غزني ولایتونو کې د پوهنې مینه والو په مالي ملاتړ د ۳ مېلیونه ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي او یو باب مدرسې ودانۍ جوړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
• د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د علم پروره خلکو له لوري د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د صالحي زیرک ښوونځي لپاره د اوبو رسولو یو منظم سیسټم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
• د پوهنې وزارت له لوري د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې له ۳۰۰ تنو زده کوونکو څخه د ام/ارت پېژندې سیالۍ تر سره شوه.
• له پوهنې وزارت سره دخلکو د مرستو په دوام، داځل د کندز او لو ګر ولایتونو معارف دوستو خلکو، خپله ۲ جرېبه شخصي ځمکه د ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ۲ بابه ښوونځيو د ودانیو جوړولو په موخه، د پوهنې وزارت ته وقف کړه.
• پوهنې وزارت د یو همکار بنسټ په مرسته د هلمند ولایت مرکز او د ۱۹ ولسواليو ۳۲۷ بابه ښوونځيو ته ۴۳ زره ۴۴۷ ټوکه کتابونه او ۵ زره ۵۸۸ د ښوونکو او زده کوونکو درسي کېټونه ووېشل.
د پوهنې له ډګره لنډ او کره خبرونه!
ورځ: چهارشنبه
نېټه: ۱۴۴۶/۳/۱۵ ق ـــ ۱۴۰۳/۶/۲۸ ل
▪د پوهنې وزارت د اداري لوی ریاست اړوند "د مراجعینو د خدمتونو مرکز" د پرانیستې په مراسمو کې، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، سلاکارانو او کارکوونکو ګډون درلود.
د پوهنې وزارت سرپرست وويل: د اداري پروسو آسانه کول په اداري چارو کې تر ټولو مهم او اړین امر دی.
دغه راز د چارو ادارې لوی رئیس زياته کړه: اسلامي نظام د اساسي بنسټونو جوړولو او اصلاح لپاره قوي اراده لري.
▪د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د تحقیقاتو ریاست کارکوونکو هم حضور درلود، مولوي حفیظ الله آغا د پوهنې وزارت د تحقیقاتو د نوي رئیس په توګه معرفي کړ.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د کارکوونکو پر کاري نظم او ډسپلین د ټینګار ترڅنګ، د مسئولینو دندې امانت وګڼلې او د تحقیقاتو نوي رئیس ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
▪د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني له لوري د دایکنډي ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنیزو بنسټونو ۴۷۶ تنو مسئولینو، د کیفیت تضمین آمریت کارکوونکو، مدیرانو او غړو لپاره د ارقامو او احصائیوي معلوماتو راټولولو په برخه کې د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پرانیستل شو.
نوموړي وویل که وغواړو، چې یوه منظمه او رڼه اداره ولرو او د پوهنې بودیجې څخه په سالمه توګه ګټه پورته کړو؛ نو اړینه ده چې دقیق ارقام او احصائیې له ځان سره ولرو.
▪د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو رئیس مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده، د تحصیلي اسنادو، نتایجو او نورو اړوندو مسایلو د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته د یو رسمي سفر پرمهال، د یاد ولایت د پوهنې له رئیس او نورو مسئولینو سره خبري وکړې.
▪د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ اړوند د معموره ښوونځي په انګړ کې د ۴ درسي ټولګیو د جوړولو چارې د یاد ښوونځي د شورا غړو او د سیمې خلکو له لوري د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت سره پیل شوې.
▪پوهنې وزارت د یو تن دیني عالم او دیندار شخصیت مولوي نجیب الله بدخشي په مالي ملاتړ، د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د "دعوة القرآن و السنة" مدرسې لپاره چې ۳۳ کاله مخینه لري، په خپل شخصي لګښت نوې ودانۍ جوړوي.
د یادې ودانۍ ټولیز لګښت ۲ مېلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې ټاکل شوې په دوه جرېبه ځمکه کې د ۶ درسي خونو او نورو اړینو آسانتیاوو سره جوړه شي.
▪د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند د عیسی خېل کلي معارف دوستو خلکو، خپله یو جرېب شخصي ځمکه د ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یو لومړني ښوونځي د ودانۍ جوړولو په موخه، د پوهنې وزارت ته وقف کړه.
▪د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د جبارخېل کلي یو تن معارف دوست شخصیت، سیف الرحمن حنیف زاده خپله یو جرېب شخصي ځمکه د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د احرار لومړني ښوونځي د ودانۍ رغولو په موخه، د پوهنې وزارت ته وقف کړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره به د ياد کلي ۲۰۰ تنو ماشومانو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شي.
-بستری برای ناگفته ها و نشنیده های دنیایِ پیرامون (:
Last updated 7 months, 2 weeks ago
??لینکدونی آزاد??
? @LINKEDLN85
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ملګرو په دي چینل کي به تاسو ته د واټساف ګروفو لینکونه نشر کیږي چینل دارسره جوین کړي
خپل واټساف ګروف لینک چینل کي نشرولو د پاره دلته رابطه وکړی?
? ? @A9DVERTISING
Last updated 8 months, 2 weeks ago
دلته به تاسو ته دعبدالحمید الحماسی حفظه الله (دفکری لړۍ) درسونه ویډیوی mp3 تری
تقریرونه بیانونه جوابات اوجزباتی ویډیوګانی نشریږی
مهربانی وکړی دتلګرام چینل لینک درسره نشرکړی ترڅو تاسوهم په دی صدقه جاریه
https://t.me/+Shti7DQxV68zYjll
Last updated 1 year ago