پښتو انتخابي شاعري {مشــــاعـــــره}

Description
ستاسو د خوښې شعرونه پښتو ليکني او اسلامي نشريات کوو تاسي خپل شعرونه موژ ته په شخصي کي راوليږي موژ يي درته نشروو


@Qurishe_75
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 5 days, 16 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks, 3 days ago

7 months, 2 weeks ago

ګوره پښيمانه به شي مکوه ګناه مومينه
درنه پاتیږي کنه دا فاني دنيا مومينه

ظلم په خپل ځان کوي ګوره ده چا هيڅ نکوي
هميش دي بار وي ده ګناه پيټي په شا مومينه

ته ده هوس په دام کي ګير او خواهشاتو کي ګير
څنګه دي هيره ده قربان وايه عقبا مومينه

ده دي دنيا دا مجازي او دروغجني ميني
ده هيره کړي درنه مينه ده‌الله مومينه

ګریوان کي وګوره له ځان سره حساب وکړه
راباسي کومه ده تير کړي ژوند مانا مومينه

ځان برابر کړه ده الله او ده رسول په لاره
زه #قريشي به کوم تل درته دعا مومينه

#شاعر_نذيراحمد_قريشی

1 year, 1 month ago

غـزل

د زړه  رازونه   به د للمې په ميدان وشيندم
څو اوميدونه  به په تمه ده بـاران وشيندم

د فکر ټال کې   کله داسې.  دنيا جوړه کړمه
دسته دسته ګلان په لاره  د جـانان وشيندم

ته په شپيلۍ کې زمزمه  کوه  غزل مې وايه
زه به بيتونه او ټپې   په يه قـربـان وشيندم

يا خوبه ټول.  عـمر.  نيمګړې نيمه خوا وسمه
يا به د يار په مخ خواره واره زلفان وشيندم

لږ مې قلم ګوتو کې پريږده رانه مه يې اخله
د مينې تخـم به په ټول پښتونستـان وشيندم

هغوي چې سوله راويستلي ده قربان یی شمه
او په ژړا به ورته وښکې په ګريوان وشيندم

طالبـه جــار دي شــم آرام ارامـی دی راوړه
نيازی  پــه پښو کــی درته ځان وشيندم

#شاعره_فاطمه_نيازي

#پښتو_انتخابي_شاعرۍ

1 year, 2 months ago

نـن راوړه ایـوبــي زلمـو داسـتا غیږته بریا
ازاد شـوې له یهودو مبارک دې شه اقصی'

خـبر شـوې ای ده وخت صلاحُ دینه اوکنه
لمرپورته دحُریت شوپه اقصی' یوزلي بیا

ده زیړ ګُمبد دې واخلمه بلا ده نظر مشې
له فتحې سره شوه دِپه څوچنده نن ښکلا

قبـولې کړلې رب ده مظلومانو دوعاګانې
نن ځکه دمظلوم په شونډوجوړه دمسکا

ظلـمـونه او دردونـه وحشتونه دې کړ تیر
اخېرشولې هم خلاص ته له سلګیواو ژړا

الله دې تل ودان لره په وینوته رنګ مشې
زه هیـبتي ملنګ همـیـشه کـړمـه دا دوعا

1 year, 3 months ago

ستاد وصال په تمه مري هغه بیمار ښه نه دی
باور دې وشه درپسې دی نـــا قرار ښه نه دی

وه قـربانکه ولې داسې یــې پــرېـږدې انتظار
له درد به مړ شي یاره دومره انتظار ښه نه دی

دزړه په رنځ دې کړو اخته درته ښېرې به وکړي
ازار یې مـه اخـلـه رنځور زړګي ازار ښه نه دی

طبیبه ستا په دوا نه رغـېـږي مـري دا سړی
له کاره وتی او دمات زړه یې پرهار ښه نه دی

هغه خوستاپه سر دژوند ټولې خوښۍ لیلام کړې
ته یې پرېږدې پرنیمه لاره کې داکار ښه نه دی

که څومره خوږ شي خو خپليږي نه زړګکه واوره
ګــوره رقـیـب باندې قسیمه اعتبار ښه نه دی
#قسیم_بدري

1 year, 3 months ago

ما کوشش وکړو چې ودې کړم دیدنه
خو څه وکړمه ترمینځ مو فاصلې دي
ته تر خوارو لاندې پروت یې ځواني مرګه
درپسې زما دزړګي ستنې کګې دي

چې بې برخې ستا له دید شومه زړګیه
زړه مې مات شودزړه غم مې یَو په سل شو
تـه پـه هسکه غـاړه لاړې تر باداره
زما دزړه هر یَو ارمان درپسې شَل شو
ستا بیلتون لکه قیامت ؤ څه خبر یې
ستا بېلتون غشي مې وتي له سینې دي

چې رایاد مې شې په زړه قدم در واخلم
ړنګ اوبنګ شم دروان ستا ترمزاره
بیرغونه او مزار خاورې دې ښکل کړم
څـو ګېلې د زړه له درده وکــړم یاره
د وطن په ازادي کې زه بې تا یم
په زړګي مې د هجران بلې لمبې دي

زه به صبر کړم که صبر مې زړګی شي
لکه زړه داسې هر دم راته یادېږې
ستا تصویر مې دزړګي پر دېوال نقش دی
ځواني مرګه زړه له زړه چېرته هېریږي
ته خـو لاړې دجـنـت حـورو دلدار شوې
درپسې د ارمــانو مې جنازې دي

ستر ارمان دې پوره شوی کاش ژوندی وای
سپین بیرغ په کابل جان باندې رپان شو
ستا یاران فاتحانه له سنګر راغلل
له پردیو نه ازاد افغانستان شو
درپسې قسیم بدري ځکه رنځور دی
ستاپه نشتون یې دژوند شېبې ترخې دي
#قسیم_بدري

1 year, 3 months ago

ستاد وصال په تمه مري هغه بیمار ښه نه دی
باور دې وشه درپسې دی نـــا قرار ښه نه دی

وه قـربانکه ولې داسې یــې پــرېـږدې انتظار
له درد به مړ شي یاره دومره انتظار ښه نه دی

دزړه په رنځ دې کړو اخته درته ښېرې به وکړي
ازار یې مـه اخـلـه رنځور زړګي ازار ښه نه دی

طبیبه ستا په دوا نه رغـېـږي مـري دا سړی
له کاره وتی او دمات زړه یې پرهار ښه نه دی

هغه خوستاپه سر دژوند ټولې خوښۍ لیلام کړې
ته یې پرېږدې پرنیمه لاره کې داکار ښه نه دی

که څومره خوږ شي خو خپليږي نه زړګکه واوره
ګــوره رقـیـب باندې قسیمه اعتبار ښه نه دی
#قسیم_بدري

1 year, 3 months ago

بیا دې کړی دی تکل په کومه لاره
چې روان یې ای ملنګه له دې ښاره
زړه دې مات دی او وړې وړې سلګۍکړې
نا قرار یې غریو نیولی چا لپاره

پټ ساتلی دې اشنا دچا انځور دی
داسې ښکارې چې زړګی دې هم رنځوردی
څنګه غلی غوندې څار یې د قدم کړې
هغه نه راځي ته کـــړې یې انتظاره

کړي ښېرې درته اخته دې په غمو کړو
چې زخمي دې شوخوسترګوپه کتوکړو
چې په غشو د بڼو دې دی ویشتلی
خلاص به نشې د مظلوم زړه له ازاره

چې یې هېر کړې لېوانیه تې هم هېرکړه
نوریې مه یادوه نېشتوکې یې شمېرکړه
څوبه ناست یې ګونګ تصویرته لېوانیه
شپه کړې تېره ورته ناست یې تر سهاره

ځان عدت کړه یک تنها دژوند په لاره
ملـګـري نکوي څـوک تر مرګه یاره
ملګرتیا د داسې خـلـکـو کړه قسیمه
چې دې رسوي تر یار او تر باداره
#قسیم_بدري

1 year, 3 months ago

ده وچه مې په تاپسې زړه دښته ځواني مرګه
مشکیله باندې وړم زندګي سخته ځواني مرګه

نیمګړی یم بې تا شونډې چودلې مې له درده
بې تا به زندګي وړم سنګه مخته ځواني مرګه

په للمه د زړګي مې ستا د یاد باران شروع دی
ښه تانده پرې وریږې دغم ورښته ځواني مرګه

ختمیږي نه زیاتېږې وار په وار دزړګي درده
شه ورک مې له زړګي دغموکښته ځواني مرګه

کړم دود دې سپیلني غوندې خومخته دې بو نتلم
له پام دې غورزېدلی یمه وخته ځواني مرګه

لا هــم به انتظار یـم انتظار کـې به اوسېږم
که سم شي اوراویښ شې زمابخته ځواني مرګه

رنځور یې کړم قسیم بدري قرار نه لري یاره
قرار شه زما د زړه درده کم بخته ځواني مرګه

1 year, 3 months ago

د حســـن پــه رڼـا یې شو جهان رڼا رڼا
دجهل توروشپوته شــو زوال رسول اللهﷺ

شغلې دلمرراپورته شوې روښانه شوجهان
تیاره جِهان ته شولو بَل مشال رسول اللهﷺ

ستایلی رب منان دی په طه اوپه یاسین
په حسن کې ممتازدی بې مثال رسول اللهﷺ

سلام کړی سپوږمۍاولمـرجمال ته د جانان
ورکړی ورته رب ووستر جمال رسول اللهﷺ

ته راکړه یَوديداردې تګی زړه مې کړه اوبه ته
غواړمه دې دیدار له زالــجــلال رسول اللهﷺ

موړشوی له عجم یم ته مې وه غواړه روضې ته
قــربان مې شه له تانه سراومال رسول الله ﷺ

قسیم بــدري دې غواړمـه دیـدار د زړه قــراره
مشفـــق شه دبدري په رنځورحال رسوالله ﷺ

1 year, 3 months ago

د ميلاد النبي ص په مناسبت!

د لمر مخي يار ښکلا وه ځلېدله
زړو د سترګو تر کړکۍ ورته کتله

چمبېلي به يې مين په خوشبويۍ وه
ګلابونه يې له حسنه شرمېدله

آن د سترګو کيفيت يې دومره لوړ وو
لمرګردان غوندي مخونه پسي تلله

کاٸنات به يې هم واړه لاس په نام وه
ونو، بوټو سلامونه پرې ويله

شمعه هم د ده له ياده رپېدله
څڅېدله، ويلېدله، بهېدله

شفاعت ته يې بلها سوالونه کړي
تل په دې طمعه نبيل شباب ژړله
#استقلال_بصري_څانګه

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 5 days, 16 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks, 3 days ago