رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
د سيکولريزم (secularism) لنډه پېژنده
(۱) برخه
لیکوال : فاروق قريشي
- د سيکولريزم لنډ تاريخ:
په لنډه توګه ویلای شو چې سيکولريزم د فرانسې انقلاب نه وروسته په ( 17 ) اولسمه ميلادي پېړۍ
( 1789م کال ) کې را منځته شو .
سيکولريزم د ( 19 ) نولسمې ميلادي پېړۍ په اوائلو کې شرق ته په ځانګړې توګه مصر ، ايران ، ترکي، لبنان ، سوريه او تونس ته را انتقال شو.
د ( 19 ) نولسمې ميلادي پېړې په اواخرو کې سيکولریزم عراق ته را ورسېده.
او په ( 20 ) شلمه ميلادي پېړۍ کې يې نورې عربي نړۍ ته يې خوځښت وکړو.
- يادونه : په اوسني عصر کې سيکولريزم په ټوله اسلامي نړۍ کې موجود دی،
البته د ټولې اسلامي نړۍ مسلمانان دغه مفکورهء نلري بلکې د اسلامي نړۍ په هر هېواد کې سيکولران شته
په اوسني عصر کې د اسلامي نړۍ اکثره نظامونه په دغه نظريۀ ( سيکولريزم ) ولاړ دي.
د سيکولريزم تعريف
- د سيکولريزم لغوي تعريف:
د حکومت لرېوالی د دين او کليسا نه.
- د سيکولريزم اصطلاحي تعريف:
په دين نه ولاړ نظام او ژوند ته سيکولريزم وايې.
- سیکولران د الله
ﷻ په اړه څه وايې ؟
سيکولران وايې: الله ﷻ په اسمان کې دی د زمکې سره کار نلري نعوذ بالله من ذلک او انسانان دخپل ژوند او حکومتي چارو سمبالولو لپاره په قانون جوړونه کې ازاد دي
( انسان بايد د خپل عقل او خواهشاتو مطابق قانون جوړ کړي ).
سيکولران وايې: چې هغه چا سره به مقابله کوو او لمنځه به يې وړو کوم چې پر موږ کوم الهي دين په زور او جبر سره مني او تطبیق کوي .
- سيکولران په څه فيصله کوي؟
سيکولران په عقل فيصله کوي، يعنې عقل په تحليل او تحريم کې معيار ګڼي.
همدارنګه سيکولران وايې: وحیې راتللو ته ضرورت نشته بلکې د ښه او بد معیار او تله عقل او نفساني خواهشات دي.
نو اوس موږ کولای شو چې سيکولريزم داسې هم تعريف کړو:
(سيکولريزم هغه نظريۀ او مفکوره ده چې په وحيٙ نوي ولاړه بلکې په عقل او د انسان په مصالحو ولاړ وي).
يعنې انسان چې څه ښه ګڼي هغه ښه دی او کوم چې بد ګڼي هغه بد دي او الله جل جلاله په کې کار نلري نعوذ بالله من ذلک.
سيکولران د الله ﷻ په وجود او د حاکميت اعلی په اړه څه وايې* ؟
ددې وینا په اړه سيکولران په درې ډلو وېشل شوي.
1- لومړۍ ډله وايې:
الله ﷻ هېڅ وجود نلري او نشته ،
دا خبره دروغ ده چې الله ﷻ شته ،
نو چې الله ﷻ نشته موږ خپل ځانته په خپله قانون جوړوو يعنې حاکميت اعلی زمونږ حق دی.
نو که چېرې دغه ډله سيکولرانو نه پوښتنه وشي چې کله الله ﷻ نشته نو ځمکه ، اسمان او ټول کائنات چا پيدا کړي؟
نو دوﺉ په ځواب کې وايې: دا ټول تصادفاٙٙ پيدا شوي دي او الله ﷻ ندي پيدا کړي په حقیقت کې الله ﷻ هېڅ وجود نلري نعوذ بالله من ذلک.
- يادونه: د پورتنۍ نظريۀ لرونکي سيکولران د روسيه او د روسيه اړوند هېوادونو پورې تړاو لري.
- تبصره : لمړۍ ډله سيکولران د الله ﷻ وجود او حاکميت اعلی نه انکار کوي.
- 2 - دوهمه ډله وايې :
الله (ﷻ) شته خو اسمان کې دی ځمکې سره کار نلري .
يعنې الله ﷻ انسانانو او ځمکې سره کار نلري موږ ( انسانان ) به خپل ځانته په خپله قانون جوړو.
- يادونه : دغه نظريه لرونکي سيکولرانو د غرب پورې تړاو لري.
- تبصره : دوهمه ډله سيکولران د الله ﷻ وجود نه انکار نکوي بلکې د الله ﷻد حاکميت نه انکار کوي.
- 3 - دريمه ډله واي :
الله ﷻ شته خو الله ﷻ سره به جوړجاړۍ وکړو او خپل ژوند او حکومتولۍ ځيني به د الله ﷻ ومنو ځيني به خپل .
يعنې نکاح , رضاع, جنازه او غيره کې به د الله ﷻ ومنو،
حکومت، نظام، سياست او ډيپلوماسي..... کې به خپل قانون ومنو.
يادونه : دريمه ډله سيکولران متأسفانه د اسلامي نړۍ سيکولران دي چې ځانته مسلمانان هم وايې.
- تبصره : دريمه ډله سيکولران د الله ﷻ وجود نه انکار نکوي، همدارنګه د الله حاکميت نه هم انکار نکوي، بلکې د الله (جل جلاله) سره حاکميت کې ځان شريک کوي، په داسې حالکې چې حاکميت اعلی د الله ﷻ ځانګړتيا ( خاصه) ده.
د سیکولریزم او سیکولر نظریو رد په شرعي دلاﺉلو په دوهمه برخه کې .
دوام لرې.........
خلیل جبران وایي :
د هدېرې پر بېلا بېلو قبرونو مي دا لیکنې تر سترګو شوې:
د یؤه غریب پر قبر لیکل شوي وو:
لوڅ نړۍ ته راغلم، لوڅي پښې مي ژؤند وکړ او لوڅي پښې اخيرت ته لاړم.
د یؤه دولتمند پر قبر مي دا کرښي ولیدې:
ټول کسان مي پر پیسو راضي کړل،خو یوازي د مرګ پرېښته وه چي پر پیسو راضي نۀ شوه.
د یؤه لېؤني پر قبر مي ولؤستل:
روغ رمټ او هوښیار نړۍ ته راغلم او روغ رمټ ژؤند مي وکړ، خو ستاسو د کړنو لۀ امله مي ځان لېؤنی اچؤلی و.
د ډاکټر پر قبر دا لیکنه وه:
د هري ناروغۍ درمل شته،خو د مرګ نۀ.
د يؤه زړۀ ماتي کس پر قبر داسي لیکلي وو:
ما یؤ ځل قیامت لېدلی بیا قیامت ته نۀ یم خفه.
د یؤ ځوان پر قبر دا لیکل وو:
یؤ بل مۀ ازارؤئ!
پر خدای قسم چي پښیمانه کېږئ به!
د یؤ بې کوره پر قبر لیکل شوي وو:
شکر الحمد لله بالاخره د کور مالک شؤم.
د یؤ ماشوم پر قبر دا لیکنه وه:
شکر چي لوی نۀ شؤم او پۀ وحشت کي شریک نۀ شؤم.
د یوې مور پر قبر دا کرښه لیکل شوي وه:
هیله لرم چي زما پر بچیانو پاملرنه وکړئ!
د یوه یتیم پر قبر داسې لیکنه وه:
خوشال یم چي مور او پلار ته ورځم.
او د یوې تازه کونډي شوي ناوي پر قبر د هغې ټیکری ځؤړند ؤ او دا خبره پرې لیکل شوې وه:
زۀ به یؤ ځل بیا د مېړۀ میرمن شم او کونډه به نۀ یم.
د ثواب په خاطر یې له ملګرو سره حتمن شریک کړئ.
دلته ښځه هغه شان نه ده لکه څنګه چې مونږ په امریکا او اروپا کې پېژندلې وه
دلته ښځه د یوې قیمتي، ارزښتناکې ملغلرې په څېر ده، که دې وموندله، د خپل ګران او قیمتي مال څخه به یې ډېر حفاظت کړی، ښکاري نه خو که دې ولیدله ته ډېر قسمتي او خوشبخته یې.
امریکایي قونصل ولیم شیلر په 1816م د الجزائري ښځو حالات بیانوي.
سلمان افغان
بنو عباسو چې بنو اميه پسې واخيستل، اندلس ته لاړل. عربې انا به اندلس کې لمسو ته د مکې، مدينې، دمشق، بصرې کيسې کولې. د کلي، کور مينه خوږه وي، بنو اميه د دمشق خرما، زيتون اندلس ته يوړل، د قرطبې مسجد يې د دمشق پۀ نقشه جوړ کړ، تر څو د دمشق مينه پرې ماته کړي.
نصرانيانو چې مسلمانان پسې واخيستل، اندلس يې پرېښودۀ، افريقې ته لاړل. هغوي ډېره زمانه پدې تمه ؤ چې بيرته به اندلس ته لاړ شي، د اندلس د کورونو کيلۍ ګانې (?) يې د ځان سره ساتلې وې، هغوي د کوم طارق بن زياد پۀ تمه ؤ چې راشي، د اندلس پر ساحل لنګر واچوي او دوي بيرته تر قرطبې، غرناطې او طليطلې ورسوي. تنکي ځوانان به ميندو ته شله ؤ چې د اندلس کيسې ورته وکړي. د هرې مور پۀ خولۀ به د قرطبې کيسې وې، د هغوي د خيال مارغۀ به تل د اندلس پر اسمان الوت کاوۀ، ډېر پدې تمه مړۀ شو او ارواحو يې د دنګو منارو، د سجدو د ځايو سفر کاوۀ، د اندلس يو بوډا د مرګ پۀ خولۀ کې د لمسي نه انجيل لرې کړ، د تاکاوۍ لۀ زړې تاخچې يې قران راواخيستۀ، بچي ته يې لاس کې ورکړ، بچيه مړ کېږم، ما پټ کړي ؤ چې مونږ څوک يو؟ دا زمونږ کتاب دی، اندلس هم زمونږ ؤ، د قرطبې لوی مسجد، جيرالدا، الحمراء، عمري پل مونږ اباد کړي دي، دا کوڅې زمونږ دي، دا مۀ هېروه چې قران زمونږ کتاب او اسلام زمونږ تمدن دی، هغه مړ شو، پۀ لکونو داسې خلک مړۀ شول، اندلس کې د طارق بن زياد د زمانې شهيدان دفن ؤ، يو شړل شوي فن کار د هغوي د قبر پۀ ډبرو وليکل، کۀ د ژوندیو پۀ څېر د مړو قسمت هم سپېرۀ نشي، ستاسو د قبر خاورې به حتمن د دې خاورې سيلانيانو ته ګويانه شي چې دا خاوره د سجدو خاوره وه، د دې خاورې د سهار نسيم به د ځان سره اذان راوړ، ... يو شړل شوي د قرطبې مسجد پۀ دېوال وليکل: زما او ستا اړيکه د ايمان او وينې اړيکه ده.
يادونه خواږۀ وي، مخه ښه ورسره سخته ده.
سید اکرام سعیدي
? دعمر رضی الله عنه دسیرت مبارک پنځلسمه برخه.
? غږ : مولوي عبید الله سقیم
? لیکوال: مولانا حبل الله المتین
? ناشره اداره :
#الحقیقت_خپرندویه_اداره
? لیکنه: مولوي عبدالهادي مجاهد
? ویونکی: عبدالحمید مستقیم
✏ عنوان : پردي معیارونه د مسلمانانو د بېرته پاتي عوامل، شاهي حکومتونه، کودتایي حکومتونه، پوځي حکومتونه او جمهوري او نتخاباتي حکومتونه .
برخه: پنځمه
صفحې:64_71
خپرندویه اداره:
#الحقیقت_خپرندویه_اداره
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago