دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 2 weeks, 5 days ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 1 month ago
لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2
Last updated 8 months ago
غزل
/۱۴۰۳ / ۵ / ۱۳ /
له اسمانه د هم ستوري ننداره کړي
ښه په مینه تاته ګوري ننداره کړي
ګلابونو درته هسک سر وي نیولی
چې باران درباندې اوري ننداره کړي
چې په زور یې له دې ځمکې ورک کولو
نن مو هغه ټول سر زوري ننداره کړي
هک حیران دي اوس زمونږه پرمختګ ته
نړیوال مو له هر لوري ننداره کړي
د غزل مینوال هر وخت ورته ناست وي
د مخبت د هر یو توري ننداره کړي
مخبت وردګ
#النبوي_بصري_څانګه
:: مهرباني وکه ::
ته چې له ما سره کوې نن د مرمیو حساب
زه به له تا سره ونه کړم د سړیو حساب
له امارته څخه زیات دګټي نه یې شوقي
زمونږ مشران دي چې کوي به دغمیو حساب
مهرباني وکه دا خپله خبر بیرته واخله
زما او ستا دی سره پاتي د پیړیو حساب
د ابراهیم د اور کربوړی له ځان مه جوړ وه
ستا سره هم پاتې پنجابه د لرګیو حساب
زمونږه ورک استاد یاسر او داسي نور مشران
درسره کیږي د سرو او د پګړیو حساب
دوی ته له خلګو تجهیزات او وسایط مهم دي
ښه ده چې نه غواړي د خپلو لیونیو حساب
ملا احمد تکله جنګ مونږ په زاریو غواړو
په توره ښه اخیستل کیږي له پردیو حساب
احمد تکل
#النبوي_بصري_څانګه
زنده ګي
زنده ګي مي دنظرغوندي شوه تیره
سم دژمي مازیګرغوندي شوه تیره
نه مي خوند دځوانۍ ولید نه پری پوه شوم
په وریځي کي دلمرغوندي شوه تیره
ما وه ټوله زنده ګي ستا په نوم کړی
ستا ترڅنګه لکه غر غوندي شوه تیره
نه مي مات پکښي خمار اونه مستي شوه
څه بی زوره اوبی زر غوندي شوه تیره
په یوګل باندي هیڅ وخت پسرلۍ نشي
وخ بی شوره اوبی شر غوندي شوه تیره
اباسینه چادمیني لاس درنه کړ
زنده ګي دي بی اثر غوندي شوه تیره
اباسین منصوري
#النبوي_بصري_څانګه
د مور دعا
د زړه سکون او ارمتیا
د مور دعا د مور دعا
هم کامیابي او هم بریا
د مور دعا د مور دعا
د پښو د لاندې یې جنت
دا لوی نعمت دی په راحت
رضامنـدي د پاک الله
د مور دعا د مور دعا
پیدا به نه کړی حقیقت
په دی دنیا کې محبت
فقد د مور مینه رښتیا
د مور دعا د مور دعا
که غواړی شان دی شي وچت
وه پاله ژوند په صداقت
له ګدایۍ به شی پاچا
د مور دعا د مور دعا
شی به خاوند د ستر زینت
که په سر ستا وې شفقت
وې هره لار به ستا صفا
د مور دعا د مور دعا
شاهین حمزه دا ستر قوت
چې چاته ونه کړې محنت
امر د خوږ رسول الله
د مور دعا د مور دعا
~ شاهین حمزه
#النبوي_بصري_څانګه
ختم نبوت
په احادیثو او قرآن دی ثابت
نبوت ختم پر جانان دی ثابت
کاذِب دی هغه چې دعوه یې کوي
لانبيَّ بعدِي فرمان دی ثابت
زمونږ پېشوا خو آخِري نبي دی
دغه ارشاد د پاک سبحان دی ثابت
خیر! که صورت کې مؤخر راغلی
خو تقدم یې تر جهان دی ثابت
أسود عنسي، مُسَیلَمه او مِرزا
واړه مختور شولو داستان دی ثابت
د مسلمه أمت شي زړونه ټکور
پر هر ګستاخ مردِ میدان دی ثابت
یو ژوند، یو تن، وینې، هډونه لري
دا حسني تر تا قربان دی ثابت
حسني مستغفر
#النبوي_بصري_څانګه
مینارې ته دحرم
ارمانونه مې په شــــــــا دي مینارې ته دحرم
تازه مړاوې هيلې زمـــــا دي مینارې ته دحرم
پس له ډيري مودې وروسته به ديار کلي ته ورسم
له خوښۍ مي مړه اعضا دي مینارې ته دحرم
پر مقام ابراهیم به رب ته لپې کـــــــړم لاسونه
تمـــــــــناوې مي هم دادي مینارې ته دحـــــــرم
چي طواف پر روضه وکړم هغه وخت به څنګه وخت وي
ستــــــــــــــرګې ډکې له ژړا دي مینار ته دحرم
سپېرې خاورې بې رانجه کړم کاڼي بوټي به يې ښکل کړم
تلــــــــــــــــوسې مې له پخوا دي مینارې ته دحرم
که نیمګړي ارمانونه له زاهـــــــد سره وو پاته
نــــو هغه ګـــــــرانه آشنا دي مینارې ته دحرم
هدایت الله زاهد
#النبوي_بصري_څانګه
ګلونوچینل مونوۍ جوړکړۍ ملتیاموغواړم
ملګرو ترصبا پوری نشریات بند دي
میسوجان مکوۍ په درنښت
هيواده:
د سولې او د مينې کور سوې خدای دي لره ښاده
نظر نسي هيواده
ښکلاوې دي څو چنده سه تر دي لا سي آباده
نظر نسي هيواده
هوا دي جنتي ده
ښکلا دي طبيعي ده
جانان جانان وطنه
ستا خاوره قيمتي ده
شملې دې ټيټې مه سه کور د مينې اتحاده
نظر نسي هيواده
د عشق په جام اوبه سي
بيا ښکار د جګړو مه سي
په مينې ورورولی او
وحدت باندي ښايسته سي
څښتن دي راته وساته له هر شر او فساده
نظر نسي هيواده
شه توره وه پړکيږه
راتاو سه وه نڅيږه
خالدأنس ته ګرانه
رڼا شه وه ځليږه
له بدو بدو سترګو دي رب وساته ازاده
نظر نسي هيواده
خَاَلِدْأنَسْ
خماریمه
عشقه وایه څه ته دي په کاریمه
عشقه وهرڅه ته دي تیاریمه
عشقه دکوثرجامونه راکړه چي
عشقه دڅښلویی خماریمه
عشقه زه دوخت منصور جوړ شوی یم
عشقه رسیدلی ان ترداریمه
عشقه زه په تا پسي خراب یمه
صرف ستادلیدو په انتظار یمه
عشقه لږسکون دي راته راکړه نور
عشقه په غمونو باندي باریمه
عشقه ته مي وګنډه زخمي زړګۍ
عشقه ته مي ستن شه زه دي تار یمه
عشقه اباسین له ډیره وخت څخه
عشق ستا په عشق کي ناقرار یمه
اباسین منصوري
دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 2 weeks, 5 days ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 1 month ago
لینک اولین پُست کانال: https://t.me/eslpod_com/2
Last updated 8 months ago