( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago
يو څوک دی تیروي د وخت بدلون ته شپې او ورځې
د خپلو مړاو هیلو ستر پاڅون ته شپې او ورځې
اذان د ازادۍ چې مو یو ځل تر غوږو راشي
قائم چې شي د عدل سپین قانون ته شپې او ورځې
ای ربه ستا رضا غواړو که ته رانه رضا شې
بیا نه غواړو ددې دنیا ژوندون ته شپې او ورځې
په تلو کې د راتلو وعده یې وکړه که رانغلو
نږدې به وي زما نورې جنون ته شپې او ورځې
بلتون د یو چا دومره زورور و چې تر اوسه
تیریږي یې د هجر پیوستون ته شپې او ورځې
زبیرساپي د یاد ډیوه یې بله زما په زړه کې
یو چا حسابولې ستا نشتون ته شپې او ورځې
18/6/2022
سترګې مه بدلوه ځوانه په یارۍ کې
کړم دې ولې پښیمانه په یارۍ کې
نه راتلل مې تصور کې څه یو داسې
چې خفه دې شم لتانه په یارۍ کې
رسوم ځان تر منزله مهاجر یم
ستونزې مه جوړوه ګرانه په یارۍ کې
د تنکو تنکو ګلانو قربانۍ مو
خیال به ساتو قدردانه په یارۍ کې
په غربت درسره خوخ یم څه به کیږي
خو ازار وانخلې زمانه په یارۍ کې
فرق دومره دی زبیره ته واکمن شوې
زه مظلوم یم له پخوانه په یارۍ کې
شکر په دې چې امتي یم دستا
شکر په دې چې پیغمبر یې زما
غږ: رحمت الله مخلص
شاعر: زبیر ساپي
د متعال رب پرې دیدار چې وکړم کار به وکړم
د حقیقي عشق اظهار چې وکړم کار به وکړم
د هجر غشو ته به. ځان پیش کړم د ډال په
مثال
ستا تر وصاله انتظار چې وکړم کار به وکړم
رابشی وخت که خدای کول تر هغه وخته یاره
لږ نور مزل د زغم په لار چې وکړم کار به وکړم
د بیوسۍ تصویر ښکاره پروت هر یتیم ته زما
چی په خوږه خوله ورته جار چې وکړم کار به وکړم
له دې سپیڅلې قافلې چې بې درکه نه شم
زه یې د شاته پلونو څار چې وکړم کار به وکړم
زبیر ساپي چې وي زرې ورې ددین په خاطر
یادښت د هغه یوه یار چې وکړم کار به وکړم
حالاتو بیخي ګنګس کړی يم.???
پاکه ربه! ته خو زمونږ په مظلومو مهاجرينو باندې خپل غيبي رحم وکړه.?
يا اللّٰه هغه څه را پېښ کړې چې زمونږ د مهاجرينو، انصارو بلکې د ټول امت مسلمه خير پکې وي.
ګنې ډيره سخته ده چې د قيامت په ورځ د تلليو جنتي يارانو مخ ته ټيټې سترګې ولاړ يو
د متعال رب پرې دیدار چې وکړم کار به وکړم
د حقیقي عشق اظهار چې وکړم کار به وکــړم
ډیر زر....
اباد مو معسکر۳
ځلیږي لکه ستوري
چې کله ورته ګوري
زلمو د الاعداد ته
کړي اور په دښمن پوري
حسین دي نازنین دي
مئین د رب په دین دي
جهاد مو پری اباد دئ
اباد مو معسکر۳
د پاک عشق پالل دي
په سرو اورو دانګل دي
حاجت د قربانۍ ته
ځوانان تیارول دي
په عشق کې دا ستا مو
قبول کړي یا الله مو
د رب مرسته امداد دئ
اباد مو معکسر۳
ریښې د شر فساد به
ختمیږي په جهاد به
تیار او انتظار دئ
قطار د استشهاد به
کړي جوړ به یو هجوم پرې
الله ستا په خوږ نوم پرې
ساتلی مو ازاد دئ
اباد مو معکسر۳
اوس پوه په هر تدبیر یو
روان پخپل مسیر یو
جوړ کړی مو له ځان دی
د اتحاد ځنځیر یو
په لوړ غږ بدرګه ده
تکبیر تکبیر نعره ده
پر ضد د هر الحاد دئ
اباد مو معسکر۳
اغزن اغزن مزل دئ
نږدې مو نور منزل دئ
زبیر ساپي ته ګران دئ
طالب د زړه له تل دی
شم ځار له ملنګۍ یې
له دغې زندګۍ یې
اعداد د رب ارشاد دئ
اباد مو معسکر۳
13/5/20222/
پښتون نقاد
که مونږ د ځېنو شاعرانو شعرونه ولولو، قاطع اکثريت يې شعاري روان دی، هدف ورک دے، د زلفو جالونه دي او د بعضو شعرونو کې خو د کنځلو ډېرانونه دي.
طبيعي رنګ نه لري؛ مصنوعي ښکاري، داسې وي لکه په زور يې چې ليکلى وي.
لفاظي په کښې ښه ډېره وي، خو مانا،خيال، او فلسفه پکښې د اتۀ انو هم نۀ وي
شعريت په کښې نۀ وي، تشې خبرې کوي.
شعر يې روان نه وي؛ مات ګوډ او په تکلف بنا وي.
هيڅ پيغام نه لري
ارزښتی کمے او تشې کنځلې وي.
د يو شمېر شاعرانو په شعر کې لوړفکر او هدف نه شته، نګه شعار دي،تش سطحيتوب دے ، ټولې جذباتي ډوزې دي. ارزښتي منظر او پسمنظر نه لري، د ټولنې ارزښتونه په لوړ مقام پاتې وي او دوي پرې د لاندې ګوزارونه کوي، څۀ خو پکښې لا داسې هم دي چې د خپل شهرت لپاره د دين اسلام سپکاوے او کنځلې کوي، او ورته ناست دغه خلق چې خپله د دې کنځلو ښکاره جرأت نه لري، بيا د دغو کنځلمارو شعرونو ته چک چکې کوي او واه واه ورته کوي.
په نورو ژبو کې شعر د ټولنې سطحه پورته وړي او زمونږ بعضې شاعران تر ټولنې وروسته وي او کنځلې کوي. دغه شاعر ته چې د کنځلې او بداخلاقۍ يادونه وکړې نو بيا دا د پښتنو په کلي او ولس کښې شته حقيقت بولي او دا د پښتنو فلکلور بولي، خو تاسو د خپل کلي کنځلمار وګورئ چې هغه په ټولنه کې د کوم مقام او شان لرونکي وي او هغه څومره عزتمن او دروند وي؟ دغه شمېر شاعران په ټولنه کښې د عزت سنمبالونه پرېږدي او د سپکو ورکو او مسخره منزويانو سمبولونه په خپل شعر کې ځايوي.
دغسې شعر د خپلې ټولنې اخلاقي استاذيتوب نه کوي، ټولې کنځلې وي او شعر په سپکو سپور وي… دغه په ارزښتي خلا کښې شعاري شعر چې کله په کنځلو کښې چوکه شي او دوی چې دين ته کنځلې وکړي او دوی چې شخصيتونه په شعر کښې سپک کړي، بدي په کښې ياده کړي او کنځلې په کښې وشرموي نو بيا د شعر او کنځلو لېوال شاعران ورته باغي شاعر او انقلابي شاعر وايي…
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago